(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د څېړنې لارښود ( د استاد روهي په اړه )

دا ليكنه په 13، مى، 2006ع كال د جرمني په مونشن ګلډ بخ ښار كې د ارواښاد استاد محمد صديق روهي د لسم تلين په علمي غونډه كې واورول شوه څېړنه د پوهنې ژوند او سا ده. د پوهنې د ودې او پراختيا دپاره څېړنه ضروري ده. هره پوهنه د څېړنې ځانته بېلابېلې ميتودي (لارې، طريقې) لري. ارواښاد استاد محمد صديق روهي پخپل كتاب "د څېړنې لارښود" كې چې په 1975 عيسوي كال كې د پښتو ټولنې له خوا چاپ شوى دى يو شمېر د څېړنې ميتودي (لارې يا طريقې) را په ګوته كړې دي، چې په هره يوه يې اوږدې خبرې او بحث كېدلاى شي؛ خو زه يوازې ددې كتاب هغو برخو ته ځغلنده كتنه كوم او غټو ټكو ته يې ځير كېږو، چې په سا پوهنې او ټولنپوهنې پورې اړه لري. ارواښاد استاد محمد صديق روهي د پوهنې د ودې په نښتون كې د څېړنې د ميتودو (لارو، طريقو) بدلون او تغيير ته نظر اچوي او يو شمېر ميتودي (لارې، طريقې)(1) په نښه كوي، چې د پوهنې په درشل كې دي او بيا د ساينسي پوهنو او فلسفې په توپير ګړېږي او وايي، چې "فلسفې ته ځينې خلك د علومو مور وايي؛ ځكه چې ټول علمونه د فلسفې په غېږه كې روزل كېده. وروسته داسې موقع په لاس راغله، چې اولادونه يې يو په يو خپلواك شول، لېكن د خپلې مور سره يې د يوې مخې رابطه نده شكولې. د فيلسوفانو په نظر د ژوندانه مهم شيان؛ كله هدفونه او ارزښتونه د ساينس له خوا تر څېړنې لاندې نه شي نيول كېدلى. فلسفه د شيانو په مبداء، هدف، ارزښت، حقيقت او انجام باندې خبرې كوي" (روهي، 14 مخ). همدا شان د علت په پوښتنه هم استاد روهي رڼا اچوي او ليكي، چې: "د علمي ميتود پيروان؛ لكه څنګه، چې د ارزښت او هدف مسئله فيلسوفانو ته پرېږدي په علت پسې هم نه ګرځي يوازې د حوادثو تر منځ رابطه څېړي" (21 مخ). د فلسفې او پوهنې د توپير څخه وروسته استاد محمد صديق روهي د څېړنې اهميت او كړنلاره او هم د اندازه كولو د نظريې بنسټونه انځوروي او د څېړنې ميتودونو (طريقو يا لارو) ته اوړي او په درې ډوله ميتودونو (لارو يا طريقو) رڼا اچوي. د تاريخ څېړنې ميتود، سروې (Survey) او تجربه. استاد روهي د پوهنيزې او شخصي تجربې تر منځ توپير كوي او ليكي، چې: "علمي تجربه تر كنترول شوو شرايطو لاندې يو سيستماتيك پلان شوى كوشش دى. شخصي تجربه غالباً په يو نيمګړي تصادف او بې كنتروله ليدنو كتنو باندې ولاړه ده (روهي، 8 مخ). استاد روهي د مولى (Mouly) په حواله سره ليكي، چې: "علمي ميتود څو مرحلې تعقيبوي، چې ددغو مرحلو ارقامونو تشخص له يوه ليكوال نه تر بل ليكوال پورې توپير لري؛ مګر عمومي نمونه يې په دې ډول ده : "يوه پېښه ليدل كېږي، يوه پوښتنه او پرابلم منځته راځي، چې توضېح او څرګندتيا ته اړه لري، يو څه روابط په تجربوي توګه احساس كېږي، ورپسې يوه فرضيه (Hypothesis) منځته راځي. ددغې فرضيې د صحت د معلومولو لپاره يوه نقشه جوړېږي. فرضيه يا ثبات ته رسېږي او يا ردېږي. په نتيجه باندې نورې ازموينې هم كېږي. په وروستۍ مرحله كې نتيجه د ساينس له پخوانيو مفهومونو سره يو ځاى كېږي". (روهي، 44 مخ). دا مطلب غواړم، چې د خپلې څېړنې په يوې بېلګې (مثال) سره، چې د هوښيارتيا (Intelligence) او د ښوونځي د نومره د اړيكو په باره كې په كونړ ولايت (صوبه) كې په ښوونځيو كې سر ته رسېدلې ده روښانه كړم: د هوښيارتيا او د ښوونځي نومرې: په اروپايي هېوادونو كې په زيات شمېر څېړنو كې په ثبوت رسېدلې وه، چې د هوښيارتيا او د ښوونځي د نومرو په منځ كې څه ناڅه په سلو كې 60 دوه اړخيزه مثبت اړيكې(Koraelation) شته دى. يانې په سلو كې 60 هغه زده كوونكي، چې هوښيار دي په ښوونځي كې ښې نومرې هم لري. ددې واقعيت له مخې زما لپاره د علاقې وړ وه، چې اّيا دا ډول اړيكې په افغانستان كې هم د ښوونځي د نومرو او د هوښيارتيا په منځ كې شته؟ نو په څېړنه په دې ډول پيل وشو: پوښتنه : اّيا په افغانستان كې هم هوښيار زده كوونكي ښې نومرې په ښوونځي كې لري. فرضيه (ګڼنه) : د ښوونځي د نومرو او د هوښيارتيا په منځ كې دوه اړخيزه مثبت اړيكي شته دي؟ پلان : د دوه سوو زده كوونكو څخه د هوښيارتيا ازموينه واخيستل شوه او هيله ترې وشوه، چې د تېر كال د نومرو مجموعه وليكئ، د نومرو د مجموعې كنترول د ښوونكو په مرسته سره وشو. نتيجه : د هوښيارتيا او د ښوونځي د نومرو تر منځ هېڅ دوه اړخيزه مثبت اړيكي نه وو. د نتيجو تعبير يا مانا : په كونړ كې د ښوونځي نومرې د لياقت په بنسټ نه وركول كېدلې؛ بلكې واسطې او يا رشوت پكې رول لرلو. له دې كبله د ښوونځي د نومرو او هوښيارتيا (ذكا) تر منځ اړيكي ناسوب دي. د څېړنې لارښود پوهنيزه ازښتنه : پوهنيزې ليكنې يا د پوهنيزو كتابونو په لوست او يا پخپلو پوهنيزو څېړنو او يا په دواړو ولاړ وي د څېړنې لارښود دا لومړى ډول ليكنه ده. په دې پوهنيزو ليكنو كې، چې په تېره بيا د بهرنيو ژبو د پوهنيزو كتابونو څخه پكې ګټه اخيستل شوې وي د ژبې او ژباړې ربړې او ستونزې كره رول لوبوي؛ ځكه چې ژبه د انساني ټولنې او په دې توګه د پوهنې د ودې او پرمختګ بنسټ جوړوي. ژبه نه يوازې د پوهېدلو او پوهولو اّله ده؛ بلكې د فكر يوه بڼه هم ده. بې له ژبې څخه فكر منځته راتللى او وده كولى نه شي. كله چې د يوې ژبې پوهنيز متن د بلې ژبې په پوهنيز متن اړول كېږي؛ نو پكار ده، چې دا د مانا او مفهوم له پلوه وي او ميخانيكي نه وي. په پوهنيزو ليكنو كې دا منل شوي اصول دي، چې د پردۍ ژبې لغات هغه وخت په ليكنه كې استعمالېږي، چې پخپله ژبه كې مناسب لغات نه وي. سربېره پر دې په پوهنيزو ليكنو كې د ځانګړي ليكدود په واسطه په نښه كېږي، چې كومه خبره د ليكوال خپله ده او كومه يې د بل چا څخه اخيستې ده. همدا خبره د ژباړې دپاره اعتبار لري. تړلې او اّزاده ژباړه دواړه په نښه كېږي. استاد روهي د څېړنې لارښود 31 كاله دمخه د هغه وخت د ژبې په پرتله يې په ساده، روانه او سوچه پښتو ليكلى دى، چې تر نن ورځې پورې يې خپل ارزښت د لاسه نه دى وركړى. د څېړنې لارښود به دده ياد په پوهنيزو كړيو كې تر ډېره حده ژوندى او تازه ساتي. سپارښت : دا چې د څېړنې لارښود يو داسې كتاب دى، چې د څېړنې بنسټي ميتودي (لارې يا طريقې) پكې په سمه توګه راغونډې شوې دي؛ نو هيله ده، چې دا كتاب د پوهنې په خدمت كې د هېواد په پوهنتونونو كې د پوهېدونكو د زده كړې د كتابونو په لست كې ونيول شي. (1) لكه د سليم عقل، د شخصي تجربې او داسې نورې. Ustad Mohammad Sediq Rohi de Zerrany Larrkhod By: Dr. Kabir Stori Pakhtoonkhwa: Jahrg./ Vol.: 20 Nr./No.: 28 Year 2006 - بېرته شاته