(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د افغانستان جمهوري صدارتي انتخابات

د دوېم ځل دپاره د افغانستان صدارتي انتخابات د عام ووټ په ذريعه په ٢٠ اګست ٢٠٠٩ ترسره شول. په انتخاباتو کښې اګر چې ډېر لوئے تعداد سره اميدواران په مېدان ولاړ وو خو په اخري وختونو کښې چې عامو خلقو هم کومه تجزيه کوله نو دغه مقابله ئې د درېو اهمو اميدوارانو ترمنځه ګڼله. په دغو کسانو کښې يو نوم د حامد کرزي، دوېم د عبدالله عبدالله او درېم د ډاکټر اشرف غني احمدزي يادېدو او وشوه هم هغسې. واقعي مقابله هم د دغو درېو کسانو ترمنځه وه. د يوې قبيلوي ټولنې دننه، اګر چې د افغانستان د خلقو نفسيات په خپل ډېر غني کلتور او جرګو مرکو د يو جمهوري نظام په غېږه کښې لوئے شوي او پاللي شوي وو، بيا هم د يو داسې نوي جمهوري نظام په چوکاټ دننه چې عام اولس پکښې د رائې خاوند وي، حالات هم ناسازګاره وي په دومره کاميابۍ دغه مرحله سرکول د دې خبرې د ثبوت دپاره کافي ده چې د دغې خاورې خلق دغه جمهوري نظام د خپل مستقبل دپاره ضروري ګڼي. خوشحال بابا وائي چې: په ورو ورو پرې قدم ږدي ورباندې خېژي په يوه ځله څوک نۀ خېژي په بام د افغانستان اوسنے جمهوري نظام چې لا د جمهوريت بام ته د رسېدو دپاره ايله په دوېمه پوړۍ کښې دے په داسې جمهوري فضا کښې سرته ورسېدو چې هر څو کۀ به ئې اثرات په افغاني ټولنه ښۀ او مثبت پرېوځي دغه نظام د نورې دنيا دپاره هم او په خصوصيت سره د ګاونډي ملکونو دپاره هم يو ټيک پال دے. ځکه چې د دې سره د امن و امان مسئله هم تړلې شوې ده، د دغې عمل سرته د رسېدو سره به دغلته د امن مسئلې ته هم ډېرې لارې هوارې شي. د افغانستان د امن مسئله يواځې د افغانستان مسئله نۀ ده، بلکې بايد چې دغه مسئله د ټولې دنيا مسئله ومنلې شي او دا هم ومنلے شي چې تر څو دغلته امن نۀ وي قائم شوے، نو د دغه ځائے د بد امنۍ نه به ټوله دنيا په لړزان وي. د افغانستان د جمهوري انتخاباتو نه مخکښې چې په دې کومې تبصرې روانې وې په هغې کښې د حقائقو د بيانولو په ځائے دومره تعصب په نظر راتلو او داسې داسې دلائل ئې په وچ زور په دغو تبصرو کښې ورمنډل لکه چې دغه نظام د پېدائش نه مخکښې مخکښې ناکام شوے څۀ چې په اخري سلګو دے. ولې دنيا وليدۀ چې د خپل جمهوري نظام دپاره د افغانستان خلق څومره ساهو او رښتينې جذبې لري او په دوېم ځل د دغې جمهوريت دپاره څومره هغوي دغو خلقو ته دغه منفي خيالونه په خندا خندا ورستانۀ کړۀ. د دغې نکتۀ نظر نه يو خوا ته چې انتخابات به څوک ګټي، دا کتل پکار دي چې د افغانستان اولس خپل جمهوري نظام د خپل اولس د مستقبل دپاره څومره د ګټې سره مخ کړو نو هوښياران وائي چې "د عيان څۀ بيان" افغانانو دا ثابته کړه چې يو جمهوري او پر امن افغانستان د افغانانو د قسمت يوه داسې بختوره برخه ده چې اوس ترې هېڅوک دغه برخه د ګوتو نه نۀ شي تروړلې. د دنيا په ډېرو ملکونو کښې چې په کلونو کلونو کوم جمهوري نظامونه چلېدلي دي، دغه کۀ مونږ د افغانستان د جمهوري رويو سره په تله کړو نو د ډېرو ملکونو په مقابله کښې مونږ د افغانستان دغه جمهوري نظام په زياته مثبته لار روان ګڼلے شو. هسې د دنيا د ملکونو او اولسونو او ځنې متعصبه مبصرينو خيال هر څۀ چې ؤ، خو دا د افغانستان د اولسونو يو جمهوري حق ؤ چې هغوي د خپل وطن د صورت حال په رڼا کښې، د خپل مستقبل دپاره يوې نتيجې ته د رسېدو نه پس يوه داسې فېصله ورکړي، چې آيا په موجوده حالاتو کښې نوے بدلون به د وطن او وطن د حالاتو دپاره ضروري وي؟ او کۀ د زوړ تسلسل برقرار ساتل به زيات سود من وي؟ هغوي چې په مجموعي ډول د خپلې ترقۍ او روښانه مستقبل دپاره په اکثريت سره کومه رائې په استعمال کښې راوستې ده، دغه به هغوي د خپلې ترقۍ او پرمختګ دپاره زياته ضروري ګڼلې وي. بايد چې مونږ د افغانستان د خلقو بالغ نظرۍ ته په داد ورکولو کښې د بُخل مظاهره ونۀ کړو، او هرکلے ورته ووايو. په دې اميد چې د افغانستان خلق به د خپل نوي جمهوري ملک دننه د رائې د اظهار او احترام نه علاوه نۀ يواځې يوې جمهوري مکالمې ته لارې خلاصې کړي، بلکې د مکالمې د تهذيب او کلتور نه د پېدا کړے شوو مثبت رويو نه به د امن او عدم تشدد دپاره هم خپل صلاحيتونه پکار واچوي. د افغانستان د نوي جمهوري عمل سره کۀ د دې ځائے د پښتنو زړونه درزېږي نو دا ځکه چې د هغې ځائے د درې درې نيمو لسيزو په اور کښې د سوزېدلي افغاني اولس د جونګړو لمبې په هم دغو غرونو د هغوي تر کورونو او کوډلو رارسېدلي دي او پکښې سوزېدلي دي. د افغانستان نه د چاپېره ګاونډي ملکونو قامونه او اولسونه دي او کۀ د نورې دنيا قامونه او اولسونه بايد چې په دې فکر وکړي چې کۀ د افغانستان امن هم دغسې په لمبو کښې سوزي نو د دغې اور نه به ګاونډي ملکونه څنګه بچ شي او نوره دنيا به ترې څومره لرې پاتې شي. د اسمان په تندرونو څۀ باور دے په جونګړو راپرېوځي په بنګلو هم Pakhtun, August 2009 - بېرته شاته