(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شاعره ليکواله زرلښته حفيظ دمخکښې جايزه وکټله

زرلښته حفيظ ملکزۍ چې په ٢٠٠٦کې دکاناډادالبرتاپيترلاهه په روغتون کې په رسمي ډول په کار پيل وکړه په روغتون کې دښه خدمتنو ،نظم دسپلين،دهمکارانو،مريضانواو دهغوی کورنيوسره دښه برخوردپه سپارل شوي دنده کې دښه احساس او مسوليت ددرک په اساس ددرې سوه پينځه شپيتو نارينه او ښځينه همکارانو تر منيځ دکارپه سياليوکې د٢٠٠٩کال داتلې په توګه وپيژندل شوه نوموړي ته دکال دغوره شخصيت او ممتازې اتلې لقب ورکړشو، په هغه غونده کې چې دسمبردمياشت په اوله کې جوړ شوې وه اغلې زرلښتې ته يوستاينليک ،دپيسوچيک دڅوملګروسره دمالبروپه يورستورانت کې ددوه ورځودپاره دسهارنۍاوغرمنۍ دډوډۍ بندوبست او دهغې موټردپاره يودايمي مستقل پارګنګ ځای او نورسوغاتونه ورکړل شول داغلې زرلښت حفيظ تصويرونه دهسپيتال په ديوالونو کې ديو مياشت دپاره د هغې دښه خدمتنو بيلګو سره په دهليزونو کې وځړول شول او بيا دهسپيتال په هغه رسمي کتاب کې ثبت شو چې دتل پاتې اتلانو نوم په کې ثبتيږي . زرلښته ددسمبر په مياشت کې د ډيرو مبارکيو تر څنګ خپل دهمکارانو دتودهرکلې سره مخامخه شوه پروګرام دعصريه په خوړلو سره پاې ته ورسيد اغلې حفيظ سره به مرکه هم وکړو اوس مو رابولم دهغې ژوند ليک ته زرلښت حفيظ ملکزۍ دملک حفيظ الله لوردننګرهاردښيوې ولسوالۍ دقلاټک د کلې دملکزيانو په کورنۍ کې زيږيدلې ده پينځه کلنۍ کې دخيوې نه ننګرهارته د خپلې کورنۍ سره راغلې ده دننګرهاردالاېې لېسې دولسم ټولګي نه فارغه شوېده. عالي تحصيلات ېې د کابل د اجتماعي علومو په انستيتوت کې اودهغې نه ورسته ېې دموراوماشوم په رشته کې د نساېي وﻻدي څانګه کې خپل تحصيلات بشپړکړي دې د پاکستان د پيښورښاردناصرباغ د تاڼې څنګ سيدجمال الدين افغان په روغتون کې دقابلې په توګه ېې دنده ترسره کړېده زرلښته د ٢٠٠٢ په جنورۍ کې کاناډا ته مهاجره شوې ده اوهلته د يوې لنډې وقفې نه ورسته بيا هم خپل تحصيلاتوته دوام ورکړ دم ګړۍ د کاناډا د البرتا په ولايت پيترلاهي روغتون کې رسمي دنده لري خوسره له دې چې هغه کارکوي خپلو تحصيلاتوته د طب په برخه کې دوام ورکوي هغه اوس هم درس وايي د زرلښتې ماشوم توب په هميشه بهار وﻻيت ننګرهار کې تير شويدى هغې په ١٣ کلنۍ کې په شعرويلو پيل کړيدى زرلښته د طبيعت د ښکلاګانو سره زياته مينه لري د زرلښتې شعرونه او لنډې کيسې د هيواد دننه او بهرپه ورځپاڼو، مجلو او دنيټ په سايټونوکې نشريږي چې دا لړۍ دوام لري زرلښته وايي دژوند هره شيبه ورته ډير ارزښت لري شاعرۍ او ليکوالۍ شره ډيره مينه لري هغه وايي کله چې ډيره ستومانه شي نو بيا قلم پورته کوي شعر او کيسې ليکي هغه د خپل هيواد سره ډيره مينه لري څلورچاپي اثار لري چې په ﻻندې توګه دي: ١ – ځوانيمرګ ارمان ٢ – شرقي ښکلا د غرب په ماڼو کې شعري ټولګه ٣ – ښځه د ژوند په هنداره کې د لنډو کيسو ټولګه ٤ – دسولې انتظار شعري ټولګه زرلښته نور ناچاپ اثار هم لري چې چاپ ته تيار دي يو په بل پسې به چاپ او مينه والو ته به ېې وړاندې شي ناچاپ اثار زما ژوند زما مور ښځه دژوند په هنداره کې دوهم جلد سوله مې ارمان پلچرخي زندان دژوند خوږې لمحې د اغلې زرلښتې د شعر نمونه (٣) نظم: زرلښته حفیظ
اې پښتونه زه ستا تن يم ستا ايمان يم دويم نوم مې ده غيرت وينه دافغان يم دجنګونو په چړو پرهرپر هر شوم خپل ټپونو ته د سولې په ارمان يم په زړه وړم دزمانې ترخه غمونه پرما راغلل طوفانونه سيلابونه زمانې ته دازمښت يو امتحان يم ماکې جوړدشرق اوغرب سره سنګرونه ځکه اوس دهرشهيدپه وينورنګ يم زمانوم افغانستان دانګريزجنګ يم دوختنوسرولمبو کې چې سوزيږم درقيب په تهمتنو کې رنګ رنګ يم دلته سرې لښکری ډيرتللي راغلي دلته ډيروخپلې سری وينی شيندلي زه ګومان کومه ډيردي تيروتلي نه نړۍ ته قهرمان شول نه ښاغلي ما کې خاوري شول بيشماره ډيرسرونه کار نامو نه مې ډک شوي تاريخونه هر يوه مور مې دتاريخ يوه قهرمانه هرپښتون مې قهرمان دټول وختونه هرګرګين دلته راغلې په يو جنګ دی مکناټين يي چې هيرکړی بی فرهنګ دی زما وجوديي په ګولوغلبيل غلبيل کړل پښتنو تاسی تير باسي وايي ننګ دی زما جسم کې پښتون وينه دافغان دی هرمسلم چې مې حفظ کړی پاک قران دی ولسونه ميړني چې ماکې اوسي قهرمان مې هرپښتون دهرزمان دی ټول تورغرونه مې سنګردټول دونيا شي زروي ټستونه وکړي په ما راشي دنيپال غټ غټ بمونه را ختا کړي زما ځان ورته دويم هيروشيما١*شي داسی وايي پښتانه په څه پوهيږي غريبان دي په پيسو باندی غوليږي اول دين دويم پسي ورته ښکاره کړي ورته وايي چې جهان د ننداره کړي ټوپکونه او ټانګونه ورته ورکړي دايمان په نوم خپل ورورسره يي په جنګ کړي ورته وايي چې ورځه خطر دننګ دی بيا ناری کړه چې جهادباندې مې جنګ دی خو زه خپل دا بی تعليم بچيان به څه کړم څنګه سوله به ډيوه دخپل کاله کړم؟ هرجومات مې يومکتب دپاک قران دی څنګه جنک کې به تعليم ددين ورزده کړم زما غيږه دجنګونو لوې سنګردی دنړۍ هريو هيواد په دی خبردی دريابونو کې لرمه سره لعلونه توروغروکې خزاني مې دسره زردي چې دلوږی نه مجبورشي په ماراشي اسمانونو نه بمونه را ختا شي څوک مې ونۍ زغلوي ښکلې باغو نه څوک ياقوت لعل جواهردتوروغرونه زمارښتيني بچي لږخورابيدارشئ لږمې وپيژنئ جنګ نه په قلارشئ سره يو شئ يودبل سره پخلا شئ ورته ووايئ چې سوله کوولاړشئ زما تن کې زما ديو وجود بچيانو زمادپاک قران دمينې لارويانو داسلام نفوس ختميږي په دی پوشئ سوله وکړئ سره يوشئ افغانانو درته وايم چې زه ستا دمينې رنګ يم سره ګلاب يم ستادهسکی شملې ننګ يم زه ستامينه يم ستاعشق يم ستاجهان يم دويم نوم مې ده غيرت وينه دافغان يم ددونيا ستر طاقتونه مې مات کړي انګريزان او پنجابيان مې تل رټلي بی تعلمه نورپه ما کې څه کمې دی؟ هريوځوان مې دننګونوتوريالی دی هره پيغله مې ملاله د ميوند ده هريوه مورمې تل دجنګ سره په جنګ ده هرقدم کې مې بيشماره هديري شول هره لويشت مې دانسان په وينورنګ ده ننګرهاردمينې زړه کې غفارخان دی لروبرکې چې مشهورننګ دافغان دی تاريخونه ولسونه به پی وياړي ملنګ جان چې دننګونوقهرمان دی خو پښتونه په دی پوشه چې ستا ځان يم ستا غيرت يمه ستا مينه ستا جانان يم پښتنې ميندې مې ستړي شول سلګوکې دزرلښت د مينې کورافغانستان يم مروره نورجنګ مه کوه بيدار شه سوله وغواړه دسولې طرفدار شه هرڅوک لاړ به شي په خپله مخه بيرته پرمختګ غواړم خدمت ته مې تيارشه زه هماغه ښايسته کوردهرافغان يم زه خوتوره يمه تاج دخوشحال خان يم زرغونه يمه احمدشاه به زيږومه دتاريخ دپاني پت دجنګ داستان يم زه ژوندی يم که ژوندی مې يو افغان وي ټول جهان به خپلواکې ته مې حيران وي دزانګو ماشومان واړه خداې به لوې کړي زما نوم به تل ازاد افغانستان وي !!!!
*١هيريشيمادجاپان هغه ښارده چې د دوهمی نړيواله جګړی په اخيرو وختونوکې په١٩٤٥داګست په پينځمه امريکا خپل اولنۍ اتوم بم دهيروشيماپرمظلوموخلکووغورځاوه چې په نتجه کې د زرهاو بيګناه ولسي وکړو دمرګ سبب شوه - بېرته شاته