(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د باچا خان ارادې ميراث

دبرلين له ورځپاڼي څخه ليکوال : ويلي ګرموند ژباړن : سراج الحق ببرک زی ځدراڼ يو ستر پښتون دمهاتما ګاندي په خوا کې د عدم تشدد لاره غوره کړه پا کستان د ده له فکرونو، عقیدې او ايديا سره جوړ نه راځي پېښور : محمد دين په خپل ژوند کې ډير څه ليدلې دي . هغه له ۹۰ کالو څخه پورته دی او سم نه پوهیږي،په هر حال دومره پوهیږي کله چې د ده زوکړه وه، هغه مهال په اروپا کې د نړۍ لومړنې جګړه روانه وه . محمد دين يوه غوټه سترګې پر سترګو لري چې ډبله شیشه یې داسي مالومیږي لکه د ذره بين سوځنده شیشه . په لړځيدونکې کين لاس ځان پر لاسي لکړه باندې تموي . خوریه یې يو جګ ځوان دی او له ده سره مرسته کوي ، کله چې دی په پښو پر اړه کيو باندې يو لوی صالون ته چې ټينګه امنیتي ساتنه یې کیږي ورجګیږي . دغه ځاې د پاکستان په جګړه ځپلې صوبه پېښور کې د پښتونخوا حکومت دمشرانو استوګنځی دی . محمد دين په چارسده کې د خپل کور په المارې کې لا تر اوسه د سرخ پوښانو لباس يا سورنګې يونيفورم او سره پګړ ۍ ساتلي ده . د ۱۹۳۰ څخه تر ۱۹۴۶ کالونو پورې دا رنګ د خدای خدمتګارانو يا د ولس خدمتګارانو نښان ګڼل کيده . اټکل ۱۰۰۰۰۰ ښځي او سړي په دغه پښتني غورځنګ کې ګدون درلود . دوی هغه مهال نه په توپکو يا وسلو بلکې د عدم تشدد په توکو باندې د انګریز کولونيال ځواک پر وړاندې مبارزه کوله . دا په داسي يو وخت کې چې د خېبر درې په شاوخوا کې د د انګیزانو پر وړاندې د وسلوال جهاد غږ پورته شوي وو . د ترهګرې اصلې مرکز نن يو ځل بيا د سپېڅلې جهاد غږ د پښتنو کمربند په کږو وګو درو کې خپور شوي دی . دغه سیمه د پاکستان شمال لودیځ ته او دافغانستان پولو ته څيرمه نن د ترهګرې اصلي مرکز جوړه وي . د اسلامي بنسټپالو جنګياليو ډزي ان په پېښور کې اوريدل کیږي . دغه ښار د خېبردرې په پای کې موقعیت لري . انګریزي سرتيرو د خېبر دره د دوزخ دروازه يا دړه نومولې وه . په داسي يو ناامنه او په مسلسل ډول ناکرار وخت کې پښتون محمد دين د حکومت مشري ځای ته راځي ، تر څو چې د،، سرحد ګاندې ،، درناوي پرځاې کړي . دغه فلم د تيرې مک لوهان په نوم يوې کاناډایي فلم جوړوونکي د باچا خان پر ژوند جوړکړی دی . د فلم نوم دسرحد ګاندي په نامه نومول شو ي . په ۱۹۸۸ کال کې دغه سوله پال او د خدايي خدمتګارانو بنسټ ایښودوونکې ومړ . دغه فلم اوس د پېښور په حکومتي استوګنځۍ کې وښودل شو . محمد دين د خدایي خدمتګار د تحریک يو غړې کله چې ده دغه فلم ليدلو له سترګو یې اوښکې تويدي . د فلم په پاۍ کې ده وويل ، بلاخره يو چا زموږ تاریخ په فلم کې ثبت کړو . لیکوال لیکې ،دا يو تاریخ دی چې نږدې و له ياده ووځي . دا تاریخ له هغه څه خبرې کوي کوم چې يو ننګيالې ، توريالې او غيرتمند د غرونو په شان کلک پښتون ولس ته دعدم تشدد خطاب کوي . باچا خان په ۱۸۹۰ کال زېږېدلې دې . په ۱۹۲۹کال د پارسدې جګ ، پوخ ،د پراخه اوږو او ټټر خاوند باچا خان له يوې خوا ديو ازاد ښوونځی بنسټ کیښود چې جنکيو هم په زده کړه کوله او له بلې خوایې خوارو وارو په تربګنيو کې اخته پښتانه یي د انګریزانو کولونيال ځواک پر وړاندې يوالي ته د عدم تشدد مبارزې له لارې مقاومت ته راوبلل . د پخوانيو تجربو پر بنسټ د خېبردرې په شاوخوا کې د هر څه انتظار کيدو، خو په سرو کالېو کې ،، سرخ پوښان ،، د سوله پالو نتظار نه کيدو . دغو سړيو خپل سره کمیسونه پر خپل ټتر څيرې کولو ، د انګیزانو ماشينګنو او توپو نو ته به یي ځانونه ورغورځول . دې ډول هود، ارادې او مبارزي ته دلندن امپراتورۍ په جنګې تکتیکې پلان کې فکر نه وه شوي . ډيرو کالونو باچا خان لکه د هند د خپلواکې اتل مامها ګاندي په څير خلکو ته له يو بل سره د سولیزه ژوند او د مذهبونو سولیزه ژوند لپاره واعظ ، نصیحت او خطاب کاوه . خان يو ځل د کنګرس غورځنګ مشرتابه ته هم ورسيدو ، چې بيا د هند او پاکستان ویش پيل شو . خان د خپلو عقيدې ملګرو له خوا دده سره د خيانت احساس وکړو،ځکه باچا خان د هند د تقسیم مخالف و او خپل هيواد ته بير ته راستون شو . دی بيا د هندوس سېند د پورې غاړي دنويو واکدارنو له قهر اوناوړه چلندسره مخامخ شو . باچا خان د يو خپلواک مستقل پښتونستان هيله په زړه کې درلوده . هغه مهال دی نه پوهيدو چې اکثریت يو پاکستانې دولت غوښتلو،د پېښور څخه خبريال رحیم اله يوسفزۍ په ګمان . د نوې هيواد حکومت هڅه کوله چې باچا خان په هره بیه او په هر راز توکو باندې په خپل کنټرول کې راولي . باچا خان ټول ۱۸ کاله یي د پاکستان په زندانونو کې تير کړل . په ۱۹۵۰ کالونو کې دی لیکې ،زه د انګریزانو په جيلخانو کې کلونه کلونه ناست وم ، څه چې پرما د پاکستان په زندانونوکې وشول ، هغه د ټولو شکنجو او ظلمو څخه تيرې کوي . په ۱۹۸۸ کال کې باچا خان په پېښور کې په خپل کور کې نظربند ومړ . نوموړي د هغه له وصیعت سره سم دی د افغانستان د جلال اباد په ښار کې خاور وسپارل شو . يرغلګر پخواني شوروي اتحاد ده ته په درناوي د يو موقت اوربند موافقه وکړه تر څو چې سلګونو زره خلک د باچا خان سره ورستې ديدن وکړي اوخپل غم وژړ وي . له دې هرڅه سره سخت دریځو د باچا خان د مړيني په مراسمو کې د تشدد وير ګد کړو. يوه بم په لسګونه ويرجن خلک یې څيري او دمرګ خولې ته ورکړو . که نن د افغانستان اوپاکستان د غرنو په منځ کې د سپېڅلې جهاد داورپکې کماندوځاې په ځاې شوي ده او دوی په توله نړۍ کې د يو اسلامي خلافت ليوالتيا لري او توله سیمه په تشدد کې سوځي ، نو له بلي خواد پښتونخوا صوبې په پلازمېنه پېښور کې بيا د باچا خان ايديا او فلسفه د رنیسانس په څير راژوندې کیږي . هلته له ۲۰۰۸ کال څخه د عوامي نېشنل ګوند حکومت کوي . دغه منځلارې کين اړخه ګوند په خپله تګلاره کې د پاکستان څخه د شمال ختیزي برخه استقلال غواړي . همدا اوس موږ د باچا خان ارادې ميراث ته سخته اړه لرو . د بشر د حقوقو پخوانې فعال افراسياب خټک وایې . اوس دی د صوبایې حکومت د سولې او پخلايني چارو مشر ټاکل شوي دی . دی نشي کولی خپل پلانونه پلې کړي . دوه ځلې ترهګرو پر هغه ځان مرګې بريدونه تر سره کړي دي . له همدې امله دی اوس د حکومت استوګنځۍ په يو کور کې چې شديد محافظ یې کیږي ژوند کوي دی خپل کور ته د تلو زړه نشي کولي او بهر وتلي هم نشي . موږ د محاصري په حالت کې ژوند کوو ،خټک وایې . د ۹۰۰۰۰۰ څخه ډير خلک د قبايلې سیمو څخه کدوال شوي دي .کله چې د پاکستان پوڅ په سرحدې سیمو کې له شپږو مياشتو راهېسه د بنسټپالو پر وړاندې ستر عمليات پيل کړي دي . موږ هېڅ ډول اړينې پیسې نه لرو چې دغه کدوالو او بې ځایه شويو سره مرسته وکړو . دومره پېسې نشته چې سیمیزه پولیسو ته مناسب تجهیزات برابر کړو . خټک ويل او شکایت یې کاوه. ښایې دغه حالت دعوامي نېشنل ګوند صوبه پښتونخوا سياستوالو پورې اړه ولري . له دوی سره په اسلام اباد کې حکومت د زړه اخلاصه سم چلند نه کیږي . په پڼدې کې د پوځ اصلې او مرکزي اده د دوی سره نورهم په ډير واضع ډول په واټن کې ده . د ټاکنو څخه ورسته د صوبې پښتونخوا حکومت درسمې ډندې لومړنې کال دی پوځيان دوی ته عمدأ پام نه کوي او کمزوره کول یې موخه ده . دپښتونخوا صوبې حکومتي استوګنځې نوم تر اوسه د سرحد کور نوميده، اوس دغه ځاې د پښتو کور په نوم واړل شو. د ملا فکر ګډوډ او هک پک شو دعوامي نېشنل ګوند پریکړې د پښتنو په خپله سیمه کې لاتراوسه نوي ملګري نه دي رامات کړي او د صوبې په نور سیمو کې حالا ت نوره کړکیجن دي . سرحدې ښار پېښور ورورو د يو ټاپو حالت ځان ته نېسې . په باجوړ اود مومندو په سیموکې د پوځ عمليات پيل شوي دي . د سوات په دره کې له يو کال څخه جګړه روانه ده . د اورکز يو سیمه به بشپړ ډول د بنسټپالو طالبانو تر والکې لاندې ده . په وزيررستان کې چيرته چې د القاعدې مشر بن لادن پټ دی، نسبتأ ارامه بریښي . دغه امن بيا کله کله د امریکایې توغونديو بريدونو له امله ماتیږي . د عوامي نېشنل ګوند يو غړي د فلم ښودلو په صالون کې ناست دي وایې ، زه داسي انګيرم چې د دغې کال ترنیمایې پوري به موږ د حکومتي چارو څخه ليري کړل شو. اسلام اباد به دغه عمل ته يو بهانه ومومي تر څو موږ د حکومتي چارو څخه ليري کړي . دلته لکه څنګه چې تمه کيده په دغه صالون کې هېڅ کوم پاکستانې پوځي افسر نه برښودو . د کتونکو په منځه کې يواځې يو ملا ناست و . د دغې ملا فکر د فلم په کتو سره ګډوډ شو د باچاخان دعدم تشدد ايديا دی وارخط کړي و . کله چې چراغونه بيرته بل شول هغه د خپل څنګه ناست سړې څخه یې وپوښتل ،څه شي دي دغه دعدم تشدد لار ؟ . په دی مانا چې داسي اسانه هم نه ده چې خلک د باچا خان ارادې ميراث باندې سم وپوهول شي . لمنلیک : قبايلې ټولنه پښتانه يوقام دی چې په افغانستان او پاکستان کې اوسیږي ، دوی له ډيرو قبايلو او نیمه قبايلو څخه جوړ شوي دي . اکثریت طالبان پښتانه دي . ددوی د عزت کودکس پښتونوالي ده چې د قومونو کړه وړه، را کړه ورکړي سره تنظیموي . هر پښتون مجبور دی چې ننواتي وکړي ، هر چا سره بايد مرسته کوي او هر څوک چې ورته راشي پناه ورکوي . هر يومجبور دی چې بدل واخلې ، د بدل معياد نه پوره کیږي تر څو چې خپل پور یې نه وي اخیستي . - بېرته شاته