(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

قمرزمان طائزى سره مرکه

دپښتو ژبې بې خادم د کامل پښتو ادبى جرګې پبو سيمې نوښار ضلعې روح روان ښاغلی قمرزمان طائزی د پير په ورځ د اپريل په دريمه نيټه په کال ٢� � ٦ء کښې په حق ورسيدو او دخپل کلى په اديره کښې هم په دغه ورځ ماسپښين دوه بجې خاورو ته وسپارلی شو. خداې بخښلی دپښتو ژبې ډير ښۀ شاعر، محقق ا و د طنزو مزاح ليکونکی ؤ ددۀ کتاب د "کامل" په نوم چاپ شوی دی. بې شميره تحقيقى او تنقيدى مضامين یی چاپ شو ى دى. مرحوم په نورو جرګو کښې هم دخدمت ذمه وارۍ ترسره کړى دى چې پکښې په خصوصى توګه رحمان ادبى جرګه، سرحدادبى ټولنه پيښور او چراټ ادبى جرګه ضلع نوښار د ذکر وړ دى. ارواښاد د نوموړى محقق، ناول نګار، نقاد او ستر ليکونکى ډاکټر شيرزمان طائزى مشر ورور ؤ. مرکه کوونکى په کال نولس سوه اتۀ نوى د اګست په شپاړسمه نيټه دمرحوم قمر صيب سره دهغوى دژوند، فن او ادبى خدماتو په حقله دا مرکه کومه چې ګرانو لوستونکو ته وړاندې کيږى کړې ده. سوال: تاسو په کوم ځاې، کومې کورنۍ او کله زيږيدلى يئ؟ جواب: زۀ په کال نولس سوه يو کم ديرشم کښې د ښاغلى کټورشاه کره په پبو نومې کلى کښې پيدا شوی يم. زما د کورنۍ نوم طائزی دی. س: تاسو تعليم د کوم ځاې نه او څومره پورې حاصل کړی دی؟ ج: ما تر ميټرک پورې تعليم حاصل کړی دی ما اتم جماعت د ګورنمنټ مډل سکول پبو نه او بيا مې لسم په کال ١٩٤٦ کښې په کلى کښې دنيشنل هائى سکول نه وکړو. په دغه سکول کښې زمونږ وړومبی هيډماسټر د پيرپائى ميررحمان غازى ؤ. چې د يو ښۀ ماهر تعليم سره سره يو ښۀ شاعر، اديب، نقاد،صحافى او محقق هم ؤ، زمونږ ددغه هيډماسټر پښتو ادب سره بې کچه مينه وه او مونږ ته به ئې تل وئيل چې زۀ تاسو کښې هر طالب علم يو ښۀ شاعر او اديب ليدل غواړم. س: ستاسو د ملازمت مختصره خاکه به څۀ وى؟ ج: په کال ١٩٤٦ کښې چې ما ميټرک وکړو نو ددغه نه پس زما د تعليم سلسله منقطع شوه ولې چې زمونږ معاشى او کورنی حالات ډير خراب ؤ، ما هم په دغه کال په ريلوی محکمه کښې دکلرک په پوسټ ملازمت اختيار کړو. زما ډيوټى اول په پنډۍ کښې وه بيا زۀ پيښور ته راغلم، په کال ١٩٨٦ء کښې ما دهيډکلرک په پوسټ ريټائرمنټ واخستو، هم په دغه کال ما ته په افغان مهاجرينو کښې نوکرى ترلاسه شوه. دغلته ما د ايکټنګ کمشنر په عهده دوه کاله کار وکړو. بيا ما په کال ١٩٩� ء کښې په پلوشه ټريولنګ ايجنسۍ پيښور کښې ملازمت اختيار کړو س: تاسو د ريلوی ډيپارټمنټ کښې په يونين کښې هم حصه اخستې ده؟ ج: دخپلو بابوګانو ملګرو په يونين کښې ما پوره پوره حصه اخستې ده، په پنډۍ کښې زۀ د خپل يونين دجنرل سيکرټرى او جائنټ سيکرټرى په عهدو پاتې يم. بيا وروسته پيښور کښې زۀ د پريم يونين دپيښور ډويژن په سطح هم چئيرمين پاتې يم، مونږ به دنوښار نه تر لنډى کوتل پورې ګرځيدو. ډيرې سفرې مو پکښې پياده کړې دى، د خپل ډيپارټمنټ د ملګرو د مسئلو د حل کولو دپاره مو يو بل سره مرسته کوله. س: تاسو د خپل ادبى سفر اغاز کله او څنګه وکړو؟ ج: ما شاعرى د سکول د وختو نه شروع کړې ده، د خپل استاذ ميررحمان غازى نه زۀ ډير متاثره ؤم په دغه وخت کښې ما شاعرى د شوق دپاره کوله. زۀ چې کله دپنډۍ نه پيښور ته په کال ١٩٧٥ء کښې راغلم نو ليک سره زما دغه وخت کښې شوق جوړشو. زۀ په کال ١٩٨� ء کښې ادبى ميدان ته د پښتو د شاعر په حيث راووتم ددې نه مخکښې به ما په اردو کښې ليکل کول. س: تاسو شاعرى اول شروع کړه او کۀ نثر؟ ج: لکه چې ما ووئيل چې شاعرى ما اول شروع کړې ده او هغه هم د سکول د وختو نه خو نثر ما په باقاعده ډول په اردو ژبه کښې شروع کړی دی. ما به په ابتداء کښې طنزيه نثر ليکلو. هم دغه د بهټو دور ؤ، سخته ګرانى وه، د خلقو مالى حالات ډير خراب وو، په دغه وخت کښې ټولو کښې سنګينه مسئله دغوړو وه، ما په دغه مسئله يو طنزيه مضمون "گهى نهين ملتا" وليکلو، ا و د اردو "آئين" نومې رسالې ته مې وليږلو او چاپ شو. هم ددغه دور په سماجى، سياسى ا و معاشرتى مسئلو باندې ما يو بل مضمون "استحصال هورهاهی استحصال ختم هوگيا" وليکلو اودغه پرچې چاپ کړو. هم دغه پرچې بيا زما د مضمونونو دپاره د غالب د شعرد مصرعې دا الفاظ کيښودل چې "انداز بيان اور" ددغه عنوان لاندې به مې مضمونونه په باقاعدګۍ سره چاپ کيدل. دې پرچې ته د جماعت اسلامى مرسته حاصله وه. خو بيا دوه کاله پس دغه پرچه بنده شوه. س: د بهټو ددغه دور تجزيه به تاسو په مختصرو ټکو کښې څنګه کوئ؟ ج: د اقتدار اخستونه مخکښې دبهټو دا نعره ډيره مشهوره شوه چې مونږ به غريبانانو ته روټۍ، کپړه، او مکان ورکوؤ. او د غريبانانو ضروريات به پوره کوؤ. دغريبو خلقو يوه اسره پيدا شوې وه خو چې کله دبهټو حکومت راغلو نو بيا به هم دغه غريبانان په قطارونو کښې په ګينټو ګينټو اوړو غوړو او چينو ته ولاړ وو. ما به چې د يو اديب په حيث څۀ ليدل نو هغه به مې ليکل. س: په لنډؤ ټکو کښې تاسو په شاعر او نثر ليکونکى کښې څۀ فرق محسوسوئ؟ ج: شاعر او اديب ته الله تعالى ډير لوئې صلاحيتونه ورکړى دى. شاعر هميشه د خپل تخيل نه کار اخلى. ددۀ د تخيل پرواز ډير اوچت وى، دی خپل شعرونه هر وخت او د هر چرته جوړولی شى. د شاعر ځان ته يوه خپله دنيا وى. ددۀ دپاره د دومره څۀ خاص مطالعې ضرورت نۀ پيښيږى. خو ديو نثر نګار دپاره مشاهده، مطالعه، ژوندی احساس او علم ډير ضرورى دی. په يو موضوع د قلم پورته کولو نه مخکښې نثرنګار ته د اهمو او ضرورى خبرو معلومات ډير ضرورى وى. س: ستاسو په شاعرۍ کښې زياته برخه دغزل ده او کۀ د قطعاتو او ايا تاسو نظم هم ليکلی دی او کۀ نۀ؟ ج: په شاعرۍ کښې دشمير په لحاظ زياته برخه زما د غزلياتو ده، ما په ا ردو او پښتو ژبو دواړو کښې شاعرى کړې ده. دې نه علاوه قطعات مې هم ليکلى دى او تراوسه په ورځپاڼو ا ومجلو کښې چاپ کيږى. نظمونه مې هم په ګڼ تعداد کښې ليکلى دى. س: ستاسو په قطعاتو کښې د طنزو مزاح رنګ زيات غالب دی، ددې څۀ وجه کيدی شى؟ ج: زما په قطعاتو کښې د مزاح رنګ کم او طنززيات دی ددې شاته دا صلاح پيغام، نيکه جذبه او نصيحت اموز سبق دی. زما خپله هم دا مشاهده ده چې بعضې اوقات يو ډير لوئې مضمون بنده ولولى خو هيڅ اثر پرې ونۀ کړى. خو بل طرف ته يو معمولى غوندې شعر دلوستونکى او اوريدونکى په ذهن، زړۀ ا و جذباتو ښۀ اثر کوى. د يو شاعر په حيث خپل قام ته يوه لويه مسئله په ګته کول زۀ خپل فرض ګڼم. س: تاسو د نثر په کومو کومو اصنافو ليک کړی دی؟ ج: په نثر کښې ما په مختلفو ادبى موضوعاتو، په ګڼ مقدار کښې مقالې، په مختلفو کتابونو مقدمې او په ګڼو کتابونو تبصرې ليکلى دى. دې نه علاوه تکلونه مې هم ليکلى دى زما ليکلونه په ګڼو ورځپاڼو، مجلو او رسالو يعنې ښکلا، اباسين، اولس، پښتو او وحدت کښې چاپ شوى دى. س: تاسو تراوسه د څومره پښتو ادبى جرګو سره تړون پاتې دی؟ ج: ادبى جرګو او تنظيمونو سره باقاعده تړون زما د کامل پښتو ادبى جرګې پبو نه شروع شوی دی. زۀ ددې جرګې وړومبی صدر ؤم، د ضلع نوښار مرکزى ادبى جرګې نائب صدر ا و ننګيال ادبى جرګې صدر هم پاتې يم، اود سرحد پښتوادبى جرګې پيښور او رحمان ا دبى جرګې او نورو ادبى جرګو غړی يم. س: ستاسو په خيال د پښتو ادب په پرمختګ کښې ادبى جرګه څۀ کردار لوبولی دی؟ ج: د پښتو ژبې په پرمختګ کښې د ادبى جرګو لوئې لاس دی. پښتو ژبه چې نن په کوم مقام ولاړه ده د هغې بنيادى وجه ددغه ادبى جرګو اهم رول دی. پښتو ته په سرکارى توګه هيڅ سرپرستى نۀ ده حاصله شوې او نۀ چرته دپښتو مشرانو، ليډرانو، صنعتکارانو، تجارت پيشو ا و شتمندو خلقو دا محسوسه کړې ده چې ګنې پښتو دپاره څۀ وکړى. ادبى جرګې شاعرانو ا و اديبانو دپاره د يو لوئې پليټ فارم کار ورکوى چې تراوسه ئې پښتو ژوندۍ ساتلې ده. زمونږ د ډير قدر وړ افغانانو ليکوالو خاص طور باندې حبيب الله رفيع او چشتى صيب خو هميشه دا وئيلى د ى چې دا ادبى جرګې ډير افاديت لرى. او پښتو ئې ډيره مخکښې بوتلې ده. بل طرف ته يو غريب شاعر چې خپله مجموعه کلام نۀ شى چاپ کولی نو هم دې مشاعره کښې خپل کلام اوروى. هم په دې جرګو کښې دشاعر صلاحيت وده کوى. حوصله افزائى ئې کيږى او په ليک کښې ئې پراخوالی راځى. س: ستاسو په خيال په پښتو ادب کښې دجديديت څۀ مقام دی؟ ج: زما په خيال د جديديت د لفظ معنى پوهه او دانشورو خلقو د خپل سوچ او فکر مطابق کړې ده.ډير محققين او نقادان جديديت مزاحمتى ادب سره تړى. او ډير ورته انقلابى ادب هم وائى څو پورې چې پښتو ادب کښې دجديديت مقام دی نو زما په خيال دپښتو جديد ادب د موجوده دور د مسئلو په ښۀ ډول عکاسى نۀ شى کولی. په نننى ماحول د جديد ادب هيڅ اثر نشته. جديد ادب هر سړی دخپل فکر تابع کوى. په دې لړ کښې به زۀ دا ووايم چې نن هم دپښتو جديد ترين شاعر رحمان بابا دی ولې جې د دوى شاعرى افاقى ده. س: تاسو د رحمان بابا د شاعرۍ نه ډير متاثره يئ تاسو د بابا شاعرۍ ته په کوم ډول کتلى دى؟ ج: د رحمان بابا شاعرى په افاقى قدرونو پوره شاعرى ده. دې کښې زوړوالی نۀ محسوسيږى. ددې غټه وجه دا ده چې څومره وخت تيريږى، د رحمان بابا شاعرى خلقو کښې خوريږى. س: ادب د مذهب امانت ولې دی. تاسو دې باره کښې څۀ رائې لرئ؟ ج: پښتون واحد داسې قوم دی چې پوره پوره په اسلام کښې داخل دی. په عربو کښې هم په پوره ډول مسلمانان نشته اګر چې قوميت ئې عرب دی. پښتون په اسلام د زړۀ د تله مئين دی او هميشه ئې د دين اسلام پاسدارى کړې ده. دغه رنګ زمونږ په ادب کښې دين اسلام سره د سپيځلى جذباتو رنګ ښۀ جوت ښکارى. دخوشحال بابا ا و رحمان بابا د کلام د مقبوليت راز هم دا دی چې دوى د اسلام لمن کلکه راټينګه کړې ده. بل طرف ته پښتو او اسلام دواړه يو څيز دی ځکه خو پښتون د قام په حيث مسلمان دی او د نورو قومونو په مقابله کښې په اسلام ډير مئين دی. س: چاپ اثار لرئ او کۀ نۀ ؟ ج: په باقاعده ډول زما يو کتاب هم نۀ دی چاپ شوی، البته "ستاسو په نوم" د طنزيه شاعرۍ او "زما په نوم" د سنجيده کلام مجموعې مې چاپ ته تيارې کړى دى. س: په تکل، انشائيه اومضمون کښې څۀ فرق دی؟ ج: تکل، انشائيه او مضمون يو څيز دی. صرف اصطلاح کښې فرق دی تکل د نثر هغه صنف دی چې په ډير ښکلى او دلچسپ انداز کښې پکښې په يو موضوع ليکوال قلم اوچت کړی وى. خو زما په خيال بې مقصده تکل ته تکل نۀ شى وئيلی. په تکل کښې دې ارو مرو څۀ نا څۀ مقصد وى. بل طرف ته مضمون يا مقاله يو نثرى ليک دی چې په يو خاص موضوع باندې پکښې د يو خاص عنوان لاندې مفصل بحث کيږى. س: د يو شاعر او نقاد په حيث تاسو په رباعى او قطعه کښې څۀ فرق محسوسوئ؟ ج: د قطعې معنى ده قطع کول، خو په اصطلاح کښې قطعه د څلورو بيتونو يا د دوؤ اشعارو هغه صنف دی چې يوه خبره پکښې په ښکاره ډول بيان شى. رباعى د څلورو اشعارو نه جوړيږى، يعنې يو نيمګړی غزل ته مونږ رباعى وئيلی شو. س: د نن غزل د فن په معيار پوره دی او کۀ نۀ؟ ج: غزل خپل معيار ته نۀ دی رسيدلی البته مزل ئې ضرور کړی دی. ادب په ځاې ولاړ نۀ دی بلکې مخ په وړاندې يون کوى. لکه يو شاعر وائى چې:

مجنون ته هم په مينه کښې کامل وئيلی نۀ شم د مينــــــــې په مکتب کښې کتابونه نۀ ختميږى

هم دغه حال د غزل هم دی نن هم په اردو کښې ډير جديد شاعران دى خو د غالب، مقام هيچا ته هم نه دی حاصل شوی. س: دپښتنو ليکوالو او شاعرانو د ليک په حواله دپښتو ژبې مستقبل په حقله ستاسو څۀ خيال دی؟ ج: د معيار، فن او تکنيک او مقدار په لحاظ ادب مخ په وړاندې روان دی زما په خيال د پښتو ژبې مستقبل روښانه دی. س: آيا ډش او وى سى ار زمونږ پښتو ته څۀ خطره جوړه کړې؟ ج: ډش وى سى ار او د انډيا فلمونه چې پښتنو کښې يوه مخصوصه طبقه ئې ګورى چې زما په خيال د دې څيزونو د راتګ نه مخکښې ئې هم پښتو ژبې او ادب سره هيڅ دلچسپى نۀ لرله. زمونږ په ثقافت او تهذيب باندې به ضرور ډش ا و وى سى ار اثر انداز کيږى. خو زما په خيال دا د صاحب اقتدار خلقو کار دی چې ددې خطرې مخنيوی وکړى. زمونږ غټه الميه دا ده چې په عوامى سطح پښتو ته هيڅ مقام نۀ دی حاصل، دا خو صرف د شاعرانو اديبانو يو مخصوص ټولی دی چې پښتو ئې ژوندۍ ساتلې ده، پښتو ته نۀ مخکښې عوامى مرسته حاصله ده ا و نۀ اوس. دا د وخت اهم ضرورت دی. چې زمونږ مشران ليډران دې ته پام وکړى. هم دغه حال زمونږ د پښتو فلمونو هم دی، چې مونږ پرې بحثونه خو ډير کوؤ. خو عملى قدم پورته کولو کښې بيا هر سړی وروسته دی. س: په ادب او ثقافت کښې څۀ فرق دی؟ ج: ادب لطيف څيز دی او ثقافت کښې عموميت دی. ثقافت د يو قوم دود دستور او د ژوند تيرولو طريقه ده چې عمومى تاثر لرى خو ادب علم سره محدود دی. د ادب تعلق ليکوالو، شاعرانو، اديبانو يعنې مخصوصو خلقو سره دی. ادب د ذوق څيز دی بل طرف ته ثقافت عمومى دی. هر وګړی خپل ثقافتى چاپيرچل کښې ژوند تيروى. او د خپل ثقافت نه اثر اخلى. س: د يو اديب ا و معاشرې خپلو کښې څۀ تړون وى؟ ج: اديب او معاشره خپلو کښې ډير ژور تړون لرى. اديب او شاعر کۀ يو طرف ته دقام سترګې وى نو بل طرف ته ئې د معاشرې په نبض ګتې ايښى وى. معاشرې ته د امن، صلح، ورورولۍ او اسلام او اصلاح سبق ورکول د اديب غټه ذمه وارى ده. س: د پښتو د ودې دپاره مختلفې ورځپاڼې، مجلې ا و رسالې کوم قسم کردار لوبوى؟ ج: پښتو ورځپاڼو او مجلو ډير ښۀ او معيارى کار کړی دی، خو ولې بيا هم کم دی. ادبى رسالې او ادبى کتابونه شائع کول، لوستل ا و بحث مباحثې پرې کول د ژبې د ودې دپاره ډير ضرورى وى، خو ولې د بدقسمتۍ نه پښتو ته هيڅ سرپرستى نۀ ده حاصله شوې. د پښتو په سر هيچا هم لاس نۀ دی راښکلی. زمونږ اولس دې خبرې نه بلکل ناخبره دی چې ژبه په کومه خبره وده کوى، خو د پښتو دا ذريعه کمزورې ده. س: زمونږ اليکټرانک ميډيا پښتو مخکښې کړه کۀ نۀ؟ ج: ريډيو، ټى وى او فلم زمونږ د ژبې پنګه زياته کړه خو ولې زمونږ اولس ته ئې هغه پيغام او اصلاح ورنۀ کړی شوه کومه چې پکار وه. س: د پښتو په وده کښې پښتو اکيډمۍ کوم قسم کردار لوبولی دی؟ ج: پښتو اکيډمۍ ډير کار کړی دی خو لا ډير کار اوس هم پاتې دی کوم چې ورته پکار ؤ چې ډير مخکښې ئې کړی وی. د سرکارى او حکومتى امداد او مالى مرستې په وجه مونږ دا وئيلی شو چې اکيډمى دې معيارى کار وکړى. زما په خيال چې اکيډمى په ډيرو خبرو کښې ناکامه شوې ده. س: په ادب کښې د تنقيد څۀ اهميت دی؟ ج: د تنقيد مقصد هر ګز د تخليق کار سپکاوی نۀ وى بلکې هغۀ ته په ښۀ او مهذبه طريقې سره خامۍ او کمزورى اړخونه ښودل دى. خو بل طرفته نقاد ته دا هم پکار ده چې د يو تخليق کار په فن پاره کښې دهغۀ د فن پارې ښۀ اړخونه او خوبۍ هم وستائى. تنقيد داسې پکار دی چې د تخليق کار شخصيت ته پکښې څۀ نقصان ونۀ رسى. خو زمونږ الميه دا ده چې په ليک کښې ډير کم خلق تنقيد برداشت کوى. زما په خيال تنقيد تخليق دپاره نوې لارې پرانيزى. س: زمونږ سياسى مشرانو د پښتو دپاره څۀ وکړل؟ ج: دا ډيره د افسوس خبره ده چې دپښتنو ليډرانو د پښتو دپاره هيڅ ونۀ کړل دوى پښتو ته هيڅ ورنۀ کړل ليکونکى مو پښتو وخوړل او زمونږ ليډرانو پښتو وخوړه. بل طرف ته پښتانۀ صنعت کار پښتو رسالې او ورځپاڼې ته اشتهار ورکولو باندې شرميږى. زما په خيال زمونږ سياسى مشرانو سره هيڅ جواز نشته چې دوى دپښتو دپاره څۀ کړى دى. س: زمونږ په ا دب کښې د تصوف ډير لوئې مقام دی ستاسو څۀ رائې ده؟ ج: تصوف ډيره ګنجلکه مسئله ده، د تصوف په لفظى او لغوى اصطلاح او معنى کښې هم اختلاف دی. زما په خيال د تصوف باقاعده اغاز په اسلام کښې د اصحاب صفه (رض) نه شروع شوی دی. دا يو ډير اوږد سوال دی. خو بهر حال زمونږ ادب کښې د تصوف ډير اوچت مقام دی. دې ټولو کښې درحمان بابا شاعرى ده چې په خپلې شاعرۍ کښې ئې د اسلام حمايت اود جبرغندنه کړې ده. دغه رنګ هر يو شاعر څۀ نا څۀ تصوف طرف ته تللی دی. خصوصاً نعتيه شاعرى خو زمونږ هر شاعر کړې ده. س: د اولسى او عوامى شاعرۍ مقبوليت څۀ راز دی؟ ج: اولس او عوامى شاعرى په عوامو کښې ډيره مقبوله ده. او ددې بنيادى وجه په عوامى اواولسى ژبه کښې هم د اولس د ژوند او رنګ عکاسى کيږى. عوامى شاعرى چرې هم نۀ زړيږى. ولې چې دې کښې عوامى رنګ زيات غالب وى. س: نن سبا ډير شاعران زمونږ اولسى شاعرۍ اصنافو ته پاملرنه نۀ کوى......... وجه؟ ج: زما په خيال په ادب کښې نوى اصناف لکه ناول، افسانه، ډرامه او تکل نن سبا ډير مخ په وړاندې لاړل او ددې بنيادى وجه تعليم دی. د تعليم په وجه زمونږ تعليم يافته ليکوالو د نورو ژبو مطالعه وکړه. د تعليم او علم خوريدو سره ادب هم په وړاندې ځى. خو بل طرف ته د اولسى شاعرۍ اهميت نه مونږ انکار نۀ شو کولی. س: تاسو زمونږ لوستونکو او پښتنو خواخوږو ته څۀ پيغام ورکول غواړئ؟ ج: رحمان بابا وائى چې:

دلته دم او قدم دواړه په حساب دى پل غلط له لارې مۀ ږده بې حسابه

هر انسان ته الله تعالى څۀ نا څۀ صلاحيت ورکړی دی. نو هر انسان ته پکار دى چې خپل دغه صلاحيت د خداې د مخلوق ښيګړې دپاره استعمال کړى بل طرف ته شاعر او اديب چې د قام سترګې وى ذمه وارى ئې ډيره زياته ده، دوى چې دخپل ليک په ذريعه کوم پيغام ورکوى پکار دا ده چې دوى پرې پخپله هم عمل وکړى. د انسان د ژوند بنيادى مسئلو حل په اسلام کښې دی، زمونږ اديب ته پکار دى چې معاشرې ته د اسلام درس ورکوى. د باطل غندنه اودحق مرسته وکړى. - بېرته شاته