(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ا فغانستا ن د خ . د . ګ . د متضادو نظر يا تو نا متجا نسه جبهه و ه، نه واحد ګوند

تحـلـيـلی لـيـکـــنــه ډير هېواد وال فکر کوی چې د افغانستان د خلق دموکراتيک ګوند واحد ؤ او پخپل منځ کې يې جدی او اساسی اختلافات نه درلودل، نو ځکه د شوروی تجاوز د مخه او وروسته ئې واحده ستراتيژی درلوده او ټول د شوروی د سياستونو ټکی په ټکی پيروان ؤ. خو حقيقت داسې نه دی. که چېرې د دغه ګوند داخلی ژونداو په هغې کې د يو بل پر ضد د مختلفو ډلو خونړی ټکرونه او بيرحمانه حملو ته وکتل شی، ډير آسانه به داحقيقت ثابت شی، چې دا ګوند نه يوازې د مختلفو افکارو، بلکې د متضادو نظرياتو او ډلو مجموعه وه. باید وويل شی چې په افغانستان کې اکثره فکری جريانات لکه سوسياليستی انقلابی، دموکرات، لبرال او د سياسی اسلام ايديالوژی ګانې د بهر نه راوړل شوی دی. هغو خارجی هېوادونو چې دا ايديالوژۍ يې زموږ هيواد ته صادرولې، تر شا يې خپل سياسی اهداف او ګټې درلودلې. ځينې افراد داسې فکر کوی چې شوروی اتحاد په افغانستان کې د شوروی پلوه ګوندونو په جوړولو سره زموږ په هېواد کې سوسياليستی، یا کمونيستی نظام جوړاوه. خو ددې پر عکس د تېرو ديرشو کلونو کړاوونو او خونړيو داخلی جګړو دا حقيقت په وضاحت سره ثابت کړ چې شوروی (کا، جې ، بې) او د هغوی داخلی ګوډاګيانو د افغانستان د تجزيی له پاره کار کاوه، نه د سوسياليسم او کمونيسم له پاره. هغوی غوښتل چې چې افغانستان په شمالی او جنوبی تقسيم کړی او بيا د افغانستان شمال د شوروی د نفوذ د ساحې په ډول تر کنترول لاندې وساتی. په همدې دليل ډير پخوا هغوی د افغانستان د خلکو د دموکراتيک ګوند نه بهر ډيرې مخفی سياسی ډلې چې د پښتنو پرضد يې کرکه خپروله ، د (کا ، جې ، بې ) په وسيله جوړې کړې، رهبری يې کړې او په پيسو او وسلو ئې سمبال کړې. کله يې چې د ۱۳۵۸ کال د جدی په ۶ مه نېټه زموږ هېواد اشغال ، جمهور رئيس حفيظ الله امين يې وواژه، خلقی حاکم ګوند يې منحل او د رهبرۍ غړی يې اعدام، ترور او زندان ته واچول، بيانو شورويانو همدا د پښتنو ضد ډلې چې د شوروی (کې ، جې ، بې) د سياسی شبکو له خوا په نيمه علنی توګه جوړې شوې وې، لکه سازا، سفزا، او نور ، د کارمل له ډلې سره يوځای کړې. په حقيقت کې يې یو بل ګوند چې د پښتنو سره يې دښمنی درلوده او ځينو يې هماغه وخت د افغانستان نوم نه مانه، جوړ کړ او په هغه يې بيا هماغه پخوانۍ د «خلق» نوم کېښود. د کلونو په تېرېدلو سره دا ګوند بيا د تجزيی حالت ته ولاړ، ځکه په دغه ګوندکې د پښتون او غير پښتون ترمنځ پټ تضاد ځان را ښکاره کړ. اما ځينوکړيو لکه سازا د بدخشی ډلې چې د افغانستان له نوم سره يې حساسيت درلود، کشتمند او نورو چې خپله دښمنی يې د پښتنو پرضد نه پټوله، په حاکميت کې ټاکونکی رول پيدا کړ. د يادونې وړ ده چې د شوروی د تجاوز په آخرو کلونو کې ډير ګوندونه او سياسی حلقې د شوروی استخباراتو له خوا د ملی مستقلو ګوندونو په نامه جوړې شوې. هدف داؤ چې په حاکم ګوند کې د شوروی د سياستونو مخالفين تجريد او د ضربې لاندې واقع کړی. نو لازمه وه چې خپل جواسيس د هغې نه لرې کړی او پاته ګوند د ضد ملی او شوروی پلوه عناصرو په نامه وټکوی. ځکه چې هغوی نور ګوند ته د پخوانيو علنی اهدافو په چوکاټ کې ضرورت نه درلود. دې ټولو نويو جوړو شوو ګوندونو هڅه کوله چې ثابته کړی چې د حاکم ګوندسره چې مجاهدينو ورته کمونست ويل ، هيڅ رابطه نه لری، او ملی او مستقل ګوندونه دی. خبره دې ځای ته ورسېده چې د حاکم ګوند د رهبرۍ ډيرو مهمو غړو ددې له پاره چې ثابته کړی چې «ملي» عناصر دی ، نو یې د (کا، جی ، بی) په امر په ښکاره اعلان کاوه چې هغوی په حاکم ګوند پورې اړه نه لری. حتی کشتمند، چې د افغانستان د دموکراتيک ګوندد مؤسسينو، د پرچم له تيوريسنانو اود شوروی تر حمايت لاندې د کارمل د مزدور رژيم د حکومت صدر اعظم ؤ، په هغه ورځو کې چې د نجيب د حکومت سقوط حتمی ښکارېده، اعلان وکړ چې هغه نور د حاکم ګوند غړی نه دی او يو قومپالئ هزاره دی.، چې د نظری لحاظه له حزب وحدت سره تړاو لری. ده هم حاکم ګوند او دولت تر انتقاد لاندې ونيو او وئې ويل چې دې ګوند ډير اشتباهات کړی دی. شورويانو د مجاهدينو سره د خپلو جواسیسو د ائتلافی حکومت د جوړولو له پاره ذهنی شرايط برابر کړل. هغوی بيا په نجيب کودتا وکړه او د مجاهدينو سره یې ائتلافی حکومت جوړ او اسلامی دولت ئې اعلان کړ. وروسته يې بیا د ګوند ساده غړی او کادرونه د کمونستانو او ملحدينو په نامه د مجاهدينو د حکومت په وسيله قتل، ترور او شکنجه کړل او جبری مهاحرت ته یې اړ کړل. شورويانو د حاکم ګوند په رهبرۍ کې پښتون ضد عناصروته د حاکم رول په ورکولو او د حاکم ګوند او سياسی نظام څخه د پښتنو په تصفيه کولو دا حقيقت په وار وار ثابت کړ ، چې د هغوی هدف د هېواد تجزيه او په شمال کښې د پښتنو نژادی تصفيه وه.، ځکه چې پښتانه په شمال کې د افغانستان د تجزيی مهم مانع وه. شورويانو بيا له ايران سره د شمالی ټلوالې په جوړولو کې مشترک کار تر سره کړ. که چېرې تير تاريخ ته نظر وکړو د افغانستان د خلق دموکراتيک ګوند کې دوه فکری تمايلات موجود ؤ. يو د پښتنو ضد فکری تمايل، چې طاهر بدخشی د هغو نماينده ؤ. هغوی پښتانه ظالم قوم ګاڼه او کوښښ ئې کاوه چې ګوند خپل سياستونه د پښتنو د حاکم موقف پر ضد مطرح کړی. او بل د حفيظ الله امين فکری تمايل چې د بدخشی نظر يې د ملي ګټو او ګوندی مرام مخالف ګاڼه او د واحد او پر مخ تللی افغانستان د جوړېدلو د نظر دفاع يې کوله. نو ځکه ويلای شو چې دا ګوند د متضادو مفکورو مجموعه وه چې په رسمی خپاره شوی مرام کې يوڅه ذکر شوی وه، اما د ګوند په داخلی ډلبنديو کې نور مسايل مهم وه اود مرامی اهدافو تبليغ اصلا کم مطرح کېده. مثلا د ګوند د رهبرۍ مهم غړی بدخشی په هېواد کې د پښتون قوم د حاکم موقف پر ضد مبارزه اصلی هدف ګاڼه. هغه ويل تر څو چې د پښتنو له خوا پر نورو باندې د ملی ستم پرضد مبارزه کاميابه نه شی، د دموکراسۍ او ترقۍ له پاره هڅه کوم مفهوم نه لری. له بلې خوا د ګوند په رهبرۍ کۍ حفيظ الله امين دغه شان فکر او نظر ملی خيانت او د ګوند د تصويب شوی مرام پر ضد اقدام او د ملی يووالی پر ضد لویه دسيسه بلله. د وخت په تېرېدلو سره دغه فکری ټکر د رهبرۍ څخه د ګوند صفوفو ته نقل شو او په ګوند کې عملا دوې ډلې د يو او بل پر ضد ودرېدلې. د یادونې وړ ده چې په ګوند کې د شوروی جواسيس موجود وه او شوروی د پښتنو ضد سياست درلود. په همدې دليل د ګوند رهبرۍ ددې پرځای چې طاهر بدخشی ته جزا ورکړی او د هغه نه د ګوند د مرامی اهدافو څخه د تخلف په اړه پوښتنه وکړی او اخراچ يې کړی، هغه يې د حفيظ الله امين سره په يو موقف کې واقع کړ او دواړه يې د رهبرۍ د موقف نه دوې درجې راټيټ کړل. طاهر بدخشی چې عملا يې خپله ډله درلوده، د ګوند څخه ووت اوپه ۱۳۴۷ کال کې ئې ځان جدا کړ. د هغه ډله بيا د (ستم ملی) په نامه مشهوره شوه چې بيا د هغې نوم سازا شو. خو امين په ګوند کې خپلې مبارزې ته ادامه ورکړ ه اود اصولو له مخې يې بيا بيرته خپل موقف ترلاسه کړ. ددې لپاره چې د افغانستان د خلق دموکراتيک ګوند د تاسيس څخه بيا تر پايه پورې د شورويانو د پښتنو ضد پروګرام د ليدو وړ شی او دا حقيقت روښانه شی چې دا واحد ګوند نه ؤ او د متضادو افکارو مجموعه وه، او دا چې د ګوند په رهبرۍ کې کومو عناصرو د پښتنو او واحد افغانستان پر ضد تحريکات کول او چا د هغې په ضد وطنپالونکې مبارزه کوله، د دغه ګوند د سياسی دفتر د غړو هغه کتابونو ته مراجعه کوو، چې دوی پخپله ليکلی دی او چې د معتبرو اسنادو په حيث هغې ته مراجعه کېدای شی. هغه کتابونه دادی: ۱ - د نيمې پيړۍ خاطرې - ډاکتر صالح محمد زيری. ۲ - ظهور و زوال حزب دموکراتيک خلق افغانستان - دستګير پنجشيری. ۳ - یادداشت های سياسی سلطان علی کشتمند. ۱ - ډاکتر صالح محمد زيری د خپل کتاب په ۱۷۴ مخ کې د خلق او پرچم د انشعاب په هکله داسې ليکي: «دوی (پرچمی اړخ) دغه تبليغ کاوه چې له هغه وخته چې حفيظ الله امين له امريکا څخه راغلی دی، په ګوند کې کړکيچ را منځته شوی دی، چې پای یې همدا انشعاب ؤ. هغوی موږ فاشيستان هم بللو، ځکه ویل يې چې ټول پښتانه ولاړل او او د پښتنو برتری يا لوړتيا غوښتنه يې مرام دی.» د حفيظ الله امين او طاهر بدخشی د ټکر په ارتباط په ۱۹۰-۱۹۲ مخو کې داسې ليکي: «تر انشعاب څخه څه مهال وروسته د محمد طاهر بدخشی او حفيظ الله امين ترمنځ اختلافونه پيدا شول. بدخشی او د ده پلويانو امين د نورو قومونو ضد ګڼی او ويل يې، کله چې دی د دارالمعلمين مدير ؤ، د ده د ظلمونو د لاسه زياتو تاجکانو او نورو غير پښتنو مکتبونه پرېښودل. ... او اوس هم شئونستی افکار لری او هغه د نورو ملګرو په منځ کې خپروی. دی بايد له ګوند څخه و ايستل شی او يا لا اقل د رهبرۍ څخه لرې کړل شی. د امين پلويانو به ويل چې بدخشی په ګوند کې د امين او يو شمير پښتنو پرضد تبليغات کوی. سربيره ويل کېدل چې دی اصلا د پښتنو څخه بد وړی او وايی چې په اردو کې زياتره افسران پښتانه دی ، خو د پښتنو ډيرې سيمې د عسکری خدمت څخه معاف دی... بدخشی وايی ((که مې وس ورسيږی د سالنګ په خوله کې يوه لويه ډبره ايږدم چې پښتانه زموږ سيمې ته رانشی.)) يوه ورځ په مرکزی کميټه کې د ده څخه پوښتنه وشوه... کله چې بحث تود شو، نو ويې ويل چې د پښتنو له خوا زموږ په سيمه کې زيات ظلم شویدی. تاسې هغه نشی حسولای او نه مو زړه ته لويږی.، البته دا طبعی هم ده ، هر چاته خپل قوم ظالم نه ښکاری، خو دغه يوتاريخی واقعيت دی چې پښتانه په وار، وار د هيواد شمال ته راکوچول شوی.... د ګوند په منځ کې خبرې زياتې شوې مرکزی کميټې د رهبرۍ د نوموړو ملګرو د فعاليتونو په اړه پوښتنې – ګروېږنې پيل کړې... که څه هم چې ما حفيظ الله امين له نږدې نه پيژاندی، خو د يوه پوه استاد او لوړ کلتور لرونکی شخصيت په څير مې د هغه په هکله دغه شان فعاليت زړه ته نه لوېدی. بدخشی زما سره نږدې اړيکې لرلې او يو بل ته مو زيات متقابل احترام درلود. موږ يو له بله د ملګرو په جلبولو کې همکاری سره درلوده. بدخشی د ګوند دتاءسيس په دوهم کال د کشتمند د خور سره واده وکړ. کله چې ما يو کال وروسته واده وکړ، نو بدخشی يوازينی ملګری ؤ چې زه او ميرمن مې ئې ميلمانه کړو. . . پر نورمحمد تره کی هم بدخشی ډير ګران وه . زما سره يې د بدخشی صفتونه کول. . . . تر ه کی ماته ويل . . . زه دواړه ملګری ښه پيژنم. دواړه ډير ښه ملګری دی خو د دواړو په اړه د نه منلو وړ راپورونه را رسيږی. ته ځان پوه کړه چې څه پيښه ده؟ ما ښه ورته وويل او په کار پسې شوم. يوه ورځ زه د نورمحمد تره کی کورته د کوم کار لپاره ورغلم. د ده سره دچاريکارو دوه شاګردان ناست ؤ. تره کی له کوټې ووتی، ماته ئې وويل: «ته د دوی راپور واوره.» هغوی دواړه تاجکان ؤ او د کوم کار له پاره کابل ته راغلی وه او د بدخشی په کورکې يې شپه تېره کړې وه. اوس هم هلته تلل. ما له هغوی څخه پوښتنه وکړه چې څه خبره ده. . . له هغوی څخه مې هماغه خبرې واوريدلې، چې ويل يې حفيظ الله امين د غير پښتنو پرضد دی او د خپلې ډلې د جوړېدلو له پاره فعاليت کوی. هغوی همدا ډول تبليغ کاوه چې پښتنو پخوا هم پر غير پښتنو ظلمونه کړی دی اواوس هم د مترقی ګوند په څېره کې پر غير پښتنو د پښتنو د مسلط والی لپاره مبارزه کړی او نور . . . وروسته خبر شوم چې د حفيظ الله امين په اړه هم دغه خبرې درستې دی چې بدخشی تخريبوی او د هغه پر ضد يې ډله درلوده او منظم تبليغات يې کول. د ګوند مرکزی کميټې دواړه ملګری په مرکزی کميټه کې محاکمه کړل. او هر يوه ته يې په ګوند کې د دوه درجو تنزيل مقام جزا وې وټاکلې. په دې صورت کې محمد طاهر بدخشی د مرکزی کميټې د اصلی عضويت څخه د ګوند د اصلی غړی درجې ته راکښته شو او حفيظ الله امين د مرکزی کميټې د علی البدل غړيتوب څخه د ګوند د آزمايشی غړيتوب ته تنزيل مقام شو. امين دغه جزا په خوښۍ ومنله او د مرکزی کميټې د علی البدل غړیتوب پرځای د ګوند آزمايشی غړی شو. چې د اساسنامې له مخې شپږ مياشتې وروسته يې مسآله بيا د اړوندې کميټې له خوا وڅيړل شوه او د ګوند اصلی غړيتوب ته را پورته کړ ل شو. خو محمد طاهر بدخشی د خلق دموکراتيک ګوند پريښود او بيل سازمان يې جوړ کړ. وروسته خبر شوو چې خپل ګوند يې د ((سازمان انقلابی زحمتکشان افغانستان ـ سازاـ )) بللی» څو مياشتې د انقلاب نه د مخه ډاکتر صالح محمد زيری له واحد ګوند څخه د امين د ايستلو په اړه په ۳۵۵ مخ کې داسې ليکلی: «له ګوند څخه د امين ايستلو په مسئله هم رای ګيری وشوه. د سياسی بيورو د لسو غړو له جملې څخه شپږو غړو له ګوند څخه د امين د ايستلو په اړه رايه ورکړه. په دغه وخت کې نورمحمد تره کی د جزا ورکولو په اړه مخالفت کاوه. خو د سياسی بيورو پرچمی اړخ زيات اصرار کاوه او ويل يې که جزا ورکول کيږې نو بايد استثنا ونلری . . . لکن خبره د تره کی د ستونځو و لرې کېدو ته ونه رسيده. مير اکبر شهيد او وروسته انقلاب وشو». د يادونې وړ ده ، کله چې خلق او پرچم په ۱۳۵۶ کال کې وحدت وکړ او يو ګوند شو، په نظامی برخه کې وحدت ونه شو. په دغه وخت د کارمل ډلې له خوا د ګوند نه د امين اخراج مطرح شوی ؤ. امين ويل چې کارمل خاين دی، دا امکان شته چې دی نظامی ملګری افشا او د ضربې لاندې واقع کړی. نو ځکه امين په نظامی برخه کې د وحدت مخالفت کاوه او نظامی سازمان يې مستقل وساته. د ګوند څخه د هغه د اخراج مهم دليل داوه، چې هغه په دغه واحد ګوند خپل باور له لاسه ورکړی ؤ. له بلې خوا هغه کارمل ته د ملی خاين په سترګه کتل، نو ځکه دا عملی نه وه چې له هغه سره په واحد ګوند کې مشترک کار وکړی. ۲- د سياسی بيورو بل غړی دستګير پنجشيری پخپل کتاب (ظهور و زوال حزب دموکراتيک خلق افغانستان) کې د طاهر بدخشی په اړه په ۱۷۳ مخ کې داسې ليکلی: (پښتو ژباړه) «واقعيت دادی چې طاهر بدخشی په ۱۳۴۷ کال کې د خلق د فرکسيون څخه جدا شو او (محفل انتظار) يې جوړ کړ. وروسته د لازمو تياريو څخه يې د (سازمان انقلابی زحمتکشان افغانستان) – «سازا» بنسټ کېښود. د ملی دموکراتيکې مبارزې د رشد، د اجتماعی مبارزې او داخلی تضادونو د شدت پر اساس په دغه سازمان کې مختلف تمايلات را څرګند شول او يوه بله ډله د «سازا» د بدن څخه د مولانا بحرالدين باعث دروازی په مشرۍ جدا شوه او د داؤد خان د دوران په پای کې د آمو سيند څنډو ته ولاړه. اولا يې د هندوکش د درو په منځ کې قوی پايګاه نه وه جوړه کړې، چې د محل د شريرو متنفذينو لخوا دړې وړې شوه. دې ډلې چې ځان ته يې «سفزا» (سازمان فدايی های زحمتکشان انقلابی افغان) نوم ايښی وه، د بدخشان ولايت د امنيتی مقاماتو لخوا ونيول شول، محاکمه شول او د دهمزنګ قطعه جدید زندان ته واستول شول چې د سردار داؤد د حکومت تر پايه په زندان کې پاته شول. . . . مولا نا باعث د اعصابو په مريضۍ اخته ؤ. ډاکتر اسعد احسان غبار مشوره ورکړه چې علاج ئې وشی، اما د هغه ملګرو د روغتون څخه د هغه د تيښتې شرايط تيار کړل. د هغه له تيښتې نه لا څو ورځې نه وې تيرې شوې چې امنيتی مقاماتو هغه د خپلو دوستانو په کورکې ونيوه او د محاکمې پرته يې په بې رحمانه ډول وواژه. د حفيظ الله امين دې غيرقانونی برخورد د مولانا باعث ياران په قهر کړل چې بيا يې غچ واخيست. هغوی بيا په يوه بل زړور عمل باندې اقدام وکړ او «دابيس» د امريکا د متحده ايالاتو ګنهکار سفير يې د ۱۳۵۷ کال په آخر کې يرغمل کړ. امين د هغوی پر ضد د غچ اخيستلو او تلافی جويانه عمل په کولو غبرګون وښود. هغه د داخله وزارت د چټک غبرګون ځواکونو ته دنده ورکړه چې د يرغمل نيوونکو پرضد عمليات تر سره کړی. عمليات ناکام شول او «دابيس» د امريکا با تجربه سفير د مولانا باعث د يارانو سره يوځای ووژل شول. د هماغه نيټې نه دا مریکا او افغانستان مناسبات قطع شول». د يادونې وړ ده چې «سازا» د شوروی د اشغال په کلونو کې هم د حاکم ګوند په داخل او هم په بهر کې قوی سياسی تشکيلات درلودل چې د شوروی (کا، جی، بی) په مرسته جوړ شوی او د هېواد په شمال کې يې د پښتنو پرضد په نورو قومونو کې کرکه خپروله. کله چې په وروستيو کلونو کې شورويانو خپله ماته حتمی ليدله، نو د افغانستان په شمال کې يې دولتی اداره د (سازا) غړو ته په لاس ورکړه. هغوی ته يې په کابينه کې د وزارت مقامونه ورکړل، چې اوسنۍ غميزه او د ملی نفاق اوربليدل د هغوی د کار محصول دی. په دولت کې د (سازا) د ونډې په ارتباط پنجشيری په ۱۸۱- ۱۸۲ مخونو کې داسې ليکلی: ((محبوب الله کوشانی، بشير بغلانی او اسحق کاوه د (سازا) د رهبری درې تنه غړو د صدراعظم د معاون او د پلان وزير، د عدليه وزير او د معدن او صنايع د وزير په حيث د سلطان علی کشتمند په کابينه کې کار کاوه. همدارنګه ظهور الله ظهوری او د سازا څو نورو غړو د ملی مصالحې د دوران په ولسی جرګه کې لاره پيدا کړه او د ولسی جرګې د معاونيت مقام ته انتخاب او د سازا پارلمانی ډله ئې رهبری کړه. ما (سازا) د ا.خ . د.ګ د نږدې ملی، سياسی اجتماعی متحد په ډول پيژانده . . . ما د هغوی په ګټه څه د ثور د وسله وال قيام د مخه او څه د هغې نه وروسته د خپلو اميدوارانه هڅو څخه دريغ نه دی کړی. څرنګه چې د ا . خ . د . ګ . د حکومت د تشکيل په سبا طاهر بدخشی د ښوونې او روزنې وزارت د تاليف او ترجمې د رياست د رئيس په حيث مقرر شو. همدا رنګه په هغه شريک ملاقات کې چې ما د طاهر بدخشی سره يوځای د افغانستان د دموکراتيک جمهوريت د انقلابی شورا د رئيس – نورمحمد تره کی سره د خلکو په کور کې وکړ، نورمحمد تره کی ماته اطمنان راکړ چې بدخشی به د ملی مسئلې د حل په وزارت کې د مشاور وزير په حيث وټاکل شی. اما د عظمت غوښتونکو د نظامی برترۍ په وجه ددې عادلانه اقدام په مخ کې بندونه واقع شول او بدخشی د تش په نامه د جنرال قادر، کشتمند په کودتا کې د برخې اخيستلو له امله زندان ته واچول شو.)) پنجشيری له ګوند نه د امين د اخراج په اړه په ۵۶ مخ کې داسې ليکی: ((د امين اخراج د مرکزی کميټې نه او په لمړۍ درجه کې د مخفی نظامی سازمان د رهبرۍ نه د هغه د لرې کولو موضوع د بحث لاندې واقع شوه . . . نورمحمد تره کی د ګوند د رهبرۍ نه د امين اخراج پدې علت شاته واچاوه چې په يوه مياشت کې به د نظامی سازمان عالی رتبه غړی او عالی رتبه افسران د امين د کنترول او نفوذ نه بيرون باسی)) ۳- په سياسی دفتر کې د امين بل مخالف سلطان علی کشتمند د (ياداشت های...) کتاب په ۱۷۱- ۱۷۴ مخونو کې د حفيظ الله امين سره خپل مخالفت داسې څرګندوی: (پښتو ژباړه): ((لومړی انګازې او بيا شکمنې آوازې د رهبرۍ په داخلی حلقو کې د امريکا د متحده ايالاتو نه د حفيظ الله امين په نامه د يوه شخص په نږدې وخت کې راتلل وه. . . دا مرموز شخص او د هغه په اړه هغه ټولې آوازې دی . . . د مرکزی کميټې د ډيرو غړو په ذهن کې په معما بدل کړی وه او ډير شک او ترديدونه يې رامنځته کړی ؤ. د امريکا د متحده ايالاتو نه د ډير شور او ځوږ سره د حفيظ الله امين رسيدل اختلافاتو او د نظر تضادونو ته يو نوی شکل ورکړ او فضا د شک او ترديد نه ډکه شوه. . . هڅه کېده چې د هغه نه مصنوعی شخصيت جوړ او د يوه ښه انقلابی په حيث وپيژندل شی. حفيظ الله امين د قوم له پلوه پښتون او اصلا د خروټو په قبيلې پورې تړلی دی. په پغمان کۍ زيږيدلی، هغه خپلې زده کړې د کابل په دارالمعلمين کې سرته ورسولې او کله چې ئې د تعليم او تربيې په پوهنځی کې تحصيل کاوه، د محصلانو او استادانو په منځ کې د يوه ملی برتری غوښتونکی او شئونيستی تمايلاتو لرونکی شخص په توګه پيژندل کېده. هغه دوه ځله د امريکا متحده ايالاتو ته ولاړ. (۱۹۵۷- ۱۹۵۸ او ۱۹۶۳-۱۹۶۵) هلته يې تحصيل وکړ. هغه په دغو کلونو کې د افغانی محصلينو د اتحاديې رئيس ؤ. اما اساسی مسئله د هغه تېره سابقه نه، بلکه د ګوند په داخل کې د هغه علنی تحريک کونکی برخوردونه وه. هغه د نورمحمد تره کی په پيشنهاد بې له دينه چې د ګوند ازمايشی غړيتوب تير کړی، د ګوند د اصلی غړی په توګه ومنل شو. په ۱۹۶۶ کال کې مرکزی کميټه پراخه شوه. حفيظ الله امين د هغې د غړی په حيث پيشنهاد شو. . . اوس نو د حفيظ الله امین په موجوديت کې په مرکزی کميټه کې د کارمل د اړخ په ضد تحريکات شدید شول)) هغه د طاهر بدخشی په اړه په ۱۷۷ مخ کې داسې ليکلی: (( په کال ۱۹۶۷ محمد طاهر بدخشی د تره کی د اړخ نه جدا شو او د څه وخت وروسته يې يو مستقل سازمان ، د (سازمان انقلابی زحمتکشان افغانستان) «سازا» په نامه جوړ کړ. د بلتون د مخه مشاجرې او شدید برخوردونه د طاهر بدخشی او حفيظ الله امين ترمنځ د ملی مسايلو په ارتباط واقع شوی وه چې په نتيجه کې دوهم انشعاب منځ ته راغی. د هغه ځای نه چې امين په دغو مشاجراتو کې د شئونستی موضع نه علنی او اعتراض کوونکی موقف درلود، په ناچارۍ سره يې هغه ته مؤقتی جزا ورکړه. . . اما هغه داسې کينه په زړه کې واخيسته چې بيا يې بدخشی په فجيع شکل سره وواژه. )) کشتمند د پښتو ژبې پر ضد خپل احساسات د ډاکتر ظاهر د حکومت پروخت ۱۹۷۱-۱۹۷۲ کې داسې بيانوی: ((د ژبې په ارتباط تحريکات د هغه ځايه پيل شول چی يو تعداد مرتجع تبعيض غوښتونکو او د ملی لوړتيا غوښتونکو عناصرو د دولت د مامورينو په قانون کې پښتو ژبې ته د رجحان ورکولو مسئله وړاندې کړه. چې دې غير عاقلانه موقف په وړاندې د مترقی او دموکراتو نماينده ګانو د اعتراض څپې دشورا په داخل او په بهر کې سر راپورته کړ. همدا کار د يوه واقعی بحران ترسرحده پورې په هېواد کې پر مخ ولاړ او ډير وخت يې دوام وکړ تر څو چې مرتجعينو عقب نشينی وکړه.)) ليدل کيږی چې کشتمند دومره پوهه هم نلری چې ژبه ارتجاعی کيدای نشی. ژبه د افهام او تفهيم وسيله ده. هغه په دغه بيان کې د جنون نه ډکې کينې په ښودلو سره خپله دښمنی د پښتو ژبې سره بربنډه کړې ده. سوال دادی چې آيا په ګوند کې چې د ټول هېواد په سطحه د دموکراسۍ او ترقۍ له پاره د مبارزې ادعا لری، کولای شی پخپله رهبرۍ کې داسې متعصب سکتاريستان ولری؟ ځواب (نه ) دی. په همدې علت د افغانستان د خلق دموکراتيک ګوند يو واحد ګوند نه وه، بلکه د مختلفو او متضادو تمایلاتو سياسی جبهه وه. د يادونې وړ ده چې په ګوند کې د طاهر بدخشی نه علاوه چې خپل موقف يې د پښتنو پرضد په علنی توګه اعلان کړ، کار مل او د هغه ډلې د شوروی د اشغال په وخت او تر هغه څخه وروسته د پښتنو ضد ګوندونه او سياسی حلقې جوړې کړې، چې هغوی بيا د روس او ايران د شبکو په مرسته څو واره د هېواد د شمال نه د خپل توان په اندازه د پښتنو نژادی تصفيه تر سره کړه. نن ورځ او همدا اوس دغه ډلې د روس او ايران په مرسته په سياسی قدرت کې اصلی او محوری رول لری چې ټول تبليغاتی وسايل راديو، تلويزيون، انترنيټی سايټونه او حکومتی او مافيايی قدرت يې په واک کې دی او په ښکاره د پښتنو پرضد قوی کرکه خپروی او همدوی زموږ د ګران هېواد ، واحد افغانستان د تجزيې لپاره کار کوی. د افغانستان د شمال او جنوب طرحه د تزاری روس پلان ؤ! د روسانو لپاره د شمالی او جنوبی افغانستان مسئله اوسنۍ نده.، بلکه دا د تزاری روسيې محوری پلان ؤ. که چېرې د هېواد تير تاريخ ته لږ ځير شو، د افغان او انګليس په دوهمه جګړه کې انګريزی لښکرې تر کابله پورې پر مخ ولاړې او د هېواد په شمال کې يې پرمختګ ونه کړ. امير شير علی خان چې د مخه يې د روسانو سره ملاقاتونه او تفاهمونه درلودل، د هغوی په مرستې باندې يې باور درلود. روسانو هغو ته دروغجنه وعده ورکړې وه، چې که چيرې د انګريزانو له خوا پر ده حمله وشی، نو روسان به يې مرستې ته ځان رسوی. نو ځکه امير شیر علی خان په دغه جګړه کې په روسانو باندې د باور کولو قربانی شو. هغه د روسانو څخه د مرستې د لاس ته راوړلو په خاطر د خپل زوی محمد يعقوب خان په ګټه د سلطنت څخه استعفا وکړه او روسيې ته يې خپل سفر پیل کړ. هغه د خپل سفر په لار کې مزار شريف ته ورسيد او هلته ناروغ شو. ويل کېدل چې د هغه علاج روسی ډاکتر کاوه او دی د هغه له خوا په نامردئ سره مسموم او مړ شو او هملته په مزار شريف کې دفن کړای شو. دغه وخت د هېواد په جنوبی برخو او کابل کې د انګريزانو پرضد شديده جګړه روانه وه. په دغو جګړو کې د انګريزانو ماته او د افغانانو بری د ليد وړ وه. په داسې شرايطو کې امير عبدالرحمن خان په روسی ترکستان کې د سياسی مهاجرت شپې او ورځې تيرولې. د تاريخ په روايت هغه د روسی ترکستان ګورنر جنرال (کافمان) له خوا غوښتل کيږی. په دغه ملاقات کې (کافمان) امير عبد الرحمن ته وايی چې انګريزانو جنوبی افغانستان نيولی ، ته زموږ له پاره شمالی افغانستان فتح کړه، موږ به ستا ټول ضرورتونه پوره کړو. امير عبد الرحمن خان د هغه په ځواب کې وايی چې زه د امير دوست محمد خان لمسئ یم ، زه ځم او ټول افغانستان فتحه کوم. دا ځواب او د امير عبدالرحمن خان افغانی غرور په (کافمان) بد لګيږی او خبرې بې نتيجې ختميږی. د دغه وخت نه وروسته کافمان هغه تر څارنې لاندې ساتی. د کافمان ملاقات ته د ورتګ په اړه هغه د خپل کتاب (تاج التواريخ) په ۱۸۸ مخ کې داسې ليکلی: ((نيمه شپه وه چې د سمرقند حاکم د ترجمان او درې سوه قزاقانو او دوه سوه پوليسانو سره زما کورته راغلل او زما نوکرانو ته يې امر وکړ چې ما د کور نه بهر راوړی . . . زه بهر راغلم. حاکم وويل چې زما سره راشی، ځکه چې فرمانروا ستاسې حضور ته اړه لری. ما وويل که زه خبر وای چې ما بندی کوی، زه پخپله راتلم. . . نو بيا مې خپله عسکری دريشی واغوستله او روان شوم. قزاقی سپاره د لوڅو تورو سره زما شاوخواته او پوليسان د مخه روان وو. د جنرال ايوانف کورته په رسيدو سره ، د هغه نه مې وپوښتل چې زه مو ولی راغوښتی يم؟ هغه وويل چې جنرا ل کافمان تاسو ته امر کړی چی تاشکند ته ولاړ شی او داچې ولې يې تاسې غوښتی ياست، هغه به پخپله تاسې ته ووایی)) امير عبد الرحمن خان بيا ددې ناکام ملاقات نه وروسته د خپلو افغانی يارانو په مرسته په مخفی ډول د تلو هڅه پیل کوی. هغه بيا د کافمان د جاسوسانو نه په پټه د آمو درياب څخه تیريږی او ځان د هېواد شمالی ولاياتو ته رسوی. هغه بيا د کندز د خان آباد ښار د خپلو فعاليتونو مرکز ټاکی او د هغه ځای نه بدخشان او نورو شمالی ولاياتو سره تماس نيسی او خلک د ده په مشرۍ د انګريزانو پرضد ملی قيام ته دعوت کوی. خلک هم د ده دعوت منی او له ده سره يوځای کيږی. د نوموړی لښکرې لمړی پروان ته ځان رسوی. هلته خلک د ده نه استقبال کوی او بيا کابل ته ځی. هغه د افغانستان د پاچا په حيث ټاکل کيږی. دا مختصره تاريخی يادونه په دې خاطر وشوه چې د شمالی او جنوبی افغانستان طرحه د تزاری روسی امپراطورۍ لخوا جوړه شوې وه. او دا دی د هغو ګوډاګيان لکه بدخشی، کارمل، کشتمند، سازا او شمالی ټلوالې او ځينې نورو لخوا د هغې د عملی کيدو په خاطر هڅی وشوې او لا روانې دی. د تزاری روسي پلان د عملی کولو له پاره شورويانو اساسی کار وکړ کله چې شورويانو خپله ماته په افغانستان کې وليده، نو ئې د کارمل د بدنامې ډلې په لاس د افغانستان د تجزيی له پاره کارته شدت ورکړ. شورويانو د ۱۹۸۸ کال په پیل کې د شمالی او جنوبی افغانستان پلان جوړ او بيا دولت هغه رسما اعلان کړ. دولت بيا د شمالی ولاياتو لپاره جدا حکومت جوړ کړ چې د مزار شريف ښار يې د مرکز په حيث وټاکل شو. د پلان مطابق په شمالی افغانستان کې دغه ولايات شامل وه: فارياب، جوزجان، بلخ، بغلان، کندز، تخار، بدخشان، سرپل او باميان. د ۱۳۶۶ کال د حوت په مياشت کې د شمال د ادارې له پاره د صدراعظم کفيل وټاکل شو. يو کال وروسته د شوروی کا جی بی د شديد کار په نتيجه کې د شمالی افغانستان د تجزيې له پاره اصلی څيری را څرګندې شوې. دغو افغان دښمنه عناصرو د روسی استخباراتو په مرسته د نجيب حکومت د سقوط او د هيواد له بدنه د شمالی ولاياتو د تجزيی له پاره خپل نظامی عمليات پيل کړل. هغه افراد داوه: جنرال مؤمن، تاجکی ډله، جنرال دوستم ازبکی ډله، جنرال جعفر نادری هزاره ډله. هغو د څو مياشتو تشنج، برخوردونو، جګړو، مصنوعی مذاکراتو، دسيسو او فتنو څخه وروسته په شمال کې قدرت تر لاسه کړ. دغه قوماندانانو چې روسان او ايران يې تر شا ولاړ وه، خپل افغان دښمنه فعاليتونه د نورو هېوادونو د جاسوسی شبکو سره شريک کړل او بيا د هغوی سره رسما اسلامی تنظيمونه لکه جمعيت اسلامی، وحدت اسلامی، شورای نظار او نور يو ځای شول. هغوی لمړی په ۱۹۹۲ کال کې د اپريل په ۲۵ مه د حزب وطن د حاکم ګوند د روسی شوې برخې سره په علنی توګه متحد شول او بيایی د همدې کال د اپريل په ۲۸ مه اسلامی دولت اعلان کړ. ټولو وليدل چې اسلامی دولت د روسی کودتا په نتيجه کې رامنځ ته شو. دې جرياناتو دا حقيقت ثابت کړ چې په افغانستان کې جګړه ، د اسلام او کمونيسم ترمنځ جګړه نه وه، بلکې د هغې هدف زموږ د هېواد په ځینو برخو باندې د پردو د حاکميت تآمين ؤ. د يادونې وړ ده چې په نږدې کلونو کې د افغانستان د تجزيې او د پښتنو د ځپلو له باره د روس او نورو هيوادونو دسيسو په دريو مرحلو کې دوام وکړ: ۱- د شوروی تجاوز چې په لومړۍ مرحله او پيل کې ئې حفيظ الله امين د پښتون فاشيست په نامه قتل کړ. بيا د کارمل تکاملی پړاوپيل شو، چې نوی ګوند يې د خلق په نامه جوړ او د هغې په رهبرۍ کې يې د پښتون قوم دښمنانو ته حاکم موقف ورکړ چې بيا په مختلفو مراحلو کې د دغه ګوند د رهبرۍ څخه پښتانه تصفيه شول او خپل مؤثريت یې د لاسه ورکړ. هغوی په شمال کې امن اود تودې جګړې زيان ئې جنوب ته متوجه کړ. (دا اوس هم د طالب او ضد طالب جګړه په جنوب کې د همدې دسيسې دوام دی چې کيدای شی د پولې ها خوا هم پلان شوی وی). ۲- د اسلامی حکومت په اعلان سره روسانو د شمالی ټلوالې سره چې د اسلامی دولت قوی قدرت ؤ، معاهدې وکړې چې په افغانستان کې به د پښتنو حاکم موقف له منځه وړی او د شمال نژادی تصفيه به کوی، ځکه پښتانه په شمال کې د افغانستان د تجزيې د مخنيوی مهم عامل کڼل کيدل. ۳- د ائتلافی قواوو حاکميت چې په ۲۰۰۱ کال کې پيل شو. شمالی ټلوالې هغه معاهدې چې د روسانو سره يې د پښتنو پرضد کړې وی ، دوباره تجديد کړې. دا ځل په ډير وحشت او دهشت د شمال نه د پښتنو نژادی تصفيه پیل شوه چې په نتيجه کې ۱۲۰ زره تنه د شمال نه جنوب او نورو ولاياتو ته جبرا مهاجر شول. ځکه طالب ته نژادی تعريف یعنی (پښتون ) ورکړل شو، نه اسلامی. حال داچې طالب دا تعريف د ځان لپاره نه منی . هغوی ځان ته خالص او واقعی مسلمانان وايی، نه پښتون. د پښتنو پرضد په داسې د دښمنۍ نه ډک ماحول کې دولت، حکومت، پارلمان او دولتی سيستم د سره جوړ شول. په دغه دولت جوړونه کې اصلی فکټور په دولتی عالی مقاماتو ، امنيتی ارګانونو، خارجه چارو، پارلمان او نورو کې د امکان ترحده د پښتنو د ورتګ مخنيوی وه. نو ځکه دا نظام داسې جوړ شو چې په هغې کې پښتون ضد عناصر حاکم رول و لری. همدا علت دی چې نن د افغانستان د نوم پر ضد خبرې کيږی، نور ضد افغانی فعاليتونه تر سره کيږی، خو څوک نشته چې مخنيوی ئې وکړی. ځکه چې په دولت کې حاکم ګوندونه ضد افغانی دی. اوس په ښکاره ليدل کيږی چې د روس او ايران جاسوسی شبکې په پارلمان او دولت کې حاکم رول لری. د افغانستان عادی خلک په ظاهره د ناتو عسکر او ټانکونه د سرک پرمخ ګوری، اما په تيرو دريو لسيزو کې ، روس او ايران په لس هاوو زره افغان جاسوسان روزلی چې د پردې شاته ټول سياسی نظام کنترولوی. زموږ په هیواد کې دغو هيوادونو داسی حالات راوستل چې د پښتنو پرضد دغه ټول فاشيستی اعمال: د هغوی د ژبی پرضد په علنی توګه تبليغات او داسې اقدامات کول چې پر هغوی بله ژبه تحميل او خپله ژبه یې هېره شی. د ژبې پر اساس توهین شی. د ژبې پر اساس خپل اجتماعی يا سياسی موقف د لاسه ورکړی. نژادی تصفيه یې وشی او یا د نورو محروميتونو سره مخامخ شی.، تیر تاريخ او ملی شخصيتونه یې توهين شی. پخپل هیواد کی د پردو په شان ژوند تير کړی . . . او بيا دا ټولې ناخوالې دموکراتيک بشردوستانه او د مدنی ټولنې د اساساتو مطابق و ګڼل شی. دا حالت واقعا زموږ په هېواد کې لويه تراژيدی ده، چې باید هر با احساسه انسان د هغې په مقابل کې بی تفاوته پاته نشی. هغه څه چې د اسلامی دولت د مجاهدينو د مشرانو د مخ نه ، چې روس او ايران يې تر شا ولاړ دی، پرده پورته کړه، هغه په جاری کال کې د هغوی دوې سياسی ډرامې وې چې ټول خلک يې په تعجب اخته کړل: ۱- جهادی او ضد جهادی شخصيتونو چې په سلهاوو زره افغانان يې د مجاهد، اشرار، کمونست او ملحد په نامه د پرديو په اشاره ووژل، ناڅاپه يې پخپل منځ کې متحده جبهه جوړه کړه. ځکه چې دا ځل د مسکو لخوا بله قومانده صادره شوې وه چې د هغې په اساس د دوی جواسيس په دواړو متضادو جبهو کې بيرته د سياسی قدرت د ساتلو او تقسيم په خاطر متحد شی. هماغه وه چې د متحدې جبهې په نامه د پخوانی خلق دموکراتيک ګوند د دواړو اړخونو د رهبرۍ غړی او کادرونه او د مجاهدينو رهبران او مشهورې څيرې يې په يوه واحد سياسی تشکل کې د «ملی جبهې» په نامه سره متحد شول. په دغه اتحاد کې سياسی، مذهبی، دموکراتيکو عقايدو او ايديالوژۍ کوم رول نه درلود. دا د خارجی هيوادونو سره جاسوسی رابطه وه چې متضاد اړخونه يې په يوه قومانده سره يوځای کړل. په دغه اتحاد کې د کارمل مريدانو زيات تبارز پيدا کړ او په دوی پورې تړلو راديو ګانو، تلويزيونونو، انټرنيټی سايټونو او نورو يو دښمن درلود او هغه د حفيظ الله امين ملی شخصيت ؤ چې دوی د هغه پرضد خپل مشترک زهرجن تبليغات تشديد کړل. دوی وظيفه لری چې د شوروی تجاوز څخه دفاع وکړی او دا هغه وخت ممکنه ده چې د امين شخصيت تخريب شی او په عامه ذهنيت کې د دوی تجاوز په انترناسيوناليستی مرستې بدل شی، ځکه د تجاوز عاملين اوس هم حکومت کوی. هغوی په تيرو لسيزو کې د افغانی شهيدانو هډوکی چې دوی او د دوی شوروی بادارانو وژلی دی ، د خپلو تلويزيونی کانالونو په وسيله ، چې کله کله د بی طرفۍ نقاب په مخ را کاږی، په وار وار د تلويزيون په صفحه کېښودل او دهغه مسئوليت يې په حفيظ الله امين وربار کړ، چې صرف درې مياشتې حکومت يې وکړ. خو کله چې په آخری نمايش کې د شورويانو لاس په عام وژنه کې ښکاره د ليدو وړ شو، نور ددې نندارو مخه ونيول شوه. هغوی حتی زموږ د هيواد د شهيدانو په هډوکو هم سياسی تجارت کوی. د يادونې وړ ده چې شوروی یرغلګرو د امين د وخت حاکم خلقی نظام ړنګ کړ. د ګوند او دولت رهبری او عادی غړی يې په مخامخ جګړه کې ووژل او پاتې يې د شوروی یرغلګرو سره د مقابلې او مخالفت په جرم محاکمه، اعدام او زندان ته واچول او نور يې ترور کړل، او جبری مهاجرت او مخفی ژوند ته يې مجبور کړل. که چيرې لږ توجه وشی، د نړۍ په هيڅ هيواد او د نړۍ په هيڅ قانون کې هيڅوک په يوه اتهام دوه ځل نه محاکمه کيږی. اما حتی اوس هم د شوروی تجاوز د قربانيانو په ضد منفی تبليغات بې وقفې روان دی. د تعجب ځای دادی چې ددې ټولو په مقابل کې د کارمل ډله او د روسانو نورې جاسوسی شبکې د ۱۳۵۸ کال د جدي د ۶ مې څخه بيا تر اوسه پورې حکومت کوی. په نورو اتهام واردوی او پخپله په هیواد کې ترور، وحشت، فساد او ملی ناورين ته دوام ورکوی. اوس په ښکاره ليدل کيږی چې د دوی د محاکمه کولو خبره حتی مطرح هم نده، ځکه دوی د افغانانو د هيواد د تباه کولو بين المللی اجازه نامه لری. د هغوی خارجی حاميانو به ويلې چې که چيرې دوی محاکمې ته راکش شی او اجتماعی عدالت تاء مين شی، نو سوله به خرابه شی. ځکه لازمه ده اجتماعی عدالت د سولې قربانی شی. په همدې منطق دغه هيوادونه افغانی تراژیدی ته دوام ورکوی، حال دا چې همدغو هيوادونو سوله او اجتماعی عدالت دواړه د جنګی جنايت کارانو او په هغوی پورې تړلو سياسی ګوندونو د قدرت د دوام قربانی کړل. او اوس خارجی هیوادونه د افغانستان اوسنی روان ملی ناوری ته دشمالی تل والی په قدرت کی دساتلو په وسیله دوام ورکوی. . ۲- بله موضوع د مجاهدينو د رهبرانو او مشهورو دولتی او پارلمانی شخصيتونو د کارمل د ورور ، محمود بريالی، په جنازه کې چې د اروپا نه وړل شوې وه ، اشتراک ؤ. د يادونې وړ ده چې کارمل د هغې رسمی احصائيې له مخې چې د هغوی په وخت کې د شوروی قواوو د وتلو په درشل کې خپره شوه، د يونيم ميليون افغانانو د قتل، د دوه ميليونه افغانانو د معيوب کيدلو عامل او د پنځه ميليونو څخه زياتو افغانانو د جبری مهاجر کيدو مسئوليت په غاړه لری. ټولو ته روښانه ده چې محمود بريالی د هغه وخت په ګوند او دولت کې د دوهم مسئول شخص په توګه د کارمل په ټولو ضدملی ، ضد افغانی او ضد انسانی جنايتو کې شريک او مسئول وه. دا روښانه ده چې د هغه جنازې ته د مجاهد مشرانو ورتګ هم د مسکو په قومانده شوی دی. ځکه همدا اوس هم په هغوی باندې د پردې شاته فرمان چلولای شی. دغو دواړو سياسی لوبو وښوده چې په تېرو کلونو کې د جهاد او ضد جهاد لوبه د افغانانو د هيواد دورانولو له پاره د روسانو او نورو هیوادونو له خوا جوړه شوې وه. او کله چې هغوی ته ضرورت پيښ شو چې بله لوبه وکړی اومتضادی افغانی ډلې سره يوځای کړی ، دغه جهادی او ضد جهادی ډلی بې د کومې وقفې يا بحث، لکه عسکری قطعات دمسکو په قومانده سره يوځای شول. او په اصطلاح ملی جبه یی جوړه کړه دغه اتحاد د دوی له مخې اسلامی پرده پورته کړه او اسلامی نقاب يې لرې کړ. خلکو ته حقيقت د لمر په شان روښانه شو. چی دا خارجی هیوادونو جاسوسی شبکی وی نه اسلامی ګوندونه .اوس نو دا حقيقت ثابت دی چې په افغانستان کې جګړه داسلام په نامه د افغانی څيرو په کارولو سره د خارجی هيوادو په قومانده شروع شوې او د خارجی هېوادونو په قومانده به ختميږی. - بېرته شاته