(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مجاهد کاکړ څوک دی افغان که ایراني؟

۳۰/۸/۲۰۰۹ ګران کاکړ صاحب ته سلام وړاندې کوم او هیله لرم چې راته جوړ اوروغ واو سۍ دغه راز درنو دوستانو او همکارانو ته هم سلامونه وړاندې کوم دوستان تاسې نن شپه د طلوع تلویزیون انخاباتي ځانګړی بحث خامخا ننداره کړی دی چې په کې ښاغلی مجاهد کاکړ او بکتاش سیا ووش چلونکی وو . دخپرونې میلمانه وحید عمر دحامدکرزی دکمپاین ویاند، ذکریا بارکزی دتاکنو دکمیسیون د دارلانشاه مرستیال،رزاق مامون لیکوال او ژورنا لیست،او د ډآکتر عبدالله عیدالله دکمپاین یوغړی بحث ته ور غوښتل شوي وو، له یو اړخه دغه میز ډیر ښه روان وو او میلمنو هم پر پوښتل شوو مسایلو ښې څرګندونې کولې. یو څه چې تل ما دیو افغان په توګه زوروي هغه د چلونکي بې پروايي، بې باکه خبرې، په لوریو پورې دویاند تړاو پیداکول، له مشخصو موخو څخه ملاتړ، پر میلمه باندې لاره ورکول، له هغه نه څو پوښتنې په یو وار مطرح کول ، واودې ته ورته داسې نورې مسلې دي چې دیوه ژورنالیست،او یا دیوې خپرونې بې پلوي او مسلکي اوسېدل تر کلکو پوښتنو لاندې راوستی شي. د ټاکنو له پیل بیا تراوسه دطلوع تلویزیون په دغه ځانګړې خپرونه کې چې ټاکنیزې سیالۍ په کې را څېړل کیږي او په دې خپرونه کې دافغانستان دراتلونکي نظام پر بیلا بیلو ابعادو خبرې کیږي،داسې یوې تلویزیوني خپرونې ته په کارده چې یو بې طرفه شخصیت وټاکل شي تر څو دخپرونې په لړ کې له هغه کومه خطا پرې نوزي، مګر له بده مرغه چې مجاهد کاکړ په دې وروستیو کې له ځان څخه په خپرونه کې یو مدافع وکیل او له یو مشخص فرد څخه ملاتړ کونکي څېره جوه کړې ده. مجاهد کاکړ په تیرو څو خپرو نو کې دژور نالیز هغه مسلکي اړخونه چې لازم او ضروري ده چې په ځآن باندې عملي کړي په ښکاره توګه ورنه سر غړونه کوي، او له یو شخص په کې دپلوي اوملاتړ نښې زرغون کړي دي، مجاهد کاکړ هغه هوايي او سرخلاصي پوښتنې چې په منطق کې ورته کوم خاص ځای شتون نه لري له ور غوښتل شوو میلمنو څخه یې مطرح کوي او پرهغوی باندې سمه لاره ورکه،او یوې داسې موخې ته یې ورسوي چې په کې دبیپلوي ستنه نسکور،او دملاتړ اوبې عدالتي شمله هسکه شي. دغه مورد مې دمجاهد کاکړ په خپرونه کې هم دانن شپه ولیده. رزاق مامون سره له دې چې تل دافغانستان دنظام مخالف شخص دۍ خو له غوښتنې څخه یوګام وړاندې له روان نظام څخه ملاتړ وکړ،اودخلکو پر یوالي باندې هوډمن شوو، خو مجاهد کاکړ په څو بې مفهومه،او لار وکوپوښتنو سره دبحث لوري ته یې تغیر ورکاوه او په ډاګه کیده چې مجاهد کاکړ په نیغه توګه له ډاکتر عبدالله عبدالله څخه ملاتړ کوي. په اصل کې دبحث وړ خبره خو داده چې په افغانستان کې خپلواکي هسې په نامه ده، اوداسې څوک نشته چې له یوروان لوري ،او یاهم له ګوندونو څخه ملاتړ ونه کړي، په تېره بیا په رسنیو کې،مګر هرڅه یوحد لري زما خاصه نیوکه پرمجاهد کاکړ دی چې ولې غواړي دافغانستان داوسنۍ نظام په اړه هوايي شننې وکړي ،او هغه څه چې د ده په خېټه کې را څرګند شي هغه بیا په ګونګي الفاظو له ورغوښتل شوي کارپوهانو سره را غبرګ کړي، د مجاهد کاکړ داډول عمل دژور نالیزم سپېڅلي مسلک ته سپکاوي،او له بلې خوا دافغانستان دقومونواو ژبو ترمنځ یوډول درز اچول په ګوته کیږي. دطلوع له تلویزیون څخه دمجاهد کاکړ او بکتاش سیاوو په مشري د نن شپې په ګردي میز په ګوته شوه چې افغاني بحث،اوملي غوښتنې، مجاهد کاکړته ارزښت نه لري، اومجاهد کاکړ دیو څآرنوال په توګه دیوې جنايي قضیې دڅېړونکي په توګه رول لوباوو، په روانه ژوندۍ خپرونه کې دکرزي ملاتړی ځوان وحید عمر سره له دې چې په غوسه شوی وو خو دمجاهد کاکړ هغه بې معنی او پوچو پوښتنوته یې ځواب وړاندې کاوو. له همدې موضوع سره تړلی دریچار هالبروک،اوحامد کرزي ترمنځ په ترخو خبرو باندې دمجاهد کاکړ باوری پوښتنې او ترخې شننې هغه څخه وو چې بلاخره په ډاګه شوه چې مجاهدکاکړ یو افغاني څیره او ایراني شخصیت دی، دبحث په ټولو اړخونوکې بې طرفي دمجاهد کاکړ دپوښتنو تر سیوري لاندې راغلی وو،سره له دې چې دوه مخالف شخصیتونه دیو شمېر ناندریو پرشتون همغږي وو، خو دخپرونې دچلونکي له پوښتنو او غوښتنو څخه داسې معلومېده چې افغاني غوښتنه په کې نشته او ټوله ایراني غوښتنه او فرمایشونه دي. نوزه په لنډو ټکوکې مجاهد کاکړ صیب ته وايم چې اوس خلک در باندې پوه شوي دي چې ته څوک یې او له چا سره دې اړیکه ده، هڅه دا وکړه چې ځان له دغه سې یوې بدنامۍ څخه وژغوره ځکه ته یو افغان یې او افغانان هېڅکله غلامي نه مني. دغه نیوکه نه یوازې زماده بلکې داهغه ویناده چې خپلواکه رسنېو څیړلي دي،اودحقیقت ته رسیدلي دي چې مجاهد کاکړ یو جاسوس دی، تردې لیکنې وروسته ته به ديرونورو لیکونو او اعتراضوسره به مخامخ شې،که څه هم طلوع تلویزیون خپله یوه جاسوه اسرایلی شبکه ده خو ستا عمل او کړنې بیا تر هغه خطرناکه دي، زه دملي امنیت،له محترمې ادارې نه په کلکه غوښتنه کوم چې په دې برخه کې باید جدی واوسي. اودغه لاره پرتاسو اوتاسو غوندې نورو څېرو باندې دپ کړي. په درنښټ تورونتو، کاناډا له خپلو وړاندیزونو څخه مې په دې پت خبر کړﺉ [email protected] - بېرته شاته