(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

له پښتنو سره جفا + سياسي سوداګري = د انورالحق احدي زوال

له پښتنو سره جفا + سياسي سوداګري = د انورالحق احدي زوال او د ناکامۍ پيل
کله چې د ۲۰۰۱ لومړي کال د اکتوبر په اوومه د امريکا او د هغوی د ملاتړو لخوا په افغانستان باندې بريدونه پيل شول نو له همغې لومړۍ ورځې د پښتون قوم وژنه پيل شوه. په تېرو نهو کلونو کې د ترهګرۍ ضد تش په نامه جګړه کې د پښتنو سيمې تر اور لاندې ونيول شوې، کابل، وردګ، غزني، کندهار، هلمند، اروزګان، زابل، پکتيا، پکتيکا، خوست، لوګر، ننګرهار، فراه، نيمروز، هرات، کاپيسا، لغمان، کندوز، بغلان، بلخ او نورو سيمو کې د طالب او القاعده په بهانه د پښتنو د وينو بهېدل پيل شول. پښتون قوم که له يوې خوا د طالب په نامه د امريکا او نورو استخباراتي ادارو لخوا په نښه کېده نو له بلې خوا د شمال بدنامې ټلوالې امريکا ته په پوره وفادارۍ سره خپل خدمتونه هغوی ته وړاندې کړل او د برهان الدين رباني، ډاکټر عبدالله عبدالله په ګډون د شمال ټلوالې نورو مشرانو به هر وخت ويل چې دا بمونه وړاه دي او بايد غټ غټ بمونه واورول شي تر څو د طالب په بهانه ټول پښتانه ښه وځپل شي. شمال ټلواله چې د ايران، روسيې، تاجکستان او ازبکستان په ملاتړ يې هر وخت د پښتنو د ټکولو لپاره هلې ځلې کولې، په افغانستان باندې د امريکا له يرغل وروسته همدې موخې ته د رسيدو لپاره يې يو بل طلايي چانس تر لاسه کړ. د حامد کرزي په حکومت کې د قدرت ۸۰٪ برخه د شمال ټلوالې پخوانيو جګړه مارو او ټوپکسالارانو ته ورکړل شوه. که څه هم په هغه وخت کې هر څه د پښتنو خلاف روان ول خو پښتنو بيا هم افغان ملت ګوند ته ډېرې هيلې لرلې چې د پښتنو د حق غږ به اوچت کړي او لږ تر لږه به د پښتنو د ټولوژنې د درولو لپاره يو څه وکړي. خو د ډاکټر انوارالحق احدي په مشرۍ دا ګوند د يو وزارت په بدل کې د پښتنو د حقونو له دفاع څخه تېر شو، د پښتنو په ټولوژنه يې خوله پټه کړه، د ملي امنيت د پنجشيري جنايتکارانو لخوا يې د پښتنو په نيولو ځانونه کاڼه او ړانده کړل (همدا اوس په څرخي پله او نورو زندانونو کې تر ۷۰ ٪ ډېر بنديان پښتانه دي، چې ډېری يې بې ګناه او د پيسو لپاره د طالب په نامه نيول شوي دي)، د پښتنو په سيمو کې د ټولګټو پروژو پر وړاندې پرتو خنډونو او ګڼو دسيسو د شنډولو لپاره يې هيڅ هم ونکړل. نور خو لا څه چې په پښتنو باندې د ړندو بمباريو چې ګڼ شمېر ښځې او ماشومان پکې ووژل شول، په اړه يې يو کنفرانس هم ورنکړ دا خو لا پرېږده چې په دې اړه دې کومه مظاهره وکړي. بس د افغان ملت ګوند ښاغلی مشر په دې خوشاله وو چې د ماليې وزير دی. له پښتون قوم سره د انوارالحق احدي تر ټولو ستره جفا او خيانت لا دا دی چې د پښتنو قاتل او دښمن ته يې د اتل او رهبر لقب ورکړ، نوموړي د لويې جرګې په خېمه کې د روسانو ګوډاګي او د پښتنو قاتل احمد شاه مسعود په اړه جوړې شوې غونډه کې هغه ته داسې القاب وکارول چې د سړي باور نه راځي، چې د پښتنو د حقونو مدافع (په اصطلاح)، يو ډاکټر، مطرح سياستوال، د امريکايي پوهنتون استاد، اقتصاد پوه او علمي شخصيت دې د پښتنو د يو دښمن او جنايتکار په اړه داسې څرګندونې وکړي، (د ثبوت لپاره اټيچ ويډيوګانې وګورئ). په کومه ورځ چې ښاغلي احدي د لويې جرګې په خېمه کې د جنايتکار او خاين مسعود صفتونه کول په همدې ورځو کې په کندهار، هلمند، خوست، پکتيا، پکتيکا، غزني او نورو پښتون مېشتو ولايتونو کې په پښتنو اور بل وو، خو دې ښاغلي د هغو پښتنو پوښتنه ونکړه او باالعکس يې د هغوی په زخمونو مالګې ودوړولې او د پښتنو په بربادۍ يې چې يو لامل يې هم جګړه مار مسعود دی سترګې پټې کړې. همدغه انورالحق احدي وو چې په پېښور کې يې د افغان ملت ګوند په يوه غونډه کې احمد شاه مسعود د خاين، د پرديو جاسوس، د پښتنو دښمن، د افغانستان د اقتصاد بربادوونکی او په نورو نومونو ياداو خو اوس صرف ددې لپاره چې په قدرت کې پاتې شي د پښتنو همدغه دښمن يې د يو رهبر او اتل په توګه ياد کړ. ډېر د شرم او افسوس ځای دی. چا چې د پښتنې مور شيدې رودلي وي او د پښتون ننګ او غيرت ولري نو هغه به هيڅکله هم د پښتنو دښمن، خاين، د پرديو ګوډاګي او جنايتکار ته اتل ونه وايي. د ۲۰۰۹ کال په اګست کې د افغانستان د ولسمشرۍ تر ټولټاکنو څه موده وړاندې د افغان ملت ګوند مشر ښاغلي انوارالحق احدي د ماليې له وزارته له دې امله استعفا وکړه چې د حامد کرزي حکومت کمزوری او په فساد ککړ دی او پخپله يې د ولسمشرۍ څوکۍ ته ځان کانديد کړ. خو د ولسمشرۍ تر ټاکنو څو ورځې وړاندې ښاغلی احدي د کرزي په وړاندې له خپلې کانديداتورۍ تېر شو او د کرزي په فاسد او کمزوري حکومت کې يې خلکو ته د خدمت کولو هوډ وکړ. ښاغلي احدي تر دې څو ورځې وړاندې په بېلابېلو غونډو کې په کرزي او د هغه پر حکومت پر له پسې نيوکې کولې خو يو ځل بيا د يو وزارت په خاطر د پښتنو د حقونو له دفاع څخه تېر شو او ځان يې د پښتون دښمن کرزي پښو ته وغورځاوو. په لندن کې راته يو ملګري کيسه کوله چې د کمپيوټر يو ځوان کارپوه چې پښتو سافټ ويرونه يې جوړ کړي ول، له ښاغلي انوارالحق احدي څخه د هغه د ماليې د وزارت پر مهال مرسته غوښتې وه، ښاغلي احدي ورته ويلي وو چې ګوره ځوانه!!! دا سافټ ويرونه تا يوازې په پښتو کې جوړ کړي که په دري کې هم وای نو دا به يو ملي کار وای او ما به درسره مرسته کړې وای خو اوس چې يوازې په پښتو کې دي، نو زه مرسته نه شم کولای. تاسو وګورئ پښتنو دې ښاغلي ته په کومه سترګه کتل او دا څه بلا راوخوت. ښاغلي انورالحق او د افغان ملت ګوند تش په نامه د پښتنو مدافعينو نه يوازې د پښتون دښمن کرزي په وړاندې مبارزه ونکړه بلکې د هغه د ناکامې، پښتون دښمنې او فاسدې واکمنۍ د غزولو لپاره يې هغه ته پراخ کمپاينونه وکړل. يو ځل بيا يې د پښتنو رايې وپلورلې او د پخو په څېر يې خپلې سياسي سوداګرۍ ته دوام ورکړ. په دې سره يې لا ځانونه وښودل چې دا خلک په حقيقت کې کوم ځانګړی مرام او هدف نلري او يوازې د مادياتو، څوکۍ او قدرت لېونيان دي. د همدې فاسد کرزي په واکمنۍ کې پښتانه تر بل هر وخت ډېر وټکېدل، د ژوند حق ځنې واخستل شو، ځمکې يې غصب شوې، ښوونځي يې وسوځېدل، له خپلو کورونو وشړل شول، زندانونه پرې ډک شول، په ودونو يې بمبارۍ وشوې، مېرمنې يې په سپيو وداړل شوې، پر پښتني سيمو باندې پردۍ جګړې وتپل شوې او........... خو د پښتون قوم د حقونو مدافعينو انوارالحق احدي او افغان ملت بيا هم حامد کرزي ته کمپاينونه کول. (د ثبوت لپاره اټيچ عکسونه وګورئ) دې ته وايې د پښتون قوم د حقونو دفاع، افرين شه او په تاسو. ښاغلې انوارالحق صاحب: که په رښتيا هم حامد کرزی او حکومت يې کمزوری او په فساد ککړ وو نو بيا ولې ورته تېر شوې او اوس څنګه له هغه سره په کابينه کې د کار کولو لپاره کچکول په لاس د ولسي جرګې په وګيلانوګرځې؟؟؟؟؟؟؟؟؟ په همدې وخت کې د توقع خلاف د افغان ملت ګوند له مشرانو څخه يوه يې د پښتنو پر وړاندې د روانو دسيسو د شنډولو، د حامد کرزي په واکمنۍ کې پښتنو ته د اوښتو زيانونو د مخنيوي او د پښتنو د حقونو د لاسته راوړلو لپاره د يو بدلون غږ پورته کړ. د افغان ملت ګوند افتخاري رئيس او موسس غړی ډاکټر محمد امين واکمن ددې ګوند يوازينې کس وو چې له پښتنو سره يې خپله وفادارۍ په زبات ورسوله، نوموړی په داسې سختو حالاتو کې د پښتنو تر څنګ ودرېده او په زغرده يې وويل چې د حامد کرزي په واکمنۍ کې د پښتنو حقونه تروړل شوي، حکومت د جنګسالارانو او قاچاقبرانو په لاس کې دی او پښتانه تر سخت فشار لاندې دي. د ښاغلي واکمن په وينا پښتانه د هېواد په ځینو برخو کې محصور او په ځینو کې له خپلو سیمو بې ځایه کړی شوي دي. دغه راز، په ځینو ولایتونو کې یې ځمکې او جایدادونه غصب شوي او د حامد کرزي حکومت یې هيڅ پروا نه لري. نوموړي وويل چې د حامد کرزي حکومت ناکام شوی او په کار ده چې د هېواد په اداره کې بدلون راشي. ددغه بدلون د راوستو لپاره نوموړي د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړ. نوموړي ډاکټر اشرف غني احمدزی یو پوه او باتجربه شخص وباله او په وينا يې د هېواد روانو ستونزو ته د هواري لاره پیدا کولی شي. د ښاغلي واکمن پر وينا ددې تر څنګ د اشرف غني احمدزي پروګرام د افغان ملت له ګوندي نظریاتو سره ډېر ورته دی. ښاغلي واکمن په زغرده وويل چې د اشرف غني په پروګرام کې د افغانستان ملي ګټې نغښتې دي. نوموړي په ټول هېواد کې پخپلو ګوندي ملګرو غږ وکړ چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ډاکټر اشرف غني ننګه وکړي او هېوادوال د هغه ملاتړ ته وروبولي. په همدې وخت کې خلکو داسې فکر وکړ چې په رښتيا هم د افغان ملت ګوند نور ښايي د حامد کرزي د پښتون دښمنې واکمنۍ پر خلاف اواز پورته کړي او نور به د پښتون حق وغواړي، د پښتون وژنې د درولو لپاره به مبارزه پيل کړي خو ډېر ژر د افغان ملت ګوند منشي ستانه ګل شېرزدا په ډېر سپکاوي او توهين امېزه لهجه د امين واکمن خبرې رد کړې او ويې ويل چې ښاغلی واکمن د افغان ملت ګوند غړيتوب نلري. ښاغلي شېرزاد پښتون دښمن کرزي ته د افغان ملت ګوند وفاداري بيا تازه کړه او د پښتنو پر سر يې بله سودا وکړه. په حامد کرزي باندې د پښتنو د رايو پلورلو په بدل کې انوارالحق احدي ته دويمه درجه وزارت ورکړل شو او کله چې د حامد کرزي د کابينې په لست کې (چې ګڼ جنګسالاران او جنايتکاران هم پکې ول) نوموړی د اقتصاد د وزير په توګه ولسي جرګې ته د باور رايي اخستو لپاره معرفي شو، نو د معصومو، بې ګناه، ځورېدلو، کړېدلو او غيرتي پښتون قوم پر سر سودا ښاغلي انوارالحق ته ډېره ګرانه تمامه شوه، نوموړی په خپل غټ نوم، نړيوال شهرت او د بهرنيانو په ملاتړ سربېره له ولسي جرګې څخه د اقتصاد د وزير په توګه رايه تر لاسه نکړه او ماتې يې وخوړه. څوک چې د پښتنو پر سر سودا کوي، الله ج دې همداسې شرمېدلي او ماته خوړلي لري. هغه وخت لرې نه دې چې پښتون دښمن کرزی، د هغه پښتون دښمنه ډله او د پښتنو ټول دښمنان به يو په بل پسې شرمېږي. دښمن په زوره ننوت په کور د پښتانه خو دغه کار يې هم وکړ په زور د پښتانه څالاکه دښمنان چې يې سر وړي، هغه مهال مشغول لکه ماشوم کړي په څه ورور د پښتانه دستي د پښتانه په وجود ولګوي غاښ چې هر يخزڼی مار تود شي په اور د پښتانه ويړيا به يې هم درکړي که يې زړه وي ستا په کار خو سر په هر حالت کې دی په پور د پښتانه دروېش ورپسې ټول عمر اخيستی و څراغ خو چرته يې هم ونه ليد غمخور د پښتانه - بېرته شاته