(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

درويشتو وزيرانو لنډ ژوند ليك

د هغو درويشتو وزيرانو لنډ ژوند ليك چې ولسي جرګې ته د باور د رايو د اخيستلو له پاره ور پيژندل شوي دي دعد ليې و زارت د نوماند سرور دانش لنډ ژوند ليک سرور دانش د محمد علي زوى په ١٣٤٠هجرى لمريز کال کې ددايکنډي ولايت په اشترلي په کلي کې زيږيدلى ،لومړ نى زده کړې يې په خپل ټاټوبي کې بشپړې کړي او وروسته يې په عراق ،سوريه او ايران کې لوړې زده کړې تر سره کړي اود حقوقو ، سقافت او اسلا مي پو هنې په برخو کې يې ليسانس واخيست اود فقهى او اسلا مي پوهنې په څانګو کې يې ماستري تر لاسه کړې او دجهاد په دوران کې يې په سياسي اوفرهنګې برخو کي کار و کړ اوشپږ کاله يې په هيواد او بهرکې دلوړو زده کړو مو سسو کې د فقهى او حقوقو لوست ورکړ سروردا نش پنځلس عنوانه کتابونه چې په عمو مي ډول فقهى او حقوقي مسالې لري يايې ليکلى او يايې ژباړ لي دي ، اوس دى اووه سوه علمي مقالې لري چې په جريدو کې خپري شوي دي. سرور دانش له ١٣٨١ څخه تر ١٣٨٢ کال پورې په بيړنۍ لويه جرګه ګې داساسي قا نون د تسويد په کميسيون اود اساسي قا نون د تدقيق په کميسيون کې غړيتو ب درلود اود اساسي قانون د تصويب په لويه جرګه کې يې ګډون وکړ او په ۱۳۸۳ کال کې ددايکنډي د لو مړى والي په توګه وټا کل شو او د همدې کال د مرغومې له مياشتې را هيسې در وان کال دليندۍ دمياشتې تر پنځلسمې نيټې پورې د عدليې د وزير په توګه کارکړي او اوس ددغه وزارت د سرپرست په توګه کارکوي. دى دقا نونپوه علمي رتبه لري دسودا ګرۍ او صنايعو وزارت د نوماند لنډ ژوند ليک غلام محمدييلاقي دغلام سخي زوى په ١٣٢٢ کال کې په مزار شريف ښار کې زيږيدلى دى .دسودا ګرۍ ، صنعت او بانکوالۍ په چارو کې تخصص لري . د مزارشريف له باختر ليسې څخه فارغ شوي دي او خپلې لوړې زده کړې يې د کابل پوهنتون په اقتصاد پوهنځۍ اودايټاليا په پيزا پو هنتون کې پاى ته رسولى دى ييلاقي په پښتو ،دري ،ايټالوي او انګليسي ژبو وا کمني لري. دى په ۱۳۸۸ د سوداګرۍ وزارت د ارشد مشاور په توګه ، په ۱۳۸۷ كال كې د تجارت او صنايعو د خونو درييس په توګه، په ۱۳۷۴ كال كې د تجارت د وزير په توګه ، په ۱۳۷۲ كال كې د افغانستان بانك د رييس په توګه او نورې دندې تر سره كړي دي. دکانونو وزارت د نو ماند لنډ ژوند ليک وحيد الله شهراني په ١٣٥٢ کال کې په کابل ښار کې زيږيدلى دى ،خپلې لومړنۍ او ثانوي زده کړې يې دپا کستان په پيښور ښار کې بشپړې کړي دي او په ١٣٧٥ کال کې د اسلام ا باد د نړيوال اسلامي پوهننتون د اقتصاد له پوهنځي څخه فارغ شوى اود ليسانس او ماسټرۍ در جه يې په همدې څانګه کې له دغه پو هنتون څخه تر لاسه کړې ده. په ١٣٨١ کال کې دلندن په يو پوهنتون کې د استاد په توګه ، په ١٣٨٣ کال کې د جمهوري رياست داقتصادي سلا کار په توګه او وروسته دافغانستان بانک دلو مړي مرستيال په توګه ،د ماليې وزارت د لو مړي معين په توګه ، دسوداګرۍ او صنايعو وزارت دسر پرست او ددغه وزارت د وزير په توګه يې کار کړى دى. وحيد الله شهرا ني په پښتو،دري ،ازبکي ، انګليسي ،عر بي او اردو ژبو پوره وا کمني لري. دکرنې او اوبو لګولو و زارت د نوماند لنډ ژوند ليک محمد اصف رحيمي دسلطان محمد زوى په ١٣٣٨ کال کې دکابل ولايت په پغمان ولسوالۍ کې زيږيدلى دى اود لو مړنيو او ثا نوي زده کړو له بشپړ ولو وروسته دکابل پو هنتون له انجنيرۍ پوهنځي څخه فارغ او وروسته يې خپلې لوړې زده کړې دفوق ليسانس په درجه د عامه ادارې اود پرمختيايي او بيا جوړولو د پرو ګرامونو په څانګه کې دامريکا د متحده ايالاتو په نبرا سکا پوهنتون کې پاى ته رسولې دي. ده، د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د پرو ګرا مونو د معين ،د کليو دبيا جوړولو او پرا ختيا وزارت د ملي پيوستون دپرو ګرام د مسـئول، داسيا په جنوب کې د کاناډا دکييرد نړيوالې مو سسې د پرو ګرا مونو د امريت ،دپاملرنې موسسې د سا حوي فعاليتو نو درياست ، دپا ملرنې موسسې د پروګرامونو د امريت په پستونو او په څو نورو پستونو کې دندې تر سره کړي دي. دى، د ١٣٨٧ کال د لړم په مياشت کې د کرنې او او بو لګولو د وزير په توګه وټاکل شو دمخا برا تو اومعلوما تي تکنالو ژۍ و زارت د نوماند لنډ ژوند ليک انجنير اميرزى سنګين داميرګل ګلشاه خيل زوى په ١٣٢٨ کال کې دپکتيکا ولايت په ارګون ولسوالۍ کې زيږيدلى دى. خپلې لومړ نۍ زده کړې يې په ارګون ولسوالۍ، منځنۍ او لوړې زده کړې يې په ګرديز ښار کې بشپړې کړي دي او په ١٣٥٢ کال کې خپل ديپلوم د مخا برا تو او بريښنا انجنيرۍ په څانګه کې له لندن کالج څخه تر لاسه کړي دي. ده د مخا برا تو وزارت دستر سلا کار ،دتيلي کام د مخا برا تي شرکت د اجرائيوي لوى رييس په پستو نو اود مخا برا تو او معلو ماتي تکنالو ژۍ د وزير په توګه کار کړى دى. دترانسپورت اود ملکي هوا يي چلند وزارت د نو ماند لنډ ژوند ليک پو هنمل ډاکتر محمدالله بتاش په ١٣٤٠ کال کې د کندز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې ژيږيدلى دى. خپلې لو مړ نۍ، منځنۍ اوثا نوي زده کړې يې په دغې ولسوالۍ کې بشپړې کړي دي او په ١٣٦٤ کال کې د ماسټرۍ په درجه دروسيې دکوبان دولتي پوهنتون د تاريخ له پوهنځي څخه فارغ شوى دى. خپله دکتورا يې د ټولنيزوعلومو په څانګه کې له مسکو پوهنتون څخه په ١٣٧٤ کال کې تر لاسه کړې ده. ده په بيلا بيلو نړيوالو تجارتي کمپنيو كې د مديريت، دافغانستان د ملى اسلامي جنبش ګوند دمرکزي شورا د عمومي منشي، دپارلماني او د ولايتي شورا ګانو د چارو دسلا کاراود جګپوړ و د ولتي مقا ماتو په ټا کنه کې د جمهور رييس د خاص مشور تي بورډ د غړي په توګه دندې تر سره کړي دي. دملي دفاع وزارت د نوماند وزير لنډ ژوند ليک عبد الرحيم دعبدالغني زوى په ١٣٢٣ هجري لمريز کال کې په ورد ګو ولايت کې زيږيدلى دى. په حبيبې ليسې او حربي پوهنتون کې يې زده کړه کړې ده اود امريکا په معتبرو اکاډميو اود مصر د عليا ناصر په ا کاډمۍ کې يې لوړې زده کړي دي او له فراغت وروسته يې په هندوستان کې د پوځي اتشې، دبلوک دقوماندان په توګه خد مت وکړ وروسته دمجا هدينو له ليکو سره يو ځاى شو اود ملى محاذ پوځي مرستيال شو . ددرې ګونې اتحاد پوځي معاونيت يې په غا ړه وا خيست اود مجا هدينو په څو جبهو کې يې د جګړې قومانده په غا ړه درلوده. په ١٣٧١ کال کې دکا بل ددفاع او امنيت د کميټې دغړي په توګه يې کار و کړ ، د وسله وال پوځ لوى درستيز شو، وروسته دطالبانو له وا کمنۍ څخه د ختيځو ، لويديځو جنو بي او مرکزي ولايتو نو د ازادولو په عمليا تو کې يې ددويمې جبهې په ګټه فعاليت وکړ په ١٣٨٢ کال کې ددفاع د عالي کميسيون غړى وټا کل شو، د ملى اردو دبيا جوړولو غړيتو ب يې درلود، وروسته د ملي دفاع وزارت لو مړى مرستيال اود وسلو دراټولولو د کميسيون ريس و د ملي دفاع وزارت دريفورم اود تشکيل او بيا جوړولو مسول شو او وروسته د ملى دفاع د وزير په توګه يې له ملي شورا څخه د باور را يه تر لاسه کړه اود روان کال د ليندۍ د مياشتې ترپنځلسمي پورې په دې پست پاتې شو اواوس يو ځل بيا د جمهور ريس له خوا د ملى دفاع وزارت ته نومول شوى دى. دى په پښتو ، دري او انګليسي ژبو ٢٠٠ علمي مقالې او چاپ شوي اثار اود ستر جنرال پوځي رتبه لري. د ماليې وزارت د نوماند وزير لنډ ژوند ليک حضرت عمر زاخيلوال د اقتصاد په څانګه کې خپله دکتورا په اوتاوا کې د کالتون په پو هنتون ،ماستري يې د کاناډآ په کينکستن کې له کوين پو هنتون څخه او ليسا نس يې د کاناډا د مونيتو باکي ددينيپيګ په پو هنتون کې بشپړ کړي دي. د ١٣٨٧ کال دکب له مياشتې څخه د ماليى دوزير په تو ګه اود ١٣ ٨٧ کال دچنګاښ له مياشتې څخه په اقتصادي چارو کې د جمهور ريس د جګپوړي سلاکار په توګه دنده تر سره کوي. مخکې تردې د ١٣٨٧ کال د لړم له مياشتې څخه د ١٣٨٧ کال د سلواغې تر مياشتې پورې ، د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د سرپرست په توګه اود ١٣٨٤ کال د زمري له مياشتې څخه د ١٣٨٧ کال د سلوا غې تر مياشتې پورې دافغانستان د پانګې اچونې د ملا تړ د ادارې درييس په توګه دنده تر سره کړې ده. زاخيلوال هيواد ته له راستنيدو مخکې د کا ناډا د احصايې په مرکزي اداره کې د اقتصاد دڅيړنپوه په توګه دنده تر سره کړې ده اود اوتاوا د کالتيون په پوهنتون کې يې د اقتصاد لوست ورکا وه. ډا کترزا خيلوال مخکې له دې چې داسيا د ادارې درياست مسو ليت په غا ړه وا خلي، دکليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د جګپوړي سلا کار په توګه يې دنده تر سره کوله او سر بيره پردې د افغانستان بانک د عالي شورا غړى و او له نهو مياشتو را په ديخوا د ماليې د وزير په توګه دنده ترسره کوي . دي په تيرو شپږو کلو نو کې د يو لړ اقتصادي او پرمختيايي مسئلو يونوښتګر و، دى، د بشري پرمختيا د ملي راپور لومړنى ليکوال و چې د١٣٨٥ کال دسلواغې په مياشت کې دملګرو ملتو دپرمختيايي ادارې له خوا خپورشو اود ١٣٨٦ دغبرګو لي د مياشتې د ښه څيړونکي ځانګړې جايزه يې وګټله. سر بيره پردې ډاکتر زاخيلوال د کارليتين پوهنتون د اقتصاد ديپارتمنت د علمي هييت غړى و او مخکې له دې چې په ١٣٨١ کال کې فغانستان ته راستون شي، پنځه کاله يې هلته لوست ورکړ . ډاکتر زاخيلوال دسياسي ، اقتصادي او ټولنيزو مسئلو په باب يو شمير ورځپاڼو ،جريدو او مجلو ته مقالې هم ليکلي دي. دانرژي اواو بو دنوماند وزير لنډ ژوند ليك الحاج محمد اسمعيل د مير محمد اسلم زوى په کال ١٣٢٧ لمريز هجري کال کې د هرات ولايت دشينډنډ ولسوالۍ دنصرآباد په کلي کې زيږيدلى ا د واعظ کاشفي په ليسه کې له لومړ نيو زده کړو وروسته دبکلوريا تر درجې پورې په حربي ښوونځي کې زده کړه و کړه او په ١٣٤٥کالكې په حربي پو هنتون كې شا مل او په ١٣٤٨ کال كې دليسانس په درجه فارغ شو او نهه کاله دافغا نستان د اردو د افسر په توګه په خد مت بوخت و . ١٣٥٧اود ١٣٥٧ کال اوومي نيټى دکودتا په پيل سره د افغا نستان د جهاد او ژغورنې په انګيزې سره له خپلو يو شمير همفکرانو سره د کمو نيزم د رژيم دړنګولو په هدف د١٣٥٧ کال دکب په ٢٥ ورځ د هرات په اوولسمه فرقه کې ددغه رژيم پر خلاف په يو پوځي پاڅون سره اقدام و کړ چې د هرات اوولسمه فرقه ړنګه شوه اوټولې وسلې او مهمات يې د خلکو ترمنځ وويشل شول او بيا يې د کمونيستي رژيم پر خلاف جهادي جبهي جوړې کړې اود رژيم تر نسکورولو پورې يې د وام و کړ . له هغو بريا ليتو بونو سره چې په جبهو اومبارزو کې يې تر لاسه کړې و ، د هرات دخلکو، مجا هدينو اوعالمانو له خوا لومړى په هرات کې د جهاد د امير په توګه وټا کل شو او په ١٣٦٢ کال کې د جنو ب لويديځې حوزې د لوى امير په توګه چې د هيواد څه نا څه درېيمه برخه کيږي و ټا کل شو. په کال١٣٧١ د وري په ٢٩ نيټه هرات د کمو نيستي حکومت له لاسه ا زاد او څه دپاسه درې کاله يې د هرات د والي اودقول اردو دقوما ندان په توګه دنده ترسره کړي چې دطالبانو درژيم په را تلوسره له اوږدې مبارزې وروسته په يوه کودتا کې ونيول شو او درې کاله يې د کند هار ولايت په جيل کې تيرکړل او له جيل څخه له تيښتې وروسته بيا د طالبانو پر خلاف د جهاد او مقا ومت د جبهو په تنظيمولو لاس پوري کړ شو چې د لوى خداى (ج) په مهر باني د ١٣٨٠ کال دلړم په مياشت کې لومړى د بادغيس ښار او بيا يې د هرات ښار ا زاد کړ او له هغه وخته څخه تر ١٣٨٣ کال پورې د هرات د والي او قول اردو دقو ما ندان په توګه دنده تر سره کړې چې د ١٣٨٣ کال د مرغومې په مياشت کې د افغا نستان د انرژۍ او او بو دوزير په تو ګه وټا کل شو اوتراوس د دغه وزارت د سرپرست په توګه دنده ترسره کوي. د کورنيوچارو وزارت د نو ما ند وزير محمد حنيف اتمر لنډ ژوند ليک محمد حنيف اتمر د محمد اصف زوى په ١٣٤٧ کال كې دلغمان په ولايت کې زيږيدلى دى . په ١٣٧٧ کال كې د جګړه ځپلو هيوادو نو په پرمختيا يې چارو کې د مديريت له څانګې څخه د انګلستان دبارګ له پوهنتون څخه ماستري تر لاسه کړې ده اود معلو ماتي تکنالو ژۍ او کمپيوتر په څا نګه كې يې له همدې پو هنتون څخه ديپلوم اخيستي دى . محمد حنيف اتمر له ١٣٧١ کال څخه تر ١٣٨١ کال پورې په هغو مو سسو کې چې د عمرا ني او بشري پرمختيا په برخو كې بوختې وې، کاروکړ. د مهاجرينو دراستنولو د پرو ګرامونو دڅيړنې د طرحې او اجرا کولو ، د مها جرينو او بي ځايه شويو کسا نو په ځاى پر ځاى کولو كې يې خدمت کړى دى. د ١٣٨١ کال د چنګاښ په مياشت كې د کليو د بيا جوړولو اوپراختيا د وزير په تو ګه وټا کل شو او په ١٣٨٥ کال كې دپو هنې د وزير په توګه او په ١٣٨٧ کال کې د کورنيو چارو د وزير په تو ګه يې خد مت وکړ . دى د بيا رغا ونې او پرمختيا په باب د لسو کتابونو اود لسګو نو تحليلي مقالو ليكوال دى. دمهاجرينو درا ستنولو چارو وزارت د نو ماند وزير عنايت الله نظري لنډ ژوند ليک څارنپوه عنايت الله نظري دنظر محمد زوى په ١٣٣٣ هجري لمريز کال كې زيږيدلى دى او په ١٣٥٦ کال كې د کابل پو هنتون دحقوقو او سياسي علو مو له پو هنځې څخه فارغ شوى دى. ده د عدليې وزارت په بيلا بيلو پستونو او دغه را ز په ١٣٦٢ کال كې د مزارشريف دڅارنوال په توګه ، د عمومي څارنوالۍ دڅارنوال اودغه راز په ١٣٧١ کال كې دبلخ ولايت دڅارنوالۍ رياست د مرستيال په تو ګه او په ١٣٧٣ کال كې د کا بل دڅارنوالۍ د مرستيال په توګه دندې تر سره کړي دي . عنايت الله نظري دغه را ز په ١٣٧٧ کال كې د جمهوري رياست دمقام دپلټنې او کنترول درييس په توګه او له هغه وروسته د مها جرينو دراستنولو د چارو دوزير په توګه دنده تر سره کړې ده. ده له ١٣٨٣ کال څخه وروسته رسمي دنده نه درلوده اود ماموريت رتبه يې مافوق ده او خپله ماستري يې په روان کال کې دپيام نور له نړيوال پو هنتون څخه د نړيوالو حقوقو په څانګه کې بشپړ کړې ده. دډا کترې حسن بانو غضنفر لنډ ژوند ليک ډا کتره حسن بانو غضنفر دعبدالغفار غضنفرلور په ١٣٣٦ کال په بلخ ولايت كې په يوه روښانفکره کور نۍ کې زيږيدلې ده . دا د مزارشريف ښار له سلطان رضيه ليسې څخه له فراغت وروسته د کا بل پوهنتون د ژبي اواد بياتو په پوهنځې كې شا مله شوه او له تحصيلي بورس څخه په استفادې سره شمالي قفقاز ته لا ړه او په ١٣٦٢ کال كې د ژبي او اد بياتو اوټولنپيژندنې په څانګه كې د ليسانس اوماسترۍ ديپلوم په اخيستلو سره هيواد ته راستنه شوه اود کا بل پو هنتون د ژبي اواد بياتو پوهنځې په علمي کادركې شا مله شوه . داپه ١٣٦٧ کال كې دسن پترزبورګ له پو هنتون څخه په ژبپوهنه کې ددو کتورا ددرجې په اخيستلو بريالۍ شوه . حسن بانو غضنفر په ١٣٨٢ کال كې د کا بل پو هنتون د ژبو او اد بيا تو دپوهنځې درئيسې په توګه وټا کل شوه او له ١٣٨٥ کال څخه تر اوسه پورې دښځو د چارو د وزيرې په توګه دنده تر سره کوي. داطلاعا تو او فرهنګ وزارت دنو ماند لنډ ژوندليک ډاکتر سيد مخدوم رهين په کا بل کې زيږيدلى دى اود ماسټرۍ او دوکتورا دورې يې د ادبياتو په څانګه کې په ١٣٥٢ هجري لمريز کال کې په تهران پوهنتون کې پاى ته ورسولې. دى د زده کړى له پاى ته رسولو وروسته په کابل پوهنتون کې د استاد په توګه اودغه راز دوخت داطلاعاتو اوکلتو ر وزارت دفرهنګ اوهنر د رييس په توګه په کار و ګو مارل شو. ډا کتر رهين د سردار محمد دا ودخان د جمهوريت په دوران کې داساسي قانون د مسودي په کميسيون کې غړى و، دپخواني شوروي له خوا د افغانستان له اشغال وروسته يې پا کستان ته هجرت و کړ اود جهاد دعالي شورا دفرهنګ اوخپرونو کميټې درييس اوغړي په توګه وټا کل شو او په همدې حال کې د ازادې راديو کابل دريس په توګه انتخا ب شو او دمجاهدينو په لنډمهال حکومت کې يې دسلا کاروزير په توګه دنده ترسره کړه. ډاکتررهين دفرهنګ اودتاريخ اود اسلامي عرفان د اد بياتو په برخه کې يوشمير اثارلري . ده زيا تې مقالې ليکلي دي او يومشير مقالې اوکتابونه يې چاپ شوي دي. ډاکتررهين له يوشمير روښانفکرا نو او جهادي قوماندا نانو سره ازادۍ او دموکراسي ته د خدمت په مقصد ١٩٨٨ کال کې دافغانستان ملي اسلامي غورځنګ جوړ کړ. ډاکتر رهين په ١٣٧٥ هجري لمريز کال کې د افغاني پوهانو په همکارۍ په امريکا کې د افغا نستان لپاره دسولې او د مو کراسۍ ټولنه جوړه کړه او ددغې ټولنې دريس په توګه وټا کل شو . ډاکتر رهين په ١٣٧٧ هجري لمريز کال کې په روم کې د بيړنۍ لويې جرګې د طرحې د اجرا ئيه کميتې په غړيتو ب ومنل شو . دى په لنډ مهاله اداره کې داطلاعاتو او فرهنګ د وزير په توګه وټا کل شو. دى دکابل د خلکو له خوا د٢٠٠٣ کال په سپتمبر کي د کابل ښاريانو دشورا درييس په توګه انتخا ب شو . په اوس وخت کې دى په نوي ډيلي کې د افغانستان د اسلا مي جمهوريت دلوى سفير اوفوق العاده استا زي په توګه دنده ترسره کوي . دکار اوټولنيزو چارو وزارت د نوماند محمد اسمعيل منشي لنډ ژوندليک محمد اسمعيل منشي په ١٣٨٨ هجري لمريز کې په جوز جان ولايت کې زيږيدلي او ثا نوي زده کړې يې په اقچې ولسوالۍ کې په ١٣٥٧ هجري لمريز کال کې پاى ته رسو لې دي. دى په ١٣٦٤ هجري لمريز کال کې د کابل پوهنتون دټولنيزو علومو له پوهنځي څخه فارغ شو . ده تر ١٣٦٧ کال پورې د هيواد په کچه دليک لوست د کورسو نو په سا زمان ورکولو او جوړولو کې دنده تر سره کړې ده اود نوي نظام له ټينګښت وروسته يې د افغانستان د اساسي قانون د تدوين په بهيرکې فعاليت کړى دى او اوس د افغانستان د ملي جنبش ګوند د مرستيال په تو ګه دنده تر سره کوي. دعامې روغتيا وزارت د نو ماند ډاکتر سيد محمدامين فاطمي لنډ ژوند ليک ډاکتر سيد محمدامين فاطمي په ١٣٣٠ کال کې دننګرهار ولايت په کوزکونړ ولسوالۍ کې وزيږيده اود ثا نوي زده کړې دوره يې دکابل دحبيبي په عا لي ليسه کې پاى ته ورسوله او په ١٣٥٦کال کې دننګر هار له طب پو هنځې څخه د ليسانس په سويه فارغ شو . ده په دې سر بيره چې په پيښور ښار کې د نړيوال سره صليب دروز نيز پرو ګرام بنسټ ايښودونکې و له ١٩٨٢ تر ١٩٨٩ کلونو پورې دمجاهدينو دډا کترا نو د اتحاديې د تعليما تو دروزنيز ديپارتمنت بنسټ ايښودونکې هم و. ډاکتر فا طمي دغه را ز په ١٩٨١ کال کې د افغانستان په لنډمهال حکومت کې دسلاکار اوا جرا ئيوي بورد د غړى ،دعامې روغتيا وزارت دمعين په توګه دنده تر سره کړي او له ١٣٧٢ څخه تر ١٣٧٤ کال پورې د افغانستان د عامې روغتيا د وزير په توګه اويوه موده يې په جينوا کې د نړۍ د روغتيا يي سا زمان دسلا کار په توګه په خد مت بوخت و. ډاکتر سيد محمد امين فاطمي له ١٣٨٣ کال څخه تر ١٣٨٨ کال پورې د افغانستان د اسلامي جمهوريت په کا بينه کې د عامې روغتيا د وزير په توګه دنده ترسره کړې ده. دپوهنې و زارت د نوماند لنډ ژوند ليک غلام فاروق وردګ د خواجه مير زوى په ١٣٣٨ کال کې په ميدان ورد ګو ولايت کې وزيږيد اوپه ١٣٥٦ کال کې يې ثا نوي تعليمات په رحمان بابا ليسه کې بشپړ کړل . په ١٣٥٧ کال کې د کا بل پوهنتون په فارمسۍ پوهنځي کې شامل شو خود شوروي د ملاتړ حکومت دفشار له امله په دويم ټولګي کې لوړې زده کړې نيمګړې پريښودې او په هماغه کال مها جر شو . وردګ په ١٣٦٥ کال کې د پا کستان په لا هور کې د پنجاب پوهنتون له فارمسۍ پوهنځي څخه فارغ شو. دى، د افغا نستان لپاره په سويډن کميټه کې دلومړى مرستيال او وروسته ددغې کميټې دروغتيا يي څانګې درييس په توګه اودغه راز د ملګرو ملتو په پرمختيايي اداره کې د افغان معيو بينو د هراړ خيز پرو ګرام دمسوول ،په کا بل کي ديو،ان ، ډي ، پې ياد ملګرو ملتو د پرمختيايي پرو ګرام د مرستيال ، داساسي قا نون د کميسيون ددارالانشا دريس او بيا د اساسي قا نون د تصويبولو د لويې جرګې د جوړيدو دتنظيموونکي ،د انتخا باتو دتنظيمولو دګډ دفتر ددارالا نشا دريس، د جمهوري رياست د انتخا باتو د ا جرايوي رييس، د چارو دادارې اود وزيرا نو شورا ددارالانشا د لوى رييس و په پارلماني چارو کې ددولت د وزير ، د اساسي قا نون د تد وين ، تدقيق او تصويب دپرو ګرا مونو داجرا يوي مسوول په ١٣٨٣ کال کې د جمهوري رياست په انتخا باتو کې په شرايطو د برا برو د څه دپاسه ديوولس نيمو مليونو افغانانو د نوم دثبتولو د مسوول ، د افغانستان اوپا کستان دامن جرګې د جوړولو لپاره د تياري د کميسيون دغړي او ددغه کميسيون ددارالا نشا درييس په توګه د دندى تر سره کړي دي. فاروق وردګ د ١٣٨٧ کال د تلې په مياشت کې دپوهنې د وزير په توګه وټا کل شو دلوړو زده کړو دنوماند وزير لنډ ژوند ليک پو هاند عبيد الله عبيد دعبداوهاب زوى په ١٣٤٩ کال کې په کا بل کې زيږيدلى دى. عبيد ثانوي زده کړې په ١٣٦٣ کال کې د کا بل ښار په نادريې ليسه کې پاى ته ورسولې او په ١٣٦٩ کال کې دطب له پو هنحي څخه فارغ شو. ډا کتر عبيد د ما سټرۍ اود پوهاندۍ علمي رتبه هم تر لاسه کړې ده. عبيد الله عبيد د کابل په طبي پوهنتون کې په استادۍ سر بيره په بيلا بيلو دولتى پستونو له دې جملې څخه د کابل دطب پو هنتون درييس په توګه ،په ټولنيزو چارو کې د جمهورى رياست دسلا کار وزير اود افغانستان د نري رنځ د له منځه وړلو د همکارا نو درييس ، په بيړنۍ لويه جرګه اود اساسي قا نون په لويه جرګه کې د کابل د خلکو د استا زي په توګه دندې تر سره کړي دي. دقومونو اوقبايلو د چارو د وزارت د نوما ند لنډ ژوند ليک سيد حامد ګيلاني دسيد احمد ګيلا ني زوى په ١٣٣٤ کال کى په کا بل کې زيږيدلى، ثانوي زده کړې يې په قاهره کې او لوړۍ زده کړې يې د اسلام ا باد په نړيوال پو هنتون کې د اسلامي اونړيوالو حقوقو په څانګه کې تر سره کړي اودغه را ز د سياسي علومو په څانګه کې يې د ايران له ملي پوهنتون څخه ليسانس اخيستى دى. ده د افغا نستان د ملت د جهاد په دوره کې يې څرګند رول لوبو لى دى او همدا اوس د مشرانو جر ګې د لو مړي مرستيال په توګه دنده ترسره کوي. دکليو د بيا جوړولو او پرمختيا وزارت د نو ماند انجنير ويس احمد برمک لنډ ژوندليک انجنير ويس احمد برمک په ١٣٥١ كال کې په کا بل کې و زيږيد اولو مړنۍ او ثا نوي دوره يې به نادريې ليسه کې پاى ته رسولې ده . ده دکابل پوهنتون له انجنيرۍ پو هنځې څخه له فراغت وروسته د ماسترۍ دوره د لندن پو هنتون د ختيح او افريقا يي څيړنو په پوهنځې کې بشپړه کړې ده. ويس برمک درې کاله د کا بل پو هنتون په انجنيرۍ پو هنځي کې د استاد په توګه ،دملي پيو ستون د پرو ګرام دلوى رييس ، د کليو د بيا جوړولو او پرمختيا وزارت د ستر سلا کار ، دپيښو پرخلاف دمبارزې په اداره کې د ستر سلا کار ،ديو ناما دپرو ګرا مونو د پاليسۍ اوپلا ن جوړولو دڅانګې د مسوول اوپه افغانستان کې د ملګرو ملتو د همغږۍ ددفتر د مرستيال په توګه د ندې تر سره کړې دي. انجنير ويس احمد برمک د ١٣٨٧ کال له وروستيو وختو تر اوسه پورې د کليو د بيا جوړولو او پرمختيا وزارت دپرو ګرا مونو د معين په توګه دنده ترسره کوي. دحج او اوقافو وزارت د نوماند عنايت بليغ لنډ ژوند ليک عنايت الله بليغ د ضيا الحق زوى ، په ١٣٣٤ کال کې په کاپيسا ولايت کې زيږيدلى دى اود کا بل له عربي دارالعلوم څخه فارغ اود کا بل پو هنتون دشرعياتو د پوهنځي ليسا نسه دى. ده له ١٣٧١ کال څخه تر ١٣٨٤ کال پورې په لوړو دولتي پستو نو لکه د ودانولو ، ښار او کورجوړولو په وزارتو نو کې د اداري رييس ، دامر باالمعروف او نهى عن المنکر په وزارت کې د معين ، د مقاومت په وخت کې يې د مها جرينو دراستنولو د چارو د وزارت د معين ، د کا بل پوهنتون درييس ،دکورني او بهرني امنيت پرخلاف د جرمونو د استيناف د محکمۍ درييس په تو ګه د ندې تر سره کړي دي . عنايت الله بليغ اوس د کا بل پو هنتون دشرعيا تو پوهنځي داستاد په توګه او دفقهى او قانون دديپارتمنت د غړي، دعالما نو شورا دغړي اود پل خشتي د جامع جومات د خطيب په توګه دنده تر سره کوي . داقتصاد وزارت د نوما ند ډاکتر انوارالحق احدي لنډ ژوند ليک انوارالحق احدي دحاجي عبدالحق زوى په ١٣٣٠ کال کې د کابل ولايت په سروبي ولسوالۍ کې زيږيدلى دى، له حبيبيې ليسې فارغ شوى اوبيا د کابل پوهنتون دحقوقو په پوهنځي کې دليسانس دوره او په بيروت کې دامريکايانو په پو هنتون کې دماسترۍ دوره تيره کړې او دو کتورا يې دشيکا ګو په نارتوسترن پو هنتون کې اخيستې ده. احدي دکازلتن اوپراويدنس په پو هنتونونو کې په بيلا بيلو څانګوکې د استاد په توګه دنده تر سره کړې ده. دغه را ز انوارالحق ا حدي د مرکزي بانک دلوى رييس اود ماليې د وزير په توګه دندې ترسره کړي دي. دنشه يي توكو پرخلاف دمبارزې دچارو وزارت دنوماند جنرال خدايداد لند ژوند ليك خدايداد دارواښاد غلام علي زوى په پ۱۳۳۴كال كې ددايكنډي ولايت په شهر ستان ولسوالۍ كې زيږلي دى لومړى زده كړي يې په خپل ټاټوبې كې بشپړي كړي اوپه حربي ښوونځي كې شامل او وروسته دلوړوزدكړو لپاره هندوستان ته واستول شو اودهند دملي دفاع له اكاډمي اودهندوستان دحربي اكادمي څخه ليسانس ترلاسه كړ اووروسته مسكو ته څيرمه په فرونز ښاركې لوړې پوځي زده كړې وكړي اوروسته په هيواد كې په بيلابيلو پوځي پستونو كې يي كار وكړ ده په پيړني لويه جرګه كډون كړي و يوه موده يي دنشه يي توكو پرخلاف دمبارزې دچارو وزارت دمعين په توګه كاروكړ اوله څو كلونو را په ديخوا دنشه يي توكو پرخلاف دمبارزې دچارو دوزير په توګه دنده ترسره كوي خدايداد دډګرجنرال پوځي رتبه لري Source:Bakhtern Khabari Agance - بېرته شاته