(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ولسي جرګه او دغويي پر ښكر ولاړنظام

د مرغومي په دولسمه، د شنبې په ورځ د ولسمشر حامدكرزي لخوا ولسي جرګې ته د باور رايو اخېستلو په منظور د وزيرانو وړاندې شوي لست ته د باور وركولو مراسم ترسره شول. دا مراسم ملي تلوېزيون په ژوندۍ بڼه ښودل. د ولسمشر حامد كرزي لخوا ولسي جرګي ته ټول ۲۴ تنه وزيران د باور رايو اخېستلو په غرض وړاندې شوي وو. ولسمشر حامد كرزي بايد خپله ۲۵ كسيزه كابينه په ټاكنوكې د ولسمشر په توګه د ده د بريا تراعلان څواونۍ وروسته سمدستي معرفي كړې واى. خو ده دا كار ډېر وځنډاوه، آن چې ولسي جرګې د دې كابينې د كاري اجنډاوو د اورېدلو او دې لست ته د باور رايو وركولو په منظور خپله ژمنۍ رخصتي وځنډوله. ولسمشر حامد كرزي د خپلې كابينې د اعلان د ځنډ لامل په خپل انتخاب كې دقت، له ملي اشخاصو، سياست پوهانو، كارپوهانو، جهادي مشرانو،د مدني ټولنو له استازيو او د نظر له خاوندانو سره مشورې او د هغوى نظر اخستنه وبلله او ويل به يې چې ((دير آيد درست ايد)) خو د كابينې د لست د اعلان د ځنډولويو لامل پر ښاغلي كرزي كورني او بهرني فشارونه او بېلابېلو اړخونوته قناعت وركول هم بلل كېږي په هر حال كله چې لست اعلان شو نوله اټكل سره سم دډبګرۍ اچارته ورته وو ،خو د ولسي جرګې ماضي ته په كتو او پدې جرګه كې دكرزي د ژور لاس او پراخ نفوذ له مخې داسې اټكل كېده چې ښايي د دې جرګې چاڼ به څلورپنځه تنه نوملي (نامزد) وزيران بېل او پاتې شاوخوا ۲۰ تنو وزيرانو ته به دباور رايه وركړي. خوولسي جرګې داسې فيګور وكړ چې هېڅ هيله يې نه كېده، پدې توګه چې د پنځو مهمو او كاري وزراتونو په ګډون يواځې اووتنو نوملو(نامزد) وزيرانو ته يې باور رايه وركړه او پاتې اوه لس نوملي وزيران يې له فلتره تېر نشول. كه څه هم د افغانستان جوړونه او په افغانستان كې د قانون حاكميت همدا ډول پرېكنده ګامونه او پرېكنده هوډ غواړي خوآيا د حامدكرزي لخوا ولسي جرګې ته د معرفي شويو ۲۴ تنو وزيرانو له لست سره په ټوليز ډول داسې بې باكانه ډك چلند چې له وچو سره لامده هم وسوځوي هغه هم په داسې نازكو شرايطو كې د ملي مصلحت په ګټه ګام بلل كېږي.؟ موږ نه وايو چې پدې لست كې شامل ۲۴ تنه ټول نوملي اشخاص له بشپړې وړتيا او اهلېت څخه برخمن وو او بايد ټولو ته باور رايه وركړل شوې واى داچې ولسي جرګې پدې لست كې موجود ځينې بتان او دواك عنعنوي اجاره داران رانسكور كړل ولس يې منندوى دى. پدې كې شك نشته چې پدې لست كې ځينې داسې اشخاص وو چې له شك پرته د هېواد او ولس ګټو ته وفاداره نه دي، د افغانانو د هويت، كلتور او تاريخ دښمنان دي چې ژوندۍ بېلګه يې سيدمخدوم رهين دى چې له بده مرغه ولسي جرګې د باور رايه هم وركړه خو بيا هم له شك پرته چې پدې لست كې ځينې پوه ، متخصص او زړه سوانده اشخاص هم وو داسې اشخاص چې د وزارت له عهدې په ښه توګه وتلى هم شول، د غلا، خيانت، كارماتۍ او بې كفايتۍ كوم تور او ثبوت هم پرې نشته دى، ، نو داسې اشخاصو ته د باور رايه نه وركول او په مقابل كې يې درهين په څېر څهرو ته رايه وركول له ملت سره د ولسي جرګې ستره جفا ده، له شك پرته دا كار د ملي مصلحت لپاره نه، بلكې د شخصي تربګنيو، سياسي،رشوتونو د افغان دښمنه كړيوپه اشاره او دعنادونو له مخې شوى دى. كه څه هم ولسي جرګه دعوه كوي چې خپلې رايې يې په خپله خوښه او له هر ډول كورني او بهرني فشار پرته كارولې دي، خو بياهم ځينو وړ اشخاصو ته د باور رايه نه وركول او د كانونو وزارت ته نوملي وزير وحيدالله شهراني په څېر اشخاصوته چې د بډو ،درغلۍ او اداري فساد ګڼ تورونه پرې لګېدلي او آن دولتي ورځپاڼو يې هم بېلګې خپرې كړيدي باور رايه وركول د دوى د نيت پرسپيڅلتيا سړى بدګومانه كوي. د ښاغلي كرزي لخوا له وړاندې شوي لست سره د ولسي جرګې پروني چلند ښيي چې دا كوم تصادفي او برسېرن چلند نه وو، بلكې ښيي چې د دې تر شا ژورې موخې اوږده لاسونه دې. داسې ګومان هم كېږي چې ولسي جرګې پدې ډول له ښاغلي كرزي څخه غچ اخستى وي ، پدې ډول چې همداتېره اونۍ ددې جرګې رئيس ښاغلي يونس قانوني له كرزي سره دتړلو دروازوترشاه اوږدې خبرې وكړې اودخبرو اجندا داوه چې كرزى به پارلماني ټاكنې وځنډوي او دموجود پارلمان عمر به اوږد كړي اوپارلمان به يې په بدل كې دده لخوا وړاندې كېدونكې كابينې ته باور رايه وركړي خو داخبرې بريالۍ نشوې او ولسمشراعلان وكړ چې پارلماني ټاكنې به خپل وخت دغبرګولي په مياشت كې كېږي وروسته ښاغلي قانوني هم داذهانو دتسخيراو فريب لپاره همداډول اعلان وكړداچې داخبرې ولې بريالې نشوې لاملونه يې ډېركېدلى شي چې څېړل يې ددې مقالې له حوصلې څخه وتلې خبر ده داسې ښكاري چې له وسلوالو محالفينو پرته ځينې كورني او بهرني اغېزمن لاسونه د ولسمشر كرزي د ادارې د بنسټونو په نړولو لګيا دي او په شعوري ډول كرزى له ستونزو سره مخ كوي. چې د ملكي وګړيو بې رحمانه وژنه، د رغونې او بيا آبادولو د كار د بهير ركود، د ولسمشرۍ د ټاكنو د ترسره كولو په تاريخ كې اختلاف، د ولسمشرۍ د څوكۍ لپاره له درې درجنو دډېروكانديدانو درول، په ټاكنو كې د درغلۍ موضوع، د ټاكنو د پايلو د اعلان ځنډ، ټاكنې دوهم پړاو ته غورځول، د كابينې د اعلان ځنډ او دادى اوس د كابينې ردول يې ښې بېلګې دي ، زه دكرزي او دهغه له حكومت څخه دفاع نه كوم او نه پردفاع ارزي . همدا نظام او همدا يې پارلمان .خو زه له ولسي جرګې څخه پوښتم ، په ايمان يې ووايئ چې آيا تاسورښتيا هم د زړه له كومې قانع ياست چې رهين او شهراني ته مو داهليت اووړتيا له مخې رايه وركړې او رد شوي نوملي (نامزدان) ټول بې كفايته وو؟. تاسوهم دعوه كوئ چې ملت ټاكلي ياست او كرزى هم دعوه كوي چې دملت لخوا منتخب ولسمشردى نو ولې ديوه ملت لخوا دټاكل شويودوه جرياناتو ددريځ ترمنځ دومره لوى واټن دى چې اوياسلنه وزيران يې ورته ردوي ؟؟ اوس چې پارلمان ژمني يومياشتيني خوب او استراحت ته ځي او د جنورۍ په ۲۸ مه د افغانستان لپاره د لندن كنفرانس هم جوړېږي نو افغانستان به يواځې د اوو وزيرانو په درلودلو د دې كانفرانس كوربه او اجندا وي. آيا كوم دموكرات !هېواد چې له ۲۵ يواځې ۷ وزيران ولري هغه د نړيوالو دپام او اعتبار وړ ګرځي ؟ كه فرض كړو چې ښاغلى كرزى به عجالتاَ سرپرست وزيران وټاكي نو پخپله ستاسو(د افغانستان دپارلمان ) د قانوني مسودې له مخې خو بايد د سرپرستۍ دوره تر يوې مياشتي ډېره نه وي او كه تاسو همدانن هم رخصت وكړئ ښايي په دوه مياشتو كې هم راغونډ نشئ نو آيا داستاسو له خپل قانون سره ټكر نه دى؟ داسې هم ويل كېږي چې د پارلمان غړيو چې كومو وزيرانو ته رايه وركړې دايې هم دسياسي معاملې اود ډالريز رشوت له مخې وركړې دي او هغه وزيران چې باور رايه يې اخستې له قوې بهرني ملاتړه برخمن دي او دځينو وزيرانو په اړه نړيوال فشار خو رسنيو هم تائيد كړ او د رهين په اړه خودا شك ځكه قوي دى چې نوموړى خو پارلمان يو ځل عاق كړى هم وو نو بيا يې په كوم ډاډ راوست ؟ داسې ګونګسې هم دي چې پدې ستره لوبه كې پخپله حامدكرزى او د هغه ډله لاس لري،ناتائيد شوي خبرونه وايي چې بريالي وزيران دكرزي خپل نږدې ملګري دي چې پخپله د كرزي په اشاره ورته باور رايه وركول شوې او كرزى ورسره په راتلونكې كې هم كار غواړي او پاتې سياسي يتيمان هغه خلك دي چې د هغه د ائتلافى ملګرو او د هغو با رسوخه اشخاصو او ګوندونو لخوا چې ده ورسره د ټاكنيز كمپاين پرمهال ، له ده سره د مرستې په بدل كې دوزارتونو ژمنه كړې وه پرده تپل شوي وو، د دوى په آند كرزي له يوې خوا له دوى ځان خلاص كړ اوپه ښكاره يې دا ورته وښوده چې ده خپله ژمنه تر سره كړه او نور مسئووليت نلري او له بلې خوا به په راتلونكي كې د خپلې خوښې اشخاص پارلمان ته معرفي كړي. كه چېرې دا نظر سم وي(خداى دې وكړي چې همداسې وي او نور وزيران يې اهل او وړ خلك وي ) نو دلته كرزي او د هغې ډلې د پخوا په څېر يوه بله اشتباه هم وكړه ځكه چې پدې يادوشويو وزيرانو كې ځينې د كار كسان هم وو او ځينې يې له ډېر قوي ملاتړ څخه هم برخمن وو. ښاغلي كرزي ته به د جهادي مشرانو، نورو مخورو او با نفوذه اشخاصو خفګان او د هغوى د ملاتړ له لاسه وركول ارزانه او آسانه خبر نه وي او ښايي د ماهي(كب) د دې پستې غوښې له تېرولو سره به د ده په ستوني كې ډېرې لشكۍ بندې شي. كه څه هم پدې لست كې طالبانو ،كا بل مېشتي اوسنګر ميشتي حزب اسلامي او نورو وسلوالومخالفينو ته ځاى نه وو وركړل شوى خو په كابل كې ميشتو دهمدې جهادي ډلو ملاتړ د ده د دولت اسلامي رنګ پر ځاى كړيدى. ده كه كومې رايې هم اخيستې دي دهمدې ډلو له بركته دي. بل دا چې داويا سلنې كابينې ردولود كرزي له ملي او بين المللي ملاتړه بې برخې او دغويي په ښكرولاړ حكومت نور هم بې اعتباره او وشرماوه. له دې وروسته ښايي د ده له مرستيالانو سره هم د ده ګوزاره سخته شي ځكه چې د هغوى ملګري هم پارلمان رد كړيدې. كه چېرې په رښتيا هم د پارلمان پدې تصميم كې د ولسمشر كرزي لاس نه وي نو دا به د كرزي لپاره له زغمه وتلى چيلنج وي ، دا كار به دولس پر برخليك هم ناوړه اغيزوكړي، ادارې به په ټپه و درېږي، سوداګري ، راكړه وركړه او پانګونه به كمه شي، خصوصي سكتور او شخصي متشبثين به لويوتشبثاتو ته زړه ښه نكړي ، غريب او مزدور خلك به د اوزګارتيا له ستونزو سره مخ شي، د اعتماد بحران به ژور او پر دولت او شرايطو نا باوري به نوره هم ډېره شي او تر څو چې نوې كابينه پارلمان ته معرفي كېږي اود پارلمان لخوا باور رايه اخلي او بيا كار پيلوي نو هره ورځ به د افغانستان كمزورى اقتصاد ميليونونه ډالره زيان زغمي. [email protected] - بېرته شاته