(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د سولې مشال فلم او په سيمه کې د سولې هيلې

د سولی مشال: دغه فلم په افغانستان، پاکستان، هندوستان او امريکا کې جوړ شوی او د باچاخان د ژوند په زړه پورې کيسه د خدايي خدمتګار غورځنګ له بنسټ اېښودونکو غړو (چې ټول يې ترنوي کالو ډېر غمرونه لري) ، کارپوهانو، سياستوالو او د باچاخان د کورنۍ له غړو سره د مرکو له لارې بيان شوې ده . د افغانستان او پاکستان په زياتره پښتون مېشتو سيمو کې که له يوې خوا تاوتريخوالی ډېر شوی ، له بلې خوا د عدم تشدد د يوه مخکښ لارښود – خان عبدالغفارخان- پر ژوند جوړ شوی مستند فلم په سيمه کې د سولې د امکاناتو په اړه نوي بحثونه راپورته کړي دي . پښتني ټولنې ته په نوره نړۍ کې زياتره مهال له جنګ او تشدده ډکې ټولنې په سترګه کتل کېږي . خو په دغه يونيم ساعته فلم کې ښودل شوی چې پښتنو په شلمه پېړۍ کې د عدم تشدد پر اصولو ولاړ د يوه تر ټولو کاميابه غورځنګ بنسټ کښېښود، چې سيمه له انګريزي ښکېلاک څخه آزاده کړي . (د سولې مشال ) ((د سرحدي ګاندهي: باچاخان، د سولې مشال)) په نامه دغه فلم امريکا مېشتې کاناډايۍ فلم جوړوونکې او ليکوالې ټېري مېک لوهن (Teri McLuhan) جوړ کړی، چې وايي بشپړېدو يې ٢١ کاله وخت ونيوه . د خان عبدالغفار خان په اړه دغه فلم، چې په ابو ظبۍ کې يې د منځني ختيځ په نړيوال فلم فسټيوال کې د تر ټولو غوره مستند فلم جايزه هم وګټله ، د هند د نيمې وچې د خپلواکۍ د غورځنګ د تاريخ يوه له پامه غورځول شوې برخه يوځل بيا نړيوالو ته ورپه زړه کوي . د منځني ختيځ د نړيوال فلم فسټيوال (MEIFF) مشر پيټر سکارلېټ (Peter Scarlet) وويل چې : 'د ايو ‌ډېر مهم فلم دی چې موږ ته د تاريخ د هغه باب په اړه معلومات راکوي چې موږ په خبر نه وو .' نوموړي زياته کړه چې : ' د دغه بصيرت لرونکی کس (باچاخان) د پېژندلو لپاره دغه فلم مهم دی ، چې د سولې مبارز وو او له ټولو سختيو او کړاوونو سره سره يې د سولې د صحيفې تبليغ کاوه .' خدايي خدمتګار عبدالغفار خان - چې د باچاخان ، فخر افغان او سرحدي ګاندهي په نامه هم پېژندل کېږي – خپل ټولنيز کار په منظمه توګه په ١٩٢١ ميلادي کال کې پيل کړی او د (انجمن اصلاح افاغنه) يا د افغانانو د اصلاح د ټولنې بنسټ يې کښېښود . نومړي غوښتل چې پښتانه ليک لوست زده کړي ، خراب دودونه پرېږدي او په خپلو منځو کې سره نژدې شي . باچا خان په ١٩٢٩ کې د خدايي خدمتګار په نامه غورځنګ بنسټ کښېښود چې د خپل سره يونيفارم له کبله د (سورپوښو) په نامه هم يادېږي . خدايي خدمتګار چې د ښځو په ګډون يې له سلو زرو څخه تر درې سوه زرو پورې رضاکار غړي درلودل ، په پېښور او شاوخوا سيمو کې له انګرېزانو څخه د خپلواکۍ منظمه خو سوله ييزه مبارزه پرمخ بېوله . انګرېزانو د دغه غورځنګ يوشمېر غړو ته د هند د خپلواکۍ د مبارزې په لړ کې ځينې تر ټولو سختې سزاوې ورکړې . خدايي خدمتګارانو به د ښوونځيو د جوړولو او چلولو او نورو ټولنيزو کارونو ترڅنګ د اعتصابونو يا هړتالونو، سياسي لاريونونو، احتجاجي غونډو او نورو سوله ييزو لارو مبارزه کوله چې انګرېزان له سيمې څخه وباسي . د خدايي خدمتګار غورځنګ وروسته په هندوستان کې د ملي کانګرېس ګوند سره ملګری شو او باچاخان د عدم تشدد د هندي مشر مهاتماګاندهي انډيوال شو . د باچاخان بيا راتګ د هند له نيمې وچې څخه د انګرېزانو تر وتلو او د هندوستان او پاکستان تر جوړېدو وروسته هم باچاخان د خپلو خلګو د حقوقو او خپلواکۍ مبارزه روانه وساتله . د باچاخان د ژوند ، کارنامو او پيغام په اړه د دغه فلم جوړوونکې ټېري مېک لوهن وايي چې : 'دا سمه ده چې هره ورځ بريدونه کېږي، خو ددغه فلم غوندې پروژو له لارې د سولې غورځنګ بېرته راژوندی کېدای شي . ' مېرمن مېک لوهن زياته کړه چې 'د باچاخان شخصيت د سيمې د هېوادونو په رانژدې کېدو او يو له بل سره په سوله کې د اوسېدو په لړ کې يو ډېر مهم رول لوبولای شي ځکه له دې پرته بله لارنشته .' دغه فلم په افغانستان، پاکستان، هندوستان او امريکا کې جوړ شوی او د باچاخان د ژوند په زړه پورې کيسه د خدايي خدمتګار غورځنګ له بنسټ اېښودونکو غړو (چې ټول يې تر٩٠ کالو ډېر غمرونه لري) ، کارپوهانو، سياستوالو او د باچاخان د کورنۍ له غړو سره د مرکو له لارې بيان شوې ده . په دې وروستيو کې د باچاخان او خدايي خدمتګار غورځنګ په اړه يوشمې کتابونه او ليکنې خپرې شوې دي . د باچاخان لارويان هيله کوي چې دغه فلم به نړۍ ته د پښتنو ژوند د يوه بل اړخ په ښودلو کې ډېر ګټور وي . په پېښور کې د عوامي نېشنل ګوند (ANP) ايالتي مشر، افراسياب خټک وايي چې 'د سړې جګړې پرمهال چې له باچاخان سره په نړۍ کې کوم تعصب وو ، هغه اوس له منځه ځي او نړۍ اوس هغه له نوي سره پېژني .' وروستی ارمان په فلم کې له يوشمې سياسي مشرانو سره هم د باچاخان په اړه مرکې شوي ، افغان ولسمشر د هغه د ستاينې ترڅنګ په کوچنيوالي د هغه د ليدو يوه خاطره بيانوي . د پاکستان پخوانی ولسمشر جنرال پرويز مشرف وايي چې باچاخان به ښايي د هند د نيمې وچې په خپلواکۍ کې يو رول درلود ، خو زياتوي چې هغه ته د يوه پاکستان پلوي په نظر نه ګوري . ډېرو خلګو چې دغه فلم يې کتلی، د جوړېدو وخت يې ډېر مهم بولي . يوه افغان، سراج هلال، وويل چې 'په يوه داسې وخعت کې چې په ټوله سيمه کې جګړه ده، موږ د باچاخان ښوونو ته ډېره اړتيا لرو ، او موږ باید د هغه پيغام خپور کړو او د هغه په څېر عمل وکړو .' باچاخان غوښتل چې د ډيورنډ کرښې دواړو خواوو ته پراته پښتانه سره يوځای شي او په ١٩٤٧ کې يې د پاکستان تر جوړېدو وروسته هم د پښتنو د حقوقو مبارزه پرمخ بېوله . د خپلې مبارزې په لړکې باچاخان د خپل ژوند شاوخوا ٣٠ کاله لومړی د انګيزانو او بيا د پاکستاني چارواکو په زندانونو کې تېر کړل . نوموړی دوه ځله د سولې د نوبل جايزې لپاره ونومول شو، په فلم کې د يوه لوبغاړي په غږ کې د هغه پيغام اورول کېږي چې وايي په خپل ژوند کې : ' زما غوندې پښتانه يا مسلمان لپاره د عدم تشدد لار غوره کول کومه عجيبه خبره نه ده ، د اسلام پيغمبر په مکه کې همداسې کول .' د پښتنو يوځای کېدل په چارسده کې زېږېدلی عبدالغفارخان په ١٩٨٨ کال کې په پېښور کې له دې نړۍ وکوچېده او له خپل وصيت سره سم په جلال اباد کې خاورو ته وسپارل شو . په فلم کې د باچاخان لور وايي چې موږ ورته وويل چې ته ولې غواړې چې قبر دې په جلال اباد کې وي ، ځکه موږ ته به د وېزې له کبله په تګ راتګ کې ستونزې وي . نو وايي چې ده ويل چې پښتانه به يووخت سره يوځای شي او کېدای شي زما مرګ او قبر دې ته لار هواره کړي . http://www.bbc.co.uk/pashto/news/story/2009/10/091024_hh-bachakhan-fill-festival.shtml - بېرته شاته