(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شين خالۍ

لمړۍ برخه

١٤ -١٢ - ٢٠٠٩ شين خالۍ چې همزولو او دکلي اوسیدونکو ورته د نازه شنو خــطاب کوه ، مور او پلار يې هغه په وړکتوب کې دتره ځوې زيړګل ته په نامـــــه کړې وه ٠ زيړ ګل لا کـــوچنی وه چې مور اوپلار يې په حق رســيدلې وه نو د زيړګل تـــره دهغه تعلم ، تـــربيه همدارنګه اعـــاشه اوروزنه کوله او هغه ته يې د اولاد په سترګو کتل چې په رښتيا سره زيړ ګل د مور او پلارنشتوا لی کم احساسوه ٠ په شين خالۍ باندې هم زيړ ګل ډير ګران وه او هغه ته بــــه يې د خپل راتلونکو د خوشبختيو اميد او د ژوند شريک په سترګو کتل ٠ زيړ ګل چې دشين خالۍ حسن ، صورت او کليوالۍ څيره هميشه په سترګو کې وه ،دهغې په ليدو به د مينې ، محبت ، هيـــلو او ارمانو نو تنده ماتوله او هميشه به يې دهغه تر خولې داسې زمزه تر غوږو کيده ٠ څـــــه ښکلا څــــه نازونه یــــې دی تور اوربـــــل شنــه خالونه یې دی شين خالۍ په رښتيا هم طبعي ښکـــــلا لرله چې د کلي په خورلنډو او د کلي د اوسيدونکو لپاره د مينې ،محبت او احترام نمونه وه ،دهغې ښکلې څيره ،تورې بادامي سترګې او دنازکتل په زيړګل خاص اثر اچوه چې بيا کله کله به يې د هغې په ليدو د ځانه سره داسې زمزمه کوله ٠ چې کتـــل کړي په ناز لکه حوره ښکلی مـــــخ یې ځلـــیږی له نوره شوخ نـــــظر ســترګکونه یې دی تور اوربـــل شنه خالونه یې دی او کله کله به يې دا سې ویل٠ چې لـــه ورایه په ناز ناز کتل کا په زړګي مې د غشو ویشتل کا جـــــــادوګـــــــر منترونه یې دي تور اوربــل شنــه خالونه یې دي د شين خالۍ په تندي ،زنې او اننګو کې ښکلي طبعي شنه خالونه وه ،که څه هم هغې ددې شنو خالو ارزښت دومره نه احساسوه خو دهغې جګې ونې او د شنوخالو ښکلا ځانله رنګ او خوند ورکړی وه چې زيړ ګل به هغه داسې اظهاروه٠ جګه ونـــــه شمشادیې قامت دی ده مغروره شاهین یې صفت دی نـــــاز ادا فـــــریـــــبونـــــه یې دی تور اوربــل شنـه خالونه یې دی او په اخر کې به ېې خپل د مينې سندره داسې ختموله ٠ افغاني حسن جوړ شنوخالودی چې یې وړی زړګی په پلمو دی پراتـــــــه زړه کې غمونه یې دي تور اوربــــل شنه خالونه یې دي زما هم چه د زيړګل زمزمو ته پام وه او د زړه په غوږو مې اوريدلي د هغه ټولې زمزمې راټولې او د لاندې شعر په څير مې پيل او زيړګل ته ډالۍ کړې ٠ شین خالۍ څـــــه ښکلا څــــه نازونه یــــې دی تور اوربـــــل شنــه خالونه یې دی جګه ونـــــه شمشادیې قامت دی ده مغروره شاهین یې صفت دی نـــــاز ادا فـــــریـــــبونـــــه یې دی تور اوربــل شنـه خالونه یې دی چې کتل کړي په ناز لکه حوره ښکلی مـــــخ یې ځلـــیږی له نوره شوخ نـــــظر ســترګکونه یې دی تور اوربـــل شنه خالونه یې دی چې لـــه ورایه په ناز ناز کتل کا په زړګي مې د غشو ویشتل کا جـــــــادوګـــــــر منترونه یې دي تور اوربــل شنه خالونه یې دي افغاني حسن جوړ شنوخالودی چې یې وړی زړګی په پلمو دی پراتـــــــه زړه کې غمونه یې دي تور اوربــــل شنه خالونه یې دي *********

دوهمه برخه

شين خالۍته دشنو نوم په اوله کې دومره په زړه پورې نه ؤ ،خوهغه پدې پوهيده چې کليوال هغه د نازه پدې نوم يادوي نو چې کله کله به زيړګـل ورته دشنوخطاب کاوه هغـــې به د زيړګل په اوازکې د مينې او مـــحبت احساس کاوه ٠شين خـــالۍ دموراوپـــــلاريواځيـــنۍ لـــــور وه چـې هــغه يې ډيره نازوله اوطبعې پسې به یې ګرزيدل ٠ هغې دکليوالي سينګارسره خاصه علاقه وه همداچې بنجاره به دکلي په کوڅوکې په ناروسرشونو مور ته به یې په خواږه اواز کې ويل٠ مورې بنجاري ماما راغلی دی او د مورڅخه به ېې دبنجاره نه د اخیستلو پيسی تر لاسه او دکلي د نورو همزولو سره یوځای د بنجاري مـــــامـــــا نه دسينګار شيان رانيول ٠ شين خالۍ د بنجاري مـــــامـــــا نه چارګل ، پازيب ، سیـــــخکونه، دنداسه، عطرونه او د کليوالي هرډول دسينګار شيان خوښول او مورته به یې داسې زمزمه کوله٠ مورې بنجاره مـــــامـــــا راغلی دی نورشیان یې ډیردي داپایزیب یې څومره ښکلی دی مورې بنجاره مـــــامـــــا راغلی دی په رښتيا هم چې کله به شين خالۍ پـه کلي کــې تېـــريده نوخوشبويي به د کلي په کوڅو کې ترې په ګډاو ه ، رنګ رنګ سيخکونه يې په اوربل قطار،سترګې په کجلو تورې او د پايزېبو شرنګهار يې د لرې اوريدل کيده ٠ چې هغې به د بنجاري په راتــــګ دمور نه د پيـــسودترلاسه کولو لپاره داسې بهانې کولې٠ مورې پیسې راکه چې پایزیب مې ډیرخوښیږي رنګ رنګ سیـــــخکونه په اوربـــل مې هوسیږي عطر شام پاریـــــس مې په دمـــــاغ ډیر ښه لګیږي نقدی پیسې نـه وی ماما پور پـــــه ځان منلی دی مورې بنجاره مـــــامـــــا راغلی دی شين خالۍ په کليوالي سينګارکې د کــــلي د نــورو خــــورلنـــډو څخه مخکې وه ، د هغې به هميش لاسونه په نګريزوسره وه،ښکلې نتکۍ به يې په سپينه ټــــنده بــليده او د سرو زرو چارګل به يې په پوزې ګرزاوه،د هغې به هميشه په دنداسې شونډې سرې او غاښونه سپين وه اوله ډير ذوقه مورته داسې ويل ٠ اخـــــلم دنداسه چـــــې دنداسه مې ډیر خوښیږي سری شونډی چې ګرځم نو اشنامې خوشحالیږي تورې تورې سترګـــــې پــــه کجلو ښه ښکاریږی سرو زروچـــارګل ماما پـه برجب کې ساتلی دی مورې بنجاره مـــــامـــــا راغلی دی شين خـــالۍبه دمـــور او هـــــمزولـــــو سره د زړه راز او هيلې داسې شریکولې ٠ ځان چې مې سینګارکړه بیانوځـمه دګدر په لور مورې دهـــــمزولـــــوسره نـــن دمـــــازدیګرپه لور ډیربـــــه شم خوشحاله چــې دیارشم دنظر په لور اچوم ټکریــــی چې افغاني کلتورمو ښکلی دی مورې بنجاره مـــــامـــــا راغلي دی زما کلیوالي شعر چـــې ددې پاکې اوسپیڅلې کلیوالي مینې او ورځنـــۍ کړو وړو څخه ېې الهام اخیستی دی د زيړګل اوشین خالۍ دساده اوبی الایشه ژوندپه ویاړ جوړ او د وطن خوږ ژبي سندر غاړي ښاغلي طــــاهر شباب ته وسپاره چې ښاغلي شباب بـيا د هغه په ښکـــلي غږ او کمپوز کې داسې ښکلی سندره ترې جوړه کړه چې زموږ د هيواد والو دتوجو وړګرزيدلې ده ، ددې شعر بشپړ متن تا سی درنو لوستونکوته په لاندی ډول ډالۍ کوم: بنجاره ماما نورشیان یې ډیردي داپایزیب یې څومره ښکلی دی مورې بنجاره مـــــامـــــا راغلی دی لمړۍ برخه مورنه پیسې غواړي چې پایزیب یې ډیرخوښیږي رنګ رنګ سیـــــخکونه پــــه اوربـــل یې هوسیږي عطرشام پاریـــــس یې په دمـــــاغ ډیــر ښه لګیږي نقدی پیسې نه وی ماما پــــور پـــــه ځان منلی دی مورې بنجاره مـــــامـــــا راغلی دی اخـــــلي دنداسه چـــــې دنداسه یې ډیر خوښیږي سری شونډی چې ګرځي نو اشنا یی خوشحالیږي تورې تورې سترګـــــې پــــه کجلو ښه ښکاریږي سرو زروچــــارګل ماماپـه برجیب کې ساتلی دی مورې بنجاره مـــــامـــــا راغلی دی ځان چې یې سینګارکړه بیانوځي نوردګدرپه لور مورې د هـــــمزولـــــو سره نـــن دمـــــازدیګر په لور ډیربه شي خـــــوشحاله چــې دیــارشي دنظر په لور اچوی ټکریې چــــې افغاني کلتور یـې ښکلی دی مورې بنجاره مـــــامـــــا راغلی دی درنو لوستونکو ، دا ښکلې سندره په لاندې پته اوريدلی شۍ ٠ www.youtube.com/watch?v=-awFjUWLWLw

دريمه برخه

د شين خالۍپلاردکورترڅنګ يــوه ښکلې بـــڼ جـوړ کړی ؤچــي دکــلي دلوېې بيــالې څخه ېې يوه وړه بياله ورته ويستلـې وه کوم چې دهغې نه به ېې د بــڼ دحاصـلاتودخړوبولولپاره استفاده کوله اوهمدارنګه دباغـچې په مينځ کې ېې دابــوپکی درولــې وه کـوم چـې ددې بيــــالې په اوبوڅرخيده چې دهغه د پاسه ېئ داغزو کوټنی جوړه وه نو چې کله به يې داغزوپه کوټنی اوبه وشيندلې، پکي به مرتوبه اوتازه هواهرې خوا شـړله چې په اوړي او ګـرمۍ کې د ناستی اودګرميوڅخه دخلاصون مناسب ځای ګڼل کيده ٠ په بـــڼ کې رنګارنګ ګلان لکه سره او سپين ګلاب ، نرګس ، شبو ،رامبيل ، چمبېلي، کشمالې او نورو ښايسته ګــــلانوسر بيره ترکارۍلـکه تــــور بادنجان ، بينډۍ ، رومي بادنچان ، پالک ، ملۍ ،نوش پياز ، ترائي او ډير نورمختلف حـبوبات او د کور ضــــرريات کـــرل چې زيړګل به دهـغو څخه څارنه کوله ٠ زېړ ګل ددرس او تعليم تر څنګ د تره سره د کرنې او مالـدارۍ په برخه کې پوره لاس ورکاوه ، هغه چې کله بــه د ښوونځۍ څخه فــارغ شونـــوځمکودخــــړوبولـــو او دڅارويــو په روځنې بـه بوخت ؤ ٠ زيړ ګل د زميندارۍ په بـــرخه کې د تره سره اوږه په اوږه کار کوه ، د مځکې په اړولولکه ماله ، قلبه او ابولګولو کې ېې دبــزګر سره مرسته کوله ٠ شين خالۍ چې پـه خپل سينګار مينه وه يو ورځ زيړګل ته چـــې د باغچې په سمبالو بوخت وه داسې وويل٠ زيړګله ديره مده وشوه چه د بنجاري پته نه لږېږي ٠ زيړ ګل چې په باغچې کې په خپل کار بوخت ؤ شين خالۍته ېې وکتل او بيرته په خپل کار بوخت او په جواب کې ورته وويل ٠ بيا د ې دکوم سينګار شوق په سر کې راغلی دی ٠ شین خالۍ په جواب کې ورته وويل٠ ته نه ګورې چې ليچې مې تشی دی او زه د زرګر ددوکان نه د نو جامو لپاره پاولي غواړم ٠ زيړ ګل سر ورته وښوروه او ورته يې وويل٠ سمه ده سبا له خيره د مور نه دی اجازه اخلم د زرګـــر دوکان له دی بيايم او بيرته په خپل کار بوخت شو ٠ زيړ ګل ته د شين خالې د ا هيله ډيره خوندوره وبریښیده او له ځانه سره ېې داسې زمزمه کوله مــــانــــه د زرګــــر د دوکــــان خیــــالي پــــاولــــي غـــواړي سپینی لیـــڅې تشــــې ګرځي لیلاځمانه شنه بنګړي غواړي سبا کله چې زيړ ګل د ښوونځی څخه راستون شو نو دشين خالۍ پلار د روغبړ نه وروسته ورته داسی ويل٠ زيړګله ځويه ! زه د يو ضرور کار لپار ه ښار ته روان يم او نن ځموږ د اوبو وار دی هيله ده چې د بزګر سره د ابو په لګولو کې مرسته وکړې او پام دې وې چې څاروی هم درنه وګي يا تږي پاته نشې ٠ زيړګل چې د شین خالۍ سره د زرګر ددوکان وعده کړې وه او دبلې خوا د تره دخبری نه تيريدل هم ورته ګر انه وه په جواب کې ورته ويل ٠ سمه ده تاسو بيغمه اوسې زه کارونه سمبالوم ٠ شين خالۍ چې د پلار او زيړ ګل خبری واوريدې خوا بدی بیرته د کلا انګړ ته ننوتله زيړ ګل د شين خالې په ټنډه پوه شو ورسته ېې ورته وويل٠ شين خالۍ ته مروريږه مه، سبا به له خيره وخته تا د زرګر دوکان له بيايم ٠ کله چې ماښام زيړ ګل د کارو څخه فارغ شو نو د کاکا ناوې نه چې زیړ ګل به دمور مينه پری ماتوله دسباورخې دشين خالۍ دزرګرددوکان دتګ اجازه واخيسته اوسبا دواړه د زرګر دوکان په لورې روان شول چې په لاره کې زيړ ګل د ځانه سره داسې زمزمه کوله ٠ اشــــنا ځما نه مرورده د لاس بنګړی می خوږ اشنا په بی صبری غواړی سپینی لیـــڅې تشــــې ګرځي لیلاځمانه شنه بنګړي غواړي نو کله چې دزرګر دوکان ته ورسیدل نو زيړګل زرګرته داسې اظهار وکړ ٠ زرګره نقد ی روپی واخله مانه اشنا د لاس بنګړی په خپل مرزی غواړی سپینی لیـــڅې تشــــې ګرځي لیلاځمانه شنه بنګړي غواړي ورسته بيا زيړګل په ډیره مينه داسې زمزمه کوله ٠ بنګړی دیارپه لاس کی خوند کړی په سپین مړوند د بڼګړو شرنګ ښکلی ځوانی غواړی سپینی لیـــڅې تشــــې ګرځي لیلاځمانه شنه بنګړي غواړي ما هم د زيړګل د زړه خبری د شعر په ژبه پيل او محترم صدیق شباب ته د يو ښکلې کمپوز لپاره ورکړ چې نن سبا به داښکلې کمپوز زموږ د هيوادوالو د توجه وړ وګرزي چې شعر ېې په لاندې ډول دی ٠ شنه بنګړی مــــانــــه د زرګــــر د دوکــــان خیــــالــــی پــــاولــی غواړی سپینی لیـــڅې تشــــې ګرځي لیلاځمانه شنه بنګړي غواړي اشنا ځما نه مرور ده د لاس بنګړی می خوږ اشنا په بی صبری غواړی سپینی لیــــچی تشی ګــــرزی لیلا ځمانه شنه بنګړی غواړی زرګره نقد ی روپی واخله مانه اشنا د لاس بنګړی په خپل مرزی غواړی سپینی لیـــڅې تشــــې ګرځي لیلاځمانه شنه بنګړي غواړي بنګړی د یار په لاس کی خوند کړی په سپین مړوند د بڼګړو شرنګ ښکلی ځوانی غواړی سپینی لیـــڅې تشــــې ګرځي لیلاځمانه شنه بنګړي غواړي *** ****** ***

څلورمه برخه

زيړګل چې د شين خالۍپه کــــليوالې حســــن اوسينګار زړه بايللی وه ، تل به يې د هغې په مينه کې کله کله ښکلې شعــــرونه اوپه زړه پورې کمپوزونه جوړول ،خوږې سندرې به يې زمزمه کولې اوښه شاعرانه طبعه ېې درلوده ، هغــــه د ټنګ ټکــــور سره ځانګــــړې مينه درلوده او دموسقي د آ لاتو په غږولو کې يې خاص مهارت درلود، ډير خوږ رباب او ستار ېې غږ اوه او په زړه پورې بګتۍ ، لوبې ، چار بيتې او غزلونه يې کمپوز کړې وې نو تــــل به په خوښــــیو ، اخــــترونو، نوی کال او دکلي په ښاديو کې ځوانان په حجره کې راټولیـــدل او د ټنګ ټکور او خوښي مراسم بــــه اجرا کيده ، زيړ ګل به ستار غږ اوه او د کلي د ناېي ځوی مــــيراجاني بــه د منګي او کاسې څخه داسې خوږ اواز پــورته کــــاوه چې شاو خوا د کلي ځوانان او د ساز او آ واز مينه والو به ښه خوند ترې اخيست٠ د زيړګل سندرې د هغه دزړه سندرې وې هـمدا وجه وه چې د هغه د ســــندرو مينه وال نه تنها د کلي اوسيدونکي بلکې په سيمې کې د زيړګل د نامه سره خلکو پیژند ګلوۍ لرله٠ زیړګل به کله کله لکه ګلا جان استاد امــسا په لاس کړه دستاراو منګي سره به يې داسې ښياسته لوبې ، بګتۍ او دګلا جان استاد پيښې کـــولې چې په رښتيا بـــه دټنګ ټکور نه ورسته د کليوالو روحيه بله او دخوښې احساس به د کلي په اوسيدونکو کې تر سترګو کيده ٠ شین خالۍ هم د زيړګل په مينه مسته او دزيړګل د پام او نظرد جلبولو لپاره خپل کليوالي سينګار ته خاصه پاملرنه لرله ،هغې دلښته په شان جــــګه ونه او د کوترې په شـــان د پنجو په څوکه تګ او رفتار در لود چې زیړګل به کله کله داسې ويل ٠ د کلی مینځ کې دپنجو په څوکوتله شين خالۍ لکــــه کــــوتــــره مې د ورایه ولــیده شين خالۍ زيړګل چې دشين خالۍ دلارې تګ او دهغې کليوالې سینګار او نزاکتونوتراغيزې لاندی راغلی وه، خپل د سترګو ليدلی حال د اسې اظهار وه ٠ د سیخکوکتار یـــې جوړ وه د اوربلـه ځینې په یو نــــظریی زړګی ویوړه د ګــوګله ځینې په سرومنګلو یې لاس تیرکړه دکاکله ځینې په هر قدم کې لکه لښته ماتیده شين خالۍ لکه کــــوتره مې د ورایه ولــیده شين خالۍ شين خالۍ به تل د خپلو همزولو سره ګدر ته تله او کورته به ېې د چښاک پاکې اوبه راوړلې نو چې کله به د اوبو راوړلو څخه فارغه شوه ،بيا به د خپلو خور لنډو سره په چکر شوه چې زيړګل به داسې زمزمه کوله خپلو هــــمزولو سره وتـــې په چکروه نه ښکلی موسم دپسرلي او مـــازیګر وه نه د پلو لاندې پــــټ کاتــــه یې په هنر وه نه د نجنومینځ کې لکه شمعه بلیده شين خالۍ لکه کوتــــره مې د ورایه ولــیده شين خالۍ او په اخره کې زيړګل د خپلې مينې سندره داسې ختموله ٠ یو یې په غاړه سورکمیس ګل بخمل وه نه پــــه جګــــه پوزه د چارګل یې جلوبل وه نه دا خوشبویي چې په ګډا ترې د سنبل وه نه په افغاني لباس کې ښکلې ښکاریده شين خالۍ لکه کوتــــره مې د ورایـــه ولـــیده شــــين خالۍ ما هم د زيړ ګل د مينې ، ژوند ، هيلو او ارمانونو احساس راټول او په لاندينې سندريز شعری بڼه کې تاسو د شعر او ادب مينه والو ته ډالې کوم ٠ کلیواله جلۍ د کلی مینځ کې دپنجو په څوکوتلله جلۍ لکــــه کــــوتــــره مې د ورایه ولیدله جلۍ د سیخکوکتار یـــې جوړ وه د اوربلـه ځینې په یو نــــظریی زړګی ویوړه د ګــوګله ځینې په سرومنګلو یې لاس تیرکړه دکاکله ځینې په هر قدم کې لکه لښته ماتیدله جلۍ لکــــه کــــوتــــره مې د ورایه ولیدله جلۍ خپلو هــــمزولو سره وتـــې په چکروه نه ښکلی موسم دپسرلي او مـــازیګر وه نه د پلو لاندې پــــټ کاتــــه یې په هنر وه نه د نجنومینځ کې لکه شمعه بلیدله جلۍ لکــــه کــــوتــــره مې د ورایه ولیدله جلۍ یو یې په غاړه سورکمیس ګل بخمل وه نه پــــه جګــــه پوزه د چارګل یې جلوبل وه نه دا خوشبویي چې په ګډا ترې د سنبل وه نه په افغاني لباس کې ښکلې ښکاریدله جلۍ لکــــه کــــوتــــره مې د ورایه ولیدله جلۍ ------------------------------------------ سمیع الدین افغانی - بېرته شاته