(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لوې خان غازى ميرزمان خان کنرى

١٢٤٨ تر ­ ١٣٠٧هجرى شمسى دلوې خان غازي ميرزمانخان نوم په افغانستان کې د انگريزانو سره د افغانانو په دريمې جگړې پورې نه شليدونکې مهم تړاو لري. په هيواد او خپلواکۍ مين دغه شخصيت د هغو محدودو کسانوپه ډله کې ؤو چې د هيواد د بشپړ استقلال د گټلو او ژورو بدلونونو په پړاو کې يې مهم او تاريخ جوړونکې رول درلود. ميرزمان خان په ١٨٦٩ ميلادى (١٢٤٨ هجرى شمسى) کال کې د کنړ د لمټک په کلي کې د حاجي گلروز خان په کور کې سترگې وغړولې.دهغه غور نيکه محمد اکرم خان د سپين غره د تيرا دسيمې مشر ؤو چې د قبيلوي شخړو او اختلافاتو په وجه يې خپل کلې "کوټ" پريښود او د کنړ د لمټک په سيمه کې ميشته شو. ميرزمان خان د انگريزي استعمار سره د فطري دشمنۍ په وجه د ځوانۍ له وخته د آزاد سرحد په سيمه کې د آزادي غوښتونکو جنگياليو سره نژدى اړيکي درلودې، د هغوې د پاڅون او جهاد ملاتړ يې کاوه، او خپلو جنگياليو ملگرو سره به يې د ديورند د کرغيړنې ليکې نه په اوختو سره د هغوې په وسلوالو مبارزو کې عملي ونډه اخيسته. په کوزه پښتونخوااو بره پښتونخوا (افغانستان) کې د غازي ميرزمانخان د نوم او شهرت انگازې هغه وخت خپرې شوې کله چې يې په ١٩٠٨ م کال کې د انگريزانو په وړاندې د مهمندو په مشهورې او تاريخې غزا کې، چې په تاريخ کې د "سرې غزا" په نامه ثبت شويده، د غازيانو د يوه وتلي مشر په توگه برخه واخيسته. د انگريزانو سره د ميرزمان خان همدا دشمني او شهرت د ځوان شهزاده "عين الدوله" امان الله خان سره د پيژندگلوۍ سبب شو، ِ هغه پيژندگلوي او آشنايي چې د وخت په تيريدو او بيلابيلو تاريخي ازميښتونو نه وروسته په کلکې دوستۍ او ورورگلوۍ بدکه شوه، او د ژوند تر پايه يي دوام وکړ. له بله پلوه د ډيورند له ليکي اوښتل او په انگريزي قواوو وسله وال بريدونه سبب شو چې غازي ميرزمان خان د امير حبيب الله خان د رژيم تر څارنې لاندې راشي او د يوې دسيسې په ترڅ کې زندان ته واستول شي. شهزاده امان الله خان به په زندان کې د غازي ميرزمانخان پوښتنه کوله. په زندان کې د يوه کال د تيرولو او نورو سياسي بنديانو او مشروطه غوښتونکو سره د معرفت نه وروسته ميرزمانخان په ضمانت خوشې او کنړ ته ستون شو، خو ډير ژر بيا ونيول شو او د شيرپور زندان ته واستول شو. هغه داځل د ١٩١٩ م کال تر فبرورۍ پورې، کله چې اميرحبيب الله خان په لغمان کې ووژل شو، د پنځو کلونو دپاره په زندان کې پاته شو. کابل ته د امير حبيب الله خان د مرگ د خبر په رسيدو سره سم غازي ميرزمان خان د خپلو ملگرو سره د زندان نه خلاص شو، او د سردار نصرالله خان په ځاى يې امان الله خان ته د مشرقي د خلکو او قومونو د بيعت په اخيستلو او د هغه د حکومت د ټينگښت په لاره کې تاريخي کوششونه وکړل، او ډير ژر ورته بيا د انگريزانو سره د افغانانو په دريمې جگړې يا د هيواد د خپلواکۍ په جگړې کې د کنړ د اولسي لښکرو مشري او د چترال د جبهې قومانداني وسپارل شوه. د چترال (ارنوۍ، دوکلام، لمبربټ او اسمار) دغه بريالۍ جبهه د استقلال د څلورمې جبهې په نوم ياده او ثبت شويده. غازي ميرزمان خان په ١٣٠٣ هجري شمسي/١٩٢٤ ميلادي کال کې د گوډ ملا په مشرۍ د منگلو د شورش په ختمولو کې ستره تاريخي برخه واخيسته او د ١٣٠٧ کال د شينوارو د بغاوت په غلي کولو کې يې هم ارزښتناکه خدمتونه وکړل. غازي ميرزمانخان د اماني دورې د دولتي شورا غړې وو. دا قانون جوړونکي شورا د استقلال د گټلو نه وروسته ځوان پاچا غازي امان الله خان ته د سلا مشورې ورکولو او نوو قوانينو او نظامنامو د جوړولو، تعديل او تصويب دپاره جوړه شوې وه، او د ١٣٠٧ کال د لويې جرگې نه وروسته خپلو ١٥٠ تنو غړو سره د افغانستان په لومړنۍ ملي شورا بدله شوه. غازي ميرزمانخان د خپل وخت په لاندنيو دريو مهمو تاريخي جرگو کې گډون درلود: 1. په جلال اباد کې د هډې لويه تاريخي جرگه چې د اتحاد مشرقي د تاريخي جرگې په نامه هم ياده شويده. دا ستره تاريخې غونډه د استقلال د گټلو نه وروسته د ١٢٩٨/١٩٢٠ کال د حوت په مياشت کې د هډې په تاريخي سيمه کې د غازي ميرزمان خان په اهتمام او کوشش د محمد نادر خان په مشرۍ جوړه شوې وه، پدې جرگې کې د ننگرهار، لغمان، کنړونو او سرحد ددواړو غاړو مشرانو، سپين ږيرو، علماوو، ساداتو مشايخو او اوسيدونکو ٥٠٠٠ کسانو گډون کړې و، او د سرحد د دواړو خواوو د قبايلو د يووالي، د هيواد د خپلواکۍ او ارضي تماميت د ساتلو او وطن د آبادۍ په هکله يې فيصلې وکړې، او انگريزانو ته يې اخطار ورکړ چې د افغانستان په کورنيو چارو کې د گوتو وهلو او د هيواد په سرحداتو کې د ورانکارۍ او تحريکاتو نه لاس په سر شي او که نه نو د زړورو افغاني اقوامو او قبايلو د قهر او مقاومت سره به مخامخ شي. 2. د ١٣٠١ کال د جلال آباد لومړنۍ لويه جرگه چې د افغانستان د بشپړې خپلواکۍ د گټلو نه وروسته لومړنۍ لويه جرگه وه. پدې جرگې کې د دولتي شورا پر غړو برسيره د کابل او شاوخوا سيمو، ننگرهار، لغمان او کونړونو استازو برخه اخيستې وه. ددې جرگې اصلي مقصد ټولنيز اصلاحات وو، او د افغانستان لومړنې اساسي قانون (نظامنامه اساسي) يې هم تصويب کړه. پدې نظامنامې کې د مرئيتوب لغو کول، ملي وحدت، شخصي آزادۍ، د حقوقو مساوات او پر عايداتو د ماليې لگول په گوته شوي ؤو. 3. په ١٣٠٧ شمسي / ١٩٢٨ ميلادي کال کې د پغمان دريمه لويه جرگه . د يادولو وړ ده چې غازي ميرزمانخان د پغمان په دوهمې لويې جرگې کې چې د جلال آباد د لويې جرگې ادامه وه، د منگلو د بغاوت د ټکولو د مصروفيت له امله گډون نه درلود. پدې جرگې کې د غازي ميرزمانخان ځوې عصمت الله خان برخه اخيستې وه. غازي ميرزمان خان ته د بي ساروخدمتونو او سرښندنو په وياړ لاندني مډالونه ورکړ شوي دي چې هر يو سره نقدي او د ځمکو امتيازات هم ملگري ؤو: § د وفا مډال § د لوې خان مډال § د خدمت مډال § د صداقت مډال په هيواد او خپلواکۍ مين دغه ستر شخصيت د هغو لږو کسانو په ډله کې وو چې د ژوند تر پايه غازي امان الله خان او د هيواد د پرمختگ د پاره د هغې آرمانونو ته وفاداره پاتې شو، او د هغې د نوښت او پرمختگ د پروگرامونو پلويتوب يې کاوه. ستر غازي اوزړ ور قوماندان، لوې خان ميرزمانخان د ١٣٠٧ کال د حوت په مياشت کې د غازي امان الله خان د سلطنت په وروستيو مياشتو کې د هغه د سلطنت د ټينگښت دپاره د تاريخي هلوځلو په موقع د افغانستان د خارجي دښمنانو او هغوې د کورنيو گوډاگيانو د يوې دسيسې په ترڅ کې د کنړ د شينکوړک د کلي په جومات کې د ماخستن د لمانځه د ادا کولو په وخت کې تر ناځوانمردانه حملې لاندې راغئ او د ٥٨ کلنۍ په عمر په شهادت ورسيد. روح دې ښاده وي. خاني ستا په نوم کړي فخر ته يې فخر د خانانو تاريخ ستا يادونه ستايي ته يې فخر د ځوانانو غازى ميرزمان خان کنړى اته ځامن درلودل چې نومونه يې په لاندې ډول دي: شير محمد خان کنړى، غونډ مشر عصمت الله خان کنړى، غونډ مشر گل محمد خان زمانى، حبيب الله خان زمانى، محمد ارسلان زمانى، خير محمد خان زمانى، يارمحمد خان زمانى و محمد هاشم زمانى. اخځليکونه: · زمونږ غازيان: د نومياليو ملي مبارزينو د ژوندانه حالات، ١٩٨­٢٠٢ مخونه، محمد ولي ځلمى. · د امان افغان جريده، پنځم کال، ٩ او١٠گڼه، ٣ او٤ مخونه، "داوطلبان سرکوبى باغيها"، د ١٣٠٣ کال د وږي د مياشتې ١٤ نيټه . · د امان افغان جريده، پنځم کال، ١٣ او١٤گڼه، ٩ مخ، "جنٍگ لوگر و هزيمت کلي اشرار"، د ١٣٠٣ کال د وږي د مياشتې ٢٢ نيټه . · د امان افغان جريده، پنځم کال، ٢٢گڼه، ٤ مخ، "ورود دلاوران سمت مشرقي"، د ١٣٠٣ کال د جدي د مياشتې ٧ نيټه .. · د حقيقت جريده، لومړې کال، ١٠ گڼه، د سنبلې ١١ نيټه، ١٣٠٣ شمسى کال. · داستقلال څلورمه جبهه، د عبدالخالق اخلاص تاليف، د حبيب الله رفيع سريزه، سمون، لمنې او نښلونې، دويم چاپ، ٢٠٠٥ کال. · د غازي ميرزمانخان کنړي د ځوې الحاج محمد ارسلان زمانى سره مرکه. · عبدالله غمخور، د افغانستان د آزادۍ شهسوار، د افغانان جريده، د١٣٧٩کال د سنبلې ٢٤مه، ٣ مخ. · Fire in Afghanistan , 1914-1929, Rhea Talley Stewart, 2nd Edition, 2000, USA www.zamanifamily.com Lowy Khan Ghazi Mir Zaman Khan Kunari - بېرته شاته