(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پاکستان ايټمي زېرمې د ترهګرو لاس ته ورځي!!

پاکستان هغه ملک دی، په کوم کي چي تل د مرګ په اسبابو فخر شوی دی او د ژوند اسباب د رياستي چوکاټ نه لرې ساتل شوي دي. د ددوي ازلي دښمن هند دی، ددې نه ددفاع لپاره دوي وايي موږ ځان د ايټمي وسلو خاوند کړ، د ايټم بم تر څنګ دوي د د فاع لپاره قراردادِ مقاصد هم لري، په دې کي د خداي مرسته ورسره شريکه ده. هند هم ايټمي وسلې لري، خو هند غربت، قحط او نارامۍ ته خپل دښمنان وايي. هغوي ددې خلاف جنګ کوي. هند په ايټم بم کي نه بلکې په سيکولريزم کي خپله دفاع ويني. د پاکستان د بوديجې لويه برخه د جنګي سامان په نوم ځي، خو دې جنګي سامان کله هم د بهر دښمن مخنيوی نه دی کړی بلکې خپل محکوم قامونه يې په نره فتح کړي دي. هم دا محکوم قامونه د دوي دښمنان دي. د پاکستان ايټمي زېرمې له لومړي سره د نړۍ لپاره د تشويش باعث دي، ځکه چي دا زېرمې د يو غېر ذمه وار ملک په لاس کي دي. دا د يو داسې ملک په لاس کي دي، چي د هيڅ ضابطې او تهذيب پابند نه دی. د نورو د مفاداتو لپاره عوامي حقونه په اور پسې کول، عوام په جنګونو لړل يې په زړه پورې مشغله او مېله ده. کشمير يې د مفاداتو ګوادر دی، په درسي نصاب کي د نظريه پاکستان تر سرليک لاندې يې له هر ټکي هندو دښمني څاڅي. مېډيا چي خپل لړلي پټوي، د هند مذموم سازشونه ورياد شي، د افغانستان کونسل خانې يې سترګو ته ودرېږي. له دوي سره د ايټمي وسلو راز دا دی، چي ګويا هندوان له ځانه په شړي. دوي ځان په ټوله نړۍ کي په هسکه شمله لوی او يوازينی اسلامي ايټمی هيواد يادوي او وايي چي د پاکستان ايټم بم اسلامي ايټم بم دی او د ټول اسلامي امت وياړ دی. ددې نه علاوه د مرګونو په فن کي يوازينی اسلامي هيواد، د ترهګرو يوازينی جنت او د غربتونو او محروميتونو يوازينی مرکز....................!! اوس اوس په مشهوره "دي نيويارکر" مجله کي د سېمور هرش لېکنې (In an unstable Pakistan, can nuclear warheads be kept safe?) د نښې منځ وويشتو. محبِ وطن سره شول. هرش يې پاکستان دښمن او بې بنياد مبصر ونوماوه. ځکه چي هغه حقايق په ګوته کړل. هرش په نړېواله کچه د يو سنجيده او مستند محقق په حېث پېژندل کېږي. هغه په دې ليکنه کي دلايل وړاندې کوي، چي په داسي غير مستحکم ملک کي چي ترهګر best guarded targets په نښه کولی شي، چي د فوج په وردۍ کي جي ايچ کيو ته ننوتی شي او د اسلام آباد پر سړکونو فوځي برګېډيران وژلی شي. نو ايټمي وسلو ته څنګه نه شي رسېدی؟ د هرش دا انکشاف که څه هم امريکې او پاکستان دواړه غلط ګڼلی دی، چي د پاکستان او امريکې تر منځ د ايټمي وسلو په حقله خبرې اترې روانې دي او د خطرې پر مهال به امريکه جوهري زېرمې په خپل لاس کي واخلي. وخت به ثابتوي، چي د پاکستان ايټمي هتهيار به په مستقبل کي يا د ترهګرو په لاس کي وي يا د امريکې!!! د هرش د ليکنې په غبرګون کي يو خندونکی ځواب دا مخې ته راغلو، چي ترهګر خو اول ايټمی زېرمو ته رسېدی نه شي او که وروهم رسېږي نو ايټم بم او چاودېدونکې پرزې جلا جلا ايښوول شوي دي،او هغوي دا نه شي سره لګولی. ځکه چي دا زيات مهارت غواړي. خو دوي دا نه وايي چي هغه کارپوهان د ترهګرو مرستې ته سمدستي حاضريدای شي، کومو چي د ايټمي ټيکنالوجۍ په غېرقانوني خورونه کي کارنامې ته سره کړي دي او هم يې د ترهګرو په رزونه کي شپه او ورځ په ځان يوه کړې ده. د ايټمی اثاثو په حقله د هرش اندېښنه نوې نه ده. په دې لړ کي له اوږدې مودې په غربي مطبوعاتو کي اندېښمن راپورنه خپرېږي. په کېري لوګر بل کي د ايټمي ټيکنالوجۍ د نه خوروني شرط پر ټاپ دی. د پاکستان اسټبلشمنټ او د هغه مېډيا او سياستوال چي نړۍ ته کوم مداري پن ورښکاره کوي، د هغې له کبله د ايټمی زېرمو د خونديتوب په حقله اندېښنې راپېدا کېدل لازمي امر دی. پاکستان چي کله د ايټمي وسلې خاوند شو، د محبِ وطنو عقيدت په دې ايمان شو، چي په ملکي دفاع کي اخري خښته ولګول شوه. اوس څوک "ارض ِ پاک" ته په خيرنه سترګه نه شي کتلی. خو وخت ثابته کړه، چي دا ايټم بم د ملک د دفاع لپاره نه وو بلکې ملک د ايټم بم د دفاع لپاره دی. اوس خوکيسه نوره هم سرچپه ده. په دنيا کي تشويش دی، چي د خلکو دفاع په خوا کي وچه دا ملک د ايټم بن دفاع هم نه شي کولی. "پکه دا دي لا بله سپکه". پښتانه وايي "وچکوله چي د لنګېدلو نه وه بيا يې ولې .......". پاکستان چي د ترهګرۍ خلاف جنګ کي د څومره بداعتماديو ښکار شو، په دې کي د ايټمي وسلو د ساتنې په حقله پر نړېواله کچه يوه لويه بداعتمادي هم مخې ته راغلې ده. دنيا د پاکستان پر "محفوظو" لاسونو يقين نه کوي. د پاکستان محفوظ لاسونه په بې شمېره ګندګيو ککړ دي. مغربي مطبوعات ورته د فوځ بدمعاش عناصر وايي. دا بدمعاشان کرپشن، اجرتي قتلونه، کاروبار او فساد کوي. دېرش کاله چي په دې سيمه کي کومه غويمه توده وه، په شا يې ددې بدمعاشانو هوسونه او شهوتونه فعال وو. زيات خلک اوس هم داسي فکر کوي، چي ددې بدمعاشانو او ترهګرو کمانډر يو دی. دنيا نور ددې بدمعاشانو او ترهګروسرکوبي غواړي. پاکستان چي تر څو دا کار ونه کړي، تر هغو پورې به دا ډول اندېښنې او بداعتمادۍ زغمي. په کېري لوګربل او د هېلري کلنټن په دوره کي دا خبره بېخي څرګنده وه. پر پاکستان دا واضحه کړل شوې ده، چي د ايټمي وسلو د خورونې مخنيوی او د ترهګرۍ د نېټ ورک ماتول به لازمي وي. په نړۍ کي عام تاثر دا دی، چي پاکستان د ترهګرۍ په ختمولو کي ايماندار نه دی. دا صرف د حلوا د تال يار دی. چي چيري خېرات وي هلته يې شپه وي. د امريکې نه چي يې څومره ډالر يوړل، دا پر اصل مقصد د لګېدلو پر ځاي په بل خوا لاړل. پر ځای ددې چي جماعتي او استخباراتي سياست ددې بې ايمانيو اعتراف وکړي برعکس امريکې ته ښکنځلې ډالۍ کوي. هېلري کلنټن ته چي يې په سياسي ليدنو کتنو او ټيلي ويزونې خپرونو کي کوم پېغام ورکړ، هغه دا وو، چي تاسو ولې صرف په طالبانو پسې رااخيستې ده، د پاکستان ټولې ادارې طالبانايزډ دي. پاکستان تر اوسه د ترهګرۍ په حواله په نړېوال تناظر کي خپل پوزيشن څرګند نه کړ، دا د پاکستان د خپل جهادي فطرت مجبوري ده، چي په څرګنده خارجه پاليسي او دريځ کي هر وخت پاته راغلی دی. نن امريکه، هند او افغانستان خو پرېږده، پاکستان په خپل دريځ خپل بهترين دوست چين او اسلامي دوست ايران هم نه شي قانع کولی. نن هر ځاي دا تاثر موجود دی، چي پاکستان د نړېوالې ترهګرۍ په ټاټوبي بدلېږي. پاکستان پر نړېواله کچه د هيڅ يوې اندېښنې مسوولانه او قابلِ اطمينان ځواب ونه وايه. په لنډو ټکو کي دا ويلی شو، چي پاکستان تر څو خپلې جهادي زېرمې د ځان لپاره د وياړ وړ ګڼي، تر هغو پورې به يې ايټمي زېرمې د نړې لپاره د اندېښنې وړ وي. [email protected] (قلعه سېف الله) - بېرته شاته