(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د بلوچستان د مزاحمت نوی انداز

پاکستان او بلوڅ په شپېته کلن پارلیماني او هم مزاحمتي پټ پټوني کي یو دبل سره ایډجسټ نه شول. ځکه چي د ړومبني سره د پاکستان په ریاستي ډهانچه کي د پښتنو غوندې د بلوڅو الحاق هم پر غېر فطري بنیادونو استوار وو. تاریخ لوستونکي پوهېږي، چي په زور سره ګنډلي په زور سره بېلېږي. د بلوڅو د الحاق په ضد ړومبني مزاحمت د شهزاده عبدالکریم په مشرتابه کي دا څرګنده کړه چي بلوڅ یې په جبر له پاکستان سره وتړلو. د پاکستان د فطرتِ ریاستي مطابق دا ړومبنۍ پرېکړه هم عوامي نه بلکې د عسکري ذهنیت تخلیق وو. ددې الحاق په خرمستیو کي یې درست اولسونه د عسکري جارحیتونو شومه کړل، د فوځ کشیو په غویمه کي یې انسانیت وشرماوه، پارلیمان خو یې عبارت له بې اعتبارۍ دی. پر مخصوصو خانداني او شخصي بنیادونو نازول ضرور کوي، هم د سر بولي لګوي او هم د دستار او سردار خو قامي ګټې پکي لټول او یا ملي رویې پکي پالل ګویا د مار پښې وهل دي. د بلوڅو په حواله به نن هم منم چي په پارلیمان کي څو کورنۍ د سرو زرو سره وتلل شي او یا به د پاکستان د حُب الوطنۍ او زرغونپوښۍ په هارونو سرونه هسک کړي خو په مجموعي حواله په بلوچستان کي هم دا یو د "پسماندګۍ" لفظ دی، چي په هر سیاق وسباق کي له خپلو ټولو معنو سره موجود دی. پراخه رقبه، پراخ وسایل خو لږه آبادي لرونکې دا صوبه په ننني پرمختللي دور کي هیڅ یوه داسې حواله نه لري، چي د ترقۍ په تناظر کي یې ذکر وشي. د دوی د ترقۍ دعوې د خوړجنې آبادکارۍ په ضمن کي ضمیرونه په څو مراعاتو رانیول دي. بلوڅو ته یې پراخې احساس محرمۍ ورپیرزو کړې. په دې حالت کي یواځینی آپشن مزاحمت پاتېږي. هم دا مزاحمت دی چي د غلامۍ په تورو او پلنو تیارو کي د ډیو د بلولو پاکه سپېڅلې دنده اجرا‌ء کوي. د یو مورخ پېټر جې پېرش(Peter J.Parish) په قول " د غلامۍ د تاریخ لوستلو په مهال دا حقیقت بېخي څرګند وي، چي د دې بنسټ پر ناانصافۍ او غېر انساني بنسټونو اېښودل شوی دی او ددې په نتیجه کي ظلم او بربریت راپېدا شوی دی او له دې سره دا حقیقت هم مخې ته راځي، چي د غلامۍ په ضد په انسان کي د مزاحمت جذبات دومره پېاوړي وي، چي هغه د جبر او تشدد باوجود نه شي وهل کېدی". د بلوڅو مزاحمت په دې شپېته کاله کي په یو نه یو شکل ژوندی پاتي شوی دی. دې مزاحمت په هر دور کي د بلوڅو لپاره د نوي مستقبل د لارې تعین کړی دی او هم یې کوي. په غرونو کي ځوانۍ لوګۍ کول، اوږدې جلاوطنۍ زغمل او ټارچر سېلونه، جېلونه او زولنې مستانه ساتل ورته د نوي سباوون په لاره کي راڼه مشالونه شول. په ۱۹۴۸ء ، ۱۹۵۸ء ، ۱۹۶۲ء او ۱۹۷۳ء کي او هم له ۲۰۰۳ء نه تر ننه پورې چي څومره هم په عسکري او فوځي جبر د بلوڅو د قامي اواز د ارامولو کوشش شوی دی، څومره سیاسي کارکنان چي یې د عقوبت خانو او اذیت خانو په بلا خوړلي او څومره چي یې په مرمیو وده کړي دي، هم هغومره یې بلوچستان د ځان نه لرې کړی دی. نن دا په بلوڅو کي یو قوي سوچ موجود دی، چي څومره هم ریاستي جبر او جارحیت زیاتېږي، هغوی وایي چي بلوڅ هم دومره د آزادۍ هدف ته لنډېږي. ګویا اوس جبر او جارحیت په بلوڅو کي د مظلومیت احساس نه پاروي بلکې د مزاحمت توان وربخښي او مبارزه یې سټیمولېټ کوي. د غوث بخش بزنجو په قول "بلوچستان مظلوم نه دی. مظلوم هغه وي چي خپل حق نه پېژني". ۴۰ کاله وړاندي بنګالي قیادت ویلي وو، چي هغوی د پاکستان په لارو کوڅو کي د بنګالیانو د وینې بوی محسوسوي. کټ مټ دا جمله نن د بلوڅانو د خولو نه راوځي. بنګالیانو ویلي وو "زموږ پټ سن به پنجابیانو ته ورنه کړو". بلوڅان وایي "زموږ ګېس به زموږ وي. د پاکستان اختیار ورباندي نه منو". پرون بنګالي طالبعلمانو د ډهاکه یونیورسټي د کانووکېشن هال نه جناح صاحب په دې بهر ایستلی وو او د دېوالونو نه یې د هغه تصویرونه راکوز کړي وو. چي هغه ویلي وو چي د پاکستان قومي ژبه یوازې اردو او اردو ده. نن بلوڅ طالبعلمان د تعلیمي ادارو نه د پاکستان جنډه کوزوي او بلوڅي ترانې پکي وایي. نن بلوڅان هغه ورځې د تورو ورځو په نوم لمانځي،کومې چي د پاکستان لپاره د ویاړ او جشن وړ دي. په بلوڅ قامي تحریک کي د زنانه خپل یو مهم رول دی او د احتجاج پر هر بېنر یې لیکل شوي وي “war against forceful annexation of balochistan with Pakistan will continue till victory” ددې تر څنګ دا وخت د ابادکارو خصوصاً پنجابي مزدورانو، استادانو او تاجرانو لپاره هم زمکه ډېره تنګه ده، د ټارګټ کلنګ واقعات اوس یو معمول دی. چي ډېري زړه لړزونکې او زړه سوځونکې پېښې پکي رامنځته شوي دي. پر نړیواله کچه اوس مهال بلوڅ قامي تحریک یو ډېر ښه پوزیشن لري، بلوڅان په یو بهرني لاس نیولو کي کوم حرج نه محسوسوي، هغوی دا د قامي تحریک مهمه برخه ګڼي. پر نړیواله مېډیا هم د بلوڅو مسئلې ته یو ډېر ښه کورېج ورکول کېږي. دا خپل نړیوال سیاسي او اقتصادي عوامل لري. بلوچستان په مسقبل کي د یوې نړیوالې لارې حثیت خپلوي. نیژدې ده چي ګوادر ددې سیمې په سیاسي افسانه کي د مرکزي خیال حثیت خپل کړي. د بلوڅ مزاحمت یو لوی نوم نواب خېر بخش مری په یوه مرکه کي وایي " په بلوڅ قام کي اوس تر پخوا ډېره بېداري ده. قامي مبارزه ډېره په تېزۍ سره مخ په وړاندې روانه ده. اوس دا سلسله یوازې تر بلوچستان پورې محدوده نه ده بلکې بهر نړۍ ته خوره شوې ده. د نواب یوسف عزیز مګسي په دور کي هم د قامي مبارزې او بېدارۍ لپاره ډېر کار وشو، بیا دې کار په هر دور کي په یوه نه یوه بڼه دوام لرلی دی. نن چي په زرګونو او لکونو بلوڅان د بلوچستان په قامي تحریک کي د کوم جوش او جذبې اظهار کوي، شاید په ماضي کي به داسې نه وي شوي. څه ښکاره او څه انډرګراونډ کار روان دی. حالات خو کله هم د بلوڅو د ازادۍ لپاره موافق نه دي پاتې شوي خو د ازادۍ د ګتلو لپاره حالات د مسلسل مبارزې او انقلابي نصب العین له لارې موافق جوړېدای شي". آزادي غوښتونکي تخریب کار او شرپسند نومول یو پخوانی روایت دی. په پاکستان کي له شپېتو کلونو پر ژبو اوړي. خو بامقصده خلک د لفظونو کرتب بازي ته نه ګوري بلکې خپل هدف مقدس پاموي. هغوي په خپله مقدسه لار د هر ډول کړاؤ، جبر او تکلیف باوجود تش په دې یقین مخ په وړاندې ګام اخلي، چي په دې ګام هغوی خپل منزل ته نیژدې کېږي. تر منزله چي شرط د رسېدو شي، د هر ډول جبر او کړاؤ زغملو ته په سر سترګو د آمادګۍ رجحان راپېدا شي. هم دا رجحان تحریکونو ته د سرلوړۍ او کامیابۍ پټکي ورپیرزو کوي. دلته دا نه کتل کېږي، چي د خپلواکۍ نهضت څومره پیاوړی او څومره کمزوری دی بلکې د اساسي نوعیت خبره دا وي، چي ددې نهضت هدف او کاز پر حق مبني، رښتینی او مقدس دی. تر ټولو ائیډیل او په زړه پورې صورتحال هغه وي، چي کله د یو قام په وګړو کي دا ژوندی او بېړنی فکر راپېدا شي چي موږ د انتظار لپاره ډېر وخت نه لرو بلکې د خپل قام نجات او خپلواکي هم په خپل ژوند کي لیدل غواړو. هم دا رویه نیشنلیزم ته غذا ورکوي. نیشنليزم چي د یوې فطري او نفسیاتي رویې په حیث د سیاسي نظریاتو او اهدافو ملګری شي، هلته د یو کامیاب تحریک ترتیبولو ته لار هواره شي. دا حقیقت به ډېر زر په عملي بڼه خپل ځان ثابتوي، چي بلوڅ قامي تحریک د نوي عصر له نویو رجحاناتو برخمن سیاست مخ په وړاندې بیایي او هم د منطقي نتایجو د لاس ته راوړلو بشپړ توان لري. په دې نیژدو کي د بلوچستان حالات حتماً یوې داسې خوا ته لار باسي، چي ګوادر به دملټي نېشنل کمپنیو په نظر کي د ګردش نکته وي. په دې ضمن کي د ګاونډیانو دلچسپي هم له نظره نه شي اچول کېدی. خو تر ټولو زیات پېچیده صورتحال به دا وي، چي د ترهګرۍ خلاف جنګ به د بلوچستان پښتني بیلټ ته راوږدېږي. که څه هم بلوڅ به بیا هم په خپل قامي جنګ کي بوخت پاتې وي خو ددې سیمې پښتانه به خپله قامي مسئله او قامي سوالونه د افغانستان او پښتونخوا په مثال په سپینو دسمالونو کي د پېچلي وظیفې په ډول " خېر یوسئ ایماندارو" طالب ته ډالۍ کړي. دا به د تاریخ جبر که پر تاریخ جبر نومو، چي د پښتنو قامي مسئله او قامي سوالونه دي هر ځای او په هر وخت په خپل پس منظر کي چرته لرې آرام پراته وي او دوی دي په عقیدوي خرمستیو کي جنت ته د لنډې لارې ایستلو په ارمان د جهاد او فساد په مسته بزکشۍ کي بوخت پاتې وي. د ایران د شیعه بدمستیو او او د طالبانو د متشدد رژیم د اثراتو په څنګ کي بلوڅ قام ته مذهبي انتها پسندۍ لار ونه کړه. نن بلوڅ طالب نه لري. طالب خو پرېږده، په بلوڅو کي روایتي سیاسي مُلا هم د کوم عوامي بېک ګراؤنډ نه برخمن نه دی. خو چي شته هم هغه لومړ ی بلوڅ دی او بیا مسلمان دی. د پښتنو مُلا لومړی مسلمان خو تر مسلمانۍ وروستو یې هم د پښتونولۍ دعوه ونه کړه. د پښتونولۍ دعوه یې په اور پسې ټولې قامي المیې هم دې "څیز" را پیرزو کړي دي. بلوڅان وايي چي هغوی سړکونه او بلډنګونه نه غواړي بلکې یوازې او یوازې آزادي غواړي. دا هم وایي چي آزادي څوک چاته په رضا نه ورکوي بلکې آزادي اخیستل کېږي. بنیادي سوال دا دی، چي که بلوڅ آزادي اخلي، په دې صوبه کي د مېشت پښتون شرایط به څه وي؟ له یوې اوږدې مودې دلته کي استخباراتو پښتانه او بلوڅ په خپلمنځي کشمکش کي سره اچولي دي. ځکه چي دښمن پوهېږي، که بلوڅ او پښتون شریک سنګر ته لاړ شي، نو نتایج به یې زښت انقلابي وي. دا وخت په تعلیمي ادارو کي یو بحراني کېفیت او کشېدګي موجوده ده، پر لساني بنیاد د ټارګټ کلنګ سلسله هم روانه ده. خو هر طرف مکمله خاموشي ده. د بلوڅو د آزادۍ موقف په داسې وخت کي یو انتهایي ترقي یافته شکل خپلوي، چي د پونم پښتون زړه او دماغ په خپل خواږه خوب وده دی. زیات وخت د نالیو، پېپونو او سړکونو د تعمیر په غوښتنو تېروي. له کلونو "په سیاست کي د فوج او جاسوسي ادارو د رول د خاتمې" یو روایتي بیان په تکرار سره په اردو مطبوعاتو کي لولو او هم یې پر دیوالونو په غټو کرښو لیکلی وینو. نور یوه اوږده خاموشي غوړېدلې ده. هغه د سړو حالاتو ګرم آواز نن په ګرمو حالاتو کي بېخي سوړ دی. د خپلې منصبي قامي فریضې د تر سره کولو نه څرګنده سرغړونه کېږي. یونهی موسم کی ادا دیکه کې یاد آیا هی کس قدر جلد بدل جاتې هین انسان جانان دا مي د تاریخ یوه لویه ستم ظریفي هر وخت په نظر راغلې ده چي په فېصله کنو حالاتو کي مجرمانه کردارونه تر سترګوشوي دي، کله د موقعې ادراک نه دی شوی، کله کمپرومایز شوی دی، کله بې ځایه اعتماد غلطې پایلې ورکړي دي او کله هم بې ځایه جذباتیت او خودسرۍ سیاسي قامي ګټې په اور پسې کړي دي. نن هم یو غېر یقیني صورتحال دی، رهبري په درانه خوب وده ده او کارکن بې چېنه، بې قراره او له حالاتو بې خبر دی. استخبارات لاشونه راپیرزو کوي، کهاته په بلوڅو پسې خلاصه ده، قامي نمایندګي او ردِعمل نشته. واړه او زنانه پوسټرونه په لاس چا غټ سري ته احتجاج کوي. بلوڅ نور د مفاهمت په فلسفه یقین نه لري، ځکه چي په دې شپېتو کلونو کي هغوی ته بغېر د بې اعتبارۍ او بې اعتمادۍ نه نور څه نه دي ورکول شوي.حکومتونه که یې کله ورکړي دي، هغه هم د څو میاشتو مېلمانه او پلان شوي حکومتونه!! نور یې نه ورسره په قران وعده وپاللِه او نه د پارلیماني کمېټیو خندونکو کردارونو کومه نتیجه ورکړه!! د پرون نازولي ورته نن د مزاحمت علامتونه دي. خو څو خاندانونه یې نن هم د پارلیماني سیټ اپ له مخې په ټهېکه دی. خو ددې تر څنګ د بلوڅو کانکرېټ صورتحال هم زښت مضبوط دی. موږ ورله په مردم شماري کي یوه لویه قربانی ورکړه، د خپلو دا یوه ګټه مي د یادولو ده، چي دا دومره لوی پښتون یې د بلوڅ سره په نفري کي د یو ټیټ حثیت خاوند کړ. دعوه به یې کوله چي په ګورنر او وزیر اعليٰ کي به یو پښتون وي، نن دواړه بلوڅ دي. په پونم کي موږ د بلوچستان د حقونو خبره کوله او هغوی د بلوڅو، نن هم هغوی د بلوڅو خبره کوي خو موږ د نادرا نه شناختي کارډونه غواړو. ریاستي ادارې له یوې اوږدې مودې کار کوي چي په ټولنیزه ټوګه د ویرې یو صورتحال راپېدا کړي او هم د ویرې یو سیاسي استعمال وکړي. د ډرون حملو ذکر هم کېږي او د آپرېشن افوه هم ګرځي. خلک د خپل مستقبل په حقله په یو ډوب فکر کي پراته دي. څوک نشته چي د مستقبل خدوخال ورته په ګوته کړي. دروېش درانی رایاد شي ګوره چي کله به راځي له کومې خوا به راځي ځپلی قام د یو سړي په انتظار ښکارېږي د بلوچستان مسئله پر سنجیده بنیادونو کله هم نه ده څېړل شوې او نه یې پر سنجیده بنیادونو د حل کوشش شوی دی. دلته د مزاکراتو عمل د ټوکو وي خو د چهاؤڼیانو قیام سنجیده. په نورو ټکو دلته پارلیماني مزاکراتي کمېټۍ بې اختیاره خو عسکري انتظامي قوت خودمختار وي. په بلوچستان کي د جنرل مشرف شروع کړي مېګاپروجیکټس هم د عسکري نوعیت دي. په دې حواله عوام په اعتماد کي نه دی اخیستل شوی. احساس محرومي شته، اقتصادي تضاد او تصادم موجود دی. د پښتنو درانه درانه غرونه یې ورته هوار کړل. هلته د زمردو پر کانونو څوک واکمن وو او دلته کرومایټ څوک وړي؟ بلوڅو ته د ګوادر جنت په خپل وطن کي یو لوی جهنم دی. ځکه چي اغیار پکي لمبېږي زه ترې ګوټ کولی نه شم د ا سیند که اباسین شي هم پرې اور لګول غواړي نواب خېر بخش مری وایي "په څومره تېزۍ چي په بلوچستان کي مداخلت زیاتېږي، که ددې سېلاب مخه ونه نیول شوه نو بیا په اقلیت کي بدلېدل کوم وخت نه اخلي. د ګوادر اوسېدونکي به مهاجر بلل کېږي او بهرني به د مالک په حیثیت ناست وي. که مو چرته ځنډ وکړ نو چي کوم مرض دی دا به یو دایمي مرض جوړ شي. غلامان پېدا شوي وو، هم په غلامي کي به مړه شو. د ازادۍ او صرف ازادۍ پر روټ که مو لوبه وکړه نو ګټو یې ګني وطن به بایلو". یوه بله لویه مسئله د سیاسي کارکنانو د پټو لاسونو په مرسته اوچتېدل دي. هره ورځ زنانه او ماشومان د مطبو عاتي کلبونو مخې ته د خپلو نازولو عکسونه په لاس ولاړ وي. دا دانساني حقوقو په حواله یو خطرناک صورتحال دی، چي په نړیواله کچه د بلوچستان مسئلې ته لوی کورېج ورپه برخه کوي. ددې تر څنګ د لویو سیاسي مشرانو د وژني سلسلې د بلوڅو مسئله خپلې منطقي نکتې ته رانیژدې کړې ده. د نواب اکبر بګټي د قتل نه تر بالاچ مري او بیا اوس د غلام محمد بلوڅ، لاله منیر او شېر محمد بلوڅ بې رحمانه وژنې په بلوڅ قامي تحریک کي د یو ترقي یافته مزاحمت روح پوکلی دی او هم یې د نړیوالو توجه ځان ته جلب کړې ده. د ناکام ریاست ناکامي حربې اوس په نړېواله کچه رسوا کېږي. د دو قومونو نظریه که یې د بنګله دېش په شکل په سیند لاهو کړه نو اوس به د آزاد بلوچستان په شکل په پاکستان کي مېشت پنځه قومونه په خپل اصل شکل کي راڅرګندېږي. نو ابادیاتي نظام اوږدې غلامۍ وپنځولې، په اوسني جدید عصر کي د جدید قومیت تصور ترقي کوي او هم به قامونه خپلې فطري خپلواکۍ تر لاسه کوي. هسې هم د سرحدونو کوم ارزښت په اوسني دور کي پاتې نه دی. د بلوچستان د مسئلې په تناظر کي چي عالمي سیاسي او صحافتي ادارې د پاکستان کومې نوې نقشې جاري کوي، دهغوی اهمیت له نظره نه شي اچول کېدی. د پاکستان رښتیني ځواک او ژواک (پنجاب، فوځ او بېوروکرېسي) د تدبر ماده له لاسه ورکړې ده، اخرنی جنګ هم ددې ځواک او ژواک سر ته ولاړ دی. ګورو چي دوی د خپلې بقاء لپاره کومه سټرېټیجي غوره کوي؟ [email protected] (قلعه سېف الله) - بېرته شاته