(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د بشرد حقوقوبنسټیزه تیوری

دبښوونکی او مهربان څښتن تعالی په سپیڅلی نامه مخکی ددی نه چه د بشرد حقوقود سرلیک لاندی خبری وکړو.لومړی باید دغه د بشردحقوق کلمه وپیژنوچه ددی څه مانا ده اوولی منخ ته راغلی ده ددی دپاره چه ښه په ډاګه شی نو زه تاسی ته یو څوبیلګی درپه ګوته کوم.د بشرحقوق(وګړیزاو انسانی حقوق)د بیلګی په توګه الله تعالی زمونږ خالق دی او مونږه یی مخلوق یوهغه (الله تعالی)مونږ ته حقوق راکړی او هغه دا چه مونږه یی اشرف المخلوقات پیداکړی یو (د عزت او شرافت خاوندان)مونږه ته یی عقل راکړی دی چه ورباندی د ښو او بدو توپیرکولی شو.راځم یو بلی روښانه بیلګی ته فرضا ماشومان په خپل موراو پلارحقوق لری اوهغه دا چه مور او پلار باید خپلو اولادونوته په ماشومتوب کی ښه خواړه لباس ،او ورسره په څنګ کی ښه او سالمه روزنه او تربیه ورکړی ځکه د موراو پلارغیږه ماشومانو ته لومړنی ښونځی او د ادب ځای دی.چه دا ټول د ماشومانو حقوق دی په خپلو والدینو باندی.ددی په مقابل کی بیا مور اوپلارپه خپلو اولادونو حقوق لری او هغه دا چه د هغوی اطاعت کول خبره یی منل او په بوډاتوب کی د هغوی خدمت او پالنه کول همدا رنګه په یو کلی کی دیو ملک او د خلکو ترمنخ حقوق پر یو او بل باندی .اوکه په اخیره کی راشو یو بل روڼ مثال ته چه د حکومت او ولس تر منځ حقوقی اړیکی او هغه دا چه حکومت باید ولس ته کارونه برابر کړی .امنیت راولی ،اسانتیاوی جوړی کړی ،ښونځی ،پوهنتونونه ، روغتونونه ،سړکونه ،پلونه اونور لازم ضروریات برابر کړی او ددی په مقابل کی پر ولس لازم دی چه د حکومت حقوق پرځای کړی او هغه دا چه د اساسی قانون درناوی او د حکومت ټول حقوق پرځای کړی او که په دی کی هرڅوک سرغړونه وکړی نو ددی مانا دا ده چه د د بشرحقوق تر پښو لاندی کړل. یعنی په لنډیز سره ویلی شوچه د بشر حقوق د هرانسان او بنیادم هغه که نر وی او که ښځه که ماشوم وی او که ځوان او که سپین ږیری وی باید تامین او درناوی یی وشی .او په هره ټولنه کی چه د بشردحقوقو درناوی کیږی .نو هغه یوه پرمختللی ټولنه جوړیږی په هغه ټولنه کی ارامی، سوکالی ،پرمختګ ،سکون،پوهنه او د خوشحالی ډک ژوند وی .او په کومه ټولنه کی چه د بشرحقوق تر پښولاندی کیږی نو په هغه ټولنه کی نارامی ،بدبختی ،بی تعلیمی او یو تریخ ژوند وی . او ددی په ډاګه بیلګه زمونږه بیچاره او مظلوم ولس دی .چه په هره برخه کی د بشر د حقوقو سرغړاوی ورباندی کیږی.چه زه هریوه ته یو ه لنډه غوندی اشاره کوم. اول کار اهل کار ته نه دی سپارل شوی او که دی نو هغه هم د ګوتو په شمار یعنی د حکومت په ډانچه کی هغه اشخاس ځای پرځای شوی دی چه لاسونه یی د ملت په وینو سره دی دوی د مخکی نه د بشر د حقوقو سرغړونه کړی ده خو سره لدی بیا هم په ولس باندی حاکم دی دا د بشر د حقوقو یو ستر سرغړاوی دی . دویم په نظامی برخه کی هغه اشخاس دی چه د حکومتی چوکی نه بده استفاده کوی غلاوی کوی ،د نظامی یو نیفورم نه بده ګټه اخلی د شپی په کورونو ډاکی کوی .په یو نوم او بل نوم ولس ځوروی، جنسی تیری کوی.څلورم دامریکایانو دوحشیانه بمباریوله کبله د بی ګناه افغانانو بمباری کول دا د بشر دحقوقو نه په ښکاره سرغړونه ده .ځکه دغه بی ګناه افغانان سپین ږیری،ماشومان، زنانه د یو طرف نه د حکومت د مخالفینونه ځوریږی اود بل طرفه بمباری کیږی.پنځم:هغه سیمی چه جنګ ورپکی راوان دی د هغی خلکو سره د حکومت لخوا ناانډولتوب د بشر د حقوقو نه سرغړاوی دی.ځکه هغوی سره هغه شان چه مناسب دی کومک او مرسته نه کیږی.هغوی ته د کار زمینه نه برابریږی ،بی روزګاری پکی زیاته ده ،ماشومان یی بی تعلیمه پاتی کیږی.حکومت باید هغوی ته فوق العاده بورسونه د بهرنیو هیوادونودپاره ورکړی او بعضی یی منځی (کابل )ته واستول شی د درس لپاره.ځکه که د هغوی غم ونه خوړل شی نو د تعلیم نه محرومیږی چه دا د هغوی د حقوقو سره ستره نه جبیره کیدونکی جفا ده.شپږم:د جونو ښونځیو ته نه پریښودل داهم د بشر د حقوقو خلاف کار دی ځکه یو تعلیم یافته مورتعلیم یافته ځوی روزی چه هغه د یو انسان په قدر پوهیږی د بشر حقوق پیژنی ځکه چه یو تعلیم یافته مور روزلی وی.همدارنګه په نورو برخوکی د بشرد حقوقو سرغړاوی لکه د پوهنی په برخه کی فرضا که مونږه او تاسی اوګورو په ښونځیو ،لیسو،او پوهنتونونوکی اکثریت ښوونکی غیری مسلکی دی چه دا د بشرد حقوقونه سرغړاوی دی د زده کړیالانوپه حقوقو کی .آوم : د تعلیمی نصاب په باره کی دا مونږه او تاسی ټولو افغانانو ته په ډاګه ده چه د هیواد اکثریت زده کړیالان افغانی ژبی (پښتوژبی)دی خوافسوس چه دوی سره د حکومت لخوا د مور میری چلن کیږی او ددوی په حقوقو ښکاره په ښکاره تجاوز کیږی . ځکه دوی ته په ځینو ولایتونو او بیا خوصوصا په منځی (کابل )کی پخله ژبه کتابونه او درس نه ورکول کیږی .دا د بشری حقوقو نه په ښکاره سرغړونه ده.ځکه مورنی ژبه د هرچا یو طبعی حق دی چه پری باندی خبری ،لیکل اولوستل وکړی. دا پورتنی هرڅه کوم چه ما یادکړل دا د بشرد حقوقود خپلواک کمیسون پوری اړه لری چه د خلکو شکایتونه واوری او د هغی دپاره د حل لاری وګوری او د بشر د حقوقو سرغړونکی محاکمه کړی میډیا ته یی وښایی نړیوالو ته یی ورپه ګوته کړی چه نور تری عبرت واخلی. لیکونکی زده کړیال هاند رفیق الله (بریالی) E-mail:[email][email protected][/email] E-mail:[email protected] - بېرته شاته