(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د متاثرينو د واپسۍ مرحله

زۀ چې ماشوم وم ما به لوبې کله هم کولې ما به په خاورو تصويرونه جوړول د وطن پښتنو د وطن مينه د خپل در او ديار، خپلې کوڅې او خپل بتکي خپلو بېرو او خپلو بکياڼو د بادونو د شغا نه زده کړې ده او دغې هر څۀ ته د وطن په نظر او وطن ته د دغې هر څۀ په نظر ګوري. په اسانو ټکو کښې به داسې وئيل پکار وي چې پښتانۀ چې په خپل شريک بازار کښې هم سره يو ځائی شي او د يو بل نه د خېر خېريت تپوس کوي نو وائي چې وطن ته خېر ؤ؟ او دغه حق دواړو طرفو ته د يو بل تسليموي چې د دوه ميلو په فاصله هم يو د بل کلي ته د هغۀ وطن ووائي او بيا د دغې وطن نوم څومره خوږ وي. په کومو لارو کوڅو کښې چې چا خړپوسې کړي وي، د هغې د هواګانو خواږۀ ئې د ماشوم والي نه خوړلي وي او نظر ئې د خپلو ونو د څانګو په ټال ټال منظرونو کښې لوئی شوی وي. د کور کلي نه بهر شپه ورته په يو وطن کښې هم د پردېس شپه ښکاري او د مسافرۍ احساس ورکوي. د اندېش په قول: زۀ په ګلاب، زۀ په سپرلي، زۀ په سپوږمۍ څۀ کوم زۀ يار ته نۀ ګورم د نورو تصويرونو په مخ د خپل دغې کور کلي نه د لرې لرې مسافرو خپلو دغو جونګړو ته چې د راتلو نخښې نېټه کوي نو وائي چې فلاني اختر له به راځم او بيا د اختر د ورځو شپو په شمېر کښې ئې خيال هره لحظه او هره لمحه په خپلو لارو کوڅو کښې تېرېږي او دغه بې قراري هله د قرار غېږې ته راشي کله چې هغه د کور کلي خړو خړو کوڅو او غريبو ولې د مينې او سيالۍ نه ډکو اخترونو ته د خپلو مئينو سره غرېو نيولې خنداګانې په ډکه خُلۀ شريکې کړي. دا هر څه هغه نۀ د بل چا په سپرلي بدلوي. نۀ په سپوږمۍ او نۀ په ګلاب د خپل وطن او خپل کور کلي مينه لکه چې د ټولې دنيا په خلقو کښې داسې يو شان او داسې شريکه ده لکه د دنيا د هغې سر او دې سر د ماشومانو د خندا او ژړا انداز چې يو دی او يو شان دی. د افغانستان د څو لسيزو د سياسي غفلت او واقعاتي غميزو دړد خو د دې خاورې د پښتنو په زړونو هم هغسې د غم لوبې کړې وې، ولې د يوې خاورې او يو وجود د غم او ويرانۍ دغه اثرات چې عملاً دلته راواوړېدۀ نو لکه د ځنګل د اور د پښتنو په وطن کښې خوارۀ شو او داسې خوارۀ شو چې د څلوېښتو لکو خلقو په حساب د خپل جانان جانان کور کلي او وطن نه دوه دوه لاس دوه دوه پښې راوواتۀ او تر ننه په يو تسلسل کښې د پښتنو خوا خوږي مشران او خلق کله د يو طرف نه او کله د بل طرف نه د خپلو دغو مئينانو شمېر شمېرې ته نښتي دي او په خپل وطن او کور کلي کښې د خپلو کډوالو سرونه شماري. دا هر څۀ کۀ څوک آزار ګڼي او کۀ نظر بايد چې مونږه ئې نۀ آزار وګڼو او نۀ نظر بلکې دا د دې خاورې د ښائست اهميت او فطري غني توب د کمال بدنصيبي ده چې: "ګل دې خو په لاس د مرور کښې دی". پښتانۀ داسې سادګان خدائی پېدا کړي دي چې خدائی په لاس کښې ګل ورکړی دی او دوي د دغې ګل نه مرور دي. پښتانۀ خدائی داسې ښاغلي او مخلص سادګان پېدا کړي دي چې کوم وطن ئې ورکړی دی، نۀ د هغې د اهميت نه خبر دي، نۀ د هغې د ښائست د معنې نه خبر دي او نۀ په هغې کښې د قدرتي وسيلو او پټې هغې مالدارۍ نه خبر دي، په کومو چې د هغوي د راتلونکو نسلونو د روښانه مستقبل دارومدار دی، بيا هم شايد چې د ژوند په دې مرحله کښې هم د خدائی پاک يو راز يو حکمت وي چې په دوي کښې د پوهې تاب او توان په هم دې طريقه او ذريعه راپېدا کړي او دې ټولو ضرورتونو او اهميتونو ته ئې رامتوجه کړي. دا شعر لکه چې هم د دې حالاتو او واقعاتو يو عکس وي چې وائي: پښتون به پوهه شي سبا او نن به وپېژني خپل دوست به وپېژني خپل دښمن به وپېژني د وطن سېوری چې ئې لرې شي د سره نمر شي سايه سايه سېوری د خپل وطن به وپېژني په هر صورت نن د څلورو شپږو لسيزو نه پس د آئي ايس پي آر له خوا، د وزير داخله له خوا او د صوبې د حکومت او اې اين پي د مشرانو له خوا دا خبرونه په تېزۍ سره روان دي چې په سوات، دير او بونېر کښې حالات ډېر زر په ښۀ کېدو دي او ډېر زر به دغه د خپل کور کلي نه رامسافر شوي خلق واپس خپلو کورونو کوډلو او جونګړو ته واپس شي. د هغه ځائی ماشومان د اوښکو په ډکو ډکو سترګو او سلګو سلګو شونډو خپلو مياندو او پلارانو ته وائي چې مونږ به کله ځو چې د خپلو کوڅو خا ورې ښکل کړو. مونږ به کله ځو چې خپل په څپياکو او تپاڼو ککړ دېوالونه ښکل کړو، خپلې پورې دروازې ښکل کړو او په خپلو ګوتو ئې پرانزو، غولي د بارودو نه جارو کړو او پکښې نېنځکې او چېندروګانې وکړو، د خپلو خپلو همزولو تپوسونه په منډو منډو وکړو چې څوک چرته تلي وو او کله راغلۀ، څۀ ئې وليدل او څۀ پرې تېر شو، څوک مړۀ شو، چرته مړۀ شو، څوک ژوندي دي، چرته دي او کله به راځي. خدائی دې د واپسۍ دغه مرحله رښتيا کړي خدائی دې د سپينو کونترو سره سره د امن فرښتې په دغو لارو کوڅو کښې وګرځوي. آمين ثم آمين لکه څنګه چې د حکومت له خوا وئيلی کېږي بايد چې د واپسۍ په وخت نۀ يواځې د دغو خلقو د ابادکارۍ او د بې روزګارۍ غور غم وکړی شي بلکې د هغوي د عزت او احترام د خاطره هغوي ته د سورلۍ بندوبست هم وکړی شي. کۀ دومره وشي نو هم فرض به پوره شي اشنا چې د ارمان په مزار اوښکې بلول شي اسان - بېرته شاته