(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لیلی د ښته په سیمه کی بی ساری جنګی جنایت !

د جنگی اسیرانو حقوق : په لیلی دښته کی د جنایت د ستروالی د پوهاوی په مقصد ، دلته لازمه ګڼو چی د سریزی په توګه دجنگی اسیرانو د حقوقو په اړه دنړیوال قوانینو په رڼا كی څو یادونی وكړو. د ژنیو دڅلورو کانوانسیونونو ( 1925 ،1929،1949،1993 م کال ) ددویم پروتوكول له مخی باید له اسیرانو سره "انسانی" چلند وشی . دانسانی چلند مانا دا ده چی : 1- داسیرانو بشپړ لیست نړیوال سره صلیب ته وړاندی شی. 2- نړیوال سور صلیب وكړای شی چی كله ناكله له اسیرانو سره لیدنه كتنه وكړی او احوال یی كورنیو ته ورسوی . 3- داسیرانو فزیكی روغتیا او كرامت ته درناوی وشی . 4- له اسیرانو نه غچ وانه خیستل شی. 5- اسیرانو شكنجه او اعدام نه شی . 6- داسیرانو پربدن باندی رنځوونكی بیولوژیكی آزموینی ونه شی. 7- اسیران دجبهی په لومړنیو لیكو كی بیگار ته ونه ګومارل شی. 8- دوی ته د دفاع او محاكمی حق وركړل شی. 9- اسیران دجګړی له ساحی څخه په یوه لری سیمه كی استوګنه وكړی. 1- پراسیرانو باندی ډله ییزه سزأ تطبیق نه شی. 2- ټپی او رنځور اسیران باید د روغتیا پالنی څخه ګټه ترلاسه كړی . 3- ترشخړو وروسته ، باید اسیران په بشپړ مصئونیت خپلو سیمو یا هیوادونو ته ولیږل شی. جنگی اسیران دانسانی چلند نه بی برخی كول جنگی جنایت او د اشد مجازات وړ ګڼل كیږی. ملګرو ملتونو امنیت پر عدالت باندی مقدم وګنل : د ډله ييزو قبرونو شتوالي چي په كي جنګي اسيران ښخ شوي دي د بشر دحقوقو له عمومي اصولو څخه د سر غړوني بيلګي ګڼلي شو . په 1999 م كال كي د ( م .م ) عمومي منشي اعلام وكړ چي د افغانستان په دريو لويو ښارونو كي 12 څارونكي ځاي پر ځاي كوي . د بشر له حقوقو د کمسیون څخه « د اروپايي اتحاديي دكيڼ اړخ رئيس « سر فرانسيس ورتز » د جون په میاشت كي دخپلي اتحاديی په استازيتوب دليلي دښتي د وروستي پيښي د پلټني په اړه نړيوال سره صليب او ( م.م ) ته غوښتنه ليكونه استولي وو . د جولاي پر 8 مه « ګوردان بت» د نړيوال سره صليب وياند ځواب وركړ چي : موږ په هيچ يوه پلټنه كي برخه نه شو اخيستي . زموږ لومړني دنده د جګړي قربانيانو ، ژوندي و ګړو او په جګړو كي د ورك شويو كسانو پاتي كورنيو ته مرستي رسول دي. دا ويره ښته چي په يوه پلټنه كي د نړيوال سره صليب ګډون د هغه پر فعاليتونو باندي چي له خلكو سره په آزاده توګه د تماس پر بنسټ يي جوړوي منفي اغيزه واچوي . په هر حال ! ( م . م ) به د ناپيليتوب او محرميت له اصولو سره سم نړيوال سره صليب ته اجازه ور نه كړ چه د پيښي په اړه د يوي محكمي په وړاندي شهادت ادا كړي . ميرمن « ماري روبنس » د ( م . م ) دبشري حقوقو د عالي كمشنري ويانده ( فرانسيس ورتز) ته وويل : د بشريت ضد جنايت پر وړاندي بايد هيڅ ډول زغم موجود نه وي . د قضيي د پاره اصلي مسئوولين په پيښه كي اخته دولتونه دي . موږ په دي ډاډه يو چي د افغانستان دولت د تيرو جناياتو د پلټني په هكله صادق دي . د امريكا دولت به ورته دريځ ولري . د « ماري روبنس » خبره د انتقالی حکومت په اړوند له واقعيتونو سره سم نه وو . د انتقالي حكومت له خوا د پيښي د پلټني په اړه هيڅ يو اغيزناك ګام پورته نشو . او تر هغه وخته پوري چي په جنګي جناياتو تورن ټوپكيان او جنګسالاران په حكومت كي واكمن وي د كابل حكومت له خوا د پيښي د پلټني په اړه هيله مندي غير واقعبينانه ښكاري . ( م ، م ) د افغانستان د قضیی په اړه تر زیاتی اندازی پوری د امریکا د سیاست تر اغیز لاندی وو او دی . ( م ، م ) لكه امریكا غوندی د مختلفو متخاصمو افغانی ډلو ترمنځ بیطرفانه سیاست نه درلود . ( م ، م ) اړیکی له هغو كسانو سره چه په جنګی جنایاتو تورن وو او په انتقالی حكومت کی واك درلود دوستانه او دمتقابل باور پربنسټ ولاړ وو . په کابل کی د ( م ، م ) پخوانی استازی ، لخدر ابراهیمی ویلی وو : « د افغانستان شرایط دا ایجابوی چی باید دژوندیو خلكو پرابلمونه پر مړو باندی او امنیت پر عدالت باندی مقدم وګڼل شی » . دغه خبره په څرګنده توګه جنگی جنایتكارا نو ته مصئونیت ورپه برخه کړ . لخدر ابراهیمی دغه واقعیت د پامه غورځولی وو چه اصلاً امنیت او عدالت یو له بل سره نه بیلیدونكی منطقی اړیكی لری . موږ امنیت له عدالت پرته او عدالت له امنیت پرته نه شو تأمینولی : په افغانستان كی د جنایت د پیښی نه وروسته تر اوسه پوری سوله او امنیت د هغو جنگی جنایتكارانو له خوا تر ګواښ لاندی دی چی دعدالت څخه تښتیدلی دی. په دی اړه لاندی مثال ته پاملرنه وكړی : په همدغی لیلی دښته کی د وروستی فاجعی ( 2001 م ) نه مخكی په 1997 م كال د دسمبر په 30 له 2000 انسانانو څخه زیات قتل عام شول . نړیوال ټولنه او ( م ، م ) په دغه برخه كی نه یوازی بی تفاوته پاتی شول ، بلكی د تورنو كسانو څخه لږ تر لږه یو تن یی ( خلیلی ) د راتلونکی حكومتونو د غړیتوب په ورکولو کی مکافات هم ورپه برخه كړل . كه په همدغه وخت كی دغه ستر جنایت تر قضایی تعقیب لاندی نیول شوی وای ، د لیلی دښتی ناورین به تكرار شوی نه وای. له پورتنی مثال څخه څرګندیږی چی سوله او امنیت باید له عدالت سره په موازی توګه پرمخ لاړ شی . دغه پروسه په روندا او كوسوو كی سرته رسول شوی ده . هیڅ دلیل وجود نه لری چی افغانستان ورڅخه بی برخی پاتی شی . د یادونی وړ بولو چه د 2001 م کال ناورین د رامنځته کیدونه لس ورځی وروسته د امنیت شورآ 1386 نمبر پریکړه صادر شو . د نوموړی پریکړی په بنست نړیوال نظامی ائتلاف په افغانستان باندی یرغل وکړ . بنآ ( م ، م ) د نړیوال ائتلاف په څنګ کی د جنګی جنایت په اړوند مسئولیت لری . د دله ییزو قبرونو ساتنه : هغه ډله ييزو قبرونو چي د افغانانو د مقاومت په وخت كي د جګړی ه ترڅ کی رامنځ شوي دي ، یا په کی جنګي اسيران ښخ شوي دي ، د جنګي جنايت كارانو د جرم يوه مهمه بيلګه ګڼل كيږي . دله ییزو قبرونو د ملي ، اسلامی مقاومت او د هيواد د اصلي بچيانو د اتل والي يوه لويه نمونه ده . دغو هديرو په مذهبي لحاظ د زيارت ځاي او په سياسي لحاظ د راتلونكي نسلونو لپاره د ملي نواميسو د ساتني په خاطر د امتثال يو مرجع به وي چه باید تر خاورو لاندی لادرکی نشی . په هيواد كي د شوروي تر يرغل وروسته جنګی دلو تپلو په کرات او مرات په ډله ييزي وژني لاس پوري كړي دي . د كمونيسانو په دوره كي ، د مجاهدينو په وخت كي ، د طالبانو په واكمني كي او د طالبانو تر سقوط و روسته د جنګی جنایت بیلګی موجودی دی . الف : شوروي دولت سره له دي چي د نړيوالو قوانينو لاسليك كوونكي وو ، د افغاني جنګي اسيرانو په بي رحمانه وژلو تورن دي . په دغه مرحله كي د ډله ييزو قبرونو نښي نښاني د شوروي د نظامي واحدونو د نظامي هډي په شاوخواكي يا د زندانونو په نژدي سيموكي موجودي وي . بهتره به دا وي چي په يوه مناسب وخت كي د ډله ييزو قبرونو نقشي له روسانو څخه تر لاسه شي . د 1996 م كال د مارچ 18 نيټه يوه ډله ييزه هديره چي په كي 800 مړي ښخ كړل شوي وو د كمونيستي نظام د جنايت د سند په توګه په ننګرهار ولايت كي د 81 غونډ په نږديوالي كي كشف شوه . ب: د مجاهدينو د حكومت په وخت كي چي افغانستان په كورني جګړه اخته شو په زرګونو انسانان ووژل شول ، په دغه وخت كي جنګي اسيرانو د وژلو احتمال د نورو سيمو په پرتله د كابل په جګړو ( افشار، دشت برچي ) كي زيات ليدل كيږي . په 1995 م كال كي د ( م.م ) د عمومي اسامبلي د 207 مي ګڼي پريكړه ليك له مخي د ( م.م) يو ځانګړي كميسيون بايد په افغانستان كي د بشر د حقوقو څخه سرغړونيو و څيړي او په دي باب دي مستند راپورونه برابر او د ( م.م ) د عمومي منشي له لاري دي د امنيت شورا ته وړاندي كړي . خو قضيي عملي بڼه غوره نه كړه . ج: د طالبانو په واكمني په 1997 م كال كي د دسمبر پر 30 مه نيټه اټكل 3000 اسير طالبان د سيالو ډلو له خوأ ووژل شول او په ليلي دښته كي په يوه ډله ييز قبر كي خاوروته وسپارل شول . د دغه بي ساري جنايت تورونه پر پهلوان ملك او خليلي ( دواړه دشمال دائتلاف غړي) لګول كيږي . ( م . م ) دقضیي د پلټني په مقصد يو كميسيون و ټاكه چي مشري يي د « شونګ يونګ » پر غاړه وه . تر 14 ورځو وروسته چي پلټني دوام و مومند دوسيه د نامعلومو دلايلو له كبله تر نن پوري معلق پاتي شوه . د طالبانو تر سقوط وروسته بيا اټكل 3500 نفره اسير طالبان د شمال او نړیوال ائتلاف د ځواكونو له خوا ووژل شول ، چي په همدغي ليلي دښټه كي په ډله ييزو قبرونو كي ښخ شول . په افغانستان كي د جنګي جنايتكارانو راتلونكي محاكمه موږ دي ته اړ كوي چي د ډله ييزو قبرونو په اړه لومړي په ټول ملي قلمرو كي پلټني تر سره كړو او وروسته د هغوي دساتني لپاره ترتيبات ونيسو . زما په اند دغه كار بايد د يوي ځانګړي اداري په واسطه چي د حكومت په تشكيلاتو كي ځاي پر ځاي كيږي تر سره شي . د ډله ييزو قبرونو په اړه پلټني چي په واقعيت كي د جنګي جنايت كارانو په اړه د اسناد او مداركو د راټولولو مانالري ، دا ايجابوي چي حكومت بايد ملي بڼه ولري او د ټوپك تر واکمنی لاندي نه وي. په هر حال ! دغه اداره چي د يوي نظامنامي پر بنسټ د نړيوال سره صليب په همكاري په فعاليت پيل كوي بايد د كار يوه اجنډا ولري چي لاند يني بنسټيز مطالب په كي شامليږي : 1- په ټول افغانستان كي د ډله ييزو قبرونو د جغرافيايي موقعيت د ژونديو او عيني شاهدانو په مرسته چي هرو مرو تر اوسه پوري شته دي راجستر كول . 2- د هري هديري لپاره يوه ځانګړي دوسيه جوړول . په دغي دوسیي كي د امكاناتو په حدودو كي بايد د پيښي نيټه، د مړيو شمير ، د شهيدانو هويت او د هغو د سياسي علايقو څرنګوالي څرګنده شي . 3- د ټولو ډله ييزو قبرونو فلمونو او ويدويوي كاسټونه اخيستل ، تر څوچي كه تورن كسان قبرونه تاواني كوي او يايي له منځه وړي ، اسناد يي موجود وي . 4- د بين المللي سره صليب په مرسته د ډله ييزو قبرونو د ساتني په اړه امنيتي جدي ترتيبات نيول . وروسته له دي چي د "ايساف" او ناتو ځواكونه په افغانستان كي ځاي پر ځاي شول ، افغانستان پيښي ته د نړيوالو سياسي معيارونو له زوايي څخه كتل كيږي . د همدغه بهير له مخي په هيواد كي جنګي جناياتو ته ځانګړي پاملرنه اړول شوي ده . د اروپايي اتحاديي كيڼ اړخی چي د افغانستان په اړه په دغه برخه كي مخكښ ښكاري او مشر يي « فرانسيس ورتز» وو ، د 2002 م كال د جون 12 د اروپايي پارلمان په استازيتوب له نړيوال سره صليب او ( م ، م ) څخه غوښتنه وكړه چي دليلي دښټي ډله ييزو قبرونو په اړه پلټني پيل او د هغوي د ساتني كلك تدابير ونيسي . د 2002 م کال په مي مياشت كي د بشر د حقوقو يوه امريكايي او ، ان ، جي ( پي ، ايچ ، ار) د مزار شريف د ډله ييزو قبرونو په اړه يو مقدماتي راپور خپور او په هغه كي يي له نړيوالي ټولني او له افغاني مقاماتو څخه د هغو سيمو د ساتني غوښټنه وكړه چي ډيره جنايتونه په كي واقع شوي دي . "جان افمان " چي نوموړي راپور يي برابر كړي دي وايي : موږ كرزي او « دونالد رمز فيلډ » ( د امريكا د فاع وزير) ته ليكونه استولي وو چي په كي د ډله ييزو قبرونو دساتني غوښتنه شوي وه . تر اوسه هيچ يوه پايله تر لاسه نه شوه . انګريزي و اكمنانو هم زمونږ غوښتني ته ځواب را نكړ . یوازی ( م ، م ) موږ ته داد ورکړ چي ذيعلاقه سيمي په منظمه توګه تر هغه وخته پوري تر نظارت لاندي نيول شوي دي چي دعدالت لومړني پروسه ( جنايي تحقيق د حقيقيت پيدا كوونكي كميسيون يا د نوموړيو دواړو پروسيجرونو مخلوط ) رامنځ ته شي . دغي پروسي په 2002 کال داكتوبر پر 9 مه نيټه تر یوی اندازی پوری عملي بنه غوره كړه : ( م ، م ) تصميم ونيو چي په هيواد كي د ډ له ييزو قبرونو د شتوالي د پلټني په مقصد يو پلاوي د ميرمن « اسما جهانگير» په مشري افغانستان ته واستوي . په 2007 م کال کی په ليلي دښته كي د ډله ييزو قبرونو د قصدي تاواني كيدو خبره راپورته شوه . د ( پي ، ايچ ،آر ) يوه پلاوي په بيړه سيمي ته لاړ او تر تحقيق وروسته يي اعلام وكړ چي پيښه د طبيعي عواملو ( باد ، باران ...) له كبله رامځ ته شوي ده ؟ ؟ ؟ . په لیلی دښته کی ! د امریکا مشهوری مجلی " نیوزویک " د ثقه راپور له مخی د2001 م کال د نومبر له 29 نه د دسمبر تر لومړی پوری اټكل 3500 نفره اسیر شوی طالبان د دوستم دقواوو په واسطه ووژل شول او په لیلی دښته کی په ډله ایزه توګه تر خاورو لاندی كړی شول . پیښه په مرکزی آسیا کی د تورکانو په واسطه د 1,2 ملیون ارمنیانو د عام وږنی نه ( اپریل 1915 م ) وروسته بیساری ګنل کیږی . دغه ستر جنګی جنایت ددی لپاره د افغانستان د ننه او د باندی د پاملرنی وړ وګرځید چه د افغانیت ، اسلامیت ، بشریت او د نړیوالو حقوقو پر خلاف ، اسیر شوی طالبانو وروسته له دی چه د یو تړون له مخی سیالو ځواكونو ته ځانونه تسلیم كړل ووژل شول . اما د پیښی په وړاندی د بهرنیانو پاملرنه بل لامل لری : په ليلي دښته كي د ډله ييزو قبرونو كشف په بي ساري توګه د بشر د حقونو د نړيوالو سازمانونو پاملرنه ځان ته د دي په خاطر راواړوله چي په پيښه كي د يوه بهرني هيواد مسئوليت مطرح وو : د امریكایی ځواكونو چال چلند د نړیوالی بشری ټولنی له خوآ ، د نړیوال قوانینو د سرغړونی په اړوند تشویش رامنځته کړی وو . كه نه په افغانستان كي په تيرو شلو كالو كي د هغه په شان په زرګونو جنايات شوي دي ، چي جنايتكاران نه يوازي دا چي مجازات شوي نه دي بلكي مكافات هم ور په برخه شوي دي. په لیلی دښته کی د نیوزویک په قول د غالب او مغلوب د تړون دانعقاد په وخت د امریکایی ځواكونو (Specials Forces ) 12 نفرو حضور دلود. د " لوماند دیپلوماتیک " نشریی په قول چه په فرانسوی ژبه خپریږی ( د 2002 م كال دسپتمبر په ګڼه ) یو قوماندان ( په مضمون کی د قوماندان او نورو شاهدانو نومونه د امنیتی دلایلو له كبله محفوظ پاته کیږی ) چه دطالبانو او ملیشی ترمنځ یی منځګړیتوب كاوه وایی : د طالبانو استازی ملافضل او ملا نوری شمال اتحاد ته وړاندیز وكړ چه طالبان حاضر دی خپلی وسلی ملګرو ملتونو یا نړیوالو ځواكونو ته تسلیم كړی ، په دی شرط چه دوی ته مناسب مصئونیتی تضمینات برابر شی . دوستم ، عطا محمد ، محقق ، امریکایان او انگریزان هلته حاضر وو . بالاخره تصمیم ونیول شو چه دكندوز د مقاومت اسیران وروسته له دی چه بی وسلی کیږی ، خپلو سیمو ته واستول شی . دالقاعدی غړی او نور بهرنیان دی ملګرو ملتونو ته وسپارل شی . طالبانو دهمدغه موافقی له مخی ځانونه تسلیم كړل. یو بل شاهد څرګندوی : « ما په « قلعه زینی » کی اسیر شوی طالبان یو یو شمیرل . دوی 8000 نفروو . په هغوی کی ګڼ شمیر د كندوز پښتانه هم شامل وو چه له جګړی سره یی هیڅ تړاو نه درلود. په دغه ترڅ کی ځینی اسیران وتښتیدل ، ځینی د پیسو په بدل کی آزاد شول او یو شمیر بهرنیان خپلو هیوادونو امنیتی مقاماتو ته وسپارل شول . په مجموع کی 5000 نفر غایب وو . یوازی 3015 نفره پاتی شول چه د 27 كانتینرو په واسطه شبرغان محبس ته واستول شول . په لاره کی په كانتینرونو باندی دمحافظینو له خوا د ډزو له كبله اټكل ټول اسیران ووژل شول چه بیایی جسدونه په لیلی دښته کی په ډله ایزو قبرونو ښخ كړل شول » . د وخت د انتقالی حكومت رئیس په تشریفاتی توګه د فاجعی په اوریدو سره خپله خواښینی ښكاره او ژمنه یی وكړه چه د پیښی دتحقیق لپاره به یو پلاوی وتاکی . اما دقضیی د پلتنی په اړه هیڅ اغیزناک ګام پورته نشو . ددغه منفی دریځ دلیل دا وو چه په انتقالی حكومت کی ټوپكسالاران او بهرنی ملاتړ کونکی اصلی واكمنان وو . د دوی قدرت دلویی جرګی له لاری مشروعیت موندلی وو . دواړه په جنګی جنایاتو او د هغی له جملی نه د لیلی دښتی په ډله ا یزی وږنی تورن وو . دوی وتوانید چه د ډله ایزو قبرونو په اړه دهر ډول تحقیقق مخه ونیسی . د همدغه منطق له مخی دنظار شورأ د دفاع وزیر مارشال ( ! ) فهیم له ژورنالیستانو سره د یوی مرکی په ترڅ کی اصلأ په لیلی دښته کی د ډله یزو قبرونو له ښته والی څخه منكر شو . ( لوماند د اگست 2002،22 ) . بناً په هغه وخت کی موضوع معلق پاتی شو . د امریكا د حكومت مسئولیت : د امریکا ددفاع وزیر"دونالد رمز فیلد" د طالبانو او ازبك ملیشو دهغه خبرواترو د بهیر په اړه چه له مخه یی طالبانو ځانونه تسلیم كړل ویلی وو :" دتأسف ځای به وی چه په افغانستان کی دالقاعدی غړی، چچنیان او نور له خبرو اترو څخه په ګټی اخیستنی سره آزاد شی او په نتیجه کی په نورو هیوادونو کی دترورستی اعمالو مرتكب وګرځی » . دغه نامسئولانه خبره په هغو شرایطو کی وشوه چه د شمال ائتلاف جنګیالی مخکی دغچ اخیستنی لپاره ذهنی چمتوالی درلودل . كله چه په کانتینرو کی د مړیو كاروان دشبرغان محبس ته ورسید په هر کانتینر کی د 150 نه تر 160 پوری جسدونه بار وو. په دی وخت کی امریکائیان د سیمی خلكوته وویل چه مخکی له دی نه چه مصنوعی سپوږمی دمړیو عكسونه واخلی باید له دغه ځای نه لری شی ( لوماند دیپلوماتیک ، سپتمبر، 2002 ) . دیوه کانتینر د دریور په شهادت په لیلی دښته کی اټكل له 30 څخه تر 40 پوری امریکایی پوځیان له افغانانو سره یو ځای وو. كه امریکایان عملاً د اسیرانو په وژلو کی ګډون ولری ( لكه چه شاهدان وایی ) یا د وژنی لامل ګرځیدلی یا كه هغوی د صحنی په حضور سره دنورو د وژنكو اعمالو مخنیوی ندی كړی ، په دغه دری واړو حالاتو کی د جنګی جنایاتو تورن ګڼل کیږی . په هر حال ! امریکائی مقامات په دغه پیښه کی له یوی خوأ د جګړی دیو اړخ په توګه اوله بلی خوآ د طالبانو د تسلیمیدو دتړون دشاهد او ضامن په حیث مسئولیت په غاړه لری . كه وژنه د ازبك ملیشو له خوا شوی وی ( څنګه چه سلګونو شاهدان وایی ) ، د دغه واقعیت په نظر کی نیولو سره چه نوموړی ملیشی د پیښی په وخت کی د امریکا نظامی متحد ګڼل کیده ، باید د نوموړی جنایت د یو اړخ په توګه د پلتنی په برخه کی مرسته وکړی ، سوالونو ته ځواب ووایی او د ترسره شوی جنایت عواقب ومنی . نتیجه : د امريكا پخوانی حکومت د پيښي دتحقيق په اړه جدي نه وو : په 2002 کال د جون د 30 نه دجولاي تر لومړني نیتی پوری د امریکایی قواوو له خوآ د ارزګان پر يوه كلي د واده پر يوي غونډي باندي بمباردمان وشو ، چي 48 وژني او 118 ټپيان يي درلود . امريكا نه يوازي دا چي د پيښي د پلټني په اړه يي جدي ګام پورته نه كړ ، بلكه د لوماند مياشتني خپروني په قول ( د اګست پر 22، 2002 م كال ) پر ( م . م ) باندي فشار واچول چي خپل تحقيقي راپور چي په كي د امريكايي مقاماتو مسئووليت په ګوته شوي و ، مديا ته ونه سپاري . په 2008 او 2009 کلو کی په عزیز آباد او بالابلوک کی د امریکا د بمباریو له کبله په سلګونو بیګناه وګړی په شهادت ورسید . قضیه مسکوت پاتی شو . د قراینو نه څرګندیږی چه کله چه د امریکا اوسنی حکومت په افغانستان کی د جنګی جنایت کارانو د محاکمی نه خبری کوی زیاتره پاملرنه افغانی لوری ته اړوی نه امریکایی مسئولینو ته . کوم چه موضوع په افغانستان کی د انتخاباتی کامپاین په بهیر کی مطرح کیږی موخه یی پرسیالو دلو باندی سیاسی فشار اچول ګنلی شو . خو سره له دی ، افغانان هیله لری چه د افغانی او بهرنی جنګی جنایت کارانو د محاکمی داعیه دسیاسی افزار په بنه پاتی نشی : د امریکا نوی حکومت چه د اصولیت په لور د حرکت دعوآ کوی د ( م ، م ) په مرسته د افغانستان د جنګی جنایت کارانو د محاکمی د پاره دری الترنتیفونه مخی ته لری : ــ د افغانستان د ننه زمینه برابرول چه امکان یی په لند مهال کی نه لیدل کیږی . ــ د تورنو کسانو دوسیی نړیوال سزآ دیوان ته وړاندی کول ( دیوان په هغه قضایاوو باندی پریکړه صادرولی شی چه د جولای د 2002 کال نه مخکی رامنځته شوی وو ) . ــ د یو « اد هوک » محکمه جوړول . څلور كال تير شو تر څو چي ( م ، م ) په دي بريالي شو چي د بوسني د 1995 كال د جولاي د ډله ييزو وژنو په باب يو رسمي « راپور » وړاندي كړي . خو افغانان څه گنا ّ لری چه د دریو لسیزو په تیریدو سره ( م ، م ) د جنګی جنایت کارانو په اړه د یوه ځانګړی راپور د تنظیم نه دده کوی . محاکمه خو د تخیل په آسمان کی چکر وهی . . . په هر حال ! د امریکا د حکومت اوسنی دریز ته هرکلی وایو او د عملی اقداماتو هیله لرو. په تینګه غوښتنه کوو چه د لیلی دښتی پیښه د افغانستان د تولو جنګی جنایت کارانو د راتلونکی محاکمی په یوه بین المللی محور بدل شی . یادونه : د مضمون عمومی چوکات په لیلی دښته کی د پیښی نه لږ وخت نه وروسته ( سپتامبر 2002 ) تنظیم شوی وو . دنوی حالاتو په نظر کی نیولو سره ورباندی له سره کتنه وشو . » پای » فرانسه 22 جولای 2009 - بېرته شاته