(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

فيروز اپريدی د وطن په ګلدروکښې

ليک :وزير بادشاه جانان کاش چې ما فيروز اپريدی د يو شاعر،اديب،نقاد په حيث پيژندلی !!!، خو خبره څه بل رنګ ده، او هغه داسې چې فيروز اپريدی، زه له تيرو څليروشتو کالو راسی پيژنم چې د خليج په سوراړه کښې ئې د بنجر پټي په پوله لاس راکړی، او له هغه دمه ، تر نن پورې زما لاس د فيروز لاس او د فيروز لاس زما لاس ګرځيدلی دی .د دغۀ بنجر پټي په خړوب کښې سره اوږه په اوږه او لاس په لاس ولاړ د څو مخلصو ملګرو په مرسته او ملاتړ په شريکه د ادب د بوټو او ګلونو خصمانه کوو.نن دغه بنجر پټي د ادب هغه ګلان راټوکولي دي چې خلک ورته ګوته په خله او حيران دي.
فيروز اپريدي خپل ټول فکري صلاحيتونه د دغه بنجر پټي د پالنې او خصمانې کولو په کار راوستلي دي ،او خپل ټول ذاتي مفادات ئې د پښتون قام ، ژبي او ادب له پاره په اجتماعي مفاداتو بدل کړل. ما څو ځله فيروز اپريدي ته مشوره ورکړه او تر نن پورې ورته دغۀ يادګيرنه کووم چې هغه شاعري کومه چې مونږ ته معلومه ده،خپل اولس ته حواله کړه او هغه راته به ځواب کښې اوئيل چې انشالله وبه شي اګر چې ما ورته تر دې حده اوئيل چې ژوند د مرګ قرضدارې دی او دا داسې قرض دی چې خامخوا ورکونکې دی،خو فيروز افريدی د دغه بنجر پټي نه، نه اوزګاريږي ،او د خصمانې دا سخت او مشکل کارئې په مخه روان کړی دی. فيروز اپريدي ته الله تبارک ډير صلاحيتونه ورکړيهغه چې څه ته لاس واچوي،الله جل شانه ئې بريالی کوي. . په ادبي زمکه که نظم ته مټې راونغاړي نو قلم ئې تيندک نه خوري او که نثر ليکي نو قلم ئې ساه نه اخلي ،په دغه فن کښې ئې د روان او اسان نثر بهترينې نمونې موندلی کيږي. فيروزافريدي بلا ډيری مکالی،کالمونه ،مضامين او په کتابونو تبصرې ليکلي دي.د دې پټي چې کوم بوټې ګل شوی دی د فيروز صيب په قلم تراشلی شوی دی.چې د نګهت او رنګ خائيست ئې يو په دوه شوی دی فيروز افريدي د خپل کارونو نه زيات د ملګرو کارونه کړي دي. که چا کتاب ورکړې دی چې فيروز صيب اصلاح ئې وکړه نو فيروز په ذمه وارئ سره خپل کار سر ته رسولی دی.او حرف په حرف ئې کتاب لوستې او اصلاح کړی دی. يوه ورځ ورله زمونږ شاعر ملګري دلاور خان ليوني د سروزو کلي د نو اموزه شاعرانو کلامونه په خام شکل کښې راوړل او ورته ئې اوئيل چې فيروز صيب دغه بې ترتيبه موادو له ترتيب ورکړه.فيروز ئې اصلاح هم وکره،کلامونو ته ئې ترتيب هم ورکړو او بيا په درې مياشتنئ کليزه رخصتئ کښې ئې د سروزو کلي ملګرو شاعرانو شعري تزکره په کتابي شکل کښې دلاور خان ليوني ته حواله کړه. زه ورته حيران شوم چې فيروز صيب کاش چې لږ ځان ته دې هم کتلي وی او خپل تخليقات دې په خپله خپاره کړي وی. مونږ ته فيروز ډير لټ ښکاريدو خو دا زما غلط فهمي وه. فيروز که لټ وي نو ځان د پاره به لټ وي، خو د نورو ملګرو او خپل پښتون ورور ،ادب او کلتور کار ئې د هر څه نه وړاندې کړې دی او په ډيره ذمه وارئ ئې سر ته رسولی دی.د پښتو په خدمت ئې که نظر واچولی شي نو ګڼ شمير کتابونه ئې په خپل ذاتي مصرف نورو خلکو ته خپارۀ کړي دي،او خپله وظيفه ئې سر ته رسولی ده. دا ځل چې فيروز د کلي نه راغلو، نو د ستړي مشي په وخت ئې يو کتاب زما مخې ته کيخښوداو راته ئې اوئيل چې جانان صيب دا واخله او ښۀ په زور زير ئې ولوله. ما چې د کتاب د وطن په ګلدرو کښې په ټائيټل د فيروز افريدي نوم وليدلو نو حق حيران شوم او ډير په خوشحاله شوم چې زما مخلص ملګرې د مرګ نه بچ شو او ابدي نوم ئې وګټلو.اوس مرګ ته جيلب دی.ما ته د فيروز افريدي ژوند پکار وواو هغه لاس ته راغلود وطن په ګلدرو کښې دا کتاب په اعلي موادو موړ او پټ کتاب دی. دا کتاب نه ذهن ته تيندک ورکوي، او نه نظر ستړی کوي. ډير روان نثر، زړه ړاښکونکي واقعات او د وطن د کلي کلي او کوڅې کوڅې رودادونه ،د مشاعرو او ملاقاتونو دلچسپې قيصئ او د لوړ رتبه اعلي ادبي او سماجي شخصياتو سره پيژندګلو او د هغوئي په حکله کوټلي معلومات د کتاب حسن يو په څو چند کړی دی.. کتاب په ښکلي کاغذ او خائيسته جلد کښې د وطن د يوې ښکلې نندارې په عکس مزين دی.. لوستونکي د زما په دې خبره نه خفه کيږي چې ګني فيروز د جانان د بنجر پټي ملګری دی،نو ځکه ئې د فيروز په يو اړخ نظر اچولی دی. خو رښتيا خبره دا ده چې زه د فيروز عيبونه نه وينم چې تاسو ته ئې په ګوته کړم. زه دا منم چې انسان بې عيبه نه دی په هر انسان کښې څه نه څه عيب وي خو زما توان نه کيږي چې د فيروز عيبونه څرګند کړم ځکه چې دا عيبونه د خوبيو په مقابل کښې د نيشت برابر دي. که څوک زما سره اتفاق نه کوي نو فيروز د ولوستلی شي او هغه د پۀ خپله وکتلی شي، ځکه چې فيروز د لوستلو سړی دی،فيروز د کتلو سړی دی او فيروز د خبرو سړی دی. فيروز د دوستئ.،رورولئ ،او ملګرتيا سړی دی.بيا که زه په څکله دعوي کښې کم رادرومم نوبيا خلک زما ګريوان نيولی شي. په اخير کښې ټولو ملګرو ته د وطن په ګلدرو کښې د لوستلو خواست کووم. په پښتني مينه وزيربادشاه جانان ۱۷ جولائي 2۰۰۹ دوحه قطر
A patriot writer’s stories relating his homeward journey By Sher Alam Shinwari Book: Collection of Reportages (Pashto) – Da Watan Pah Guldaro Ke Author: Feroz Apridi Printed at Zia Sons Printers, Peshawar Circulated under auspices of Pekhawar Pakhto Adabi Jirga Pp 149, Price Rs 150 Monday, 20 July 2009 Despite odd times poets and writers have kept up alive literary activities to paint expressions of their internal and external world. Such writing is called spirit of the age. A writer being very sensitive cannot afford to remain silent in a society he/she lives in. Poets and writers living abroad are always thinking of their homeland; therefore, their writings carry a nostalgic touch – a fragrance and a rare feel of the motherland. Once culturally conscious people step on a foreign land, they involve themselves in any activity that helps in keeping their national pride and cultural identity intact. Feroz Afridi patron –in chief Pak –Pashto Adabi Tolana Doha Qatar is one such inspired literary figure who is quite known to literary circles for his unflinching efforts to promote Pashto by arranging various kinds of cultural and literary activities in Doha Qatar and also engaged in working for the betterment of Pakistani Community in Qatar. He is based in Doha Qatar for the last more than twenty years. Feroz Afridi hailing from Bara, Khyber Agency is a poet, literary critic and a culture proponent, remained President of Pak Pashto Adabi Tolana Doha Qatar for 15 years, during his tenure he has arranged 100 grand Pashto mushairas on different occasions, published 35 books of writers and poets - members of the Pak Pashto Adabi Tolana and personally financed publication of 10 poetry and prose books of those men of letters who could not afford brining out their creative works on their expenses. He is also President of Peshawar based literary organization Pekhawar Pakhto Adabi Jirga. He has edited, compiled and published two books earlier, Jaggay Shamlay and Rokhana Sabawoon and received much accolade from the readers. Feroz Afridi recently brought out a collection of miniature Reportages in Pashto a book form titled Da Watan Pah Guldaro Ke- in the floral valley of the homeland. He has made it a routine to visit Pakistan in March every year and spends time with his friends, mostly literary figures. This book contains Reportages narrating stories full of valuable information, fun drenched in literary taste, which is reflective of Feroz unique style. Divided into two parts the book gives us details of meeting with giants of literature both Urdu and Pashto while some highlight picnic resorts. Also Feroz dilates upon literary functions he has attended. On the back jacket flap Abaseen Yousafzai tells, “ The writer with all his innocence has unveiled small sometime petty stories in these Reportages in such a fluent and simple manner that the reader is forced to devolve into the story itself and sometimes swept away by ecstatic ripples of its background. He makes the apparently petty and trivial topic more important, inevitable and most important interesting by employing technique of artistic weaving of words and sentences together.” Reportage as a literary genre is least written in Pashto, we have many travelogue writers, a literary reportage must have a creative tinge and not just a simple dull narration and Feroz Afridi successfully has come up to this merit. We hope he brings out his poetry collection next time as he has recited very poetic pieces in mushaira and prominent singers PBC have sung few of his inspiring poems have been sung by prominent singers and also aired by PBC Peshawar and PTV Peshawar Centre showing his love fore his country, people and places. This collection contains reportages of the writer’s visits he made to Pakistan in years 2008 and 09. For Pashto lovers a it is a must read and those living abroad will make an imaginative journey with the writer and indeed will derive pleasure and satisfy their literary taste. - بېرته شاته