(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د نوي کال په غوږ کي د مزاحمت آذان!!

غلامي وغزېده، تيارې تتې او تورې شوې، د محکوميت او محروميت عمر اوږد شو، د کلونو رفتار زموږ د جنازو په حساب شو. د يو بل کال بستره مو ورټوله کړه او د غلامۍ يوه بله پاڼه مو واړوله. تېر کال د خودکش طبعيت مالک وو، موږ او چاودنې سره پېوند وو. سندر مارو او غزلبولو باګرامونو ته خودکش الهامونه راتلل، د ګلونو د ښار نه تر جنت مرحوم پورې دعا ته د ملايکو په جامه کي خيرن لاسونه پورته کېدل، د شېطان لاسونه!! چي څه مو د کار وو، هغه مو په دار وو. د دلدار او د دار په ننګ مو له شېطانيت سره په جنګ کي ډېر څه تاوان کړل، د وطن ښایست، د غرونو او رغونو فطري رنګیني، فن او فنکار، د سر سړي، د دستار سړي او د پنځو د مخ سړي!!! تېر کال هم د قلم او کتاب د برداشت توان نه درلود، مکتبونه وسوځیدل او مدرسې پراخي شوې. د مدرسې نسل د وسلې نسل وي، موږاوس هم ورله هارونه په غاړه روان يو، خېراتونه کوو، د دستاربندۍ مبارکي ورکو، مياندې لېونۍ دي، نادانې دي، پرديو له بچي لويوي. تېر کال هم نارنج ګل او بادام ګل زخمي زخمي وو، د چونغر د ترانو زيږه او سپرغينه ژبه خاموشه وه او په توره شپه کي د ناپېدا دردونو د سپړلو او د يوه ځوان شپونکي له دروي نه د سويو اسويلو د اورولو چونغر قامته لايق داسي ښکارېده لکه په عبادت بوخت وي او د لويو لويو قدرتونو رب ته اوس د ملنګ سپين ږيري يار تمنا د سپين غر د بين مار په ژبه نه بلکې په لپه لاسونو رسوي. ټول کال مي پښتونخوا جهنمي وه، "دوي د جنت کيسې کولې راته" او "موږ په دوزخ کي له پښتو سره وو". د مار او د پاړو پټ پټونی وو. پاړو اجرتونه ټولول او موږ په دې خوشبيني کي وو، چي د پاړو مرګ په مار وي. موږ د ګلونو په ګورېستان کي ناست وو، په دې هيله چي څانګه به نن سبا کي ګل شي، څانګه ګل نه شوه، زمکې قبرونه شنه کړل، پر قبرونو کودتاګانې وشوې، رحمان بابا هم غېر جانبدار پاتې نه شو، خپل واريې تېر کړ، د سليم راز په تول پوره شو "په ادب کي جانبداري فرض ده". جوماتونه په مقتلونو بدل شول، "ميری طرح خدا کا بهی خانه خراب ديکها". د وجود يوې برخې مي شور او مزاحمت ژړلو او بلې برخې مي مجرمانه خاموشي!! د وطن توازن مي بحال نه وو، په غېر متوازن حالت کي به مي کله کله داسي څه وويل، چي له رڼا د وېرېدونکو خلکو د اشتعال باعث به شو او کله کله به د چا په تعريف کي راباندې د "بت پرست" او "ړوند عقيدت مند" ګمان وشو. تېر کال د جمالياتو او فنون لطيفه قاتل وو، هنري مرکزونه د ايف ايم مُلايانو په قبضه کي وو. فنکارانو چا کډې په شا کړې، څوک د حلال رزق ګټلو په تلاش شو او څوک د راې ونډ پلاسټکي لوټو ځان ته راښکل، ما سوال په ځان کوو چي، غرونه هغه دي خو شپېلۍ پکي څوک نه غږوي زما د کلي په غمجنو شپنو چل څه وشو؟ نه مو ملا مانه، نه کوډي، نه تعويذ د ملا يه د جرګو پښتنو، يه پښتنو چل څه وشو؟ موږ ته به سايل صاحب په خپله اناپرسته قامي مزاحمتي لهجه ويل، چي دا قام په سندرو د لوټ شوي ژوند ماتم کوي، خو اوس يې راته دا ونه ويل چي کله سندره قتلېږي، نو ماتم به يې په څه کوو؟ د ماتم ژبه چي ګونګه شي، تر دې په الميو لړل څه وي؟ خو کيسه رسمي شوې وه، باقاعده "فتوی" عملي کېده ، د لاس بنګړي دي په دسمال وتړه شرنګ ونه کړي د ښار قاضي د ترنم خلاف فتوه ورکړې د تېر کال تر ټولو اخري تاريخي واقعه دا وه، چي تر نيم درځن زيات ملايان په اسلام اباد کي په هسپتال کي پراته وو، حلوا يې تر سږمو خوړلې وه. رښتيا وايم، د غني خان کمي ډېره را په زړه شوه، غني خان مُلا او حلوا سره پېوند ګڼل. د غني خان مُلا ته په حلوا کي جنت ښکاري. د شهادت شوق هم لري، خو هغه د چا خبره جهاد ته ځي نه او په حلوا کي ورته څوک بم نه ږدي. نن نوي کال ته د ځان د معارفي کولو اړتيا نه وينم، وختونه زموږ د مريي له مريتوب سره اشنا دي. نېلسن منډېلا وايي "غلامان حقونه نه بلکې هداف لري". خو موږ په مريتوب کي مستي کوو خو مزاحمت نه!! ځکه چي مزاحمت په تورو او تتو تيارو کي ډيوې روښانوي، خو موږ له رڼا وېرېدونکي خلک يو، د فکر په ولاړ ډنډ کي خوشبين پاته يو. موږ د نرګسيت په رنځ اخته خلک يو، ټول عمر مو د خپل زمريتوب او اتلولۍ قصيدې اورېدلي دي، تر موږ زمري او اتلان پر هند او سيند نه دي پېدا شوي، زړه په داسي ځای کي وي چي لمر يې نه وي ليدلی. درحقيقت ګيدړو مات کړو. نور خپل منزل ته غاړه وتل مونږ ګيدړو مات کړو د څڼو، د اور بل موسم مو نه دی د سيالۍ دی د نوي کال په وياړ په نړۍ کي جشن يو روايت دي، خو دا جشنونه د غلام لپاره نه وي، غلام پر دې موقع بايد د خپل هدف تعين او د ازادۍ په مفهوم خبر زړه او ذهن ولري. خو دا خبره حتمي ده چي محروم او محکوم ته مبارکي ورکول د هغه په محرومیت او محکومیت ملنډي وهل دي. د محروم او محکوم مبارکي د هغه په حالت کي د بدلون په وخت وي. غلام ته د نېکمرغه ژوند دعا هغه د اسماني فیصلې په تمه کښېنول وي. په سفارشونو زندګۍ نه بدلېږي. د غلام سره تر ټولو لویه همدردي هغه ته په داسي موقعو د مزاحمت درس ورکول دي. نوی کال د عاشقانو په حواله هم یو ځانګړی تاثر لري.ددې خاوري مين خپلو معشوقو ته د نړۍ په ډول سپين يا سور ګلاب نه شي لېږلی، په وطن کي د ګلابو موسم ورک دی. موږ خپل "نازولي" يادولی هم نه شو. د يار په نوم پابندي ده، يار ته ورغاړه وتل ګستاخي او بې حيايي ده. موږ د ويلنټاين ډې په شان نوی کال هم خاموش تېرو، په خوبونو کي دا ګستاخي او بې حيايي بې درېغه کوو خو په ويښه يوازې له خپل مور او پلار، دين او وطن سره مينه لرو. زموږ د شپې او ورځې، خوب او بېدارۍ او زړه او خولې تر منځ منافقت زموږ پر ټوله زندګي حاوي منافقت دی. نن به بيا د نوي کال په وياړ واکمنان، سياستوال، جرنلسټان، انقلابيان او د ژوند د هرې شعبې سره وابسته خلک څو وعدې او دعوې وکړي، خو دا کال به هماغسې فرسوده او پسمانده وي. ځکه چي فرسودګي او پسماندګي ددې مستبد نظام خمير ده، د نظام خلاف جنګ اعلانول پکار دی. دا هر نوی کال د زوړ تسلسل دی، موږ بايد نوي وختونه ولرو، د نوو وختونو د زېږولو لپاره مبارزه بايد چي په دې نوي کال زموږ يو له بل سره وعده وي. دا وعده زښته مقدسه ده.
[email protected] - بېرته شاته