(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ولی پښتانه مشران وژل کیږی؟؟

کندهار کي د شهید سو قومي مشرانو، جهادي قوماندانانو، دیني عالمانو او نورو مخورو په هکله راپور څېړونکی:ن. و. غ یادونه: 1. که ددې ۱۳ ولسوالیو او یو هم ښار مشران پر ۱۴ وویشو نو په هره ولسوالي کي تقریبا ۲۱ مشران وژل سوي دي او که د هغه درو ولسوالیو دا چي موږ ور ته نه یو رسیدلي هم ۲۱ ومنو نو ټول ټال ۳۵۳ مشران په دغه ولایت کي له منځه تللي دي. 2. د بولدک په ولسوالۍ کي پر ۱۰ قومي او جهادي مشرانو حملې سوي دي چي دوی پکي ټپیان سوي دي خو له یوه څخه بیا تر پنځو پوري د کور غړي یا باډیګارډان یې مړه سوي دي. که نوري ولسوالي او ښار هم همداسي حساب کړو نو د ۱۶ ولسوالیو او ښار څخه به زموږ ۱۷۰ قومي مشران ټپیان سوي وي او که د پنځو او یوه له منځ څخه درې کسه له هر قومي مشر سره وژل سوي وي نو ۵۱۰ کسان کیږي. څو خبري: (۱) هدف او انګېزه: Ø څه موده وړاندې د کندهار ولایت ته د یوه بهرني ژورنالیست سره د کندهار ولایت د یو جګپوړي چارواکي سره د مرکې لپاره ورغلم. ژورنالیست په کندهار کي د امنیتي وضعي او د طالبانو د قوت په اړه له دغه ښاغلي څخه پوښتنه وکړل. ده په جواب کي ورته وویل چي په کندهار کي طالبان نسته او دلته په کندهار کي دوه ډوله قومونه دي، چي یو یې د حکومت دوست او بل یې دښمن. زه ډېر حیران سوم چي ټوله نړۍ د طالبانو نارې وهي او طالبانو خو پر دې هیواد ۶ کاله حکومت وکړ اوس یې دغه ښاغلي و منلو ته تیار نه دﺉ او بله دا دوست او دښمن قومونه بیا له کومه سول، کوم اور چي په افغانستان کي بل دﺉ په ځانکړې په کندهار کي ټول وچ او لانده له سره سوځي. Ø بله ورځ مي ددغه چارواکي بد سلوک د کندهار له قومي مشرانو سره ولید چي سخت یې وځورولم. د افغانستان د حکومت یو تر ټولو لوی مشکل دا دﺉ چي د خپلو خلکو په قدر نه پوهیږي او دا سنتي او قبایلي ټوله نه پیژني چي دلته یو قومي مشر، جهادي مشر، دیني عالم، خان، ملک او د ټولني نور مخور کسان څومره اغیزناک دي او څومره اغیزه لرلای سي. زه به یې د بیلګي په توګه تاسو ته دا یو مثال وړاندي: Ø حاجي ملا نقیب اخند (ملا ګل اخند) او عبدالحکم جان د ارغنداو ولسوالي خورا مشهور قومي مشران او جهادي قوماندانان وه. کله چي دوی ژوندي و د دولت مخالفینو زیات کوښښ وکړ چي ارغنداو ته ننوځي خو په هیڅ ډول بریالي نه سول. د دوي تر مرګ وروسته سمدستي وسلوال مخالفین ارغنداو ته ننوتل او تر اوسه نه بیا د ناټو ځواکونو، افغان ملي اردو، پولیسو، ایتلافي ځواکونو ونه سو ایستلای. ځکه چي د دوی تر مرګ وروسته قوم، سیمه او ولسوالي یتیم سول او هغه د پښتو متل په مصداق چي وايې سل دي ومره یو دي مه مره. د ارغنداو د شنې درې شنکي باغونه هره ورځ د ناټو توپونو، الوتکو د بمونو او د وسلوالو مخالفینو د راکټونو او ماینونو خوراک کیږي. Ø په کندهار کي دوست او ښمن قومونه: دا خبره دداسي چا کار دﺉ چي په هیڅ ډول د افغانانو تر منځ سولي راوستلو ته هوډمن نه وي ددې پر ځای چي د قومونو او ولسونو تر منځ سوله راولي بلکي د دوست او دښمن په نامه یې سره ویشي او تاسو ته به معلومه وي چي په کندهار کي دا لاندي څو لويي قبیلې ژوند کوي لکه نورزی، پوپلزی، بارکزی، الکوزی، اڅکزی، علیزی او دا څو کوچنۍ قبیلي ژوند کوي لکه کاکړ، محمدزی، بابړ، ترین، ساکزی، خوګیاڼی، بابړ او داسي نور. په دغه سروې کي ۴۰ نورزي،۳۴ اڅکزي،۳۲ پوپلزي، ۲۳بارکزي، ۲۳ الکوزي، ۲۲ علیزي،۱۰ محمدزي، ۸ ساکزي (اسحاقزي)،۷ خوګیاڼي، ۴ ترینان، ۳ کاکړان، ۳ سیدان، ۱ هوتک،۱ بابړ، ۱ مومند، ۱ بلوڅ او د ۳ قبیلې نه دي معلومي… چي ترور سوي دې معلومات راغونډ سوې دي. Ø اوس تاسو قضاوت وکړﺉ، چي په دغو قومونو کي دوست او دښمن پاته کیږي او که ټوله ددې ستر او تباه کوونکي اور خوراک سوي دي. داسي خبري چي د یو واحد افغان ملت د دوست او دښمن په تله تلي د افغانانو د دوستانو نه دي. (۲) د کار طریقه: Ø تاسو ته به معلومه وي چي هره ولسوالي ځان ته ولسي شورا لري او دغه شوراګاني د قومونو د مشرانو، خانانو، ملکانو، دیني عالمانو، جهادي قوماندانانو او نورو مخورو سټو څخه جوړي سوي دي. 1. زه لومړی تللي له دغو شوراګانو څخه مي دغه معلومات راغونډ کړي دي. 2. همدغه معلومات مي د هري ولسوالۍ د ولسوال او امنیه قوماندان څخه راټول کړي دي. 3. همدغه معلومات مي په همغه ولسوالي کي له نورو مخورو کسانو سره شریک کړي دي چي هلته بلد او هر څه ورته څرګند و. د افغاني ټولني یو ښه خوی دا دﺉ چي که په یوه ولسوالي یا سیمه کي یو مخور کس وي نو په سیمه کي یې ټول لوی او کوچنی پیژني. 4. همدغه معلومات مي له مربوطه اورګانونو سره شریک کړي دﺉ. له هغو اورګانونو سره چي ددغسو پېښو د ثبت او ریکارډ دنده لري. 5. همدغه معلومات مي په سیمه کي له اشنا ژورنالستانو سره شریک کړي دي. د هغوی نظر مو غوښتي او خپل نظرونه یې راسره شریک کړي دي. Ø ما تر ډېره حده هڅه کړې چي تاسو ته سم او درست معلومات در ورسوم خو که بیا هم کوم مشکل او نیمګړتیا ولري لطفا خپلي مشوري را سره شریکي کړﺉ. زه چي ددې معلوماتو په راغونډولو کي څومره ستړی سوی یم تاسو شاید هیڅ هم نه کړای سي خو بیا هم د کندهار درې ولسوالي لکه ښورابک، غورک او ریګستان راڅخه پاته سوې. Ø ځینو کسانو دداسي خلکو نومونه راکړي و چي په شخصي دښمنیو کي له منځه تللي و خو د معلوماتو تر کره کولو وروسته مي هغه ځني ایستلي دي. زه په پوره ډاډ سره نه سم ویلای چي دا معلومات به ټوله کره وي خو د افغانستان شرایطو ته په کتو سره دداسي یو کار کول هم خورا سخت او د سر په بیه دﺉ. (۳) هیله او ارزو: Ø قومي مشران او نور بانفوذه کسان د ټولني په جوړښت کي خورا د اهمیت وړ دي، په ځانګړې توګه په قبایلي او سنتي ټولنه کي لکه افغاني. که افغان دولت دﺉ او یا یې وسلوال مخالفین دي که له دوی دو څخه یو هم د واک پر ګدۍ ناست وي بېله افغاني مخورو کسانو څخه دا وطن نه سي جوړولای نو دا د دوی یوه ملي، اسلامي او وجداني وظیفه ده چي دداسي کسانو حفاظت وکړي او په راتلونکي کي یې د پر مرګ اوښکي ونه بهیوي چي په هغه وخت کي به بیا اوبه له ورخه تیري وي او هیڅ به یې په لاس نه ورځي. د یو بې ګناه انسان وژل دېره سخته ګنا ده او د ټولني یتیمول له دې سختي ګنا سره سخت ملي او اسلامي خیانت هم دﺉ. باید افغان حکومت، نړیواله ټولنه او وسلوال مخالفین دداسي کسانو ساتنه وکړي او په وژلو یې اوښکي توی کړي چي په هغوی ملت خواریږي. Ø تیر کال چي کله اسرايلي اشغالګرو ځواکونو پر غزې یرغل وکړ په ټوله اسلامي او غیر اسلامي نړۍ کي یې د افغانستان په شمول پر ضد لاریونونه وسول. د افغانستان په ځینو ارامو ولایتونو کي دغه کار تر نا ارامو ولایتونو یو څه زیات و. د شمال او مرکزي ولایتونو کي خو ځیو قومي مشرانو ګواښ وکړ که اسرایل خپل یرغل ته ژر تر ژره پای ورنکړي نو دوی به خپل ځوانان فلسطین ته د جهاد لپاره ولیږي. زه دغو ناخبرو مشرانو ته وایم چي کاش یوه ورځ خو تاسو د جنوب پر غم هم ور سره ژړلي وای او د هغوی پر غم مو هم اوښکي ور سره توی کړي وای. بل تاسو فلسطین څه کوﺉ کوم اور چي په جنوب او شرقي سیمو کي بل دﺉ هغه تر قیامته هلته یوازي محدود نه پاته کیږي بلکي هغه د پښتو متل په مصداق چي وايې که نن پر ما دﺉ سبا پر تا دﺉ خو خدای دي داسي ونکړي چي زموږ د وطن نوري ارامي سیمي هم د جنوب په شان د اور خوراک سي. خو که حالت همدا شان جریان ولري نو په یقین سره چي یوه ورځ به د هیواد د شمال او مزکزي ولایتونو خلک د جنوب تر خلکو بد حالت ولري (خدای دي داسي ونکړي). که د شمال خلک د جنوب په ارامۍ کي مرسته ونکړي نو دغه اور به ډېر ژر هلته هم ورسیږي. افغانستان د یوه بدن حیثیت لري چي څنډه نه لري که یې هر ځای پرې کوې نو ټوله بدن ور سره خوږیږي که یې په هره سیمه کي اور بل وي نو اغیزه به یې پر ټوله هیواد پرته وي. (۴) څو غمناکي خاطرې: ددغو کسانو په اړه معلومات راغونډولو له ځان سره خورا سخت تراژیدي داستانونه لرل. د بیلګي په توګه به یې تاسو ته د ځینو یادونه وکړو: 1. هغه کسان چي په دا نن کي به په ځانمرګي برید، کمیونونو، بم چاودني کي مړه سول په دا سبا به یې د هغه صحني فلمونه په بازار کي په خورا اسانۍ سره پیدا کیدل له دې څخه سړی پوهیدای سي چي د افغانانو په وړاندي یو خورا اساسي دسیسه روانه ده خو دا بیچاره ولس لا تر اوسه په داسي خوب بیده دﺉ چي راویښول یې پیړیو ته اړتیا لري. له دې څخه ښکاري چي یو خورا مرموز لاس ددې ټولني په له منځوړلو اخته دﺉ داسي چي لومړی ټولنه بې مشره کړي او وروسته بې هویته. خدای مکړه که دا هر څه راڅخه واخلي په هغه صورت کي به موږ ټوله په داسي یوه مرض اخته کیږو چي علاج به نه لري او پای به یې داسي مرګ وي چي دا نړۍ یې ډېره لږه شاهده وي. 2. ځیني کسان خو په داسي سخت مرګ مړه سوي دي چي په تاریخ کي یې خورا لږ ساري لیدل کیږي. د مثال په ډول: د کورنۍ د ټولو غړو، کوچنیانو، ښځو، سپین ږیرو، سپین سرو او نورو ټولو سره یو ځای وژل. د ناخون ګیر په چاقو او د موچي په تار حلالول، په دار ځړول، پر نس پرې کول، د کورنیو د غړو په مخ کي یې زړه او سږي ور څخه راکښل د یوه کس په خاطر تر سلو زیاتو بې ګنا انسانانو ور سره وژل، مور ته یې ټلیفون ورکول او هغې ته ویل چي د زوی د مرګ ډزو ته دي غوږ ونیسه او په هغې دده د مرګ صحنه ټوله د ټلیفون د لاري اورېدل او داسي نور… د کندهار په ولایت کي له ۲۰۰۲ م کال څخه بیا تر اوس پوري ترور سو دیني عالمان نوم 1. سید امام 2. مولوی فیاض 3. ملا جانان اخند 4. ملا حبیب الله 5. مولوی محمد نبی مصداق 6. مولوی عبدالمنان جناب 7. قاری سید احمد 8. ملا عبدالمنان 9. ملا احمد الله 10. محمد ایاز 11. ملا عبدالباری اخند 12. مولوی فیض محمد 13. ملا احمد شاه 14. ملا عبدالله ملنګ 15. مولوی اختر محمد 16. مولوی سید مسعود شاه اغا 17. ملا عبدالمالک 18. ملا عبدالستار 19. ملا عبدالمنیر 20. مولوی عبدالقیوم 21. مولوی محمد رسول 22. محمد رفیق اغا 23. قاری احمدالله 24. ملا عبدالاحد 25. ملا خدای الرحیم 26. ملا باران 27. ملا قدرت الله 28. ملا محمد شاه په کندهار کي ترور سوي بانفوذه قومي مشران، جهادي قوماندانان او حکومتي چارواکي نوم وظیفه 1. حاجي قلندر خان قومي مشر او حکومتي چارواکي 2. ډګروال عبدالرزاق قومي مشر او د پولیسو افسر 3. عزیز الله څارنوال قومي مشر 4. محمد یونس حیسني د ولایتي شورا غړی 5. حاجي عبدالحلیم قومي مشر قوماندان امنیه 6. عبدالحي رازمل د روغتیا ریاست مرستیال 7. طاهري د عامي روغتیا ریاست 8. زرغونه ډاکټره 9. ستاره اڅکزی د ولایتی شورا غړې 10. محمد انور خان د پوهني رییس 11. ملالۍ کاکړ د پولیسو ماموره 12. صفیه عمه جان د ښځو چارو رییسه 13. د ولایتي شورا د غړي زرغوني کاکړ خاوند 14. محمد اکرم خاکریزوال د کابل امنیه قوماندان 15. حیات الله پوپل د شاه ولیکوټ ولسوال 16. دوست محمد ارغستانی د کار او ټولینزو چارو رییس 17. ملا نقیب الله اخند قومي مشر 18. تورن جنرال معلم اکبر قومي مشر 19. حاجی ګرانی قومي مشر 20. حبیب الله جان قومي مشر او وکیل 21. عبدالحکیم جان قومي مشر او امنیه قوماندان 22. حاجي خان قومي مشر 23. ملا خاکسار قومي مشر او جهادي قوماندان 24. علی احمد خان اکا قومي مشر د کندهار ښار ترور سوي بانفوذه قومي مشران، جهادي قوماندانان او حکومتي چارواکي نوم قوم ځای وظيفه 1. حاجي قلندر خان علیزی ښار قومي مشر او حکومتي چارواکي 2. ډګروال عبدالرزاق محمدزی شار قومي مشر او د پولیسو افسر 3. عزیز الله تاجک ښار څارنوال قومي مشر 4. محمد یونس حیسني تاجک ښار د ولایتي شورا غړی 5. حاجي عبدالحلیم الکوزی ښار قومي مشر قوماندان امنیه 6. عبدالحي رازمل پوپلزی ښار د روغتیا ریاست مرستیال 7. طاهري پوپلزی ښار د عامي روغتیا ریاست 8. شمس الحق کاکړ کاکړ ښار د ای، اچ، ډي، ایس کار کوونکي 9. زرغونه ښار ډاکټره 10. ستاره اڅکزی اڅکزۍ ښار د ولایتی شورا غړې 11. محمد انور خان د پوهني رییس 12. ملالۍ کاکړ کاکړ د پولیسو ماموره 13. صفیه عمه جان ښځو چارو رییسه 14. د ولایتي شورا د غړي زرغوني کاکړ خاوند 15. حاجي ګرانی الکوزی جهادي او قومي مشر د پنجوایې د ولسوالۍ ترور سوي بانفوذه جهادي قوماندانان، قومي مشران او دیني عالمان نوم کلي قوم 1. حاجي عبدلقیوم خان سلاوات نورزی 2. حاجي نعمت الله پنجوايي علیزی 3. عبدالسمیع سلاوات نورزی 4. حاجي فضل محمد مشان ساکزی 5. سخي داد مشان ساکزی 6. عبدالرحیم خان تلکان ساکزی 7. ملک دین محمد تلکان ساکزی 8. ضابط عبدلغفار ناخونۍ نورزی 9. حافظ خواجه محمد مشان ساکزی 10. جناب مولی صاب ناخوني نورزی 11. عبدالقدوس خجکک بارکزی 12. رحمت لله سلاوات نوزی 13. حاجي عبیدالله خجکک بارکزی 14. مللا خدای داد چلغور الکوزی 15. باران مشان اڅکزی 16. کریم جان سپیروان نورزی 17. ډاکټر صالح محمد سپیروان نورزی 18. فتح خان سپیراون نورزی 19. جانان سپیروان نورزی 20. شمس الله سپیروان نورزی 21. عبدلحبیب پنجوایې علیزی 22. محمد امین خان سپیروان نورزی 23. نقیب الله زنګاوات اڅکزی 24. عبدالله تلکان ساکزی 25. شاه محمد ناخونۍ نورزی 26. تورجان سپیروان نورزی 27. محمد عیوض سپیروان نورزی 28. حیدر سپیروان نورزی 29. محب الله سپیروان نورزی 30. سید محمد سپیروان نورزی 31. عبدالودود سپیروان نورزی 32. عبدالروف سپیروان نورزی 33. غلام دستګیر سپیروان نورزی 34. حاجي احمد لله پنجوایي الکوزی ولسوال 35. سردار محمد سلاوات نورزی 36. شیر عبدالمجید سید 37. حمید اغا نلغام سید 38. ملا خاکسار پنجوايي نورزی د بولدک د ولسوالۍ ترور سوي بانفوذه جهادي قوماندانان، قومي مشران او دیني عالمان نوم کلي قوم 1. محمد معصوم ماشینګزی نورزی 2. غلام دستګیر ماشینګزی نورزی 3. شکر دین ماشینګزی نورزی 4. عبدالجلیل ماشینګزی نورزی 5. حبیب الله شیرو اوبو نورزی 6. رحمت الله شیرو اوبو نورزی 7. عبدالرشید سرکار واله اڅکزی 8. محمد قاسم ویش نوی کلي اڅکزی 9. ندا محمد خان سرکار واله اڅکزی 10. باز محمد سرکار واله اڅکزی 11. قادر خان سرکار واله حاجي محمد کلی اڅکزی 12. عبدالصمد سرکار واله اڅکزی 13. حبیب الله خان حاجي فضل کرم اڅکزی 14. امین الله حاجي فضل کرم نورزی 15. حاجي باز محمد خان حسین زی نورزی 16. حاجي فیض الله او باډیګارډ یې محمد ابراهیم ربات نورزی 17. حاجي طالب د زوی محمد داود سره په کور کي ووژل سو لوی کاریز نورزی 18. تور جان کنجسو کاریز اڅکزی 19. راز محمد کنجسو کاریز اڅکزی 20. سید خان کنجسو کاریز اڅکزی 21. د ولسي شورا د غړی عبدالرزیق خان دوه ورونه حفیظ ظاهر او عبدالناصر او د اکازوی لالا خان محمد رفیق خان یې یو ځای ووژل سول اڅکزی 22. عبدالقادر سرکار واله اڅکزی 23. جمعه ګل سرکار واله اڅکزی 24. خواجه محمد خان سرکار واله اڅکزی 25. حاجي عبدالحمد ملا عبدالحکم اڅکزی 26. برات خان ملا عبدالحکم اڅکزی 27. عبدالوهاب خان بیان زی اڅکزی 28. ګلاب بیان زی اڅکزی 29. حاجي فیض محمد جاجي داد محمد اڅکزی 30. رحمت لله قوماندان حاجي محمد خیر اڅکزی 31. عبدالجبار بولدک اڅکزی 32. محمد رفیق اغا ملا تر دې وروسته ملایان بولدک اڅکزی 33. حفیظ عبدالبصیر بولدک اڅکزی 34. مولوی تاج محمد بولدک اڅکزی 35. حفیظ تور جان حاجي محمد رفیق اڅکزی 36. مولوی احمد الله حاجي محمد رفیق اڅکزی د همدې ولسوالۍ ټپیان سوې قومي مشران چي زیات یې د شورا غړي دي 1. حاجي داد الله خان د شیرو اوبو په قوم نورزی په ځانمرګي برید کي دی ټپي سو او دوه زامن یې مړه سول. 2. حاجي عزیز الله پهلوان د ګلان په قوم نورزي دوه باډیګارډان یې شیر محمد او بور محمد ووژل سول او دی ټپي سو. 3. حاجي ذکریا خان او حاجي غلام نبي خان د مرغه په قوم اڅکزی ځانمرګي برید پر وسو او عبدالله، محمد میر، عبدالطیف او عبدالظاهر ور سره ووژل سول. 4. ولي جان / سورکي لیزۍ / نورزی 5. حاجي لعل جان د شهرا قوماندان په ځانمرګي برید کي مړ سو او څلور ۵ نفره دده د ورور عبدالله او وراره فیض الله په شمول ور سره مړه سول. 6. ملا اختر جان د شورا معاون – جمالزی- نورزی 7. حاجي محمد عمر خان- لوی کاریز- نورزی 8. حاجي نعمت الله سرحدي پولیسو قوماندان د سپین کي په قوم اڅکزی دده کور ته یې بمونه ور وغورځل چي دی زخمي سو او دده وراره عبدالله مړ سو او یو بل وراره یې جان محمد سخت زخمي سو. 9. حاجي ولي شاه خان د شورا رییس د ریګ د سکان کان په قوم اڅکزی دی په کمین کي وختۍ زوی یې علي شاه او باډیګارډان یې ګل جانان او محمد یوسف ور سره مړه سول. 10. حاجي فدا محمد خان د سرحدې لوا قوماندان ځانمرګي برید پر وسو او اسدالله، لعل محمد، خان محمد اڅکزي د سره کلي ور سره مړه سول. د معروف د ولسوالۍ ترور سوي بانفوذه جهادي قوماندانان، قومي مشران او دیني عالمان نوم د پلار نوم کلي قوم 1. ملک دلبر خان حاجي ملک نجا خان ګدای شیرغزۍ علیزی 2. عبدالغفار ملک عبدالرحمان خان محمدزی محمدزی 3. الله محمد اغا محمد خان محمدزی محمدزی 4. عبدالمجید سقاو دلخیرزی علیزی 5. حکمت الله عبدالمالک خان بلخیرزی علیزی 6. ګل محمد ملک سخي محمد اناخیل بارکزی 7. حمدالله حاجي فتح جان ادېزی علیزی 8. دارو خان سدو خان ادېزی علیزی 9. مطیع الله نور محمد چورمۍ علیزی 10. محمد الروف عبدالغفار بېله علیزی 11. نیک محمد بهرام چورمۍ علیزی 12. عبدالمنان ملا ذولفقار چورمۍ علیزی 13. ظریف خان حاجي ښادي خان اوربشۍ بارکزی 14. ساقي جان فتح جان ادیزی علیزی 15. نقیب الله نور محمد سوروان بارکزی 16. عبدالصمد خوږوکی بتو بارکزی 17. تورجان محمد علي اناخیل بارکزی 18. نادر جان عبدالسلام توغړه الکوزی 19. نعمت الله عبدالجلیل کڅ علیزی 20. عبدالله عبدالاحد توغړه الکوزی 21. سردار خان احمد الله پاڼ علیزی 22. حمیدالله سلیمان شاهین تنګۍ کاکړ 23. امیر محمد عبدالله زیارت علیزی 24. امان لله عبدالحمید اباتو بارکزی 25. ګل محمد عبدالظاهر کوچنی ګینګر اسحاقزی 26. رسول جان حمدالله اسحاقزی اسحاقزی 27. شاه ولي محمد نبي ابو کلا بارکزی 28. هوتک پاینده خان تپی هوتک 29. میرا جان سعدالله چودۍ علیزی 30. شاه محمد عطا محمد مستان کاریز بارکزی 31. یار محمد حاجي شیخان چورمۍ علیزی 32. نور الله داد محمد توغړه الکوزی د میوند د ولسوالۍ ترور سوي بانفوذه جهادي قوماندانان، قومي مشران او دیني عالمان نوم کلي قوم 1. خیر محمد دین محمد نورزی 2. غلام حیدر شاهي کاریز یوسفزی 3. توریالي شاهي کاریز محمدزی 4. اکبر جان میراب خور نورزی 5. محمد ګل مزرعه ساکزی 6. صنم ګل چولاوک ساکزی 7. نعمت الله کوړیزۍ کاریز نورزی 8. قاري راز محمد سفوزیې نورزی 9. استي محمد چل ګزی نورزی 10. ګل احمد خوګیاڼي اڅکزی 11. حیات الله خوګیاڼي اڅکزی 12. محمد یوسف چشمه اڅکزی 13. الله داد مزرعه اڅکزی 14. ملا نافع بندتیمور ساکزی 15. عزت الله مزرعه بارکزی 16. رمضان اغا لوي کاریز سید 17. ګل محمد خواجه خالق خوګیاڼی 18. محمد ګرماوک چینه خوګیاڼی 19. عبدالسلام بازار ترین 20. عبدالقادر سنګبر خوګیاڼي 21. بشیر احمد خواجه خالق خوګیاڼي 22. علي احمد خواجه خالق خوګیاڼي 23. احمد شاه بازار خوګیاڼي 24. ګل محمد حسن اباد کلي ترین 25. لالا حسن اباد کلي ترین 26. سردار حسن اباد کلي ترین 27. قدرت الله محمدزی 28. عبدالاحد نورزی 29. امان الله خان محمدزی د ژړۍ د ولسوالۍ ترور سوي بانفوذه جهادي قوماندانان، قومي مشران او دیني عالمان نوم قوم کلی 1. عبدالباری اغا علیزی سنځری 2. عبدالرحیم علیزی سنځری 3. کو اغا علیزی سنځری 4. باز محمد بارکزی سنګسار 5. حاجی اغا محمد پوپلزی سولغی 6. حاجی جمال اکا پوپلزی د سولغی 7. حاجی باز محمد پوپلزی سولغی 8. نواب خان الکوزی پاشمول 9. حاجي محمد یعقوب بلوڅ بابغدی 10. سردار محمد بارکزی سنګسار د ژړۍ امنیه قوماندان 11. یعقوب نورزی سنګسار 12. رفیع الله نورزی سنګسار 13. حاجی خیرالدین خان پوپلزی کولک د ژړی ولسوال 14. ولی محمد او بشر احمد د خیر الدین زامن او لور اقرا یې له ده سره یو ځای په شهادت ورسول سول. 15. ډاکټر خلیل او ورور یې الکوزي پاشمول 16. توریالی سردار محمدزی نهری کاریز 17. اختر محمد بارکزی نهري کاریز 18. مستري احمد سنځری د ډنډ د ولسوالۍ ترور سوي بانفوذه جهادي قوماندانان، قومي مشران او دیني عالمان نوم کلي قوم 1. حاجي ګل د کرز پوپلزی 2. احمد شاه خان چپلاني بارکزی 3. حاجي باچا مرد کلا بارکزی 4. حاجي علي احمد خان اکا او زوی یې رورباد بارکزی 5. د سردار ملنګ ذاکر پوپلزی 6. ملا مجید اخند د تیموریان بارکزی 7. حیات الله انګوریان بارکزی د پولیسو مامور 8. عبدالله جان ده غلامان بارکزی 9. معلم رحمت الله بالا کرز پوپلزی 10. سلطان محمد ماشور پوپلزی 11. انجیر داود شمشیر کاریز بارکزی 12. باچا ماشور پوپلزي 13. وزیر منصور غونډۍ بارکزی 14. حیات الله کاریزک محمدزی 15. نعمت الله محمدزی لوی کاریزک د ارغنداو د ولسوالۍ ترور سوي بانفوذه جهادي قوماندانان، قومي مشران او دیني عالمان نوم کلي قوم 1. حاجی ملا ګل اخند چارغولبه الکوزی 2. زبیح الله چارغولبه زوی 3. عبدالحکیم جان ناګهان الکوزی 4. محب الله منارې الکوزی 5. عبدالمنان ګل کلاچ الکوزی 6. ګلالی ناګهان الکوزی 7. زمری ناګهان الکوزی 8. اغا محمد هدیره الکوزی 9. جانان هدیره الکوزی 10. عطا جان سوخ چالا الکوزی 11. اختر جان زړه مزرعه الکوزی 12. نظر محمد اغا دیلاهور سید 13. اغا شاه نهري کاریز بارکزی د خاکریز د ولسوالۍ ترور سوي بانفوذه جهادي قوماندانان، قومي مشران او دیني عالمان نوم د پلار نوم کلي قوم 1. حاجي وهاب خان حاجي حیدر خان اروغ پوپلزی 2. اغا ولي عبدالباقي اروغ پوپلزی 3. باز محمد حاجي خدای الرحیم خوشداد علیزی 4. قدرت الله اغا ګل کرزالی پوپلزی 5. جانان حاجي نور محمد زیلا اباد اسحاقزی 6. حاجي میر عبدالرزاق ټیک پوپلزی 7. څارنوال عبدالغني محمدزی 8. معلم محمد اکبر الکوزی 9. محمد اکرم خاکریزوال الکوزی د شاه ولیکوټ د ولسوالۍ ترور سوي بانفوذه جهادي قوماندانان، قومي مشران او دیني عالمان نوم کلي قوم 1. مولوی الولا صاحب (د شاه ولیکوټ قاضی)تپلغ پوپلزی 2. معلم صاحب شفیع (د ولسوالۍ اداري) سوزنیان بابړ 3. حاجي هاشم خان اکا قومي مشر دهله پوپلزی 4. ملا محمد عیسی اخند چیناره پوپلزی 5. خامان چینار پوپلزی 6. اختر محمد ( د شاه ولیکوټ امنیه قوماندان) پریان پوپلزی 7. روزی خان زمتو پوپلزی 8. عبدالاحمد کاریز پوپلزی د ارغسان د ولسوالۍ ترور سوي بانفوذه جهادي قوماندانان، قومي مشران او دیني عالمان نوم د پلار نوم کلي قوم 1. عبدالقیوم خان د پایندي سپینه ګاره پوپلزی 2. خدای رحیم خان الکوزی خان د پوپلزو د لويي دې پوپلزی 3. حاجي پایاو محمد ابراهیم غبرګه پوپلزی 4. ملا نصر الله کریم الله شنخته بارکزی 5. سلطان محمد خان سید محمد خوګاڼی خوګیاڼي 6. حاجي پایاو پوپلزی د میانشین د ولسوالۍ ترور سوي بانفوذه جهادي قوماندانان، قومي مشران او دیني عالمان `نوم د پلار نوم کلی قوم 1. عبدالغفار حاجي والي دیراسکو بارکزی 2. نعمت الله ثناالله پردېس پوپلزی 3. احمد الله ملک لعل پردیس پوپلزی 4. عبدالکریم نور محمد خان پردیس پوپلزی د دامان د ولسوالۍ ترور سوي بانفوذه جهادي قوماندانان، قومي مشران او دیني عالمان نوم کلي قوم 1. حاجي عبدالمنان خوشاب ترین 2. عبدالعزیز منډحصار مومند 3. عبدالله مدزی پوپلزی 4. د عبدالله پلار مدزی پوپلزی ټیلفون: 0794699857 ایمیل ادرس: [email protected] Source: dawatfreemedia.org - بېرته شاته