(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دعبدالوهاب سرتیر ژوند او فن

د افغانستان نومیالی ادیب او شاعر عبدالوهاب سرتیر د هیواد مشهور استاد دی چې د خپل عمر زیاته برخه يې په ادبی ، علمی او فرهنګي خدمتونو کې تیره کړی نو همدا وجه ده چې د پښتنی ټولنې اکثره فرهنګیان ، ادیبان ، شاعران او لیکوالان يې د چاپ شوو اثارو سره اشنايی لری او په ډیره مینه يې لولی او د سرتیر صیب نوم هم په درنښت سره یادوی . عبدالوهاب سرتیر د افغانستان د قومی شخصیت حاجی عبدالغنی خان زوی په ۱۳۲۸هـ ل کال کې د ننګرهار ولایت د سره رود د موسی زیو کلی کې زیږیدلی دی . سر تیر خپلې علمی زده کړې د سیدجمال الدین دشونې او روزنې په عالی موسسه کې پای ته رسولی دی او وروسته بیا تر ۱۳۵۸ ل هـ کال پورې د هیواد مرکز کابل کې د حبیبی لیسه کې د پښتو ژبې او ادبیاتو ښوونکی ؤ او په سل ګونه ځوانان او نوی نسل يې روزلی دی . عبدالوهاب سرتیرډیر کلونو د افغانستان په ريډیو ټیلی ویژن کې په مختلفو وختونو کې بیلا بیلې دندې اجرا کړی او دخپل اصیل فرهنګ ، ثقافت او د پښتو ژبې د ادبیاتو د غوړیدنې لپاره يې کار او خدمت کړیدی چې د ستا ينې وړ دی . سر تیر صیب اوس جرمنی کې ژوند کوی خو قلم يې د لاسه کوز کړی نه دی او دپخوا څخه زیات د پښتو ژبې او ادبیاتو لپاره خدمت کوی او خپل ټول مادی او معنوی امکانات يې په همدې مقدسه او هیواد پالونکی او فرهنګپاله روحیه په کار اچولی دی . د عبدالوهاب سرتیر شعرونه د کلونو راپه دیخوا د افغانستان ورځپاڼو او مطبوعاتو کې خپریږی چې شمیر يې اوس د اندازی وتلی دی . د عبدالوهاب سرتیر ډیر کتابونه او اثار چاپ شویدی چې د هغې له جملې څخه يې څیری ګریوان ، د کوثر جام ، څپو ژبه ، چینه، سوی ډاګ ، همیانۍ ، بڼ او غرونه د یادونې وړ دی چې په ښه ډیزاين او کیفیت چاپ شویدی . استاد عبدالوهاب سرتیر د فرهنګی خدمتونو او لاس ته راوړنو تر څنګ یو سیاسی پوهه هم لری ،ځکه چې ادیب او سیاست دواړه سره تړلی دی خو دا چې سرتیر صیب په کوم سیاسی ګوند او طرف پورې تړلی نه دی دا بیله خبره ده . سرتیر صیب د هیواد د ترقۍ ، فرهنګی پرمختګ او د ټولو افغان قومونو د پیوستون او وحدت د تامین زیات لیوال دی. Abdul Wahab Sarter Zwand au Fan By: Murad Sangermal 27.07.07 - بېرته شاته