(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دملنګ جان په شعرونو کې طنزي توکي

دویمه برخه د ملنګ جان طنزونه چا ته خواږه او چا ته تریخه دی طنزي نیوکې يې د رښتيا تريخوالى لري. ټولو نغموته يې په ټول مطلقيت که ترخي ونه وايو نو خوږې هم ورته نه شو ويلى. پخپله ملنگ جان هم په خپل يو طنزی شعر کې د خپلې وينا د تريخوالي له امله معافي غوښتې ده هغه وايي: عفوه غواړم که وينا کې مې تلخي وي د مريض په تريخ ويل څه ناخوښي وي؟ کله چې د یو با درده شاعراحساسات راپاریږي بیا لکه منصور له مړینې نه ډاریږي وجدان يي نه پریږدي، چې دا رښتیا لکه نور غوړپ کړی دا خپل رسالت بولې چی رښتیا وواېې ان که د هغه د سر په سودا هم وي دا تجارت یې خوښیږی او لکه نور د بوسو لاندې اوبه نه تیریروي ملنګ جان هم د اخبره تائیدوي . حق به وایم سمدستی که وژل کیږم جــذبـات د شــاعـرۍ دی نه ویریږم هغه وايي د حق نه ویل د وجدان دځوریدو لامل ګرځي باید حق وویل شی که څه هم هغه يې به په تاوان وی که حق وايم وېرېږم که نه وايم پړسېږم هغه د ټولنی ټولې ناخوا لې درکوي او هره یوه ته يې جلا جلا ګوته نیولې ده ۱- هغه د بل غلامی شرم ګنلې اووايي: د غلامۍ شرمنده ژوند دې ورک شي خو د پردي په ډوډۍ شخوند دې ورک شي یا چې واک يې د پردو وي که قبا يې وي د زرو د هغه نه زوړ کند د يو ملنګ مزه کوي یا بـــاغ دی د تــوتــيانو نــــه پــريـــږدي زاغـــــان ښــه پښــتون مليار پکې وژني پرې خپل ځان پـړانګ او زمـريان پکې ګرځي حفاظت کوي ګـــرځي کــناره په څــنګ ســـوۍ او روبـاګــان بـــاز او تـرمـتۍ شـاهين تل پکې دورې وهي دلــــتـه د مـــړز ســيسۍ نـــه کـــېږي ګــــوزران ګــل سره بلبل ښايې ناست دې وي دايم پکي څـــه غــواړي ټپ کــجير ځــې دې پــه بيابــان خدايه تل مدام دې وي جشن استقلال زمونږ خــپل پـه در قبول کړې ته سوال د ملنګ جان ۲-هغه یو بل خورا ګران او جنجالی شی ته چې راګیرې ده ګوته نیسي او وايي: نور عالم کې رائ ګيري چې چرته کيږي يو ريس يا يو واکمن چې غوره کيږي تر څليرويشتو ساعت کار يې تمام وي په يو تن به قناعت د تمام قام وي موږ که نيسو يو وکيل ملي شورا ته ته به ماته غاړه نږدې زه به تاته تر پنځو مياشتو جګړه مو نه پرې کيږي په ګوندۍ سره پسونه حلاليږي ۳- هغه د کام ناپوهي ، بی پروايي،بې علمي ته ګوته نیسی هغه غندی او وايي: موږ په سلو کې پنځه نوي اميان يو تر دريم کلي ميرزا پسې روان يو بیا په طنز ځوانان ملامتوي هغوی ته په طنز وايي چې خدای (ج) موږ ته ښه منابع راکړی مګر زموږ له ناپوهي څخه هغه تر اوسه همداسې لاس نه خوړلی پاته شوی دی تاسی وګورۍ دی دنيا او دی جهان ته دی کوښښ او دی غيرت او دی وجدان ته خيال لری چې په سپوږمۍ کې وداني کا پاس له ځمکې په هوا زندګاني کا موږ تر اوسه لا په خاورو کې توغړيږو د سودخورو سودخورۍ نه نه خلاصيږو یا ډک سيندونه د اوبو راته روان دي خو ډاګونه د اوبو له کمۍ وران دي خدای راکړي ښه پاسته پاسته ډاګونه په لکونو کروړونو جريبونه افسوس دا چې کمال نشته په پښتون کې درد می بيامونده د خيال په نندارتون کې یا که يو ټوکۍ د خارج نه نوی راشي اخيستو ته يې زمونږه ميل پيدا شي دا خو نشته چې پخپله يې ځانته جوړ کړو په قوت د خپل زحمت سره ځان موړ کړو خپل مالوچ او وړۍ موږ ليږو جهان ته پاو په دوه يا درې خرڅيږي ځي جاپان ته ګز په سل او په نوي يې بيا اخلو د بزاز په دکان وار نه وي پرې نښلو څه پيسې موږ نه په چای او په سګريټ ځي د کال ګټه مو خارج ته په منټ ځي هغه يي پایله بې کمالي بولي او وايي: وجه دا ده چې کوښښ او کمال نشته د ملت په دی خبرو څه خيال نشته هر سړی د ځان ځانۍ په لار روان دی د مکتب او د تعليم نه روي ګردان دی - بېرته شاته