(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دملنګ جان په شعرونو کې طنزی توکی

ملنګ جان په(١٢٩٣)لمريزکال د ننګرهاردبيسودوپه چميارکلي کې زېږېدلی دی. پلاريې ملک عبدالشکورنوميدچې په درې کلنۍ کې ترې يتيم پاتې شواوپوله پټی يې هم د ناوړودودونو او تربګنيوله کبله له ﻻسه ورکړ. آرنوم يې محمدامين و، راوروسته امين جان اوپه پای کې هم ملنګ جان شو. په(١٣٣٢ )کال په کابل راډيو کې دپښتو موسيقۍ منتظم وټاکل شو. او په (۱۳۳۶)کال کې مړ شوی دی هغه وايي: د فقير ملنګ جان دغومره بخت بس دی په آزاد ژوند چې آزاد وطن کې کور وي دملنګ جان شعرونه په داستان ، غزلو ، چاربيتو ، لوبو، او بګتيو باندې ويشلاي شو ملنګ جان خپل شعرونه يوازي اويوازي دوطن په ازادۍ ، دپښتو نستان په ازادۍ کې وويلی دی. دملنګ جان په اشعاروکې عشق او تغزل يو مضمون وطن ،ملت اوټولنه بل مضمون دي هغه وايي انسان ازاد پيداشوي او حق لري چې ازاد ژوند وکړي او پوهيږوچې ازادي يو دبل په حقو قو او درناوې کې نغښتي ده .
پتنګ دبلي شمعي ياردي بلبل دګلو خريدار دي دليلا دوې سترګې مجنون پيژني دازادۍ قيمت پښتون پيژني
او تل يې په خپلو اشعارو کې پشتنو ته دخپلواکۍ ، ازادۍ او داستعمار په ضد دمبارزې درس ورکړي لکه چې وایي:
دخيبره تر اټکه مې وطن دي وطن څه چې خاص زما دپلار مسکن دي
اصلی خبره داده چې دهغه د شعرونومحتوا ي انتقادي اړخ لري د هغه دشعرونو دګرانښت سبب همدغه انتقادي اړخ دي. دملنګ جان دغه اشعارودخلکو دپوهي او تنوير سره زياته مرسته کړی لکه چې په طنز وايي:
نور دصبر حوصلي کنډول مې مات شو ځکه پورته مې له خولي نه دافرياد شو زه دي خپلي پښتو لره حيران يم تش په تشه دی عوه چې زه افغان یم پښتنواله هسې خيريوې پښتوته چې په کورکي ماتول خپل مړوندونه نه دالاره دپښتو نه ده غيرت ده بلکې دغه علامه د جهالت ده
ملنګ جان له زمانې څخه شکایت کوی او په طنز وایي:
د چشمانو مې بهيږي نن خوناب چې مې حال د زمانې وليد خراب صداقت او ننګ ناموس دنيا نه ورک شو هر سړی خوځوي ژبه په کذاب د ساداتو سالکانو عزت ورک شو عزتمن دي چې لري چنګ و رباب هيڅ صفت به د عالم چيرې وانه ورې د پيمخو صفت کيږي بې حساب شان پوشان د زمانې ګرځي شړۍ کې د شړۍ خاوندان اغوندي کمخواب دا ګردش د زمانې دی ملنګ جانه کارغه ناست دی په چګس باز په تراب
هغه د د نیا په ملنډو پروا نه کوی او وایي
پروا نشته که دنيا راپورې خاندي ماشوم نه يم چې نور وخاندي زه تنګ شم هغه په طنز سره څه ښه وايي نه پوهيږم چې زه يار يم که اغيار يم په عالم کې ليونی يم که هوښيار يم که هزار د صداقت بنياد قايم کړم په ميدان د نمايش کې خيانتکار يم نه د چا ځنی څه غواړم نه څه وايم برناحق د يو او بل زير فشار يم که څوک ما نيسي په رسم او رواج کې زه له عشقه هومره کله لاوزګار يم
دملنګ جان یو بل طنزی شعر داسي دی
نفسونه شول غالب ــ د دې غمه ژړيږم بې کاره بې تعليمه راته پاتې خپل اولاد شو پښتون غريب برباد شو سيد په خپل سيادت ــ د ځان غواړي عزت قسم دی ما ونه ليد د وطن د خېر طالب نفسونه شول غالب څوک ميا او څوک ملا شول ــ د کسب نه ټپراشول وايي کسب و کمال څه کړم شکرانو باندې مړېږم د دې غمه ژړېږم دا خان نه دی خاين دی ــ پخپل ځان چې مين دی هېڅ غم د وطن نه خوري چې يو ځل يې نس اباد شو پښتون غريب برباد شو که حق وايم وېرېږم ــ که نه وايم پړسېږم د ځينو کارکنانو کاروي وړ د تعجب دي نفسونه شول غالب په ځای د د عدالت ــ ما ولي تجارت له غمه شم ترور يو نيم مامور نه چې خبرېږم د دې غمه ژړېږم
نوربیا - بېرته شاته