(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

رښتینی څوک دئ ؟

د سمیع الدین افغاني لیکنه Thursday, 11 June 2009 !محترمو لوستونکو که چیري د بشریت او انساني نړۍ پس منظر ته ځیر شو انسانانو د ابتدا څخه بیا تر یویشتمي پېړۍ پوري د انسا ني ژوند دبقا لپاره ډیري هلي ځلي تر سره کړي او د غیر مترقبه او طبعي حوادثو په مقابل کي د طبیعت سره لاس ا و ګرېبان او د ډیرو قربانیو تر څنګ لازمي بریاوي هم تر لاسه کړي او پدې برخه کي دډیرو اکتشافاتو شاهدان دي � بشر وکولای شو دګرمۍاو یخنۍ له مختلفو افتونو ا و امراضو سره مبارزه وکړي د خورا ک پوښاک ، سرپنا او نور حیاتي اړتیاو دلاسته راوړلو لپاره زحمت وګالي � خو اساسي پوښتنه داده چي ولي پدې عصر او زمان کي هم انسانان د لوګي ، بدبختۍ او ناخوالو سره مخ دئ؟ ایا ددې مشکلاتو اساسي عوامل به په څه کي وي ؟ ایا لامل به یې داوي چي بشریت ددې نیمګړتیاپه له مینځه وړلو کي ناکا مه راغلی او ندی توانېدلی چي داوږ د انساني ژوند په جریان کي دا ناخوالي له مینځه وېسي ؟ او که علت په خپله انسانانو کي دئ ؟ دا هغه پوښتني دي چي که چیري په رښتیني او دقیقه توګه وڅېړل شي او ددې مرض اساسي عوامل تشخیص او دحل نسخه ورته پیدا شي دا به یو بل ستر ګام وي په بشري ټولنه کي د یو عادلا نه او انساني ژوند د احیا لپاره � ددې او نورو پوښتنو د ځواب لپاره لازمه ده چي لاندي موضوګانو ته د لوستونکو پام راوګرځوم � لمړی ؛د بشري ټولني د ژوند د تفاوتنو اصلي عوامل په څه کي دئ ولي یو تعداد زیات وګړي په فقر او بې عدالتیو کي ژوند کوي او یو تعداد نور بیا دهرډول هوسااو لازم انساني ژوند د مزایا او امکاناتو څخه برخورداره دي ؟ دمثال په توګه که افریقا ، اسیا اوپه مجموع کي مخ په انکشافه یا دریمي نړۍ هیوادو ته پام شو د فقر بدبختیو اومحرومیتونو کچه یې ډېره جګه او برخلاف دیو شمېر هیوادونو دژوند د ژوند سطحه لوړه او د قوي اقتصاد خاوندان ګرځېدلي دي � دوم ؛ کوم هغه مصارفات چي نن سبا د بشرد نابودۍ لپاره پکارول کیږي پدې مانا هغه کارخانې چي د ټوپکو ، ټانکونو ، جنګي طیارو او دټولنیزو وژنو سلا ګانو دتولید لپار ه جوړي شوي او یا د جوړېدو په حال کي دي چي د بشریت او ځمکي دنابودۍ لپاره پکارول شوي او پکاریږي که چیري پدغه مصارفو د انسانانو دخیر او فلاح لپاره ترې استفاده شوې وای او وشي،مکاتب ، روغتنونه او نور عام المنفعه تاسیسات جوړشوي وای او یاجوړ شي اوس به په نړۍ کي دانساني تراژدیوته دپای ټکی ایښودل شوی وای دهر انسان لپاره به دیو ارام ، مرفعه او انساني ژوند زمینه به برابره وای � ایا په یو ټانک به څومر مکاتب او په یوې جنګي طیارې به څومره روغتنونه او همدا رنګه په یوې اتومي سرګلولې به څومره عام المنفعه تاسیسات جوړ وای چي په دقیقه توګه به په افریقا او نورو هیوادوکي ماشومان په سوی تغذیه نه وه مصاب اونه به جنګونو دمیلونهاو انسانانو ژوند دنابودۍ سره مخامخ کړی وای� که په دقیقه توګه ددې ناخوالو او پرابلمونو لاملونه و څېړل شي دې نتجې ته رسیږو چي ددې بې عدالتیو ، ظلم او استبداد عامل یو انسان دبل انسان ، یوه ټولنه د بلي ټولني او همدا رنګه یو ملک د بل ملک د اتباعو په حقوقو تېری دی او د نورو د بدبختیو عاملین ګرزېدلي دي او د ټوپک او ماشینګنو په زوریې د نورو ژوند د خطر سره مواجه کړی او دخلکو په وینو یې لاسونه سره او نن د ارګاه اوبارګاه خاوندان دي چي ژوندي مثالونه یې زموږهیوادوالو په هیواد کي ددېرش کلني تپل شوي جګړې په جریان کي په سر سترګو ولیدل او هره ورځ د نوو تراژیدیو شاهدان دي � استعمار د نور د هستیو او غصب لپاره د دوو تکتیکونو اوروشونو نه استفاده کړې چي هغه د فزیکي ګرمي جګړې اوسړې جګړې طرزونه دي چي پدې وسیله یې پردې ملکون ولجه او د منطقې د خلکو هستي یې تاراج او وګړي یې خپل غلامان ګرځولي دي � د تودې جګړې مثال هغه مستقیم اشغالګره تجاوزونه دي چي د تاریخ په جریان کي قوي هیواد ونو په ضعیفه هیوادونو تر سره کړي او هغه ملک یې دخپلي مستقیمي سلطی لاند ي راوستی او د هغوی هستي او دارایي یې خپل کړې او هغه ملک یې خپله مستعمره ګر ځولی ده � او بل تکتیک یې ساړه یا تبلیغاتي جنګونه دي چي د هغه په وسیله یې دمنطقې یا ملک خلک خطا اوخپلو شومو اهدافو لپاره یې ذهنیتونو ته دخپل په ګټه تغیر ورکړی دی� په دغسي مواردو کي دانسانانو بعضا د پاکو او سپیڅلو احساساتو نه ګټه پورته کړې ده � که په مشخص توګه په افغانستان کي د یو تعداد ګوندو ، تنظیونو ، پارټیو ، ډلو او ټپلو ته ځیر شو چي اکثراد پردو له خوا تمویل ، حمایه او سازماندهي کیږي چي د خلکو بلخصوص دځوانانو د پاکو وطني ، ملي ،منطقو او ژبیز و احساتو نه د خپل ځان په ګټه کار اخلي که په دقیقه توګه ددغو تنظمونو ډلو او ټپلو سر ه په تماس کي شو اکثریت یې په دین ،وطن مین خلک دي چي متاسفانه د یو تعداد خاینو رهبرانو تر تاثیر لاندي راغلي او خپله هستي او ژوند یې ددې خاینو رهبرانو لپار په ډېر صداقت او ایمانداري قرباني کړی دی چي ژوندی مثال یې چا داسلام مقدس دین په لاره کي قرباني ورکړه او څوک دي چي ددې شهیدانو د وینو په بیه ځانله لوړ تعمیرونه جوړوي ا و په خارجي بانکو کي دمیلیونونو ډالرو خاوندان دي ؟ که ددې لیکني اصلي مطلب ته راشو تاریخ دا ښودلې ا و هر چاته د منلو وړ ده چي په وطن کي هیڅکله یوې ډلې ، یو تنظیم ، ګوند یا یو قوم په تنهائي سره د حاکمیت چاري په بریالیتوب سره پر مخ ندي بېولي نو لازمه ده چي د وطن په بیا رغونه کي د افغانستان ټول ولسونه او خلک په ګډه برخه واخلي ، زما په اند صرف یووالی او ورورګلوي کولی شي چي د وطن خلک ددې بدبختیو څخه نجات ورکړي او بس ، داچي څنګه دا یووالی مینځ ته راځي اوڅوک یې راوستلی شي او کوم علمي وړاندیز ددې معضلې اساسي نسخه ده ؟دا د وطن د بادردو ، وطنپالو او خدا پرسته علماوو ، مشرانو او ټولو سیاست والو دنده ده چي پدې برخه کي مثبتي (ګټوري )هلي ځلي وکړي او د افغانستان او د بشریت د خیر لپاره کار وکړي، داسي طرحي وړاندي کړي چي ټولو ته دمنلو وړ وي او د افغاناستان هر وګړي ته چي په رښتیني ډول دا وطن ورته ګران وي او پدغه پاک احساس سره په مختلفو لارو روان کړ شوی دی ورته د امیدوارۍ او دژوند کولو زمینه برابره شي� باید د بې باوریو او اختلافو نو د مینځه وړلو لپاره مشترک او عملي کارونه تر سره شي � زما په اند د افغانستان خلک دمختلفو نظرو تر څنګ په وطن مین خلک دي د هریو په زړه کي د وطن د ابادۍ مینه شته چي پدې لارکي د هیوادوالو ریښتنې مبارزه د قدر وړ ده زموږ خلکود وطن ، ازادۍ اود خدای په لاره کي خپل ژوند اوهستي هرڅه قربان کړل چي په خواشنۍ سره باید وویل شي ددې قربانیو څخه نا اهلو او خرڅ شوو لېډرانو د ځان او خپلو مافیایي انډیوالانو په نفعه ګټه پورته کړه دوطن ، خاوري او اسلامیت تر شعارو لاندي یې ځانونه دشیشه یي قصرونو او میلونونو ډالرو خاوندا ن کړل� د وطن با درده سیاستوالو ! ! ! په هر تنظیم کي چي یاست په هر لېډر چي مو باور دئ دا ستاسو شخصي کار دئ که موږ دخپلي لاري حقانیت بل ته کوو او دنورو څخه غواړو چي دده په لار دي لاړ شي او دهغوی رهبر دې ومني دا به عملي نه وي ښه به داوي چي دیوه شعار لاندي داسلام په خاطر د افغانیت په خاطر د انسانیت په خاطر د هغه پاکو شهیدانو د سپیڅلو وینو په خاطر د هغه کونډو یتیمانو په خاطر کوم چي دیوې مړۍ ډوډۍ لپاره د محنت شپې او ورځي تېروي نور دې بې باوریو ، تعصب ، ډلو او ټپلو ته خاتمه ورکړو او دیو افغان ، هموطن او مسلمان تر نامه یو بل ته د ورورۍ لاس ورکړو ، صرف همدا دبدبختیو د نجات لار ده صرف همدا په مختلفو ډلو او تنظیونو تقسیم کړل شوي خلکو یووالی دی چي د وطن د ټولواقشارو خلکو او ولسونو په صادقانه همکاري د وطن مشکلات حل او یو بل ته دورورۍ لاسونه ورکړو او دنیاته وښیو چي افغانان دا استعداد لري او کولای شي چي په شریکه دا وطن جوړ او خپلو خلکو ته د نجات الا هیه وګرځي � دا ده هغه ریښتنې لارچي کولای شي زموږ وطن ددې ناخوالو څخه وژغوري او په ګران افغانستان کي د خلکو د خیر او فلاح لپار اسلامي ، وطني او انساني ګامونه اوچت کړي � واعتصمو بحبل الله جمیعا لا تفرقو ترجمه د خدای په رسی منګولی ولګوی او مه جدا کیږی ومن الله التوفیق - بېرته شاته