(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د سر دبقاء جنګ به په هر قيمت ګټل وي!!

په پښتونخواکي دوامدار دهماکه سېريز يقيناً چي زړونه ويلي کوي، ټولنيز نفسيات ويرې، انتشار او مايوسۍ نيولي دي خو د ژور نظر لرونکو لپاره روان حالت د دښمن د ذهني اضطراب او تذبذب شاخسانه او غالباً انتهايي مرحله ده، ځکه چي په جنګ کي داخل د سر دبقاء د مبارزې تحريک په خپلو فعاليتونو کي بېخي سنجيده دی. تحريک روان صورتحال ته په بدلېدونکو سياسي عينکو کي نه ګوري بلکې په تاريخي تناظر کي دا د پښتنو د ژوند او مرګ هغه مرحله ګڼي، چي لږ کوهتايي به پکي ټول قام د مرګ کومې ته ورلاهو کوي او قامي بېداري او سنجيدګي پکي د ټول دوزخي بحران نه د راوتلو باعث ګرځېدی شي. د پښتنو قيادت ددې نه سېوا بل اپشن نه ويني، چي دا جنګ به په هر حال او هر قيمت ګټل وي. قيادت پوهېږي، چي مسئله د خبرو نه ډېره وړاندې تللې ده. پښتانه دا وخت د سياسي شوکماريو او بيان بازيو په پوزېشن کي نه دي بلکې د تاريخ پر دې مهم پړاؤ جدي فېصلې په وړاندې لري. د اطمينان خبره دا ده، چي په دې دوزخي حالاتو کي يوازې د پښتنو قومي قيادت او حکومت په محاذ ولاړ نه دی بلکې قام هم ورسره د لښکرونو په شکل د دښمن په ضد مبارزې ته چمتو دی. قام نور د جلادانو په درشل کي سجدې نه شي کولی. د پښتنو مسئله به په نړېوال تناظر کي څېړل او ګټل وي. په مسئله کي دخيل نړېوال فېکټرونه په نظر کي ساتل غواړي. دنيا کوشش کوي چي د مسئلې جرړې په خپل تاريخي او حقيقي سياق و سباق کي وګوري. دا حقيقت نن په نړېواله کچه منل شوی دی، چي ترهګر يوازې د پښتنو قومي ژوند ژواک نه فلجوي بلکې د نړۍ دايمي امن هم په خطره کي اچوي. ددې ترڅنګ تر ټو مثبت پېش رفت دا شوی دی، چي دنيا ومنله، چي د ترهګرو کمانډ سنټر په پښتونخوا نه بلکې په پنجاب کي وجود لري، د جي ايچ کيو نه د لاهور او اسلام آباد تر سړکونو خرمستۍ ددې کمانډ سنټر د مضبوط فعاليت دليل دی. که په پراخه کچه څېړنه وشي او ټوله ډېټا ترتيب شي، نو ترهګري د پنجاب تحفه ده. د نړېوال سياست په تناظر کي کېري لوګر بل، بلېک واټر، د هېلري کلنټن او د سي آيي اې د مشر لېون پنيتا دورې او په "دي نيو يارکر" مجله کي د سيمور هرش د غېرمحفوظو ايټمي اثاثو په حقله انکشافاتي ليکنه د پاکستان په حقله د نوي سياسي پېش منظر د ټاکنې نشاندهي کوي. په کېري لوګربل کي د حالاتو سنګيني بېخي جوته ده او د پاکستان د جهادي او جماعتي ذهنيت لپاره دا بِل په دې د منلو وړ نه وو، چي په دې کي د ترهګرو د بشپړې خاتمې مطالبه وه. پر ځاي ددې چي د پاکستان په حواله د نړېوال نقطه نظر ذمه وارانه ځواب وويل شي، سرچپه لېونۍ بابولالې دود شي، چي امريکه، بهارت، اسرايل او افغانستان په پاکستان کي تخريبي سرګرمۍ تر سره کوي. په دې کي دوي ټولې رياستي ادارې او جهادي سېټ اپ بري الذمه کړي. ددې نه علاوه د پاکستان د استخباراتي سياست او جماعتي مېډيا دانش د کمال شي، چي کله په ښو او بدو طالبانو کي د تميز خبره راپورته شي. دلته کي يوه تش په نوم روشن خياله ډله هم له دې فکري نارسايۍ سره مخامخ ده، چي په مستقبل کي به طالبان قومي سياست ته مخه کوي. جماعتي مېډيا د ښو او بدو طالبانو د تميز خبره د لروبر افغان په سياسي تناظر کي کوي. خو چي کله خبره تر لاهوراو اسلام اباد پورې اوږده شي، نو دوي د ښو او بدو په ځاي بهارت او افغانستان تورن کړي او په ضمن کي د امريکې او اسرايل ذکر هم کوي. په دې توګه دوي خپل هغه روايتي سياسي اپروچ په کار راوړي، چي يو پرمختللی او سوکاله پاکستان نړۍ نه شي زغملی. خو زميني صورتحال دا دی، چي پاکستان د نړۍ د دايمي امن په وړاندې خنډ دی. د پاکستان د ايټمي وسلو په حقله په نړېواله کچه زيات تشويش موجود دی. په لاهور او اسلام آباد کي د ترهګرو فعاليتونو دا ويره راپېدا کړې ده، چي د پاکستان ايټمي وسلې د ترهګرو لاس ته ورتلونکي دي. خو د افغانستان په حقله د نړۍ نقطه نظر بېخي بدل شوی دی. د نړۍ ټول دانشوران دې حقيقت ته رسېدلي دي، چي درې لسيزې له افغانستان سره جبر شوی دی، ددې جبر سرچينې د افغانستان نه بهر ودانې دي، که په دنيا کي امن غواړو، نو دا سرچينې به ورانوو. کېري لوګر بل په هم دې ذهن تيار شوی دی. چي نور به په تعلقاتو کي غېرسنجېدګي نه کوو بلکې پر حالاتو به check and balance ساتو، ځکه چي په غېرسنجېدګي کي صرف د ډالرو اصراف وشو، خو نتايج اتنهايي مايوس کُن مخې ته راغلو. ددې تر څنګ امريکې اعتراف کړی دی، چي په پاکستان کي له فوځي واکمنيو سره مرسته لويه تېروتنه وه او په مستقبل کي به دا تېروتنه نه تکرارېږي. په تاريخ کي په ړومبي ځل څرګندېږي، چي امريکه او نوره نړۍ د پاکستان له فوځ، بېوروکرېسي، ښي لاسي او جماعتي سياست سره د تعلقاتو نه ځان لرې ساتي. هم له دې کبله د پاکستان مېډيا او د پنجاب سياسي حلقې د امريکې په حواله د سخت تنقيد اظهار کوي. ځکه چي نننۍ امريکه د پرونۍ امريکې په ډول د دوي لپاره د ډالرو دروازې پرانيستې نه لري. نن د ډالرو سره احتساب هم ضروري ګڼل شوی دی. په دې تناظر کي عسکري ډله او سياسي اشرافيه خپل مستقبل په تيارو کي ويني. د ملک د موجوده صورتحال په حواله ښی لاسی سازشي او استخباراتي سياست بېخي يوه منفي رويه لري. په نورو ټکو ښي لاسي سياست او ترهګرو لاسونه سره يو کړي دي. دوي د ترهګرو په موجوده حکمتِ عملي کي دا هيله ويني، چي حکومت به destabilized شي او د واک واګې به يو ځل بيا د ضياء د باقياتو په لاس شي. د پنجاب سياسي رويه په بې شرمۍ عوامي رايه مسخوي. بالخصوص د مسلم لېګ (ن او ق)، جماعتِ اسلامي او نورو ټانګه تنظيمونو يوازينۍ موخه د جمهوري حکومت خلاف سازشونه ايجادول دي. د دوي د مېډيا او دانشورانو موقف په ملک کي ترهګرو ته اخلاقي جواز ورکوي، د بې امنۍ په ثبوت دوي د حکومت پر ناکامۍ دليل ورکوي. دوي روانې منظرنامې ته په تاريخي سياق وسباق کي نه ګوري، ځکه چي بيا د ترهګرۍ په پرورش کي د دوي برخه تر ټولو زياته ده. دا څومره حېرانونکې خبره ده، د پنجاب کومه تش په نوم سول سوسايټي چي د وکيلانو په تحريک کي د مېډيا د پروګرامونو او بحثونو مرکزي نکته وه او د لاهور په سړکونو د احتجاجي سياست علامت وه، اوس چي په پښتونخوا کي انسانيت په الميو لړل کېږي. هغه سول سوسايټي چرته ده؟ دا سول سوسايټي د لوړې طبقې نه سرچينه اخلي او د لوړې طبقې او لوړې صوبې د مفاداتو په وخت رابېدارېږي. دنيا نن د پنجاب انتهاء پسندو رويو ته زياته متوجه ده. پنجاب ته د هيلري کلنټن دوره يې ښکاره مثال دی. مېرمن کلنټن حېرانه وه، چي ددې صوبې انتهاء پسند صحافيان او د تعليمي ادارو تبليغي طالبعلمان د امريکې په حواله دومره معلومات لري، خو د خپل ملک د ترهګرو په حقله هيڅ هم نه وايي. ځکه چي دوي اوس هم دا ترهګر خپله اثاثه ګڼي، خو د دوي دا اثاثه چي د دوي دايټمي اثاثو غوندې په پنجاب کي غېرمحفوظه شي، نو بيا به ورپه ياد شي، چي د پاړوګر مرګ په مار وي. خو د مار او پاړوګر په دې پټ پټوني کي چي نن پښتون وطن کومې الميې تېروي، ددې په ضد به لايحه عمل پر جدي بنيادونو ترتيبول وي. په روانو حالاتو کي پر قامي بنيادونو بايد هر څوک د خپل رسالت او مسووليت ادراک ولري. د پښتنو د سر د بقاء جنګ په خپل قامي تحريک پورې تړلی دی. هم دا تحريک به د حالاتو په تورتمونو کي د مستقبل ډيوې روښانوي. که مو ځلان سباوون مرام او ارمان وي، نو د خپل قامي تحريک مرسته به يقيني کول وي. [email protected] - بېرته شاته