(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زمونږ دهېواد ملې ناو رېن دکوم وخت نه پېل شو ؟2او3 برخه

ځموږد هیواد ملی ناورین د کوم وخت نه پیل شو .؟ او پایلی ې کومی دی.؟ دوهمه او دریمه برخه . تحلېلې لېکنه. شوروی یر غل ګرو . دبګرام، داخله وزارت.، دفاع وزارت، دمقا ومت د ځپلو وروسته، دتاج بېګ د قصر په لورخپل یرغل ته دوام ور کړ. په دی ار تبا ط، شوروی جنرال لېا خوفسکی. داسی لېکی : [[ دامېن دوژ لو لپاره . له وړاندی نه ضربتی ګرو پونه ، په شوروی سفارت کی ،ځای په ځا ی شوی وه . ددسامبر په ۲۵ د کابل د خوا جه رواش په هوای ډګر کی ،دټولو مشاورېنو غونډه وشوه. هماغه وه چی تصمېم ونېول شو . اوامر صادر شول. چی دافغا نستان وسله وال ځواکونه دی شنډ کړای شی. د امېن د میشت څای د نیولو لپاره عملېات په مستعار نوم .شتورم ۳۳۳ .سره ېاد شول چی قومانده ی شوروی کی .جی. بی .افسر با ېا را نوف. په غاړه وه . .. د شوروی د مسلما نا نو قطعه د جګړن خالبا یف.په قو مانده د بګرام له هوای ډګر څخه ددا رالاامان په لاره ځا ی په ځای شوی وه.دنظامی عملیا تو پېل د جدی ۶ دشپی ۱۰ بجی ټاکل شوی وی .خو بیا وروسته د شپی نهو بجو او بیا وروسته دشپی ۷ بجو ته تغېر وکړ ... د تغېر علت داوه چی د کی جی بی . دپلان په ا ساس امېن دزهرو په وسېله نه و وژل شوی . اودی ته اړ تیا وه ، بی ځنډه په جبری تو.ږه له منځه یوړل شی ... دجګړی په وخت افغانی سر تیرو سخت مقاومت کاوه . او دژوند تر وروستی شېبی پوری د شوروېا نو پرضد وجنګیدل .]] دجمهو ری رېا ست دګارد د قواو افسر .شا محمود. چی ددغو خونړېو جګړو ګډون کونکې و . او دتاج بېګ دقصر پد فاع کې ی برخه اخستې .او اوس دجر منې هېواد کې اوسېږی. دېوه عېنې شاهد په توږه ما ته داسی وویل : ما ښام مها ل و چی امېن صا حب په قصر کی مسموم شوې و .او فوق العاده حا لت منځته را غلې و .داسې ښکا رېده چی نا وړه او بده پېښه به را منځته شی .نزدی ۷ بجی او دیرش دقېقی وی چې نا څا په ېو قوی ډز وشو چی له امله ی تلفو نی را بطه قطع شوه .او بې سېم مخابره فلج شوه . ځما په نظر دادشورویا نو دمحا ربوی عملېاتو د شروع قومانده وه . ځکه څو شېبې وروسته ، دجمهوری رېا ست ما نې د ځمکی اوهوا نه ددرنو او سپکو وسلو د بې ځنډه او پر له پسې ډذو لاندی و نېول شوه. محاربوې ټنکونه او ماشېندا رو دما ڼې لپا سه ډذی کولی . دګارد قواو په خپل ټول قوت او امکاناتو له خپلو سنګرونو څخه دفاع ته دوام ور کاوه .ددواړو خواو څخه انسانی تلفات زېا تېدل .خو دبده مر غه دګارد قواو ته دنو رو قطعا تو څخه مرسته راونه رسېده .او لپا سه دشوروی جنګی الوتکو، بمبارد شدېد شو شوروی ځواکونه شېبه په شېبه ځمونږ په پرتله تقوېه کېد ل .په مقا بل کی ځموږ مهمات مخ په خلا صیدووه وه.دتاج بېګ دغوندی د قصر دقرار ګاه قوماندان .غلام حضرت و هغه دېوه قهرمان په توږه دوطن نه په دفاع کې د شوروی یرغل ګرو لخوا شهېد کړای شو.ځما دسترګو په مخ کې ددشمن دوه محا ربوی ما شېنونو اور واخېست .چی ددشمن ټول سرتېری او افسران په هغې کې وسوه ځېدل .ددشمن یو محا ربوی ماشېن ځموږ خواته دحرکت په وخت نسکور شو چې هېڅوک پکې ژوندی پا تی نشول.ددشمن یعنی دشوروی د پلی قواو تلفا تو شمېر دمحا سبی نه وتلی و. دبلی خوا ځمونږ تلفات هم زیات وه.ځکه مونږ تر پا ېه جنګېدلو او دا تمه مو نه درلوده چی ژوندی به پا تی شو . خو ځه تصا دفا ژوندی پاتی شوم . قصر ته نږدی دوطنپالو مقاومت بلا خره دشوروی د کو ماندوی قطعاتو په وسېله مات شو . او هغوی قصر ته ننوتل . پدی ځای کی لا زم بولم چی دهېواد د هغو قهر مانو مېړنو سر تېرو او افسرانو نو مونه وا خلم چې په هغه کرغېړنه شپه کې ځما د ستر ګو تر مخ په شها دت ورسېدل . – دلوګر ولا ېت نه د قرار ګاه قوماندان غلا م حضرت، - د پغمان دولسوا لې نه .محمد نور. – دننګرهار د شېنوارو دولسوالې نه . رستم شاه شېنوارې . –د ننګرهار نه کرېم .- د کابل دچکری نه شېردل. –دوردګو دولا ېت نه صاحب جمال او رفېق . او همدار نګه په سلګو نور سر تېر ی په شها دت ورسېدل . شوروی یرغل ګر و قصر ته په دا خلېدو سره بې ځنده او بې درېغه دکلا شېن کو فو نو او ما شېندارو پوسېله هر ی خواته ډذی کولی .هغوې دلومړی پوړنه دوهم پوړ ته وختل او هڅه ی کوله چی درېم پوړته وخېزی چی د څلورو ځلمو مدا فعېنو سرور- فتاح- ګربز- او عبد الرحمان دامېن د ځوی د مقاومت سره مخ شول . له څو شېبو وروسته د هغوی مر می ختمی شوی . شوروی کو ماندو بلا خره درېم پوړته وختل . او ټول ی شهېدان کړل .هغو ی په امېن صا حب او د هغی په کورنی هم ډذی وکړی او دفاشیستانو په ډول ې په ښحو او اطفالویی دماشیندارو ډذی وکړی د قصر ددرېم پوړ په نېولو سره نظا می عملېات ختم شول .روسې سر تېرو پداسې حال کی چی لا سې برقونه ورسره و. دقصر تلاشی دشپی په تیا ره کې سر ته ورسوله چې بېا ځه هم ونېول شوم. ]] دا به ټولو ته جا لبه وی .چی روس فا شیستان قصر ته ننوتل هلته ې د ح.امین دفامیل سره څه وکړل .اوهلته دغو وحشیانو په څه بربریت دامین دکورنی سره برخورد وکړ.ما پدی اړوند دفقید جمهور ریس حفیظ اله امین میر منی نه پوښتنه وکړه هغی ځما دسوال په جواب کی داسی وویل[ امین صاحب د تاج بیګ غونډی دقصر په لومړی منزل کی غذاې مسموم شوی وه ،او تر درملنی لاندی وه .ډاکترانو هغه دلومړی پوړ څخه دوهم پوړ ته وليږداوه ، نا ببره سختی ډذی پیل شوی .په دی وخت کی په قصر باندی دتوپ یوه ګلی ولګیده .موږ ټول ددوهم منزل څخه دریم منزل ته پورته شو، په قصر باندی بریددوام درلود او دګارد ځواکونو مقاومت کاوه.دقصر لومړی او دوهم منزل شورویانو لاندی کړ.دزو دوام درلود، موږ دقصر شاوخوا وکتل.امین صاحب وویل دا شورویان دی او باید تر پایه مقاومت وکړو .بیا ګر بز ،فتاح،سروراو عبدالرحمان ځوی می دوه دوه کسانو د زینی په دواړو خواو کی مخ په ښکته ډزی کولی .تر څو دریم منزل ته دشورویانو دراتګ مانع وګرځی .په لاندنیو زینوکی ډیر شورویان ووژل شول.خو بلاخره دهغوی مرمی ختمی شوی لږ ځنډوروسته شورویانو په دریم منزل حمله راوړه.هغوی ګربز،فتاح،سرور،ووژل په امین صاحب ې ډزی وکړی، ځما په لورګانو ګلالی ،ملالی ډزی وکړی. خوازک ماشوم ځوی می چی زما په غیږ کی وه په هغه یی هم ډزی وکړی . عبدالرحمان ځوی می چی دامین صاحب تنه یی په غبږ کی نیولی وه لا هم ژوتدی وه یو روسی افسرهغه په لغته وواهه او لریی وغورځاوه او بیا ې وواژه.ډیر ویرونکی حا لت وه.بیا روسی عسکرو ټول قصر چورکړ اوهر څه یی دځان سره وړل.هغوی بیا موږ لومړی منزل ته انتقال کړو. شپه تیره شوه موږ یی بهر ته بوتلو او په ځمکه یی کینولو . ] ددی لپا ره چې حقاېق نور هم په مستند ډول بېان شی د جانداد دګارد دقواو دقو مندان سره ځما دخبرو جر ېان نه ېادونه کوم . د پلچر خې په زندان کې ما ته ددی مو قع پېدا شوه چې د جا نداد دجمهوری رېا ست دګارد قو ماندان سره. چې ځه هم دهغه په شان بندی وم. د هغه داعدام نه څو ورځی دمخه ووېنم .د هغه نه می دوروستې حا لت په باب پو ښتنه وکړه .هغه ځما دسوال په جواب کی داسې ووېل . : [[ د قصر داشغال نه وروسته کله چی روسی وحشېان په حا لا تو حا کم شول نو بیا دخپلو مړو په را ټولولو بوخت شول .هغوی خپل مړی دتاج بېګ دقصر په سترو خونو کی ېو دبل دپا سه اېخودل ترڅو چی بېا وروسته انتقال شی .خو دجګړی په ډګر کی دافغا نې شهېدانو اود وطن دمدافعېنو مړی هما غسی خواره واره پراته و او چا نه وه ټول کړی .په داسی حا لا تو کې د شوروی قواو قو مندان ، جانداد چې بتدی وی دکوټی باسې .او خپل مړی ورته ښی .اوورته وای : چی زېات شمېر شوروی ځوانان ستا جنا ېت کار د سخت مقا ومت لکبله ووژل شول.قومندان جانداد په مقا بل کې د افغانی ځوانانو مړی شوروی وحشی قو ماندان ته ښی اووای .: مونږ ېو اځی دخپل کور نه دفاع کړېده .مونږ ستا سی خاوری ته نه یودرغلی .او ستاسو په خاوره مو تعرض ندې کړی . اېا مونږ حق نه درلود چی له خپل کور څخه دفاع وکړو ؟ آېا دی افغا نې ځوانانو چی مړی ی تر اوسه چا ندی ټول کړی او به خاوره پرا ته دی په خپل کور کی .دژوند حق نه در لود ؟ شوروی قوماندان چی جواب ور سره نه و لکه ځنا ور جانداد په سېنه په سوک وهی .او سرتېرو ته امر کو ی چه دا با ند یت بوځی .]] دېادونی وړده چی ملی قهرمان قو مندان جانداد د ۱۳۵۹ کال دجوزا په ۱۸ اعدام شو. دقصر په نیولو سره شوروی یرغلګر په حا لاتو تسلط پیدا کوی او د افغانستان ملی حاکمیت پای ته رسیږی . اوپره دی د افغانستان په سرنوشت حاکم کیږی .چی دادی دری لسیزی دپره دو حاکمیت دوام لری. دیا دونی وړ ده چی .دشوروی دتسلط نه وروسته دهغوی ګوډا ګی ببرک کارمل د قدرت په ګدی کینول کیږی.ددغه ګوډاګی حکومت اسا س په درواغو عوام فریبی،او ملی خیانت ایخو دل کیږی. اویو مکیا ولستی نظام منڅ ته را څی. هغوی لمړی دخلقی ګوند خونړی تصفیه تر سره کوی. هغوی ټول وطن پالونکی خلقیان چی دشوروی تجاوز سره مخالف وه زندان ته اچوی،ترور او شکنجه کوی،او جبری مها جرت ته اړکوی اوهمدا رنګه دهغوی پرضد زهر جن تبلیغات پیل کوی چی دادی دری لسیزی دوام لری.هغوی دخلقی وطنپالونکو تصفې ته په دولتی دوایرو ،وسلوالو قواو اونورو اورګا نونو کی دوام ورکوی. خو شورویانو ته د ټو لو خلقیانو لری کول نا عملی کار نه وه .څکه یو حکومت دجوړولو ،ساتلو، او دفاع وظیفه هم لری. او دا کا رونه دخلقیانو دموجودیت په غیر ناممکن وه .دبلی خوا کچیری خلقیان دولت دحاکمیت نه نه بهر تلل نو دمجا هدینو لخوا دکمونست او ملحد په نامه وژل کیدل .دا څکه چی د مجاهدینو رهبری هم د پردو هیوادو په لاس کی وه.او واقعی مجاهدینو ته دتصمیم نیولوحق مو جود نه وه .څکه لکه داوس په شان دا خارجی جا سوسی شبکی وی چی په اکثرو مواردو کی ې هغوی ته متحدین او دشمنان ښودل.نوڅکه وطن پالونکی خلقیان ددواړو خواو نه دضر بی لاندی واقع شول.او په سختو شرا یطو کی ې د وطن دنجات په خاطر خپلی مبا رزی ته دوام ورکړ.څما په نظر اوس ددی وخت را رسیدلی دی.چی دمشترک نظر خاوندان یو بل سره پیدا کړی .څکه اوس دتاریخ په آینه کی هر ځه دلیدووړ دی.. دشوروی تجاوز په مقابل کی ددنیا عکسلعمل. ددغه تجاوز وروسته جهانی عکسلعمل ډیر وسیع وه.او ټولی نړی هغه وغانده.په دی اړه د امریکا دمو کرات جمهور ریس [جمی کار تر] پدغو کلماتو کی عکسلعمل وښود [دامریکا متحده ایا لات د افغا نستان په آزاد هیواد دشوروی اتحاد پوڅی تیری په کلکه غندی.....او دا خبره په ډاګه کوی چی دجنوب په لور دهغوی زیات مخکی تګ نشی زغملی.] دیادونی وړ ده .چی دنړی دستر طاقت جمهور ریس افغان دولت ته ازاد دولت وای اما دروس نوکران هغی ته محکوم .او غیر قانونی غیر مشروع وای چی شوروی تجاوز مشروع او قانونی کړی.همدا رنګه د۱۹۸۰ کال دجنوری په ۱۴ د ملګرو ملتو عمومی تولنی د بریکړه لیک به صادرولو سره په افغا نستان دشوروی ټجاوز محکوم کړ.همدا رنګه داسلامی هیوادونو کنفرانس د شوروی تجاوز په کلکه وغانده. هغه وخت د سی .آی .ای مشر ولیام کیسی .وویل[لکه څرنګه چی موږ دهتلر په مقا بل کی دسازمان ورکړ شوی مقا ومت مرسته وکړه.په اافغانستان کی هم وضعیت هماغه شان دی.] دیادونی وړ ده چی دیر غل په وخت شورویانو دامین دکورنی او وطن با لونکو خلقیانو پر ضد چی دوی امینیان بلل داسی وحشت او دهشت سره بر خورد وکړ .او دا سی فا شیستی اعمال ې تر سره کړل .چی حتی هتلر ته ې برات ورکړ.د مثال په ډول دوی په قصر دیر غل په وخت د ح. امین اود هغه دمشر زوی عبدالرحمان دوژلو وروسته دهغه په وړوکی ما شوم زوی خوا زک چی دمور په غیږ کی وه هم ډذی وکړی.کار ملی قصابانو،طاهر،دپولیتخنیک محصل ژوندی په ځمکه کی ښښ کړ.هغوی ټول دولتی او ګوندی رهبری او کادرونه زندان ته واچول اودهغوی په ترور او شکتجی ې پیل وکړ. په افغا نستان باندی دیر غل وروسته دامریکا متحده ایا لاتو دشوروی یر غل په مقا بل کی دا عملی ګامونه واخستل.او دهغوی دامنیت شورا ددغه اقدا ماتو دعملی کولو فیصله وکړه. - دملګرو ملتو دامنیت شورانه باید غوښتنه وشی چی په یو مستقل هیواد باندی دتجاوز په خاطر شوروی محکوم کړایشی. - دشوروی سره د سالت په قرار داد باندی خبری تر هغه چی دا تجاوز ختم شوی نه وی بای ته ورسیږی---. په لوړه سطحه دامریکا اوشوروی خبری .او دلوړ رتبه مقاماتو سفرونه دی شاته ولویږی .--- امریکا او دنا تو هیوادونه دی نوی دولت په رسمیت نه پیژنی. -- دپاکستان سره دی دهغه ددفاعی توان په خاطرعا جله مرسته وشی. --- احتما لا دی دمصر نه دشوروی ساخت ټانک ضد راکټونو سره دمجاهدینو وسلوال کیدل دی په مخفی ډول اجرا شی. ---- چین دی تشویق شی چی مجاهدینوته دټاک ضد مینونه – راکت اندازونه او نوری وسلی ورکړی. ددی ټو لو په مقا بل کی کچیری دشوروی رهبری .درایت اوپوهی ته توجه وشی نو وبه لیدل شی چی هغوی څومره دسیاسی درایت نه لری وه دمثال په ډول کله چی بریژنف په افغانستان باندی د یر غل وروسته هند ته سفر وکړ هغه هلته په یوه مطبوعاتی کنفرنس کی داسی وویل : [دافغانستان په شاو خوا کی چی کومی پیښی را ولاړی شوی .په راتلونکو دری میا شتو کی به کا ملا پای ته ورسیږی.او په هیواد کی به کا ملا امنیت تامین شی.] لیدل کیږ ی چی دبرژنف محاسبه څومره په تصوراتو اوخیالاتو ولاړه وه .هغه پدی هم نه پو هیده چی دهغه دغه اقدام به په خپله دشورو ی نظام دړنګیدو باعث شی. دریمه برخه کله چی کارمل قدرت ته ورسید . او شوروی یر غلګر په حا لاتو مسلط شول.هغوی دح امین دملګرو خونړی تصفیه په ګوند اودولت کی سرته ورسوله .هغوی یی ترور کړل، اعدام کړل، زندان ته واچول اوجبری مها جرت ته یی مجبور کړل. او بیا.شورویانو په افغانستان کی دڅو لسیزو په جریان کی دکی،جی،بی، پټ روزل شوی جواسیس دګوند او دولت په رهبری کی کینول .دقدرت په دغه نوی جوړښت کی اسا سی رول هغه کړیو ته ورکړل شوی وه.چی په افغانستان کی ې دیوه قوم بر ضد دنوروقومونو . تحریکولو.او دهیواد په ورونو قومونوکی دکرکی به خپرولوکی بوخت وه ، او دهیواد دتجزیی لپاره یی کار کاوه..تفرقه واچوه او حکومت وکړه.هغه سیا ست وه چی شورویانود هغی لپا ره کار کاوه. شورویانو دکی جی بی په وسیله شمالی تل والی ته په سازمان ورکولو سره ، په افغانستان کی دملی نفاق لپاره خپلو تباه کونکو پلانونو ته لویه پایګاه جوړه کړه. دافغانستان په ورونو قومونو کی نفاق اچول.دملی کرکی خپرول. دروسی امپراطوری پخوانی سترا تژی وه چی هغوی د افغانستان لپاره درلوده دشمالی تل والی جوړول د همدی هدف لپاره وه. خو داشغال نه وروسته ، کله چی شورویانو ولیدل چی دهغوی ګوداګی کارمل یو منفورسړی دی اوهغه دافغا نستان په اړه دخپل نفوذ په اړوند مبا لغه کړی او هغوی ته یی درواغ ویلی وه .او دا چی کار مل نه یواځی په خلکوکی محبوبیت نه لری بلکی دخلکو کرکه اونفرت دهغه پرضد ورځ په ورځ زیاتیږی. او دافغانانو ملی قیام د کارمل او شوروی اشغال پر ضد قوت اخلی .نو دشوروی سره دا فکر پیدا شو چی کچیری هغوی د خلکو د قیام په نتیجه کی دماتی سره مخ شی.او دټول افغانستان کنترول هغوی ته مشکل شی .نوپه دغه حا لت کی هغوی باید افغانستان په شمال اوجنوب تقسیم کړی.جنوب ددولتی قواو نه تخلیه اوخلک او سیمی یی بمبارد کړی. اوشمال د خپل استخباراتی مکز په توګه د کنترول لاندی وساتی.او دافغانستان په شمال کی په ځان پوری ټړلی ګوندونه د پښتون قوم سره دقومی کرکی په اساس جوړ کړی، او هغوی قدرت ته ورسوی.اونور قومونه .دیوه قوم پر ضد تحریک کړی ، نژادی خونړی تصفیه تر سره کړی ، دشمال جدا اداره جوړه کړی،اودقومی جګړو اوربل ، او ملی نفاق ته لمن ووهی. کوم کار چی همدا اوس هم روان دی خو.شورویان نه یواځی دافغانستان داشغال نه وروسته د پر له پسی ماتی او.دزیاتو کړاونو سره مخا مخ شول یلکی.په خپله په شوروی کی هم هغوی دخلکو او د شوروی د حاکم کمونست ګوند دغړو سخت عکسلعمل سره هم مواجه شول .هغوی د شوروی خلکوته لوی درواغ ویلی وه. چی ګویا افغانستان ته یی دامریکا دامپر یالیزم نه نجات ورکړیدی .او دافغانانوسره یی انتر ناسیو نالستی مرسته کړیده. او افغانان دهغوی نه استقبال کوی.خو دشوروی دولت رسمی درواغ ورځ په ورځ افشا کیدل.ځکه دهغوی عسکرو جنازی هره ورځ شوروی ته روانی وی.او اقتصاد یی دتباهی په حال کی وه. دا حالت ددی باعث شو چی دشوروی دکمونست ګوند په داخل کی اختلافات زیات شی ګوند په سیاسی ډلو وویشل شی .او د ګوند په داخل کی جدی سیاسی ټکرونه را منځ ته شی. او دشوروی سیاسی نظام دانفجار باعث شی. . دشوروی په کمونست ګوند کی داخلی مبارزه ددی عامل شو. چی دګوند رهبری په کامل ډول تغیر وکړی.او په کال 1985. کی میخایل ګور با چوف دموکرات او اصلاح طلب د ارتجاعی بنیادګرشخص چرننکو ځای ونیسی .اودشوروی ګوندی او دولتی قدرت په لاس کی واخلی.د ګوربا چوف لومړی کار دافغانستان جګړی ته خاتمه ورکول او دشوروی قواو ایستل وه ځکه دغی جګړی دشوروی ملا ما ته کړی او اقتصادیی تباه کړی وه. ا و همدا رنګه په جګړه کی شورویانوزیات انسانی تلفات ځغملی وه. دغه وخت وه چی ګور با چوف - کارمل او دهغه دکار تیم مسکوته ور وغوښتل .او هغوی ته یی وویل .چی شوروی اتحاد نور خپلی لښکری دافغانستان نه باسی .ایا تاسی دمستقلی دفاع توان لری .کارمل ددغه وړاندیز سره په کلکه مخالفت کوی. ځکه کارمل دقواو په وتلوسره په قصر کی دشان او شوکت ژوند عیش او نوش چی ددواړو ملتونو دوینو د بهیدو په قیمت یی په نصیب شویوه. دلاسه ور کاوه.دکارمل همدامخلفت ددی باعث شو چی شورویان دهغه دځای ناستی په باره کی فکر وکړی.اودهغه دلری کولو کار ته شدت ورکړی.هغه وخت دګوند اودولت په رهبری کی داکتر نجیب یواځنی شخصیت وه چی شورویانو په هغه تکیه کولای شوه.نجیب شورویانوته اطمینان ورکړ چی افغان اردو کولای شی په مستقل دول دافغان حاکمیت نه دفاع وکړی..بلاخره نجیب په 1985 کی دکارمل ځای نیسی .دکارمل ډله دهغه برضد تحریکات پیل کوی.کار شکنی کوی،مظاهری کوی.او دنجیب د ناکامولوهڅه کوی .نجیب کوشش وکړ ګوند اودولت او اردوته دسره سازمان ورکړی او هغه تقویه کړی. غیر ګوندیان ددولت په اداره کی شریک کړی هغه دګوند دوهمه کنګره دایروی دګوند نوم یدلوی. لویه جرګه جوړوی اوپارلمانی نظام اعلانوی. او دمخا لفینو نه غواړی چی دملی مصا لحی پروګرام کی شریک شی. خودا ټول دمخالفینو لخواردیږی ځکه مخالفین مستقل ګوندونه نه وه هغوی هم دپره دو په لاس جوړ شوی استخباراتی ګوندونه وه.دبلی خوا ګاونډیوهیوادونو او روسانو دافغانستان تجزیه او توته توته کیدل غوښتل.دهغوی هدف داوه چی کچیری ټول افغانستان نشی ترلاسه کولای نو حداقل یوه ټوته یی په لاس کی وی .نن دغه کار ولایاتوته دزیات واک ورکولو او فدرالیزم دشعار لاندی روان دی. سره لدی چی ظا هرادغو هیوادونو دافغانستان لپاره دیوه مستقل او قوی دولت غوښتنه کوله.خو دپردی شاته بل پروګرام روان وه اوهغه دافغانستان کامله تباهی دافغانی مدرنی اردو منحل کیدل.د250 کلن سیاسی نظام محوه کیدل داقتصاد او صنعت تباهی او دګاونډیو هیوادولخواد افغانستان استخباراتی اشغال وه.چی بیا دا ټول عملی شول. ددی کار لپاره ګا ونډیو هیوادو هم په شمال او هم په جنوب کی قوی استخبلراتی اسلامی ګوریلایی ډلی درلودی چی په پیسو او وسلو سنبال وی. او داسلامی مجاهدینو په نقاب کی یی ځان پټ کړیوه . .په شمال کی. دکا رمل ډله، جمعیت اسلامی، شورای نظار، وحدت اسلامی. یا شمالی ټلواله په جنوب کی په پاکستان کی جوړ شوی اسلامی تنظیمونه چی دافغانستان دکاملی تبا هی لپاره داسلام په نقاب کی روزل شویوه .دافغانستان په شمال او جنوب کی دغو ډلو ، خارجی هیوادونو ته ددی زمینه مساعده کړه .چی دملګرو ملتونو پروګرام نا کام .او افغانستان دبی خاونده مال په شان په خپل منځ کی تقسیم کړی. بلاخره کله چی .په 1989کال دفروری په 15 نیټه کی شوروی قواوی دافغانستان نه وځی . رو سان دنجیب نه غواړی چی دشمالی تلوالی سره قدرت تقسیم کړی چی دی کار په شمال او جنوب باندی دهیواد دتقسیم معنی درلوده. نجیب دا پیشنهاد منی خوهغه نه عملی کوی. ځکه هغه دملګرو ملتو پرو ګرام ته متعهد وی.داموضوع ددی باعث کیږی چی روسان دنجیب نه مخ واړوی .او دهغه دځای ناستی په فکر کی شی جمعیت اسلامی او شورای نظار چی دشوروی تجاوز دپیل نه دکی، جی ، بی ،سره پټه رابطه درلوده .خپله رابطه دشوروی سره علنی کوی او ربانی شوروی ته رسمی سفر کوی اوهلته دهغه نه دافغانستان دجمهورریس په حیث استقبال کیږی ځکه په هغه باندی دکمونست ټاپه نه وی مجاهدین هم په همدی دلیل چوپ پاتی کیږی او دربانی دسفر په ارتباط اعتراض نه کوی دا سفر هغه وخت کیږی چی نجیب برحال جمهورریس وی .دا ځل د روسانو لخوا ببرک کارمل دوباره دنجیب پرضد داستخباراتی جګړی میدان ته داخلیږی اودشما لی تل والی په جوړولو کی دخپل نظامی ګروپ نه ګټه اخلی او دشورای نظار او جمعیت اسلامی او.دستمیانو ډلو سره دروسی استخبا راتو په مرسته او امکاناتو دنجیب پر ضد دکودتا آما دګی نیسی. شورای نظار دکا رمل ډلی په مخ داسلام نقاب ږدی. هغوی سره هم کاری کوی خودهغو دپروګرام دعملی کولو لپاره اصلی مشکل.په ګوند او دو لت کی د خلقیانو موجودیت وی . رو سان ددغه مانع دلریکولو لپاره لا زمه ګنی چی خلقیان دسیاسی قدرت دمرکزی هستی نه لری او تصفیه شی.خودا آسان کار نه وه.ددی لپاره باید زمینه مساعده شویوای .روسی استخبارات فیصله کوی.چی دنجیب او خلقیانو ترمنځ چی په اردو کی قوی نفوذ لری ټکر ته سازمان ورکړی .هغوی په ډیر مهارت دداکتر نجیب او شهنواز تنی ترمنځ تکر ته سازمان ورکوی ځکه دهری خوا له منځه تګ دبلی خوا په ضعفت تمامیږی .او ضعیف اړخ که وغواړی یا ونه غواړی دکارمل ډلی او روسا نوته احتیاج دی.او روسان کولای شی بیا خپل پلان په آسانی عملی کړی .په دغه ټکرکی چی په 1368 کال دحوت په 16 تر سره شو .ګوند اودولت دکارمل او دافغانستان دتجزیی دمخا لفینونه تصفیه شو. او مشهور خلقی افسران.جنرال آصف شور،کبیر کاروانی،جعفر سرتیر. اوډیرنور مشهور قوماندانان او ګوندی کادرونه په ډیر وحشیانه ډول دکارملیانولخوا وژل کیږی او جبری مهاجرت ته اړکیږی اوپاتی زندان ته اچول کیږی.دغه ټوله خونړی تصفیه دنجیب دحکومت نه ددفاع دنامه لاندی کارملیان او روسی استخبارات سرته رسوی.اوټول نظامی اواستخباراتی. قدرت دنجیب دحکومت نه ددفاع په بهانه تر لاسه کوی. او بیا هغوی په مرموز ډول نجیب محاصره کوی.ځکه نجیب دهغه ګوند غړی وه چی دکارمل په لاس جوړ شویوه. نجیب ددغی کامیابی وروسته ځان دکاملی ماتی سره مخ وینی اودکارمل دډلی په محا صره کی واقع کیږی.نجیب په ښکاره ویل چی دغی خا رجی دسیسی ځما مټ مات کړ ..نجیب بیا مجبوریږی چی په ګوند کی دکارمل مخالفین یعنی دامین د وخت دګوند او دولت رهبری چی په 27-12-1979 کی دشوروی په لاس دهیوا داشغال نه وروسته زندان ته اچول شوی وه .10 کاله وروسته دزندان نه خوشی کړی دح امین په نامه زندانیان په 3 ګرو پونوکی وویشل شول اوبیا په لویو وقفو کی یو په بل پسی خوشی شول ځه په آخری ګروپ کی په 16- 03-1990 نیټه کی خوشی شوم .نجیب ددریم ګروپ سره په خبروکی چی ځه هم هلته حاضر وم وویل.چی کارمل تاسی بی موجبه زندان ته واچولی.هغه ستاسو دزندانی کیدو مسول دی .هغه په افغانستان کی دټولوناوړو پیښو او تباهی مسول دی .هغه دافغانانو خوشحالی او سوکالی نشی لیدلی.هغه اوس هم خرابکاری ته دوام ورکوی .او ځمونږ دملی مصالحی پروګرام د تخریب لپاره کار کوی.هغه غواړی چی افغانان تل دجنګ په اور کی وسوځیږی.را ځی چی په شریکه په هیواد کی دملی مصالحی پروګرام عملی کړو.خبرو دوام وکړ ما هم په خپل نوبت هغه ته و ویل: .چی دملی مصا لحی پروګرام ډیر ښه پروګرام دی او باید عملی شی. اما پداسی حال کی ، چی ټول امکانات دګوند او دولت رهبری دکارمل دډلی په لاس کی دی. څرنګه کیدای شی چی مونږ په تش لاس دهغه مقا بله وکړو. هغه وویل راځی دیته به مشترک کاروکړو. هغه وخت دګوند او دولت رهبری عملا دکارمل اوستمیانو په لاس کی وه .دنجیب قدرت صرف ظا هری بڼه درلوده .هغه دداسی سړی حیثیت درلو چی ددشمن په شدیدی محا صری کی دخپل مرګ شبی او ورځی شماری .هغه دامین په موقف کی واقع شویوه چی دشوروی حملی سره په داسی حال کی مخ وه چی نوری نړی هغه دشوروی حملی ته یواځی پری ایخی وه . نجیب هم په کامل ډول پوهیده چی کارمل دهغه نه انتقام اخلی .اما نه په داخل اونه په خارج کی داسی قوت موجود وه چی دنجیب نه دفاع وکړی. ځکه دشمن دهغه په لاس دهغه ملا ماته کړیوه. په ګوند او دولت کی دخلقیانو موجودیت دکارمل په مقا بل کی یو توازن را منځ ته کړیوه .چی هغه هم ددغه خونړی تکر وروسته ختم شویوه . او نور موجود نه وه .سره لدی چی دنجیب دملی مصالحی پروګرام په مخ روان و او دملګرو ملتو پرو ګرام سره په هم غږی کی وه.خو دکارمل ډلی دافغانستان دتجزیی او دقومی جنګونو کرک جن پروګرام درلود.چی بیا یی ، دروسی استخباراتو په امر دنجیب په ضد کودتا اوپه شمال کی دهیواد دتجزیی لپاره درو سانو دپلان دعملی کولو لپاره کار ته شدت ورکړ. سره لدی چی دروسانو اوبیا دایران داستخباراتو کارپه شریکه روان وه.خو دا کارونه پټ وه .او په ظاهری صحنه کی کارملی او ستمی جنرالان په شمال کی.په حرکت راغلل . ددی لپاره چی دنجیب دسقوط سیا سی استخباراتی لوبه چی دروسی استخباراتو لخوا دکارمل دډلی په لاس عملی شوه .ښه روښانه شی. لازمه ده چی دهغه وخت حا لات شرح شی.: دیا دونی وړ ده چی په اکثر دولتونو کی د کا بینی او رسمی ار ګانونو نه علاوه چی ظا هری او تشریفاتی رول لری.دسیاسی قدرت داسی هسته مو جوده وی چی دسیاسی نظام هر څه دکنترول لاندی لری.اما نومونه یی په میدیا کی نه وی .د نجیب د سقوط په وخت دقدرت اصلی هسته دکارمل او روسی استخباراتو په واک کی وه.مثلا : هغه وخت دقدرت په هسته کی دا خلک وه. محمود بریالی، سلطان علی کشتمند ،فرید مزدک،کاویانی، نور احمد نور، وکیل دخارجه چارو وزیر[.فاروق یعقوبی دملی امنیت وزیر چی د نجیب طرفدار وه هغه کودتا چیانوداسی په مرموز ډول داسی وواژه چی تر اوسه دهغه مرګ ځان وژنه بلل کیږی .حال داچی هغه دکودتا دمانع په حیث په مرګ محکوم شویوه. اودهغه سره جنرال باقی هم ووژل شو خو دهغه مرګ ځکه خودکشی ونه بلل شوه چی عامه ذهنیت ته دهغه مرګ د تبصری وړ نه وه]..په نظامیانوکی.جنرال آصف دلاور لوی درستیز،جنرال سید اعظم سعید دګارد قو ماندان،جنرال نبی عظیمی . دمرکزی قول اوردو قوماندان.جنرال فتاح دهوای او مدافع هوای قواو قوماندان.نورالحق علومی .عبدالحق علومی جنرال دوستم.جنرال جعفر نادری.جنرال مومن.په شمال کی دسیسه کونکی جنرالان. اونورد سیاسی قدرت هسته وه.دا ټول د نجیب پر ضد په دسیسه کی شامل وه.او دکودتا مهم غړی وه.خوظاهرا ټولوغو ښتل چی نجیب ته دا ثا بطه کړی چی هغوی نجیب ته وفاداردی. خودسیاسی مثایلو په اړه خپل ملحوظات لری .کله چی په شمال کی جنرالان یاغی شول .هغوی نجیب ته ویل چی ته داشرارو سره مصا لحه کوی اوجنرال دوستم او نورو سره چی ستا خپل جنرالان دی مصا لحه نه کوی او ډیر کم امتیازهم نشی ورکولای. دا واضح خبره وه چی دشمال جنرا لانوته واک ورکول په داسی حالت کی چی دجمعیت اسلامی .شورای نظار .اود ایران ساخت وحدت اسلامی سره یی پټ تعهدات درلودل عملا دنجیب پرضد دکودتا دپیل معنی در لوده.چی دشمال نه کابل ته دراتلو په حا لت کی وه. چی دملګرو ملتونو پلان یی خنثی کاوه. او روسی کودتا یی کامیا بوله .سره لدی چی نجیب په دغه کرکجنی لوبی پوهیده خودی مجبوروه چی دخپلو دشمنانو دپلان مطابق د مرګ په لور حرکت وکړی.نجیب ټول هغه جریا نات چی دده دسقوط وروسته به واقع شی لکه دوطن ورانیدل ، داخلی جګړی، دپردو استخباراتی حاکمیت .هغه څه چی همدا اوس روان دی . په وار وار دتلویزیون دلاری خلکوته تشریح کول هغه ویل چی ځه به استعفا ور کړم خو .ځموږ ملی حاکمیت به ختم شی دافغانانووینه به دپردو په لاس توییږی.پره دی به حاکم شی هیواد به تباه شی او داسی نور .هغه کوشش وکړ تر څو دکود تاچیانو وجدان راویښ کړی .خوکار مل دهغه جنرالانو اونورو کودتا چیانو وجدان نه درلود هغوی ته دهغه صرف شخصی ګټی اودنجیب نه دانتقام اخستل مهم وه هغوی ته ملی ګټی مهمی نه وی. دکودتا په وروستنیو مرا حلوکی.هغوی دنجیب سره بله لوبه پیل کړه هغو ی غوښتل.چی په شمال کی دنورو قومونود تحریک لپاره ښکاره دلایل پیدا کړی. نوکله چی جنرال دوستم او نوریاغی کیدل هغوی حالت داسی راوست چی نجیب نوی تیم د جنرال جمعه اڅک سره مزار ته ولیږی چی ددغو جنرا لانو نه واک واخلی او شمال کنترول کړی داواضح خبره وه چی نجیب په خپله عملا واک نه درلود نود هغه تیم کله په شمال کی ددوستم مقابله کولای شوه .خودا یوه بله تبلیغاتی لوبه وه. چی کودتا چیانو دنجیب په لاس عملی کړه ..کله چی اڅک ددوستم سره په ټکر کی راځی شمالی تلواله چی په مخفی ډول دروس او ایران دجا سوسی شبکو لخوا جوړه شویوی دجهادی تنظیمونو سره په همغږی کی عملا شمال په لاس کی وی دغه کودتاچیان.دمظلومو خلکو په رول کی داخلیږی اوقوی تبلیغات کوی چی نجیب پښتون فاشیست دی ځکه چی نجیب دنورو قومونو پرضد خپل را لیږل شوی تیم استعما لوی جنرال مومن، جنرال دوستم، جنرال نادری پدی خاطر دوظایفونه لری کیږی چی دوی په نورومظلومو قومونو پوری اړه لری او پښتانه نه دی دهغوی بله ګناه نشته. نو ځکه نجیب فاشیست دی ظلم کوی .دهغه پر ضد باید ګډه مبارزه وشی .دا تبلیغات دومره شدت اخلی چی حتی په کابل کی دوطن ګوند په داخل کی د شمالی تلوالی په دفاع کی تبلیغاتوته سازمان ور کول کیږی.کودتا چیان نجیب مجبوروی چی جنرال نبی عظیمی دیا غی جنرا لانو سره خبرو لپاره ولیږی.چی هغوی پخلا کړی .دعظیمی هدف ددوستم.نادری. مومن.دفعا لیتونو تنظیم دی. هغه مزارته په رسیدلو سره .دټلوالی ټول مخالفین دکار نه لری کوی. او په شمال کی دنجیب تیم بیرته کابل ته لیږی او شمال دمرکزی دولت دکنترول نه با سی.هغوی نور دنجیب هدایت ته ضرورت نه درلود .دوستم دکابل او هوای ډګردکنترول لپار ه قوتونه لیږی.چی دنجیب دخارجیدو مخه ونیسی .وکیل دخارجه چارو وزیر دنجیب پرضد علنی موقف نیسی.دنجیب پر ضد دکودتا دتکمیلیدو په حال کی وی.د توافقاتو په اساس کله چی نجیب استعفاکوی.ملګری ملتونه باید هغه په امن سره دافغانستان نه وباسی.نجیب داستغفا وروسته. پدی نیت هوای ډګرته ځی چی دملګرو ملتو په الوتکه کی پل هیوادته لاړ شی د 1992 کال داپریل په 16 کله چی هغه دکابل هوای ډګرته رسیږی هلته دملګرو ملتو الوتکه تیاره وی چی نجیب دهیواد نه وباسی .خو هوای میدان دکودتا چیانو په کنترول کی وی.هغوی جنرال عظیمی دمرکزی قول اردو قوماندان سره تماس نیسی او هغه ددوی دمعطلولو امر ورکوی .نجیب پوهیږی چی نوره لوبه ختمه ده هغه دهوای ډګر نه مستقیم دملګرو ملتونو دفتر ته ځی او هلته سیاسی پناه اخلی.دکارمل کودتا دروسانو او ایران په مرسته کامیا بیږی. دغه دولت چی دروسانو لخواداستخباراتی کار په نتیجه کی جوړیږی هغی ته داسلامی دولت نوم ورکول کیږی.دغه اسلامی دولت نا متجانس ترکیب درلود .یعنی اصلی سیا سی نظامی قدرت د کارمل ډلی په لاس کی وو او حکومت اسلامی وه. اصف دلاورلوی درستیز،نبی عظیمی دمرکزی قول اردو قوماندان،اودوستم دشمالی ولایاتوعمومی قوماندان دغه ټول دسل هاوزره افغانانو او مجاهدینو قا تلان وه چی خپلی نظامی رتبی یی دمجاهدینو په وژلو کی تر لاسه کړی وی. اواوس داسلامی دولت واکداران یا اداره کونکی وه. دا دافغانستان په تاریخ کی دتعجب وړ لوبه وه.هغوی چی داحمد شاه مسعود،جمعیت او اسلامی وحدت سره یو ځای د داکتر نجیب نه دکودتا په کولو قدرت اخیستی وه.دهیواد اصلی واکداران وه او احمد شاه مسعود عملا دروس او ایران لخوا دافغانستان حکمران تاکل شویوه.خومسعود نه په تلوالی اونه په مجاهدینو کی دغه مقام ته منل شوی شخصیت وه. دهیواد تباهی دمسعود دنوم سره تړلی وه ..دبلی خوا روس اوایران په افغانستان کی دخونړیو قومی جنګونو سناریو درلوده چی اسلامی دولت باید دهغی مسول وای نه روس اوایران نو ځکه .دغی روسی کودتا مخ باید په اسلامی نقاب پت شوی وای .دعه نقاب په خاصو مراسمو سره د پیښور نه دموقت حکومت دجمهور ریس یعنی دمجددی په مشری کابل ته راوړل شو.مجددی په داسی حال کی د ظاهرا اسلامی دولت مشرشو چی تول قدرت دمسعود په لاس کی وه.مسعود چی اصلی قدرت یی په لاس کی وه دمجددی نه اطاعت نه کاوه.نوځکه په پیښور کی دجوړی شوی کابینه کی ثباط موجودنه وه .مجددی په خپله ویلی وه چی دی واک نلری.دادوهمی سقاوی او دهیواد دتبا هی پیل وه .ویل کیږی چی کله اما ن اله خان دبچه سقاو لخوا په کفر محکوم او دقدرت نه لری کړ ای شو نوبیا سقاو دهیواد حاکم شو هغه خپل ټول ډاړه ماران راغونډ کړل او د حکومت مشران یی مقرر کړل دهغوی نه یی یوتن ته دخورد ظابط رتبه ورکړه. هغه اعتراض وکړ سقاو ورته وویل چی ته هغه خورد ظابط یی چی کولا شی جنرال په څپیړه ووهی.دمجددی په کا بینه کی احمد شاه مسعود داسی یو وزیر وه چی کولای شول چی په خپل انتخاب په کا بینه کی وزیران مقرریا لری کړی.دمجددی دولت سنبولیکه بڼه درلوده اودا شمالی تلواله وه چی حکومت یی اداره کاوه.دمجددی دحکومت وروسته د ربانی وار رسیږی .دهغه په وخت کی دهیواد تباهی خپل اوج ته رسیږی .هغه اتلاف چی دروس او ایران دجاسوسانوترمنځ موجودوی له منځ نه ځی لومړی ضربه په خاد واردیږی د1371 کال ددلوی دمیاشتی په3 نیټه دکابل رادیو داخبر خپروی:یو تعداد پرچمیانو چی تعداد یی 30 تنوته رسیده په جمعی ډول خود کشی وکړه .په واقعیت کی هغوی ټول دمسعودسره په برخودکی وژل شویوه.بیا دوستم دربانی له خوا په کفر محکومیږی.دشمالی تلوالی په منځکی خونړی جګړی دغنایمودتقسیم په سر پیل کیږی.او دپښتون قوم پر ضد دنورو قومونو اتحاد پای ته رسیږی. او په اصطلاح فا تح قومونه په خپل منځکی په جنګ اخته کیږی.اوخونړی جنګونه دوام کوی.....ددینه وروسته جریانات ټولو ته روښانه دی. خواوس په روان کال کی نوی سیاسی لوبی پیل شویدی. اوهغه دانتخاباتود لاری دهغو کسانو دقدرت قانونی کول دی.چی ددری لسیزو په جریان کی دهیواد دتباهی مسولیت یی په غاړه دی.ددغی درامی لپاره د ذهنی شرایطو داماده کولو په خاطرد سردار داودد وخت دتکنوکراتانو،او سیاسی مداریانو لخوادافغان روشنفکرانو پرضد.او د تخریب لپاره، عوامفریبانه،تحریکونکی،غولونکی ننداری وړاندی شوی. تر څو تاریخ تحریف کړی او دهیواد دتباهی اصلی عا ملین پټ کړی.حا ل دا چی دا غمیزه همدا اوس روانه ده. د هیواد ددری لسیزو دملی ناورین عاملین همدا اوس حکومت کوی.هغوی ټول پیژنی،هغوی اوس خپل قدرت دانتخاباتو دلاری قانونی کوی.صرف څو میاشتی وروسته کله چی هغوی دپردو په زراوزورانتخاب شول .نوبیابه نوروته وایی .ځه دخلکو په رای انتخاب شوییم .ځه دخلکو په رایو دپارلمان غړی شوی یم.تاسی څوک یاست؟ . کچیری واقعا دغه دملی ګټوجعلی مدافعین په وطن زړه سوی لری .نو با ید دعوام فریبی په ځای دعملی مبارزی میدان ته داخل شی. د وطن خرڅول،ملی خیانت کول،دخلکو ځمکی او جایداد په زور اخستل،قتل عامونه کول، درشوت او اختلاس لوټ تا لان رواجول،دخراسان دنامه لاندی دافغانستان تجزیی ته کارکول،دهیواد په ورونو قومونو کی دنفاق اور بلول،دا ټول صرف څو میاشتی وروسته په قانون بدلیږی.اوهغه افرادوچی په تیرو دری لسیروکی دغه جنایات اوملی خیانت سرته رسولای دخلکو دمنتخبو نمایندګانو او ملی شخصیتونو په حیث به، ددموکراسی، واقعی اسلامی نطام دجوړونکو،دقانون حاکمیت،اجتماعی عدالت ،دبشر دحقوقو دمدافعینو، دمدنی ټولنی دجوړونکو،دملی یووالی غوښتونکو، دسالمی اداری دجوړونکو، په حیث دتلویزیونونو په مخ را څرګند شی.کچیری دملی ګټو په دفاع کی نظر یا اراده موجوده وی نو اوس یی وخت دی. چی واقعی وطنپا لونکی دبلی ملی فاجعی دمخنیوی لپا ره لاسونه سره ورکړی.اودوطن دملی ګټو په دفاع کی خپل مسولیت رفع کړی. . آیا د1371 کال دثور په 8 اسلامی انقلاب کامیاب شو که روسی کودتا.؟ جواب. - په واقعیت کی دا اسلامی انقلاب نه وه .دا روسی کودتاوه. دا دروسی تزارانو دارمان دعملی کولو لپاره یوه وسیله وه. چی غوښتل یی دافغانستان شمال په کنترول کی ولری.روسانو داځل خپل بری دنورو هیوادونو سره شریک کړ.او دایران نه علاوه هغوی خپل ښکاریی د باکستان . عربی هیوادونو او نورو سره تقسیم کړ.هغوی مجبور وه چی دا کار وکړی.کچیری هغوی دا کار نه وای کړای. هغوی په دغه دولت باندی داسلامی دولت نوم نشو ایخودلای. --- دبلی خوا کچیری ادعا وشی چی د1371 کال دثور 8 په شوروی یرغلګرو باندی .دمجاهدینو دبری ورځ ده دا غلطه ده ځکه.هغه هم داورځ نده. ځکه شورویان 4 کاله دمخه دافغانستان نه وتلی وه. په هیواد کی نور شوروی لښکری موجود نه وی او روانه جګره داخلی جګړه وه. نه دخارجی لښکرو دموجودیت پر ضد جګړه. یعنی دجګړی دواړه اړخونه افغانان وه نه خارجیان . اما.په وا قعیت کی دمجاهدینو دبری ورځ د1989 کال دفروری 15 نیته ده چی پدغه ورځ شوروی قواو دافغان مجاهدینو دقربانی او ملی قیام په نتیجه کی ماته وکړه. او دافغانستان نه دهغوی وروستی سرتیری دحیرتانو دبندر دلاری ووت.اوس کچیری دجهاد دبری او افغان شهیدانو ددرناوی ورځ لمانځل کیږی هغه د 1989 دفروری 15 مه نیټه ده.ځکه په دغه نیته شورویانو رسما خپله ماته او دمجا هدینو بری ومانه او خپل یرغل یی تیرونه وبلله . دیادونی وړ ده .چی اوسنی دولت چی ځان ته دمجاهدینو دولت وایی . دغه دمجاهدینو دبری ورځ یی دنظرنه وغورزوله. دا باید رو ښانه وی چی.د مجاهدینو اصلی افتخار دشوروی قواو ماته اود افغانستان نه وتل وه .نه د شوروی دقواو دوتلو نه وروسته.داخلی جګړی ملی خیا نت دی نه ملی افتخاراو دبلی خوا دروسانو بیرته راتګ او دهغوی د جا سوسی شبکو لخوا د استخباراتی حاکمیت تامین .چی همدا اوس هم روان دی اسلامی انقلاب نشی کیدای دبلی خوااوس په دغه استخپاراتی حاکمیت کی د روسانونه علاوه نور هیوادونه هم شامل شویدی او هیواد عملا خپل واک نلری نوځکه 8 دثور توره او دغلامی ورځ ده.نه دافتخار او آزادی. - بېرته شاته