(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

درحمان بابا خپلوان، اولاد اومالى وضعيت

رحمان بابا لکه څومره چې په پښتنو کښې وتلی او منلی شخصيت دی هم هغه هومره دژوند پيښې ئې تتې اودتاريخ په تيارو کښې پټې دى داځکه چې دی ديوې غريبې کورنۍ غړی ؤ خوژوند ئې هغه وخت ارزښت وموندو چې دۀ دخپل شعر په قوت دپښتنو زړونه اود دوى سيمه تسخير کړل دټولو پام ئې ځان ته ورواړولو امادا داسې وخت ؤ چې ددۀ دژوند ډيرڅه هير شوى وو د همدې هانداوهڅې په اساس مونږ په دې ليکنه کښې درحمان بابا دخپلې وينا په رڼاکښې ددۀ د ژوند يوه برخه څيړو اوپه خپلوانو، اولاد اومالى وضعه ئې لنډې خبرې کوو . درحمان باباشاعر دی .

نه شى دخانانو دملنګانو سره کــــــــــلى چرته عزيزخان چرته ملنګ عبدالرحمان

له دې شعر نه خلقوافسانې جوړې کړې چاعزيزخان ددۀ ورور ګنلی چائې نزدې تربور بللی اوځنې بياوائى چې عزيزخان دی بندى کړی ؤ اوڅه څه ........ خوله شعرنه تردې زيات صراحت لاس ته نۀ راځى چې عزيزخان اورحمان بابا ديوکلى وو هغه دکلى خان اودی ملنګ سړی ؤ اوپه دې شعر کښې رحمان بابا دخپلې استغناله مخې اعلان کړی چې دی دخانانو فرمانبردار نۀ دی . درحمان باباله نورو شعرونو نه داڅرګنديږى چې ددۀ دخپلوانو سلسله پراخه وه ديوکور په ځائې په کورونو کښې اوسيدل اودۀ له ټولو سره راشه درشه درلوده په درد ئې دردمن اوپه خوږو ئې خوږمن ؤ وائى.

په هر کورکښې رنځوران راته پراتۀ دى لاس مـــــــــــــــــې نه رسى دهيچا په دوا

درحمان بابا دوادۀ کولوپه باب داشعرونه پوره صراحت لرى .

په مجنون باندې قلم راغلی نۀ دی که حلال ئې په مخ ورشى که حرام حلال عشق دی په رحمان باندې راغلی په حلالو کښې مــــــــــــــدام وى احترام

درحمان بابا داشعرونه دداسې وخت دى چې ددۀ مينه بريالۍ شوې اوشرعى وادۀ ئې کړی دی تردې وروسته نوبيا داولاد په غوښتنه کښې دا شرطونه ږدى .

خدائې له هسې رنګ زوزاده امان راکړه چـــــــــې بې دين، بې ديانت شى بې نماز

يووخت ئې چې اولادموندلی وروڼو او خپلوان ئې مطالعه کړى نو دخپلې مطالعې نتيجه ئې په خپل يوشعر کښې داسې ځائې کړې ده.

که مې ورور که مې عزيز که مې فرزند دی واړه غـــــــــــــــــــــــواړى خپله خپله مدعا

درحمان بابا دديوان په داخلى شهادت سربيره ځنې محقيقين همددۀ داولاد په باب روايتونه لرى له دوىنه يو هم انګليسى ختيز يو ميجر راورټى دی اووائى چې درحمان دلور له طرفه دهغه اولاد اوس هم دمومندو په بهادرکلى کښې اوسى خودهغه ديکى يوزوې اولاده ډير موده وشوه چې ختمه ده. درحمان بابا دنورو خپلوانو په سلسله کښې حميدګل، نومې شاعر فرانسوى مستشرق ډار مستتر ددۀ خورئی بللی او دپښتونخوا دشعر په هاروبهار کښې ئې ددۀ يوغزل راخستی دی . درحمان بابا دمالى وضعې په باب هم ددۀ په خپل ديوان کښې داخلى شهادتونه شته دی په خپلوشعرونو کښې له نادارۍ اوتش لاسۍ څخه سرټکوى دناروغانو د درمل پيسې نه لرى اوددرهم اودينار مالک نۀ دی .

په هرکور کښې رنځوران راته پراتۀ دى لاس مـــــــــــــــې نه رسى دهيچا په دوا ددنيا خــــــــــــــــــبرې واړه په دنيا شى مابه څـــــــــــــه کاڅوک چې نه لرم دنيا څـــــــــــوک دې راکاندى قسم په کردګار که درهـــــــــــــم لرم په کورکښې يادينار

خوبياهم څرنګه چې چاته ئې لاس اوږد نۀ ؤ ګوزاره ئې کيدله اوځائې په ځائې خواړۀ ورسيدل نوځکه خلقو فکر کوو چې دنيادار دی .

زۀ درهــــــم اودينار نه لرم په کورکښې ولې نورعــــــــالم مې بولى دنيـــــــــــا دار هم په دا چــــــــــې نه لۀ ځايه چرته خوځم نه دهيڅ يوه مخلوق يــــــــم منت بــــــار نه مې ښکته ملک ليدلی دی نه پــــــورته خـــــــــــــــبر نه يم په يمن اوپــــــــه يسار اب وخور لکه اسيا په ځائــــــــــې رارسى په خپل کور کښې مې سکون دی هم رفتار

درحمان بابا دوينا په رڼاکښې دااټکل کولی شو چې رحمان بابا هم لکه دنورو کليوالو پښتنو غوندې دومره زمکه درلوده چې دهغې په حاصل ئې ګزاره کيدله .خومحصولات ئې دومره کيدل چې خرڅ کړى ئې دى اوپيسې ئې ټولې کړې وې ددۀ دزمکې درلودل دهغې قيصدې په ترڅ کښې چې .

هرچې کښت ئې په باران اوپه سيلاب وى دهغــــــــــــــــــوعمر به واړه په عذاب وى

په مطلع پيل شوىڅرګنديږى دپښتنو په کلى وال ژوندکښې لاتراوسه هم داجناسو تبادلې ترډيره حده دپيسو درلودلو ضرورت تر سره کړی نوځکه هغه وخت هم د درهم اودينار نه درلودل دمفلسۍ اوغريبۍ نخښه نه وه مونږ ته درحمان بابا ويناداهم راښائى چې دی که دنيادار وو اوکنه؟ خوداسې لوړهمت ئې درلود چې ددنيا ترلاسه کولو لپاره ئې دزرداروڅنګ ته نه پريښود اوپه ډير جرات ئې په زردارۍ اوزردارو دويناګزارونه کول اوشعار ئې ورکوو چې

ادميت څه په دولت نه دی رحمـــــــــانه بت که روغ دی دسروزرو نه انسان شه

Rahman Baba Khpalwan,Awlad, Au Mali Waziat By: Habibullah Rafi (27,July 2007) - بېرته شاته