(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دثور انقلاب ( تحلیلی لیکنه)

لومړی برخه دثور انقلاب ماهیت دثور انقلاب په افغانستان کی دد شمنانو دادعا په خلاف یو واقعی او په خلکو متکی انقلاب وه.چی دخلکو په ګټه یی اساسی او بنیادی تحولات راوستل. په ماهیت کی انقلاب هغه ریفورمونه عملی کړل چی خلکو دهغی انتظار درلود.او دهغی غوښتنه یی کوله .او د افغانستان دخلق دموکراتیک ګوندچی دثور انقلاب دبری وروسته په حاکم ګوند بدل شو. په خپل خپور شوی او دګوند لخوا تصویب شوی مرام کی دهغی دعملی کیدلو وعده خلکوته ورکړی وه . البته داپه ټولنه کی هغه دموکراتیک اصلاحات او مترقی ریفورمونه وه چی د افغانی ټولنی دپر مختګ لپاره یی لاره خلاصه وله . دغه ریفورمونه ددشمنانو دادعا په خلاف . سوسیالیزم او کمونیزم نه وه . داصرف په ټولنه کی دموکراتیک اصلاحات وه.چی دنړی مترقی هیوادونو دا مرحله پخوا تیره کړیوه .البته داروپا په فیودالی ټولنه کی دغه ډول ریفورمونه دمخه سرته رسیدلی وه چی بیا دغه ریفورمونه په اروپا کی د فیو ډالی نظام دختمیدلو او دسرما یداری دنظام دراتګ پیلامه شول. او په غرب کی یی دسرمایداری ټولنی دجوړیدلو لپاره یی لاره خلاصه کړه. په افغانستان کی د ثور انقلاب دبری نه وروسته . ددغو.ریفورمومونو په عملی کیدلو سره په افغانی ټولنه کی عمیق تحولات را منځ ته شول چی په افغانی ټولنه کی یی اجتماعی مناسباتو ته دعامو خلکو په ګټه تغیر ورکړ .دثور انقلاب د عملی شویو ریفورمونو ګته په اساسی توږه دټولنی اکثریت یعنی محرومو خلکوته ورسیدله. همدا دلیل وه چی دهیواد په کلیو بانډو .ولسوالیو، ولایاتوکی د افغانی ټولنی اکثریت عامو خلکو ، دهقانانو او هغه زیار ایستونکی چی دسود او سلم دوژونکی بارنه خلاص شویوه په شور او هیجان او دخوشحالی د محافلو په جوړولو دریفورمونو دعملی کیدلو او دثور انقلاب دبری نه چی عملا یی ددوی ژوند ته په انقلابی بڼه تغیر ورکړی وه .ملاتړ وکړ.هغه وخت دلومړی ځل لپاره دخلکو په زړونو کی دپرمخ تللی افغانستان دجوړیدلو امیدونه را ټوکیدلی وه . دافغانستان دخلق دموکراتبک ګوند په ډیره کمه موده یعنی 20 میاشتو کی اعلان شوی ریفورمونه عملی کړل . نوځکه خلکو دهغی نه په مار شو نو متنګونو او ولولو سره استقبال وکړ. چی دهغی مستند فلمونه همدا اوس موجود دی . دغه زړورو وطنپالونکو خلکو . دثور انقلاب ددشمنانو سره په مقابله کی چی دوطن ددشمنان هم وه د ثور انقلاب نه په مړانه او افغانی شهامت دفاع وکړه .او همدارنګه دغو وطن پالونکو خلکو دثور انقلاب په اجتماعی ، اقتصا دی، سیاسی، او فر هنګی ریفور مونو کی ی پراخه پر خه وا خسته او دثور نظامی قیام یی دثور په انقلاب بدل کړ .کچیری دریفورمونو په اجراکی دخلکو دغه پراخ ګډون او همکاری نه وای . دغه انقلابی بد لون ناممکن وه او دثور نظامی قیام به په انقلاب نه وای بدل شوی. هغه به صرف لکه دداود خان جمهوریت دنظامی کودتا په شکل کی پاتی وای.. دیا دونی وړ ده چی سردار داود هم په ټولنه کی د عمیقو تغیراتو دراوستلو لپاره هڅی پیل کړی او ددارنګ ریفورمونو د اجراپه خاطر. دارضی اصلاحاتو اومترقی مالیی بروګرام اعلان و کړ او په هغی یی دجمهوریت انقلاب نوم کیخود. خوهغه ناکام شو .دلیل داوه چی خلکو دهغه دپروګرام نه ملاتړ ونکړ .ځکه هغه صادقانه نه وه .او صرف تبلیغاتی جنبه یی درلوده . دبلی خوا هغه دداسی یوه ګوند ملاتړ هم دځان سره نه درلود چی دریفورمونو دعملی کولو توان ولری.او دافغانستان په کلیو بانډو کی هغی ته کار وکړی. خوددی په مقابل کی دثورانقلاب.دافغانستان دخلق دموکراتیک ګوند دقهرمانوغړو په مرسته .ټول اعلان شوی ریفومونه عملی کړل او دافغانستات په تاریخ کی یی دلومړی ځل لپاره د ملګرو ملتو په ګډون دنفوسو سرشماری په بری سره سرته ورسوله داسی یوکار چی ستر ملی پروګرام وه.عملی کیدل صرف.دافغانستان دخلق دموکراتیک ګوند په قوی زیار او فداکاری سره ممکن وه . دبلی خوا.داخبره چی انقلاب ماته وکړه دریشی نه غلطه ده .ځکه انقلاب دهیواد په داخل کی دکوم ګوند ډلی يا دداخلی بلوا ګرو لخوا ندی مات شوی .انقلا ب هغه وخت مات شو. چی دشوروی تجاوز په نتیجه کی ځموږ هیواد اشغال شو .او دانقلاب دسقوط سره یو ځای په 27/12/1979 کی دافغانستان ملی حاکمیت هم سقوطوکړ .دانقلاب سقوط داسی یو حالت ته ویل کیدلای شول .چی د هیواد دخلکو اکثریت یا کوم داخلی قوت دقیام په نتیجه کی انقلاب سقوط وکړی .او ضد انقلاب قدرت ته د دا خلی کودتا یا بلوا په وسیله واک تر لاسه کړی. نه د اچی د خارجیا نود تجاوز په نتیجه کی هیواد اشغال شی او په هغی دخلکو دقیام نوم کیخودل شی. دغه حالت ځکه دانقلاب سقوط نه پلکی دشوروی لخوا دهیواد اشغال وه .چی په هغی کی دثور انقلاب او دهیواد دخلکو سر نوشت یو ځای دتبا هی سره مخ شو ل.کارملی غدارانو په شوروی اشغال باندی دخلکو دقیام نوم کیخود او هغه یی دنجات ورځ ونوموله .ځکه وطنفروشانو او شوروی جاسوسانو د څلکو دتعقیب نه نجات پیدا کړیوه او دپردو په غیږ کی قدرت ته ورسبدل . .دلیل داوه چی هغوی افغانستان خپل وطن نه ګاڼه.همدا دلیل دی چی هغوی اوس هم دخراسان چغی وهی .او افغانستان نه منی. کارملی غدارانو د 30 کلونه زیات دافغانستان تجزیی اودهیواد په ورونو قومونو کی دملی کرکی دخپرولو لپاره کار کړی دی.هغوی دغه ملی خیانت دروسانو په مرسته پیل کړ اواوس دهغوی سره نورافغان دشمن هیوادونه او ضد افغانی غداری ډلی یو ځای شویدی.چی په هیواد کی دورونو قومونو تر منځ دنفاق اور بل کړی او دقومی خونړیو جنګونو په نتیجه کی هیواد تجزیه کړی .نور ضرور نده چی ملی خاین په زره بین کی ولټول شی ددی لپاره همدا اوس کافی ده دهغوی تبلیغات دهغوی په مدیاکی ولوستل شی او ولیدل شی. هغوی همدا اوس دافغانستان په تار یخ او افتخاراتو ملندی وهی . دغه ملی خاینان دادی د30 کلونه زیات په هیواد کی واک چلوی اودافغانانو د واحد هیواد پر ضد دسیسو ته دوام ورکوی.افغان وطن پالونکی باید دی ټکی ته جدی توجه وکړی .او هغه په مدیا کی خلکو ته روښانه کړی .ځکه هغوی دځان دپټولو لپاره ډیر نقابونه کاروی دموکراسی، اقوام زحمتکش ،اسلام .بشری حقوق ، مدنی ټولنه اوداسی نور هغوی په دغه یوه شعارهم عقیده نلری هغوی صرف افغان دشمن هیوادونو ته دهیواد دتباهی لپاره وظایف اجراکوی.نو ځکه ویلای شو .چی .دافغانستان خلک او خلقی نظام او وطن پالونکی خلقیان او مستقل افغانستان یوځای دشوروی تجاوز په نتیجه کی تباه کړای شول.چی بیا شوروی تجاوز دنورو هیوادونو دتجاوز لپاره زمینه مساعده کړه. او او س افغان ملی ناورین دوام لری. نو ځکه دا خلک نه وه چی دثور انقلاب ته یی سقوط ورکړی وه .بلکی داشوروی غداران او دهغوی لښکری وی چی دثور انقلاب ته یی سقوط ورکړ. دبلی خوا دافغان دشمن هیوادونو په مدیاکی شدید تبلیغات روان دی چی ګویا شو رویانو دثور انقلاب دساتلو پخاطر یر غل وکړ. دا دهیواد په تاریخی وا قعیتونو باندی دملنډو وهل دی .چی درو سانو دجاسوسی شبکو لخوا دشوروی تجاوز د پټولو په خا طر په هغوی پوری تړلوپروپا کند چیانو لخوا روان دی د یادونی وړ ده چی .دثور انقلاب. سره لدی چی عمر یی صرف ۲۰ میاشتی وه .خوا دغه نقلابی غورزنګ په بری سره په مخ روان وه . دثور انقلاب او دافغانستان ملی حاکمیت .دیوی خوا نه دحاکم ګوند پداخل کی دځینو عناصرو دملی خیانت لکه کارمل اودهغه ډله چی دثور انقلاب دسقوط اودشورویانوپه لاس دافغانستان داشغال په خاطر دذلیلو وطنفروشانو په حیث خاینانه هڅی کولی . اوپه هیواد او انقلاب باندی دشورویانو دیرغل تبلیغاتی او روانی زمینه برابره وله.چی دهغوی اعترا فات او اسناد موجود دی. هغوی اوس هم پدغه ملی خیانت افتخارکوی. ځکه روسانو تر اوسه په قدرت کی ساتلی. .او دبلی خوا دشوروی . دفاسدو ، غدارو ، دسیسه کارو او جنایت کارو رهبرانواو دکمونست ګوند دسیاسی بیرو د 08/12/1979 دفیصلی.او دشوروی دسرو لښکرو .دځمکنی او هوایی قوت په یرغل سره چی هغه وخت دنړی ستر طاقت شمیرل کیده. سقوط وکړ .. . دثور انقلاب صرف دشوروی لخوا په وینو کی ډو ب کړای شو نه دداخلی دشمن لخوا . دیا دونی وړده چی دروسی شبکو لیکوالان دثٍورانقلاب سقوط په هغه ریفورمونو او فرمانونو پوری تړی.چی دخلقی حاکمیت لخوادعاموخلکو په مستقیم اشتراک عملی شول .د خارجی جاسوسی شبکو لیکوالان ددی لپاره چی دشوروی تجاوز نه په غیر مستقیم ډول دفاع وکړی . دثور انقلاب ریفورمونه دهغی دسقوط عامل بولی نه شوروی تجاوز. داسی یو نظر دتارخ تحریف او شوروی یرغلګروته دخدمت کولو او دملی غداری معنی لری. او دهیواد خلکو او تاریخ ته لوی خیانت دی .ځکه هغوی پدی کار سره شوروی تجاوز باندی پر ده اچوی.د افغانستان دخارجی دشمنانو پو ری تړلی لیکوالان داکار تر او سه په ډیر مهارت سره کړیدی .اوس هم دهغوی دغه فکری جنایت روان دی .هغوی غواړی چی افغان روشنفکران او عام خلک په هیواد کی دمترقی افکارو نه مایوسه کړی . هغوی داسی یو ذهنیت ته کارکوی چه ګویا اوس هرډول پیشرفت اوترقی دهیواد دشرایطو او دخلکو دعنعناتو او اسلامی عقایدو خلاف کاردی. او باید دهغی مخه ونیول شی.هغوی همدا خبری دامان اله خان به وخت هم کولی هغوی په همدی منطق مل غدار بچه سقاو قدرت ته ورساوه او اماناله خان ته یی سقوط ورکړ.او هغه یی په کفر محکوم کړ ..نن هم دمدرنی سقاوی په دوران کی هماغه منطق کارول کیږی.هغه ګاوندی اسلامی هیوادونه.چی دهغوی لخوا داسی تبلیغاتوته سازمان ورکول کیږی. نن داتومی بم خاوندان اویا یی په جوړولو بوخت دی .اما ددی په مقابل کی ځموږ په هیواد کی مکتبونه سوځوی معلمان وژنی او کتابونه سوځوی چی ځموږ ټولنه همیشه په جهالت اودپردو په غلامی کی چی دهمدی جهالت محصول دی وساتی .د یادونی وړ ده چی ددرواغ جنوتبلیغاتو په خلاف د ثور انقلاب دخلکو دمټو په زور ولاړوه دلیل داوه چی دغه انقلاب دخلکو دګټونه دفاع کوله.نوځکه خلکو دهغی نه ملاتړ کاوه کچیری داسی ملاتړ نه وای. نود ثور انقلاب پر ضد به دشورویانو ټولی کودتا ګانی چی اکثر دکارملیانو او ستمیانو لخوا کیدی. کامیابی وای. او شوروی به مجبور نه وه چی دثور انقلاب او خلقی حاکمیت دسقوط په خاطر په ډیری رسوایی خپلی لښکری مارش کړی...نو ځکه په اطمینان سره ویلای شو .چی کچیری دغه داخلی خیانت اوخارجی یرغل نه وای .نه په داخل او نه په خارج کی هیڅ ضد انقلابی قوت پدی قادر نه وه چی دغه افغانی تیپ انقلاب او افغانی خلقی ملی حاکمیت ته سقوط ورکړی . او دافغان په مظلوم ولس باندی اوسنی ملی ناورین تحمیل کړی.به داسی شرایطو کی چی دادی دری لسیزی د ټولو مدا خله کونکو هیوادونو د پرو پا ګندی شبکو لخوا دثور انقلاب پرضد بی وقفی درواغجن تبلیغات روان دی. دهغه وخت حاکم ګوند اودهغه وخت دملی حاکمیت غړی په هیواد کی دمافیای استبدادی حاکمیت له کبله سکوت غوره کړی دی.دی حالت داسی ذهنیت را منځ ته کړی .چی ګویا دثور انقلاب په دفاع کی څوک نشته او وارد شوی اتهامات به همیشه بی جوابه پاتی وی. خوحقیقت داسی ندی.دی ټولو سوالونوته جوابونه موجود دی. په همدی دلیل.شاید د ثور انقلاب په دفاع کی د څه لیکل ځینو ته دتعجب وړ وی ځکه چې دری لسیزی تکرار تکرار د جعلیاتو او درواغو خپرول.دمستند فلمونو په نامه ددرواغو داستانونه جوړول .هغه هم دنړی دسترو طاقتو نو دتبلیغاتی ماشین په وسیله منفی ذهنیت جو ړولی شی.او دداسی منفی ذهنیت له منځه وړل اود حقایقو تو ضیح کول کافی کار او حوصله غواړی.ځما په نظر بلاخره باید ددرواغجنو تبلیغاتو په مقابل کی دحقایقو نه هم دفاع وشی .اود هغه جعلیاتو عوام فریبانه تبلیغاتو ماهیت خلکو ته څر ګند شی چی دوطن ددشمنانو لخوا روان دی. .همدارنګه، د واقعیتونو په تحلیل او روښانه کولو سره باید خلک دهغه څه نه خبر شی چی تر اوسه پټ ساتل شوی.دا پدی خاطر شوی چی دځینو هیوادو دهغی جملی نه دروسانو سیاسی اهداف تر لاسه شی. او دهغوی دنفوذ لپاره لاره خلاصه شی. دروسی شبکو مهم هدف پدغه تبلیغاتو کی دادی چی شوروی تجاوز په انتر ناسیو نا لیستی مرستی بدل کړای شی. او داسی وښودل شی چی شوروی په افغانستان تجاوز ندی کړی. پلکی مرسته یی کړیده.هغوی کوشش کوی چی دثور انقلاب داسی بدنام کړای شی .چی خلک شوروی تجاوز ته برات ورکړی.اوټول مسولیت دثور په انقلاب بار کړی.نه شوروی تجاوز..افغان وطن پالونکی بایدد دشمنانو دارنګ دسایس په مړانی سره خنثی کړی . دثور انقلاب پر ضد تبلیغاتی کمپاین. ځینی افراد داسی فکر کوی چی کچیری دثور انقلاب نه وای شوای شورویان افغانستان ته راتلای نشول . هغوی داسی دلیل وړاندی کوی .چی اصلا دثور انقلاب دشوروی دقوی نفوذ عامل شو. خو حقیفت بل ډول دی. دداسی ذهنیت په جواب کی باید وویل شی . چی دشوروی نفوذ لپاره د کاربنیا د دسردار داود په وخت کی کیخودل شو.دا هغه وخت وه چی دافغانستان ددفاع وزارت مدرن کول سردار محمد داود دخپل صدارت په وخت کی په شورویانو پوری وتاړه .دداود په وخت کی دهغه رسمی قرار دادونو په اساس چی دشوروی دولت سره داود امضا کړل. په زرهاوافغان نظامی محصلین شوروی ته دتحصیل لپاره ولیږل شول.داواضح خبره ده چی هغه وخت نړی په دوه کمپونو ویشل شوی وه چی دیو بل سره په جنګ کی اخته وه البته دا جګره مخامخ نظامی جګړه نه وه . بلکی استخباراتی، سیاسی، اقتصادی ،دپلو ماتیکه جګړه وه نو ځکه هغی ته سړه جګړه ویل کیده .داجګړ ه ددوه سترو طاقتونو او کمپونو تر منځ وه. چی ورته د سوسیالیزم او امپریالیزم کمپ نوم ورکړ شویوه.په شدت سره روانه وه . شورویانو هڅه کوله چی پدغه رقابت کی ډیرمحتاج او وروسته پاتی هیوادونه دتاثیر لاندی راولی او هلته کودتا ګانی وکړی .تر څو دغرب په مقابل کی ځان قوی کړی.شوروی کوشش کاوه د غریبو هیوادونو سیاسی نظامونه اول بی ثبا ته کړی او بیا یی اشغال کړی.نو ځکه شورویانو لومړی سیاسی کار ددغو هیوادونو په نظامی محصلینو کی پیل کړ.هغوی په افغانی نظامی محصلینو کی هم دځان په ګټه کار پیل کړ اوبیا یی هغوی خپلو استخباراتی شبکو ته جذب کړی.چی بیایی داود قدرت ته ورساوه .چی دهغوی نه ځینی تر اوسه دافغانستان په سیا ستونو کی دروسانو په مرسته فعال لوبغاړی دی.نو ځکه ویلای شو چی په افغانستان کی دشوروی او روسانو دحاکم رول عامل او بنیاد ایخودونکی سزدار داود دی نه دثور انقلاب. ادثور انقلاب پرضد دملی خاینانو اصلی اتهامات . ددری لسیزو نه په زیاته موده کی کوم اتهامات چی په تکرار سره دوطن ددشمنانو لخوا وارد شوی اوهرکال دعوام فریبانو لخوا هغی ته دمختلفو وسایلو په مرسته پروپاګند کیږی هغه پدغو څلورو ټکو کی خلاصه کیدایشی ( 1 - دکورنیو چاروپه وزارت کی داعدام شویو افرادو لست نصب کیدل.2 – دهرات حادثه. 3. – دچنداول حادثه – 4.- دکرالی حادثه ) دی . دیادونی وړ ده چی دح.امین ملی افغانی حکومت صرف دری میاشتی دوام وکړ چی دشوروی لښکرو په یرغل سره په وینو کی ډوب کړایشو. داشوروی حاکمان وه چی دخلقی حکومت درهبرانو ترمنځ یی اول اختلاف پیدا او بیا یی خونړی ټکر ایجاد کړ.ددغه حوادثو وروسته کله چی دشوروی دغداری رهبری دارادی په خلاف ح.امین قدرت ته ورسید . شورویانو په خپل ټول قوت د ح. امین دحکومت دسقوط لپاره پټی هڅی پیل کړی.داهڅی دکودتا .نظامی بلواګانو. اودزهرجنو تبلیغاتو .کارشکنی او نورو وسایلونه په استفادی سره تر سره شوی 1 -.دهغی جملی نه دداسی اعدامیانو یو لست ځوړندیدل .چی پدغه لست کی اکثر شامل کسان تراوسه ژوندیدی .دخلقی حکومت دبد نامولو لپاره دکی جی بی یوه دسیسه وه چی دخپلو پټو شبکو په وسیله یی تر سره کړه.چی اوس هم روسی جواسیس هغی ته ګرم تبلیغ کوی. ددی لپاره چی دروسی جواسیسو درواغ ثابط شی. ځینی دوستان اوس هم دهغه کسانو دلست په جوړولو بوخت دی چی په دغه لست کی داعدام شویو کسانو په جمله کی ثبت شویوه خواکثر ژوندی وه .2 – دهرات حادثه دیوی خوا په ۱۷ فرقه کی د هغه افسرانو لخوا چی خپل وجدان ،شرافت،ملی حیثیت یی خرڅ کړیوه.اوپه افغانی اردوکی د ایران جاسوسان وه .چی دخپل وطن بر ضد او دایران په ګټه یی کودتا وکړه او د۱۷ فرقی کنترول یی ترلاسه کړ .جوړه شوه.اودبلی خوا دایران لخوا د۴ زره په حدودوکی ایرانی افسران، شیعه ایله جاریان .او افغانی وطنفروشانو چی اسلامی نقاب یی په مخ راکش کړیوه دهجوم په نتیجه کی رامنځ ته شوه.خوددغی ستری دسیسی په مقابل کی ځموږ دقهرمانی اردو، څارندوی، سرتیرو او افسرانو. اودافغانستان دخلق دموکراتیک ګوند غړو او دهرات اتلو خلکو ددغه داخلی او خارجی دشمن سره مقابله وکړه .اوهغوی یی مات کړل .ملی خاینان دهغوی په سرکی تورن اسماعیل ایرانی بادارنو ته دتورمخو وطن فروشانو په حیث وروتختیدل.او افغانانو یوځل بیا دتاریخ په بله پاڼه کی دایران ددسیسی سره په مقابله کی بریالی راوختل.په دغه حادثه کی د رسمی احصایی مطا بق صرف ۳۲۰ تنه ووژل شول چی دهغی جملی نه ۱۲۰ تنه داردو لخوا ۳۸ تنه دګوند لخوا شهیدان شول.اوپاتی دمخالفینو تلفات وه.دادسیسه چی دایران او شوروی استخباراتو لخوا هغی ته سازمان ورکړ شویوه.په مطبوعاتو کی زیات انعکاس پیدا کړ پدی اړه کیدای شی ځماکتاب ( دپردو فتنی او تیری ) ته مراجعه وشی .پدی ډول دروس او ایران دسیسه ناکامه شوه او هغوی ماته وکړه.نوځکه د روس او ایران تورمخی جواسیس او بد نام وطنفروشان هرکال د هغی کلیزه لمانځی .اولو ی لوی درواغ دتلفاتو په هکله وای .او کرکجن پروپاګند کوی چی په حکومت خپل جواسیس په اتلانو بدل کړی.3 – دکابل ښار په چنداول کی حاد ثه دهغه ملی خاینانو او وطنفروشانو لخوا جوړه چی عمدتا دایرن دشیعه افراطی ډلو لخوا هغی ته سازمان ورکول کیده. .هغوی غوښتل چی دکابل په ښارکی دبلوا په جوړولوسره افغانی مستقل حاکمیت بدنام کړی.او هغه ضعیف وښیی .هغوی دڅارندوی په ماموریتونو باندی په حملی کولو سره.بلوا جوړه کړه .خوهغوی خپل هدف ته ونه رسیدل او افغانی اردو ډیر زرد بلوا کونکواو ملی خاینانو ډلی چی دایران لخوا هغوی ته سازمان ورکړ شویوه. دکنترول لاندی راوستل.هغه کسانو چی دغه بلوا جوړه کړیوه اوبیا ایران ته په تیخته بریالی شول دهیواد داشغال نه وروسته یی بیا تر اوسه ډیر ستر جنایات وکړل .دهیواد په ورونو قومونو کی دملی کرکی خپرول،دهیواد تجزیی ته کار کول،دخلکو په سرونو کی میخونه ټکوهل، دښځو سینی پریکول،رقص مرده . چی مستند فلمونه یی اوس هم موجود دی.دهغوی دشهکارونو په جمله کی راځی .هغوی اوس هم په هیواد کی دپردو په مرسته واک چلوی .او په لوټ تالان او دقومی کرکی په خپرولو بوخت دی. 4 — دکنړولایت دکراړی حادثی جوړیدل .چی عمدتا دشوروی کی جی بی اودنورو هیوادونو داستخباراتو کاروه . داسی یوه حادثه وه چی مرکزی دولت تراخره دهغی په څیړلو بوخت وه .خودمخه تردی چی نتایج تر لاسه شی شوروی افغانستان اشغال کړ . او د کراړی موضوع یی دامین پر ضد دتبلیغاتو مهمه وسیله وګرځوله . سره لدی چی په هیواد کی د ۳۲ کلونو په جریان کی په لسهاو کراړی جوړی شویدی . خواوس هم دروسانو سره یو ځای د نورو خارجی هیوادونو جواسیس هم دغه موضوع دوخت دخلقی حکومت پر ضد دتبلیغاتو وسیله ګرځولی ده. جالبه داده چی دغه کرکجن تبلیغاتوته هغه افراد دوام ورکوی چی هغه وخت دحاکم ګوند غړیوه . شاید ددغه خیانت په مقابل کی به زیات مزد ترلاسه کوی. ځه ولی دغسی تبلیغاتوته ملی خیانت وایم ؟ دلیل دادی چی په روان ملی ناورین کی هره ورځ ،هر ه میاشت، هرکال موږ وینو چی په لسهاو تنه دخارجیانو دبمبارد اوانفجار له کبله وژل کیږی، دخلکو په جنازو، دخلکو په ودونو، اوپه کلیوکی په ملکی خلکو په وار وار پمبارد کیږی اوبیا معذرت غوښتل کیږی او کله هغه هم نه غوښتل کیږی .په وطن کی دوینوسیلاب روان دی .پداسی حا لاتو کی دهغوی وجدان ویده دی.غوږونه یی کاڼه دی.سترګی یی پټی دی.او خوله یی بنده ده. خوکله چی خارجی بادار هغوی ته فرمان ورکړی .نا څاپه دهغو حواثو په اړه چی 32 کاله پخوا دثور انقلاب په وخت واقع شویدی اوهغه هم ددوی دبادارانو کار دی خودوی یی په هغه حکومت اړوی چی شورویانو محوه کړ. ریا کارانه او عوام فریبانه ډرامی او شور جوړوی تبلیغات کوی .. داسی افراد چی دهغوی ژوند دیوه خرڅ شوی،غلام صفته،عوام فریبه افغان دبی حیثیتی داستان دی باید خلکوته رسوا شی.او دهغوی دمخ نه باید نقاب لری شی. د نړی په غریبو هیوادونو کی دشورویانودسیسی .. دشور ویانو لخوا.دسوسیالیزم او کمونیزم شعارونه صرف دچل ول لپاره او پدی هدف ورکول کیدل .چی دغریبو هیوادونو روشنفکران وغولوی او داسی وښیی چی ګویا شورویان دنړی دزیار ایستونکو واقعی مدا فعین دی . او دامپر یالیزم په مقابل کی دهغوی نه دفاع کوی .تاریخ وښودله چی دهغوی واقعی هدف دشوروی نړیوال قدرت پراخول وه.. نو ځکه هغه وخت شوروی دولت نظامی استخباراتو چی د جی،ار، وی، په نامه یادیده .ددریمی نړی دهیوادونو. د نظامی محصلینو په منځکی سیاسی سازمانونه په د ی هدف جوړ کړل چی بیا دهغوی په لاس ددغو هیوادونو سیاسی نظامونه بی ثباطه کولو او دکودتا د لاری نسکور او بیا هلته په ځان متکی حکو متونه جوړ کړی . ځکه ددغو هیوادونو سره دشوروی نظامی مرستی دهغوی دسیاسی ا هدافو اوپدغو هیوادونو کی دهغوی په سیاسی نفوذ پوری تړلی وی په دغو هیوادونو کی دغه نظامی سازمانونو چی دشوروی سیاسی نفوذ لپاره یی کار کاوه.پدی کامیابی شول چی نظامی کودتا ګانی وکړی. او سیاسی قدرت تر لاسه کړی .چی بیا ., په ډیرو هیوادونو کی د نظامی کودتاګانو په وسیله نوی سیاسی نظامونه جوړ شول. سودان کی. نمیری ، سومالی کی. سید باری، ایتوپیا کی. منګستو هایلی ماریام قدرت ته ورسیدل، او په یمن، اوداسی نورو هیوادونو کی هم کودتا ګانی وشوی.چی بیا په همدغه اویایمو کلونو کی سردارداودهم دشوروی ددفاع وزارت داستخباراتی سازمان په مرسته په ظاهر شاه کودتا وکړه اوشاهی نظام یی نسکور کړ. او په افغانستان کی یی سیاسی ثباط ختم کړ. شورویانو داود دخپلی کودتا لپاره ځکه دسرپوش په حیث استعمال کړ .چی په کودتا کی حتی دشوروی دلاس لرلو تصور هم له منځ نه یوسی .ځکه داود ته دکمونست خطاب نه کیده سره لدی چی هغه په سره شهزاده مشهوروه. اما په هغه باندی دشوروی سره دعمیقی رابطی دلرلو ګمان نکیده.د یادونی وړ ده.چی بیا په افریقا او اسیا کی دغه کودتای نظامونه دنورو کودتا ګانو په زریعه. له منځ نه لاړل او په دغو هیوادونو کی سیاسی ثباط ختم شو. په سومالیا کی دهغه وخت نه بیا تر اوسه پوری سیاسی ثباط نشته . افغانستان هم اثتثنا نه وه . په افغانستان کی .د وروستیو اطلاعاتو په بنا چی خپاره شویدی .جی،ار،وی، دشوروی ددفاع وزارت استخباراتی کمیتی په کال 1964 کی [ دوسله والو قواودانقلابی سازمان] په نامه یو پټ ګوند دافغانستان ددفاع په وزارت کی جوړ کړی وه.چی غړی یی اکثر هغه افسران وه چی په شوروی کی یی تحصیل کړیوه .دغو افسرانو د جی،ار،وی، په هدایت .دظاهر شاه پر ضد او دداود په ګټه د 1973 دجولای دمیاشتی په کودتاکی فعا له برخه واخسته .او سردار داود یی قدرت ته ورساوه .شورویانوته دشاهی نظام نسکورول چی په ټولنه کی یی معنوی تا ثیر درلود ډیرمهم وه. دا کار د شاهی دربار نه بهر چا نشو کولای. ځکه په خلکو کی پاچا دخدای دسوری په حیث منل شویوه . نوځکه شورویان دی نتیجی ته ورسیدل چی شاهی نظام صرف ددغی کورنی غړی پای ته رسولای شی نه بل څوک . ځکه پا چا دسیاسی ثباط عامل وه. هغه وخت خلکو ته بل څوک دمنلو وړ نه وه. نوځکه دغه د سیاسی ثباط عامل یا شاهی نظام شورویانو دداود په کودتا ختم کړ. او ځان ته یی لاره خلاصه کړه .ځکه ددغه کودتا وروسته په افغانستان کی سیاسی ثبا ط ختم شو شورویانو او بیا روسانو. په ډیره اسانی وکولای شول .تر اوسه بوری دافغانستان سیاسی جریانات په کنترول کی ولری. بله موضوع چی روسی جواسیس دعامه خلکو دذهنیت دغولولو لپاره هغی ته تبلیغ کوی هغه د هغو دنطامیانو لخوا د داود وژل دی چی ده ته دخپرو لپاره ورغلی وه دغو نظامیانو هغه وخت په داود ډذی وکړی چی په خپله دداود دډذو هدف وګر ځیدل .دبلی خوا کچیری حقیقت ته ځیر شو. داود دسقوط پر وخت دهغو افغان عسکرو لخوا ووژل شو .چی خپله دوه کلنه دعسکری دوره یی تیروله هغوی نه په کوم ګوند کی وه اونه یی کومه سیاسی مفکوره درلوده .دغو عسکرو هغه وخت په داود ډذی وکړی.چی داود دهغوی قوماندان وویشت او هغه پر ځمکه وغور ځید .په حقیقت کی داود دغه عسکر قصدا تحریک کړل چی په هغه ډذی وکړی.حال داچی دغه نظامی ګروپ داود ته دخبرو لپاره تللی وه نه دهغه دوژلو لپاره.ځکه دهغه ګارد دمخه تسلیم شویوه. او سیاسی نظام بدل شوی وه . په داسی حلاتو کی دداود لخوا داسی عمل د جنون او خود کشی معنی لرله . دروسی او نورو هیوادو دجاسوسی شبکو لیکوالان دهغه په اړه دافغان روشنفکرانو دبد نامولولپاره شور او زوږ جوړوی.تلویزیونی ننداری کوی .جعلی فلمونه جوړوی.او پروپاګند کوی . چی ګویا هغه کمونستانو وواژه . اما ددی په مقابل کی کچیری واقعا هغوی دکمونستانو ضد وی. او دکمونستانو پر ضد چغی یی دعوام فریبی او خیانت لپاره نه وی.با ید هغوی ته ورپه یاد کړم چی. حفیظاله امین د افغانستان جمهور ریس د شوروی یرغل پر وخت دشوروی دکمونست ګوندریس بریژنف په امر دشوروی سرولښکرو او کمونستو کوماندو افسرانو لخوا چی هغوی دغه عملیات دشتورم ۳۳۳ په نوم پیل کړیوه . دح امین دجمهوری ریاست په قصر باندی دحملی پر وخت دخپلو دوه و وړو زامنو سره وژل کیږی چی بیا هیواد شوروی اشغال کړ. اما دغه وطنفروشان دشوروی اشغال په قوی کلماتو نه محکوموی او حتی د ح.امین دافغانستان جمهور ریس نوم هم نه اخستل کیږی او دهغه دهډوکو پوښتنه هم څوک نه کوی .ځکه ددی کار لپاره دغو ذلیلو وطنفروشانوته کوم امتیاز نه ورکول کیږی.نو ځکه.دغه جعلی وطن پالونکی دموکرات عوام فریبان او خرځ شوی لیکوالان پدغه اړوند سکوت کوی .چی خارجیان یی امتیازات کم نکړی . د بلی خوا.دا به ومنو چی د داود دحکومت پر وخت شرایط داسی وه چی هغه یی مجبور کړ چی ددفاعی توان د زیات والی په خاطر د شوروی سره داسی قرار دادونه امضا کړی چی نتیجه یی اوسنی بحران دی.که دا سی حالت نه وای. او هغه شرایطو نه وای مجبور کړی. داود ملی شخصیت وه او ضد ملی اراده یی نه درلو دله. ..اوس کچیری دغه شرایط داود خان ته برات ورکولای شی.نو ولی دثور انقلاب او خلقی ګوند ته برات نشی ورکولای.ځکه هغه هم په نړی کی دمعینو شرایطو محصول وه.شورویانو صرف هغه وخت په افغانستان کی خپل دګوډاګیانوحکومت اعلان کړ.چی هغوی جمهور ریس حفیظاله امین وواژه .او دهغه حکومت یی محوه کړ..ح امین زموږ په هیواد باندی دشوروی یرغل لومړی قربانی وه .کچیری امین ژوندی او په قدرت کی وای او شورویانو ځموږ هیواد اشغال کړی وای نو موږ به ټول مسولیت منلای وای. اما څرنګه چی ولیدل شول .دشوروی اشغال نه وروسته ح. امین ، دثور انقلاب ،خلقی ګوند سرنوشت او دافغانستان دخلکو سرنوشت یو ډول وه.یعنی ټول په دغه ملی ناورین کی یو ډول تباه شول ، .بله موضوع چی دروسی شبکو لخوا ورته تبلیغ کیږی هغه دداود دسقوط پر وخت.دهغه دا خبره ده چی ځه کمونستانوته نه تسلیمیږم . هغوی غواړی ثابته کړی چی داود دشوروی کمونستانو سره کومه رابطه نه درلودله . حال داچی دهغه قدرت دشوروی کمونستانو په ملاتړ کی وه..دایو حقیقت دی چی کچیری په اردو کی دشوروی استخباراتو دنظامی سا زمان ملاتړ دداود سره نه وای دهغه کودتا ناکامه وه . داود دکمونستانو په زور قدرت ته ورسید .هغه نه یواځی داولی ورځی نه کمونستانوته تسلیم شوی وه . او دهغوی ملاتړ ورسره وه بلکی دهغه ټوله سیاسی تګ لاره دهغو اشخصو لخوا جوړیده چی دوی ورته کمونستان وای .دغه اسناد اوس موجود دی .دداود.خلکوته دخطاب بیانیه همدااوس موجوده ده چی د داود دحکومت اعلان شوی رسمی تګ لاره وه.او دهغی لیکوالان هم معلوم دی.او دا چی داود . دکابینی اکثر غړی دشوروی بر حال جاسوسان وه .پدی اړه کافی اسناد خپاره ، اوس موجود دی.دبلی خوا.هماغه نظامیان چی دداود په کودتا کی یی برخه درلوده. همدا اوس دروسانو په حمایه په اوسنی دولت کی چی د ټولو خارجی هیوادونو دافغان جاسوسانو مختلط اتلافی حکومت دی.واک چلوی .چی همدا اوس دافغان وطن پا لونکو روشنفکرانو پر ضد دداود دنوم نه په استفادی سره تبلیغاتی کمپاین دهغوی کار دی .هغوی پدغه پرپا ګند کی.فعا له ونډه لری. دبلی خوا دیادونی وړ ده چی اکثر هغه وطن پالونکی افسران چی دثور انقلاب په بری کی یی ونډه لرله اودشوری استخباراتو سره یی رابطه نه درلودله دشوروی اشغال وروسته یا اعدام شول،یا ترورشول، یازندان ته واچول شول اویا ددایمی تعقیب او ازار لاندی واقع شول.او یا جیری مهاجر شول.په مقابل کی هغه کسانو چی شورویانو سره یی استخباراتی رابطه وه دهغه وخت نه بیا تر همدا اوسه پوری په قدرت کی دی. او دروسانو او نورو هیوادو مرسته ورسره ده..نوځکه دا په اطمینان سره ویلای شو .چی دثور انقلاب په افغانی مټو او په مستقل ډول کامیاب شو.نوځکه د پیل نه شورویانو دهغی پر ضد دسیسی بیل کړی او کله چی دثور انقلاب پر ضد دهغوی ټولی کودتاګانی ناکامی شوی. نوشورویانو دثور انقلاب دبری نه صرف 20 میاشتی وروسته په 1979-12 -27 کی دخپلو لښکرو په زریعه د ثور انقلاب محوه کړ. دیادونی وړ ده کچیری دثور انقلاب بری ته رسیدلای وای اوکنه .شورویان دداود دحکومت په وخت کی پدی قادروه چی دافغانستان سیاسی نظام په کنترول کی ولری .دثور انقلاب سره دهغوی دشمنی بدی خاطر وه چی دا یو افغانی مستقل انقلاب وه. نو ځکه دهغوی استخبارات پدی قادر نشول چی دثور دنظامی قیام دمخه دهغی دکامیابی په ارتباط دقیق اطلاعات ترلاسه کړی. دا ددی خبری ثبوط دی چی په اردوکی د ح .امین په مشری خلقی نظامی سازمان په کامل ډول ملی افغانی تشکیلات وه چی شوروی کی جی بی دثور انقلاب دبری په پلان جوړولو کی هیڅ تاثیر نه درلود داخبره اوس په وار وار د روسی منابعونه خپره شویده.دا به ومنو چی ځینی هغه ا فسران چی په نظامی قیام کی سهیم وه دمخه یا وروسته دشورویانوسره رابطه کی وه .اما هغوی صرف وظایف اجرا کړل او پدی نه پوهیدل چی د قوماندی سیستم میکانیزم او دپیل وخت څه ډول دی. هغوی صرف هغه وخت پوه شول چی قومانده ورکړ شوه . دا موضوع اوس دشوروی جواسیسو په لیکنو کی ډیر لیدل کیږی .چی ګویاهغوی دانجام شوی عمل سره مخ شول او دمخه دهغی نه خبر نه وه ...دثور انقلاب د شوروی پروګرامونه دافغانستان په اړه ویجاړ کړل.ځکه داود نه په جسمی او نه په سیاسی لحاظ پدی قادروه چی هیواد اداره کړی هغه زوړ او دوینی په سرطان اخته وه او کابینه یی په متضادو ګروپونو ویشل شوی وه. داود په خپلی کابینی کنترول دلاسه ورکړی وه. دغه حالت اوس دهغه دکابینی دغړو په خپرو شویو کتابونوکی دلیدو وړ دی. نو ځکه شورویانو نورپلانونه درلودل. چی غوښتل یی دداود په موجودیت کی هغه عملی کړی.خو دثور انقلاب دهغی مخه ونیوله. شورویانو د داود په حکومت کی په کافی تعداد جواسیس درلودل چی دنظامی اقدام نه په غیر هغه عملی کړی .اوداود دحکومت په داخل کی دشوروی په ګته تغیر راولی .اوس د ثور انقلاب نه ځما دفاع پدی خاطر نده چی ځه بیادثور انقلاب کیدل او یاد اړوند شرایطو تکرار غواړم.ځکه دثور انقلاب او په هغی پوری مر بوط ریفورمونه او اجتماعی اقتصادی .فرهنګی تغیرات. یوه تیره شوی تاریخی دوره ده چی تکرار ی په هماغه شکل نا ممکن دی.اما ځما دادفاع ددی لپاره ده ، چی هغه په لسهاو زره ګوندی قهرمانان.چی هدف یی صرف ګران افغانستان ته خدمت وه اوهغه ګوندی غړی او وطن پالونکی.چی وطن ته دخد مت د مقدس آرمان په خاطریی خپل سرونه قر بان کړل دفاع وکړم.اودوطن تور مخو دشمنانو منفی او کرکجن تبلیغاتو ته جواب ووایم. چی اوسنی ملی ناورین یی ځموږ په خلکو حاکم کړی .. او همدارنګه. د افغانستان دخلق دموکراتیک ګوند دشهیدانو وطنپالونکی آرمان نه یادونه وکړم. چی دخپل وطن او خلکو لپا ره یی در لودل چی دهغوی دغه ملی ارمان دداخلی خیانت او دشوروی نا مردانه تجاوز په نتیجه کی دړی وړی شو. او دهغوی دغه وطن پا لونکی هیلی امیدونه د خاوروسره خاوری کړای شو.ل. هغوی دیوی پاکی وطن پالونکی عقیدی په اساس ګوند ته را غلی وه. دهغوی اراده دوطن لپاره نیکه اومقدسه وه هغوی خلکوته دخدمت هوډ کړیوه.هغوی په همدغه هوډ په وطن سر ورکړ. ځه په دغه لیکنه کی غواړم هغه نا روا اتهامات په مستند ډول رد کړم چی تر اوسه دوطن او خلکو ددشمنانو لخوا ځموږ د شهیدانو ددغه پاک آرمان پر ضد وارد شویدې .اود دغو قهرمانانو پاتی نسل ته دا رو ښانه کړم .چی د هغوی شهیدان لکه دوطن دنورو شهېدانو او ملی اتلانو په شان د برم او افتخار وړدی. او همدا رنګه دثور انقلاب په اړه هغه مسا یل روښانه کړم چی تر اوسه هغی ته توجه نده شوی.او ددوطن ددشمنانو د 30 کلن تبلیغاتی کار په نتیجه کی دنظره غورځول شوی دثور انقلاب او دشوروی اشغال دوه متضادی پیښی دی . د یا دونی وړ ده چی دثور انقلاب پر ضد دوطن ددشمنانو لخوا .په روان پرو پا ګند کی چی همدا اوس جاری دی .هغه اسا سی مسله چی د ثور انقلاب په هکله یی ذهنېت مغلق کړی .هغه دثور انقلاب او دشوروی اشغال ګډول دې . دا ځکه چی دثور انقلاب دافغانستان اود افغان ملی حاکمیت مستقل حرکت وه . اما شوروی تجاوز ددغه ملی حاکمیت دمحوه کولواود هیواد داشغال په خاطر یرغل وه. ددی حقیقت په خلاف روسی جواسیس داسی تبلیغ کوی چی ګویا دغه یرغل ددغه حاکمیت دساتلو په خاطرو شو. نه دهغه دسقوط لپاره..دغه مو ضوع .دثور انقلاب . دوا قعیت په پیژندلو کې اصلی دابهام ټکی او غوټه ده . دیادونی وړ ده .چی ددی ابها م دپیدا کولو لپا ره په روس او ایران باندی د خرڅ شویو لیکوالانو لخوا ډیر کار شوی. اکثر دروس او ایران او نورو هیوادونو دجا سوسی شبکو لیکوالان .د شوروی اشغال ټولی نا خوا لی د ثور انقلاب پوری تړی .چی په نها یت کی ددغو جواسیسو لیکنی دجعلیا تو په تحلیل سره.داسی روانی حالت را منځ ته کوی . چی لوستونکی شوروی تجاوز ته کم ارزش ور کړی او دثور انقلاب پړ وګڼی. هغوی تر او سه دا کار په ډیر مهارت سره کړی او کویی.ې هغوی لمر په ګوته پټوی. اوحقایق مسخ کوی. حال داچې د شوروی یرغل وروسته خلقی نظام ،او دهغوې اجتماعی ریفورمونه ،او په مجموع کی د ثور انقلاب ټولی لاس ته راوړنی تباه شوی او دثور انقلاب.دشوروی یرغل ګرو او دهغوی دګو ډاګیانو لخوا په فاشیستی وحشت او دهشت سره په وېنوکی ډوب او په ډېر شقاوت سره محوه کړای شو ل.دثور انقلاب او خلقی حاکمیت دشوروی تجاوز وروسته نور موجود یت نه درلود . خو.شورویانو د خلکو د غولولو لپاره. په خپل؛ګوډاګی حکومت دثور انقلاب نوی بشپړتیای پړاو نوم کیخود.دغه حکومت نه داهدافو اونه دمرام په لحاظ د ثور انقلاب سره کوم تړاو نه درلود .ځکه ګوډاګی حکومت اصلی وظیفه، دشوروی یرغل په ګټه دنظامی اوسیاسی کار بری ته رسول وه .نه د خلکو په ګټه دکوم سیاسی یا اجتماعی کار کول .هغوی دهغو افغانانو په و ژلو او تباه کولو صرفه نه کوله چی د ثور په انقلاب کی ی ځمکه اویا ګټه تر لاسه کړیوه او دهغی نه ی دفاع کړیوه .همدارنکه شورویانو او دهغوی ګوډاګیانوچی دنوی تپل شوی ګوند اودولت رهبران شوی وه .په ډیر شقاوت ، او بربریت، سره دمحوه شوی خلقی حا کمیت رهبران او دحکو متی کا بینی غړی اوګوندی غړی.او عادی طرفداران چی دثور انقلاب او خلقی حاکمیت سره یی همدردی درلوده .اویا یی دشوروی تجاوز سره مخالفت درلود . دتعقیب لاندی واقع کړل او یا ترور، اعدام، او زندان ته وا چول شول چی دشورویانو دغه جنایات دشوروی اشغال نه وروسته ، دخلقیانو دملی او اصولی غورځنګ دجوړیدو په عامل بدل شو. دا دشورویانو او دهغوی ګوډاګیانو داستبداد په مقابل کی د وطن پالونکو خلقیانو طبیعی عکسلعمل وه. چی بیا ددغه خلقی ملی غورزنګ غړو، دحاکم ګوند او دولت په داخل کی یی دهیواد دملی کټونه په دفاع کی خپل سرونه قربان کړل. ترور شول تعقیب شول زندان ته واچول شول . دخپلو وظایفونه لری کړای شول. او بلاخره جبری مهاجرت ته اړ شول.اما دوطن په دفاع کی یی اراده ماته نشوه.دا باېد ټولو ته روښانه وی .چی د ثور انقلاب عمر صرف ۲۰ مېاشتی وه.او دشوروی اشغال دثور انقلاب سره هیڅ تړاو نلری ځکه شوروی اشغال ګر دثور انقلاب دشمنان وه .هغوی انقلابی ریفورمونه لغوه کړل .اوهغه دهقانان او زیار ایستونکی یی ووژل چی دثور انقلاتب نه یی دفاع کړیوه .او هغه سیاسی نظام یی محوه کړ چی دثور انقلاب مشری یی کوله ..دثور انقلاب . په ۲۷/۴/۱۹۷۸ کی پیل او په ۲۷/۱۲/۱۹۷۹ کی محوه شو .او ددغی نیټی وروسته دشوروی اشغال ګرو او دهغوی دګوډاګیانو حکومت پیل کیږی ..ځه صرف دهغه ملی افغانی حاکمیت نه دفاع کوم چی په دغه ۲۰ میاشتوکی دشوروی جواسیسو دټولو کودتا ګانو دسیسو سره سره چی په ګوند اودولت کی مو جود وه په مړانه مقا بله وکړه .او په افغانی هوډ بی لدی چی خارجی مرسته ورسره موجوده وی په مستقل ډول د خپل هیواد او د افغانستان ملی حاکمیت نه دفاع وکړه .د یادونی وړ ده چی شورویانو دخپل یرغل نه څو میاشتی دمخه دمستقل افغانستان سره خپلی مرستی بندی کړیوی .ځکه شورویانو په افغانستان باندی د یرغل پلان درلود .شورویانوته دافغانستان دملی قهرمان حفیظاله امین ملی مستقل موقف دتحمل وړ نه وه او دهغه دوژلو هڅه یی کوله.. بلا خره شوروی نا مردهدشمن افغان ملی حاکمیت دخپلو لښکرو په زور محوه کړ . ځه دا منم چی ۳۲ کاله بی وقفی دوامداره زهر جن تبلیغات دنړی دستر قدرت لخوا چی دثور انقلاب پر ضد وشول .په ټولنه کی حتما خپل اثر لری.خوسره ددی ټولو حقیقت بلاخره باید بر یالی شی . حقیقت نه مری.خو دحقیقت د بری لپاره باید هغی ته کار وشی. دیادونی وړده چی دثور انقلاب د تخریب لپاره د هر هیواد جا سوسی شبکی خپل اهداف لری .ځکه دثور انقلاب دافغانستان دملی حاکمیت یوا ځنی ممثل و.او دیوه هیواد خارجی دشمنان اودهغوی ذلیل ګوډاګیان دهر هغه څه سره ضد دی چی ملی رنګ ولری.هغوی هڅه کوی.چی دغه افغانی تیپ یا افغانی ډول انقلاب پر ضد چی په مستقل ډول اوافغانی مټو بری ته ورسید .دمختلفو زاویو نه تبلیغاتی حمله وکړی.نو ځکه دغه شیطانی کړی .او دافغا نستان ددشمنانو ډول ډول ډاړی .چی خپل مخونه یی ،داسلام، دموکراسی، ملی شخصیتونو،وطندوستی زیار ایستونکو. په نقابونو کی پت کړی دی .دثورانقلاب او وطن په دشمنی کی سره یو دی. .دغه سیاسی او جاسو سی کړی پدغولاندی ډلو ویشلای شو.. دثور انقلاب اود وطن دشمنان په دغه ګروپونوکی داخل دی. 1 - روسی ګروپونه.- د ثور انقلاب او خلقی حکومت اودهغی رهبر حفیظاله امین او خلقی سیاسی نظام پر ضد دشوروی تجاوز دپیل نه بیااوسه پوری شوروی او روسی جواسیسو پدی علت ذهر جن تبلیغات پیل کړل او اوس هم دوام ورکوی. چی هغه دولت چی دوی یعنی شورویانود زور اونظامی یر غل په وسیله محوه کړی وه.دا سی بد نام کړی. او داسی ی منفور کړی .چی خلک ددوی د تجاوزهر کلی وکړی. خو اوس لیدل کږی چی. سره دټو لوتبلیغاتو روسا نو دغه هدف تر لاسه نکړ .ځکه دخلکو سیاسی شعور دومره ټیټ نه دی. چی ددوی په جعلی تبلیغاتو وغولیږی .او دبلی خوا 30 کاله دومره زیات وخت ندی چی خلک هغه هیرکړی.اویا ددشمن په دسیسو پوه نشی .اوس چی ددغه یر غل نه دری لسیزی تیری شوی . په میدیا کی دنویو تبلیغاتوپیل کول .او دآر شیفی اسنادو د نامه لاندی دنویو درامو خپرول .او دشوروی دوخت .ویل شوی درواغ په تکرار تکرار خپرول .ددی معنا لری .چی دشوروی یرغل په هکله دنویو معلو ماتو خپریدل. .د هغوی دنفوذ مخه نیسی .نو ځکه روسان، په دغه تبلیغاتی کمپاین کی کوشش کوی چی ضعیفالنفس افغانانو نه استفاده وکړی. نو ځګه دهغوی جواسیس د نورو نه علاوه .به دغه کماین کی دهغه افرادو نه استفاده کوی .چې د ملی شخصیتونو په دایره کی ځان شهرت ته رسولی ..هغوی په دغه تبلیغاتو کی کو شش کوی . چی د ثور انقلاب بری اودوام په شوروی او د هغوی په استخبا راتو پوری وتړی .او دهغی افغا نی او ملی مستقل ما هیت مسخ کړی. 2 - د چپ او ترقی غوښتونکو په نا مه ګرو پونه.- دځینو خارجی هیوادونو د جاسوسی شبکو لیکوالان دمترقی او چپ غورزنګ ،سوسیلیزم، کمونیزم ، مارکسیزم اونورو نومونو لاندی .دثور په انقلاب حمله کوی .هغوی د ثور په انقلاب باندی د دکتاتوری، شونیزم ، دپښتنو فا شستی حرکت نوم ږدی. اوډول ډول جعلی د استانونه .دثور انقلاب پر ضد جوړوی .او خپره وی یی .هغوی دخپلو محدودو فکری چوکاتونو له زاویی نه دثور په انقلاب حمله کوی .هغوی په اصطلاح د مار کسیستی کمونستی او مترقی لید لوری نه په جعلی تحلیلونو.او دکلماتو سره په لوبو کولو .ددرواغو ،او کرکجن پرو پاګند په کولو سره فضا خړه وی .حقایق مسخ کوی . .او دهغه فکری قالبونو په کارولو سره چی پردو هغوی ته د ځوان نسل د فکری تباهی لپاره ورکړی .د ثور انقلاب دبد نامی لپاره کار کوی ..هغوی دهیواد تیرودری لسیزو خونړیو حوادثو په جریان کی همیشه وطنپالونکی روشنفکری جنبش باندی دوسلوالو ترورستی او افراطی اسلامی ګروپونو په لاس حمله کړی. هغوی یی ترور کړی ، وژلی دی اوبیا یی د سیاسی ګوندونو په منځ کې دخربکا ری لپاره ځان پټ کړی .هغوی همیشه طفیلی ژوند کړی .اود سیاسی غورزنګونو په دا خل کی یی په مخفی ډول د یو مضر او تباه کونکی مکروب رول لوبولی .هغوی بی لدینه چی دعامو خلکو په ګټه یی په تیر تاریخ کی کوم ګټور کار کړیوی د وطنپالونکو مخی ته دا مونه جوړوی، تخریبی پرو پاګند کوی . ډول ډول درواغ خپروی او همدا رنګه د وطنپالبونکو پر ضد تخریبی اعمال دترور تر سرحده پوری تر سره کوی .چی کار ملیان، ستمیان. ځینی ماوستان، او نورپدغه ګروپ کی راځی .ددوی وظیفه په عمل کی د افغان روشنفکرانو او زیار ایستونکو. او وطن پالونکو فکری او فزیکی امحاده هغوی دغه جنایات پخوا دتنظیمونو په لاس وکړل اواوس یی ددولت پداخل کی دمقامونو په حاصلولو او خارجی جاسوسی شبکوسره په کارکولو.داضد انسانی جنایات سرته رسوی. هغوی اوس داکثر شخصی تلویزیونونو او تبلیغاتی وسایلو لاس ته راوړلو سره دغه تبلیغاتی کمپاین ته دوام ورکوی . دا په یقین سره ویلای شو چی دا دافغانستان دتباهی لپاره دټولونه خطر ناکی شبکی دی. هغوی هیڅ ډول سیاسی یا ملی یا حتی مذهبی عقیده نلری. هغوی حرفه یی وطنفروشان دی.هغوی صرف دکلماتو سره لوبی کوی..هغوی بی لدی نه چی خلکوته دتیروملی خیانتونو او نورو جنایاتو جواب ووای .دادی دخارجی بادارانو په ملاتړ دافغان ملی ناورین ته دوام ورکوی.او په هیواد کی واک چلوی دپلوماتیک پوستونه تلوبزیونونه او تبلیغاتی وسایل یی په واک کی دی اودهیواد دتیر تاریخ اوموجود حالت په اړه جعلیات خپروی . او وطن پالونکی بد ناموی . هغوی دنورو جنایاتونه علاوه . دقومونو ترمنځ ملی کرکه خپروی .او دخراسان دنامه لاندی دافغانستان تجزیی ته کار کوی. دوی دافغانستان دنوم تیر تاریخ او ملی برم او افتخاراتو سره دشمنی لری. او ځینی یی ځان ته افغان هم نه وای خو دافغانانو په هیواد کی ژوند کوی او دهغی وسایلونه دهغی پر ضد استفاده کوی.دیادونی وړ ده چی.دثور انقلاب او خلقی حاکمیت سره دهغوی دشمنی.دافغانستان سره دهغوی ددشمنی نه منشا اخلی. 3 – دملی او دموکراتو شخصیتونو په نقاب کی ګروپونه . دغه افراد او اشخاص چی په مخ یی دملی او دموکراتو شخصیتونو نقاب راکش کړی .خو په واقعیت کی دخارجیانو بر حال جواسیس دی . هغوی ته دخارجیانو لخوا ټول تبلیغاتی امکانات په واک کی ورکړ شوی. او ځان ملی شخصیتو نه او دموکراتان ګڼی او په نورو روشنفکرانو باندی حملی کوی. هغوی تخریبوی بی لدی چی په خپله یی دوطن په ګټه کوم کار کړیوی او یا یی وکړی اوس هغوی.ډول ډول پروپاګندی ننداری جوړوی.چی افغان روشنفکران بدنام کړی. حال دا چی همدا اوس د پردی شاته دهغوی خارجی تړاو ټول وینې. هغوی دثور انقلاب او افغان روشنفکرانو پرضد .اصلی حملی کونکی دی . چی تل ددرواغو پرو پاګند ته دوام ورکوی. . او دوطن ددشمنانو تبلیغاتی وسایل لکه رادیو ګانی او تلویزیونونه یی په واک کی دی هغوی بی لدی چی دوطن دملی ګټو په دفاع کې یی کومه قر بانی ورکړیوی.اویا یی ورکړی .د خپل ځان په اجازه یی ځان ته د ملی شخصیت لقب ورکړی.هغوی لیکنی کوی .مقالی او کتابونه خپروی. مصا حبی کوی او دډیری کمی جیری په مقابل کی دثور انقلاب پرضد ز‌هر جن تبلیغات او پروپاګند کوی. هغوی دافغان روشنفکرانو ملی حرکت ته ستر زیان رسولی .ځکه هغوی دملی مبارزی انحصار په ځان پوری تړی. او بی لدینه چی دملی ګټو لپاره یی کوم کار کړیوی. دهماغه موقف نه دهیواد په ملی عناصرو حمله کوی. او ددغه جنایت په کولو ځان ته مادی او معنوی امتیازات تر لاسه کوی.دوی افغان روشنفکری غوزنګ ته ډیر زیان رسولای دی.همدا دلیل دی چی افغان دشمن هیوادونه هغوی په شا ټپوی.او دثور انقلاب او خلقی نظام پر ضد هغوی ته د پروپاګندی وظایفو داجرا اوامرورکوی. هغوی دسردار داود دنوم نه په استفادی سره دثور په انقلاب تبلیغاتی حملی کوی - بېرته شاته