(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د متاثرينو د بحالۍ وعده

وزير اعظم سېد يوسف رضا ګيلاني د وفاقي کابينې غونډې ته خپل خطاب کښې د اپرېشن راه راست د متاثرينو بحالي د خپل حکومت دپاره يو لوئی چېلنج ګرځولی دی. وزيراعظم ووئيل چې د متاثرينو خپلو کورونو ته د ستنېدو او بحال کېدو نه بل يو کار اهم نۀ دیاو دا خبره هم د اطمينان وړ ده چې په سوات او قبائلي علاقو کښې د حکومتي رټ چېلنج کوونکو عناصرو خلاف کارروائي کاميابه ده. هغوي ووئيل چې کله ټول متاثرين خپلو کورونو ته ورسي نو د بحالۍ او دوباره تعمير کار به د يو قومي کاز په توګه شروع کولی شي او حکومت به په دې مرحله کښې هر قسمه ممکنه مالي مرسته کوي. زمونږ وزيراعلٰي امير حېدر خان هوتي هم د متاثرينو د بحالۍ په حواله تقريباً د دغه رنګ خيالاتو څرګندونه کړې ده. د چېمبر آف کامرس په يوه غونډه کښې هغوي ووئيل چې د متاثرينو د بحالۍ مسئله صرف د دې صوبې نۀ ده، بلکې په تاريخ کښې د امن د قيام دپاره دومره لويه نقل مکاني د ملاکنډ د اولس دومره لوئی احسان دی چې قيمت ئې هېڅوک نۀ شي ورکولی. يقيناً چې د پاکستان راتلونکي نسلونه به هم د دوي شکر ګزار وي. کومې الميې چې په دې دوران کښې مونږ وليدې يا مو واورېدې او ولوستې، هغه د امن د بېن الاقوامي جذبات لرونکو دپاره نۀ سهي خو د دې خاؤرې د بچو دپاره ډېرې دردونکې دي. دا خبره مبالغه نۀ ده چې د امن په دې جنګ کښې داسې مېرمنې د کورونو نه خېمو ته راغلې چې چا ئې چرې سېوری هم نۀ ؤ ليدلی. د ملاکنډ د نازولو سره چې څۀ وشو په هغې خلق تر اوسه د اوښکو په ځائی وينې تويوي. د دوي د قربانيو نه انکار کول به يوقومي خيانت ګڼلی شي. د دې غميزې په دوران کښې مونږ د خلقو سپېځلې جذبې هم وليدې، يو خوا ته د ملاکنډ سره جُختو ضلعو صوابۍ او مردان يو کور داسې نۀ ؤ چرته چې متاثرينو ته ځائی نۀ ؤ ورکړی شوی نو بل اړخ ته پنجاب کښې هم د هغه ځائی حکومت د متاثرينو امداد د يو مشن په رنګ وکړو. د خېر ښېګړې مختلفو ادارو او سياسي جماعتونو هم د دغه بې کوره او بې وسه خلقو د زړۀ د اخلاصه مرسته وکړه. البته په سندهـ کښې چې څۀ قسم رويه مخې ته راغله هغه ډېره افسوسناکه وه. يو خو يوې دهشت ګردې ډلې چې د هغه ځائی ابادي ئې هم يرغمال ساتلې ده، دا متاثرين طالبان او دهشت ګرد وګڼل او بل ئې سندهـ ته د دوي په راتګ د پابندۍ دپاره په هائي کورټ کښې رټ داخل کړو. اګر چې د دوي په دې رټ د هائي کورټ فېصله دومره مقبوله نۀ شوه خو د دې ډلې دا خبره غېر قانوني وګرځولې شوه چې دا متاثرين دې واپس ولېږلی شي. دا خبره ډېره افسوسناکه ده چې کومو خلقو د متاثرينو راتګ د ځان دپاره رسک وګڼلو د دوي د پلرونو او نيکونو دپاره ټول پاکستان خپله غېږه پرانستې وه. د دوي د دې اقدام نه د دې خبرې هم تصديق وشو چې د دوي واحد مقصد کرکه خورول او په لساني بنيادونو فرقه بندۍ ته هوا ورکول دي. اوس خو به د متاثرينو خپل کورونه بيا ودان شي خو د دوي دا رويه به چرې هم د چا نه هېره نۀ شي. وزيراعظم چې د وفاقي کابينې په غونډه کښې بيا کومه وعدې تکرار کړې په دې حقله دا خبره کول ضروري دي چې د بحالۍ او دوباره ودانۍ کار د خاص مرحلې سره تړل درست نۀ دي. د ټولو متاثرينو د بحالۍ کېدی شي چې کله هم تکميل ته ونۀ رسي د دې وجه هم ښکاره ده. کومو خلقو چې مهاجرت اختيار کړی دی په دوي کښې د داسې خلقو ډېر لوئی شمېر موجود دی چې واپسۍ کښې د زياتو کړکېچنو حالاتو سره مخ کېدی شي. د متاثرينو دپاره چې د کوم امداد اعلان شوی دی په دې کښې د سُستۍ او د شکايتونو د يوې نۀ ختمېدونکې سلسلې نه هم دا اندازه لګي چې د واپسۍ دا عمل د مهاجرت نه زيات وخت واخلي. وزيراعظم دا خبره ډېره ښه کړې ده چې د دې بې کوره شويو خلقو دوباره ابادکارۍ نه زيات بل کار اهم نۀ دی. خو دا خبره په عملي توګه ثابتول هم ډېر ضروري دي. مونږ له دا حقيقت هېرول نۀ دي پکار چې د مهاجرينو مسئله سر ته رسول د بېن الاقوامي قوانينو او معاهدو په رڼا کښې هرګز د صوبائي حکومت ذمه واري نۀ ده. جنېوا کنونشنز د هر ملک مرکزي حکومت د داسې مسئلو سر ته رسولو ذمه وار ګڼي او پاکستان د جېنوا کنونشنز نه د منحرف کېدو هيڅ يوه رسمي اعلان نامه نۀ لري. صوبائي حکومت چې په دې حواله کوم کوششونه کړي دي هغې ته مونږ په دې حواله هم د ستائينې په نظر ګورو چې دوي يو داسې کار ته غاړه ايښې ده کوم چې په قانوني توګه د دوي په غاړه نۀ دی. د دې وجه صرف دا ده چې په دغه متاثره ضلعو کښې د مېشتوو خلقو د غم، درد او تکليف احساس د ټولو نه زيات صوبائي حکومت ته دی، کۀ داسې نۀ وې نو صوبائي حکومت به د خپلو ډېرو اقتصادي ستونزو او مالي تنګسيا باوجود دا فېصله نۀ کوله چې کۀ وفاق د متاثره ضلعو يوټيلټي بلونه معاف نۀ کړل نو صوبائي حکومت به د دې ادائيګي په خپله کوي. د دې دپاسه کۀ د مرکزي حکومت رويه وګورو نو دا افسوسناکه خبره مخې ته راځي چې وفاق د زباني جمع خرچ نه سېوا نور څۀ نۀ دي کړي. د متاثرينو سره د همدردۍ د اعلانونو باوجود د متاثرينو د بلونو معافي خو يو طرف ته تر اوسه وفاق د صوبائي حکومت په دې غوښتنه کوم رسمي بيان هم جاري نۀ کړو. کوم کښې چې د مرکز نه دا مطالبه شوې وه چې د مخصوصو حالاتو، بدامنۍ او اپرېشنونو ځپلې دا صوبه دې جنګ زده وګرځولې شي او د دې ټول ټېکسونه دې معاف کړی شي او د دې صوبې دپاره دې د خصوصي پېکېج اعلان وکړی شي. مونږ دا ګڼو چې د دې امورو په رڼا کښې وفاق له د دې صوبې په مسئلو کښې حد درجه دلچسپي اخستل پکار دي اوس نور په تشو وعدو کار نۀ کېږي. د ملاکنډ خلقو چې کومه قرباني ورکړې ده دا معمولي نۀ ده. يو خو به د دې قربانۍ احترام کول وي بل به وزيراعظم له په وړومبي فرصت کښې د ملاکنډ د متاثره ضلعو دوره کول وي. د دې سره به د دغه خلقو په پرهرونو پهې هم ولګي او د دوي حوصلې به هم لوړې شي او د دې سره سره دا خبره هم ډېره اهمه ده چې حکومت له به د دې قربانۍ حفاظت کول هم وي. د امن د قيام دپاره چې د ملاکنډ اولس څومره لويه قرباني ورکړه اوس وفاق له د دې د تحفظ دپاره هم د دومره استعداد مظاهره کول پکار دي. - بېرته شاته