(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ماشومانو نړېواله ورځ يو تاثر

نړۍ ۲۰م نومبر د ماشومانو د نړېوالې ورځې په حېث لمانځي. په دې ورځ د خپل سرنوشت ځغلند جاج ضروري دی. د يو روايت، رسم او ياد په توګه نه بلکې د ماشومانو د مقدمې د وړاندې کولو ضرورت دی. په دې ورځ د ماشومانو د حقونو لپاره د قرارداد او فرياد نه بلکې د مزاحمت يو شعور خورول پکار دی. د اين جي او ګانو په ډول د کاغذي جنتونو په ځای په خپل قامي تحريک کي پر سنجيده بنيادونو د نوي کهول د ژوند د تشکيلِ نو لپاره مبارزه بايد چي مرام وګرځي. په داسي وطن کي د ماشومانو نړېواله ورځ چرته چي مکتبونه وران او مقتلونه ودان وي او د خودکش نسل د افزايش ټرېننګ سنټرونه پرېمانه او فعال وي. نه پوهېږم، له کومه د خبرې سر راونيسم؟ د جنګ، جنون، جبر او جارحيت په سېوري زېږېدلي او روزل شوي ماشومان، د دريو لسيزو په خوني طوفان کي بهېدلي ماشومان او د محنت او مشقت خولو خوړلي ماشومان چي د دوي د نړېوالې ورځې په مناسبت يادو، سوال راپېدا کېږي، چي موږ د نړۍ برخه يو هم کنه؟ دانه وايو، چي زموږ د ماشومانو آواز مغرب ته ولي نه رسي. له موږ سره خپل مشرق څه وکړل؟ زموږ ماشومان هم دلته د عقيدو حرمت ته لوګي شوي، د محنت په چکۍ کي اڼول شوي او جسماني او ذهني اذيتونو خوړلي دي. تيارې پلنې، تتې او تورې شوې. د جهالتونو، مرګونو او محروميتونو په تيارو کي اوسېدونکې خلک يو. موږ نسلونه په دې تيارو کي روزلي او خوړلي دي. مياندې ماشومان لوی کړي، پرديو وطنونوله، پرديو چوپړونو له. چي ماشومان وي له تيارو نه نه وېرېږي، چي بالغان شي له رڼا وېرېږي. هم دا مو بدمرغي ده. ماشومان مو اذيتونه او مشقتونه تېروي، بالغان مو مصلحتونه کوي. چرته چي د مزاحمت نېستي وي، هلته کي به نسلونه د محروميت او محکوميت خيري خوري. ماشومانو ته په ميراث کي د مفاهمت او مصلحت سوغاتونه ډالۍ شي، د غلامو نژادونو د نجات لپاره د بغاوت ورثه د ماضي نه حال ته حواله کول غواړي. موږ ته په ورثه کي کتابتونونه چا پرېښودل، د مورچلونو او بديو تودو ساتلو وصيتونه مو د هر مشر نسل سره غوټه دي. کشر نسل دا تسلسل دوامداره ساتي. دا ننګ، غيرت او مېړانه ده. له دې نه انحراف کم اصلي او بې ننګي ده. دا خو نن د دېرش کلنې ترخې تجربې پس کېږي، چي يو ماشوم دي "امن" ونومول شي او يوه ماشومه "سوله". موږ پر څومره ماشومانو سربازان او تورياليان نومونه کښېښوول، څومره مو د عربو او پنجابيانو په نومونو ياد کړل او څومره مو د جهادي رهبرانو او قوماندانانو په مبارکو نومونو مبارک کړل. زموږ ماشومانو ته خپل سرنوشت په وينو سور وررسېدلی دی. له پلنو هديرو سره بلد دي. د افغان ماشومان په بدخونده مهاجرتونو کي زېږېدلي او لوی شوي دي. انصارو ورله په کچه ماشومتوب کي د ماشومتوب تقدس وهلی دی. د زرغونپوښو په تعليمي نصاب کي د ماشومانو سره د مينې او شفقت نصيحت آموزي پرېمانه ده. خو د افغان ماشومان يې په هر وخت کي د بوټ پالش وړ ګڼلي دي، د کاغذونو بوجۍ يې ورپه شا کړي دي او په سپېرو سړکونو يې ورباندې شپې سبا کړي دي. زرغونپوښي اخلاقيات هم له دې ځايه سرچينه اخلي. د دوي اخلاقيات د استبداد او جبر خيري د تقدس په جامو کي نغښتل دي. ويل کېږي، چي په کوم هيواد کي د بهتر يا ناقص نظام اندازه هلته کي د ماشومانو د حالت نه په ښه توګه لګي. د ورځنيو اخبارونو بيانونه او تصويرونه د پاکستان د مقدس نظام په سرخېلانو پوري ملنډې کوي. چرته کي يوه مور د لوږي له کبله ځان د خپلو ماشومانو سره کوهي ته غورځوي او چرته کي بله مور د نهر نهر ماشومانو د چيغو له کبله د زهرو بوتل په لاس ولاړه وي. چرته کي يو پلار د کوم لوی ښار په څلورلارې کي له خپلو ماشومانو سره ولاړ وي او د هغوي په سرونو يې په پېچلو ټوکرانو باندي ليکلي وي (د خرڅېدلو لپاره) او چرته کي بل پلار د چا غټ سري د دفتر مخې ته د احتجاج په ډول ځان ته اور اچوي. د ايدهي سنټر په ډول څومره خېريه ادارې په بې شمېره لاوارثه او بېوځله ماشومانو ډکې دي؟ دا يوه حتمي خبره ده، چي تر څو په ټولنه کي د چايلډ لېبر لعنت موجود وي، تر هغو هر دعوه او وعده دروغ، د هرې ترقۍ راز بې معنااو د هر انقلاب خوب سراب دی. په پاکستان کي تازه ترين سرکاري تفصيلات دا دي، چي په ملک کي ۳۳ لکه ماشومان له جبري مشقت سره مخامخ دي. خو هيومن رايټس کمېشن آف پاکستان دا تعداد د يو کروړ نه هم سېوا يادوي. په دې کي ۷۰ فيصده له درو شعبو زراعت، ماهي ګيري او ځنګلاتو سره وابسته دي. له دې نه علاوه عربو ملکونو ته د اوښانو د منډې لپاره د ماشومانو سمګلنګ، د جنسي فعاليتونو او مخه ديره توکو د قاچاق لپاره د هغوي استعمال ځان ته بېخي پراخه زړه چاودونکې موضوع ده. په قبايلي سيمو او پښتونخوا کي چي ماشومان په کوم دوزخ کي وساتل شول، دهغې د تفصيل بيانولو ته لفظونه عاجز دي. له جنت نه تر هجرت پورې، له سکول نه تر مقتل پورې..........!! د ماشومانو د حقوقو په حواله يو غير سرکاري تنظيم SPARC وايي چي په پاکستان کي د ماشومانو حالت ورځ په ورځ د خرابېدو په لور روان دی. په پاکستان کي د ماشومانو د حقوقو په حواله د مقامي او بېن الاقوامي قوانينو هيڅ پاسداري نه کېږي. د SPARC په حواله په پاکستان کي د ترهګرۍ په فعاليتونو کي د ماشومانو استعمال تر خطرناک حده پورې زيات دی. SPARC په خپل رپورټ کي د ماشومانو په حواله د تېر کال کليکټ شوې ډېټا داسي وړاندي کوي چي تېر کال په پاکستان کي د چايلډ لېبر او ټرېفکنګ، پر ماشومانو د جنسي او جسماني تشدد، قتل، اغوا او خودکشۍ په مجموعي توګه ۶۷۸۰ پېښې رپورټ شوې دي، چي پکي۴۲۵۱ هلکان او ۲۵۲۹ جونې شاملې دي. رپورټ پر ماشومانو د تشدد په حواله صوبه پنجاب سرفهرست يادوي، چي پکي ۳۷۷۲ پېښې رامنځته شوي دي. په سيند کي ۲۴۱۲، په پښتونخوا کي ۴۹۸ او په بلوچستان کي تر ټولو کم ۹۸ پېښې رامنځته شوي دي. رپورټ په بلوچستان کي د تېر کال د زلزلې او په پښتونخوا کي د لويي نقل مکانۍ د اثراتو ذکر هم کوي او ددې تر څنګ د مېډيا د خونړيو واقعاتو د عکاسۍ اغېز هم يادوي. دې ټولو ماشومان physically او mentally له ګڼ شمېر ستونزو سره مخامخ کړي دي. مېډيا پر لاشونو د لاشونو غورځولو لوبه خو هره لمحه توده ساتي. خو چرته د مينې، محبت، اينجوايمنټ او کيسينګ يو ووړ سين وړاندي کول ورته لويه بداخلاقي ښکاري. ماشومان صرف په نصيحت آموزيو او تبليغي تعليماتو يو روښانه مستقبل نه شي موندلی. ماشومان د يو ډېر لرې مابعدالطبعيات په ويره کي ښکېلول د هغوي مستقبل ور فلج کول دي. د ماشومانو رشته بايد له ژوند سره پر فطري بنيادونو استوار شي. د هغوي د تخليقي صلاحيتونو روزنه او کارونه پکار ده. هغوي له ساينس، فلسفې او فنون لطيفه سره مشغولول پکار دي. مدرسه کلچر موږ ته مقلد نسل راکوي. په تاريخ کي د مقلدينو کوم مثبت رول نه دی تر سترګو شوی. مقلدين مطلق د غلامۍ سره په رضا ژوند تېرولو ته غاړه ږدي او په فکري تورتمونو کي ذهني تسکين مومي. د پاکستان تعليمي نصاب هيڅ د ذهنونو د تعمير په پروسه کي مرسته نه کوي. دا نصاب له قراردادِ مقاصد نه سرچينه اخلي، کوم چي د پاکستان مکمل ضابطه حيات ګڼلی شي. دا نصاب ذهني مفلوج نسلونه پېدا کوي، تاريخي شعور ورانوي، ځکه چي د پاکستان تاريخ له هندو دښمنۍ نه راټوکېږي. فرقيز او ډليز سوچ د پاکستان په تعليمي نظام کي له شپېتو کلونو غوړېږي. تنکيو ماشومانو ته د جنګ او جهاد قصيدې ويل کېږي. نصاب ته محدود ماشومان کله هم په ځان کي د خود اعتمادۍ صلاحيت نه شي ډيولپ کولی. په ماشومتوب کي ورپيرزو شوي احساس محرومۍ ورسره په ټول عمر کي غوټه وي. په دې حقيقت به هم ځان پوهول غواړي، چي د يو صحت مند نسل په تعمير کي Sex Education بنيادي ونډه لري. دا حقيقت د اخلاقياتو د محبس نه ازادول غواړي. زموږ د نوي کهول په وړاندې هر وخت د غالبې طبقې اخلاقيات خنډونه ايجادوي، د تجسس او پلټنې نه يې راګرځوي، د سوال، شک، ضد او انکار جرات پکي شنډوي. د اناطول فرانس په قول "اخلاقيات د يوې ټولنې د استبدادونو او تعصباتو ټولګه وي". موږ محکومو پښتنو ته په غير فطري جغرافيه کي غير فطري بدخوندۍ را په برخه دي. ددې پردي دېوال سايې له ځانه پردي کړي يو. مکتب پردی، کتاب پردی، تاريخ پردی، د تاريخ کرکټرونه او اتلان پردي، ژبه پردۍ، محسوسات او نفسيات پردي دي. په دې پرديو خرمستيو کي معلق نسل مي د پرديو مفاداتو ضامن دی. بايد چي دا حقيقت په پرانيستو سترګو او پراخه سينه درک شي، چي يوازې د جديدو رجحاناتو نه برخمن نسل په مستقبل کي د قامي ژوند د جديديت په عمل کي راسره مرسته کولی شي. ددې مقصد لپاره ماشومان د محدوديت (Limitation) د زندان نه ازادول غواړي، هغوي بايد خپلې خوښې او مخې ته پرېښوول شي. د والټېر خبره "په خپله رڼا کي تګ پکار دی". زموږ ماشومان بايد خپله رڼا ولري او په خپله رڼا کي د تګ صلاحيت!! د موجودو رويو او رواياتو په حقله د غور او فکر جسارت پکار دی. په خپله رڼا کي تلونکی نسل کله هم د هغو تُورو پوجا نه شي کولی، کومې چي د هغوي په سينو ښخېږي او کله هم پر هغو لاسونو بعيت نه شي کولی، کوم چي د هغوي پر مرۍ چاړه راکاږي. زموږ د مبارزې نسل بايد چي په خپله رڼا کي د تګ په صلاحيت برخمن نسل وي. څوک چي تخليقي ذهنونه لري، هغوي مي د جديديت او نوښت د سفر اتلان ګرځېدلی شي. څوک چي تنقيدي شعور لري، هغوي جمود ماتوي، د فکر په ولاړ ډنډ کي ډبرې خوشي کوي او د بدلون عمل ته لار هواروي. په اوسني عصر کي ماشوم ته د ژوند لومړنۍ لار د ساينس په مخه ورکول دي، چي د اوهامو او توهماتو د ماتونې لپاره سمدستي چمتو شي. فلسفه بايد د نوي نسل د ژوند نه بېلېدونکې برخه وي، چي د تجسس او پلټنې حس يې د پياوړي نفسياتي قوت حامل وګرځي او د کايناتو، فطرت، ژوند، خداي او انسان له نوي سره د تشريح عمل پېل کړي. په دې حقله په ټولنه کي د تشکيک پسندۍ رجحان په ژوند کي نوې لارې او نوې رڼاوې راپېژني. د ماشومانو نړېواله ورځ د خپلو ضميرونو د احتساب ورځ ده. تاريخ څرګنده فېصله غواړي. د خپل مستقبل د بدلولو عمل فيوچرسټک اپروچ غواړي. موږ بايد د ماشومانو او نوي نسل په حقله په فيوچرسټک پواينټ آف ويو باندې غور وکړو. [email protected] (قلعه سېف الله) - بېرته شاته