(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

که کرزی بیا ولسمشر شي مارشال فهیم سره به امریکا څه کوي؟

ازادې راډیو رپوټ: که حامد کرزي په انتخاباتو کې د دفاع پخوانی وزېر او د شمال جبهي مهم غړی مارشال فهیم د لومړي مرستیال په توګه نومولی او د مقدماتي نتیجو له مخې ممکن کرزی له نورو کاندیدانو زیاتې رای خپلې کړي. په تېرو وختونو کي د بشري حقونو ډلو او نورو، په مارشال فهیم باندې انتقادونه کول چي په کورینو جګړو کي یي لاس درلود خو دا مهال د امریکا حکومت وایي چي مارشال د نشه یي موادو په قاچاق کي لاس لري. پدی اړه انټرنشنل هیرالد تربیون ورځپاڼې یوه مقاله لیکلي چي مهمي برخي يي جان آقا الکوزي را پښتو کړې دي: د جمهور رییس جورج ډبلیو بوش په ادارې کې تاوده بحثونه کیدل چې په هغو شواهدوڅه وکړي چي ښیي د افغانستان د دفاع وزېرمارشال فهیم د نشه یي موادو په کاروبار کي لاس لري. د هغه وخت چارواکوویل دا به غوره وي چی په دې شواهدو سترګي پټې شي او مارشال د افغانستان د شخړو په هواري کې مرسته وکړي. خو د امریکا اوسنی حکومت ممکن دا مسله جدي وګڼي او دا ځکه زیات امکان لري چی مارشال فهیم د افغانستان د جمهور رییس مرستیال شي. انټرنيشنل هیرالد ټربیون لیکي: په انتخاباتو کې د رایو د خپلولو په مقصد جمهور رییس حامد کرزي داسې کسان پر ځان راټول کړل چې په جګړه مارۍ، اداري فساد او د نشه یي موادو په قاچاق مشکوک او تورن دي. خو د نورو په پرتله مارشال قسیم فهیم ډېر قوی اوقدرتمند دی او دا چي امریکا په افغانستان کي د اداري فساد په ضد د مبارزې ملاتړ کوي نو د دا ډول کسانو له لرې کولو سره به یی لیوالتیا هم زیاته وي. ورځپاڼه ددي مسلي د جدیت د شواهدو یادونه کوي او لیکي: د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزېري هیلری کلنټن حامد کرزي ته په ډاګه ویلي و که چېری مارشال فهیم د خپل مرستیال په توګه ونوموي نو پدی کار سره به له امریکا او نورو هیوادونو سره خپل دریځ ته زیان ورسوي . په دي برسېره په انتخاباتو کي د درغلیو اداعاوې هم ممکن د حامد کرزي د حکومت د دويمې دورې اعتبار زیانمن کړي. امریکایي چارواکو ویلي که چېری حامد کرزی او مارشال فهیم په انتخاباتو کی بریالي شي نو د امریکا حکومت ممکن په مارشال باندي د وېزی بندیزونه ولګوي . دا ډول بندیزونه په اداری فساد کي په نورو مشکوکو مشرانو هم لګول شوی دي. انټرنشنل هیرالد ټربیون ورځپاڼه د یوه امریکایی چارواکي له خولي چی نوم یي نه دی په ډاګه شوی لیکي : دا امکان هم شته چي متحده ایالات د مارشال فهیم مالي منابع او شتمنۍ وپلټي خو دا به ډېر عجیب او مهم اقدام وي او امریکا به د افغانستان په کورنیو چارو کی ځان زیات دخیل کړي. ورځپاڼه زیاتوي : مارشال فهیم لومړی افغان نه دی چي داډول محاسبه ورسره کیږي . جمهور رییس بارک اوباما څه موده وړاندي د جنرال عبدالرشید دوستم په اړه چي د زرګونو طالب بندیانو په وژنو مشکوک دی، د تحقیقاتو امر ورکړ. خو د جمهور رییس په هغي غوښتني خلکو غوږونه کاڼه کړل او حامد کرزي نوموړي ته اجازه ورکړه چي په بهر کي له جلا وطنۍ او تبعید څخه وطن ته راستون شي. کرزي، دوستم ته په حکومت کي مقام ورکړ او ددي کار په بدل کي هغه په انتخاباتو کي د حامد کرزي ملاتړ وکړ. انټرنشنل هیرالد ټربیون ورځپاڼې په واشنګټن کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سفېر سید طیب جواد خبره هم راخیستي چي وایي په مارشال فهیم باندي د نشه یی موادو د کارو بار تورونه سیاسی جنبه لري. ورځپاڼه د امریکایي چارواکوله خولي لیکي: جمهور رییس بوش او حکومت یي په افغانستان باندی د حملې په مهال په جګړه مارانو باندي له تکیې کولو پرته بله چاره نه درلوده. هغه مهال مارشال فهیم د امریکا د استخباراتو له مرکزي ادارې یا سي اۍ ای سره له نږدې همکاري کوله او په میلونونو ډالره نغدي پیسي یي هم تر لاسه کړي ورځپاڼه لیکي : د ۲۰۰۲ میلادي کال په لومړیو کي د امریکا د وخت جمهور رییس جورج ډبلیو بوش په سپینې ماڼې کي د افغانستان له جمهور رییس حامد کرزي سره د کتني او خبرو په مهال وویل، امریکا غواړي د افغانستان د ملي پوځ په جوړولو او روزنې کی مرسته وکړي. هغه مهال مارشال فهیم د دفاع وزېر و او امریکا په میلونونو ډالر د افغانستان د دفاع وزارت یعني مارشال فهیم ته ورکړل. خو په همدی کال، سي اۍ ای راپور ورکړ چي فهیم د نشه یي موادو په قاچاق کي لاس لري او تر ټولو بده خو داده چی دی ددفاع وزېر دی او بیا هم دی کار ته دوام ورکوي. په راپور کې دا هم ویل شوي و چی مارشال فهیم بار وړونکي روسي ډوله الوتکه هم لري او د افغانستان له شمال څخه روسیې ته هیرویین انتقالوي او له هغه لوري په کې پیسي راوړي. د جمهور رییس بوش ادارې د امریکا د نافذو قوانینو په اساس چي وایي د نشه یی موادو په کاروبار کې له مشکوکو مشرانو سره باید خبري او معالمه ونه شي نو د افغانستان د ددفاع د وزېر مارشال فهیم په ځاي يي د ملی پوځ د روزنې او مرستي لپاره، امریکایی روزونکو ته مرستې ورکولي او په دې توګه یی داسي ښودله چی د امریکا حکومت له قانون څخه سرغړونه نه ده کړي. Source:pa.azadiradio.com/content/article/1808776.html - بېرته شاته