(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ايا رښتيا هم پښتانه د اسراييلو له ټبره دي ؟

حامد حليمي له کابله 18.01.2010: BBCاسراييلو د يوې داسې څېړنې لپاره پيسې بېلې کړې چې په ډاګه کړي ايا د دوی او پښتنو ټبرونو ترمنځ کومه نژادي اړيکه شته او که نه ؟ د پښتنو او اسراييلو ترمنځ د جنتيکي اړيکو د کره توب موضوع برتانوي ورځپاڼې ګاردين راخيستي او ليکلي يې دي چې اسراييل غواړي په دې برخه کې يو لړ څېړنې وکړي . خو يو شمېر افغان څېړونکي د پښتنو او اسراييلو ترمنځ د نژادي اړيکو شتون په کلکه ردوي او وايي چې پښتانه لرغوني اريايان دي . د پښتنو او اسراييلو ترمنځ د تړاو مساله په ځينې تاريخي او فولکلوري روايتونو کې راغلې او د اسراييلو يو شمېر لرغونپوهان هم په دې باور دي چې پښتانه د اسراييلو د قوم يو ورکه شوې پښه ده . د افغانستان د علومو اکاډيمۍ يو شمېر څېړنکو هغه اوازې چې ويل کېږي د پښتنو او اسراييلو تر منځ نژادي اړيکي شته، په کلکه رد کړې دي . تر دې وړاندې يوې برتانوي ورځپاڼې ليکلي و چې د اسراييلو حکومت د دې لپاره چې په ډاګه کړي آيا د دوی او پښتنو ټبرونو ترمنځ کومه نژادي اړيکه شته او که نه، د يو لړ څېړنو ترسره کولو تکل کړی دی . د پښتنو د اصل او نسب په باره کې له ډير پخوانه ډول ډول روايتونه او نظريې شته، چې په يو شمېر دغو روايتونو او نظريو کې د نظر توپير له ورايه ترسترګو کېدای شي. خو هغه نظريه چې د پښتنو شجره له اسراييلو سره تړي، په يو شمېر پخوانيو ليکنو او ولسي روايتونو کې راغلې چې يو يې هم د نعمت الله هروي، مخزن افغاني دی چې د 1612 او 1613 ميلادي کلونو ترمنځ ليکل شوی دی . په دې روايت کې ويل کېږي چې طالوت د اسراييلو پاچا و چې د ژوند کلونه يې د داود (ع) په زمانه کې اټکل کېږي . ويل کيږي چې نوموړي دوه زامن درلودل چې يو يې آصف او بل يې افغانا و، د کلونو له تېرېدو وروسته بخت نصر پاچا هغوي له خپلو اولادو سره غور، غزنی، کابل، فيروزکوه او د کندهار شاوخوا سيمو ته وشړل. دا ځل د پښتنو او اسراييلو ترمنځ د جنتيکي اړيکو د کره توب موضوع برتانوي ورځپاڼې ګاردين راخيستي او ليکلي يې دي چې اسراييل غواړي په دې برخه کې يو لړ څېړنې ترسره کړي او دا په ډاګه کړي چې آيا ريښتوني هم د پښتونو او اسراييلو ترمنځ کومه جنتيکي اړيکه شته او که څنګه ؟ خو د افغانستان د علومو اکاډيمۍ يو شمېر څېړونکي له اسرييلو سره د پښتنو د قام نژادي اړيکي په کلکه ردوي او وايي چې دا يواز ي فولکوري رواي دی او پښتانه د لرغونو آريي قومونو له ډلې دي. څېونکی او ليکوال استاد حبيب الله رفيع وايي د لرغون پوهانو او څېړونکو کره اسنادو دا په ډاګه کړي چې پښتانه لرغوني آريايان دي . خو یو شمېر نور څېړونکي وايي چې پر دې ډول روايتونو تکيه او استدلال کې د ځينې بهرنيو کړيو سياسي اهداف نغښتي دي. په مقاله کې د اسراييلي پوهانو له قوله راغلي چې که څه هم د يهودو او پښتنو قامونو ترمنځ يو شمېر دودونه او کړه وړه لکه د يوشمېر خوړو پرهېز او د جامو اغوستل سره ورته دي، خو څېړونکي وايي چې دا ورته والی د دې ثبوت نه دی چې د دوی ترمنځ دې جنتيکي اړيکي هم وي . د ژونکو پر DNA څېړنې ښايي په ډاګه کړي چې پښتانه د نړۍ له کومو سيمو راغلي، خو دا څېړنې به په کره ډول د پښتنو او اسراييلو ترمنځ د جنتيکي اړيکو شتون په ډاګه نه شي کړای . يادونه: له بی بی سی انټرنیټی پاڼی او د ښاغلی حامد حلیمی په مننه. پدی هکله له ژبساپوهنی له کتاب څخه لاندینی متن ته ستاسی پاملرنه رااړؤ.(*) د پښتنو د نسل په هکله لکه. ۱ ـ د پښتنو د بنی اسرائیلو نظریه ۲ ـ د پښتنو د اریائی نسل نظریه ۳ ـ د پښتنو د مستقل نسل نظریه شته دی چی دپښتنو د نسل په هکله د نظریو ډیروالی ددی هڅی څخه خالی نه بریښی چی د پښتنو دنسل او نسب پیژند تورتم شی. د نظریو په منځ ته راتګ کی پوهنیز دود دادی چی سړی پخوانئ نظریه چی د یو څه یا شی باره کی وی غلطه په ثبوت رسوی او بیا خپله متبادله نظریه وړاندی کوی یا ئی سمه په ثبوت رسوی او د خپلی څیړنی بنسټ ئی ګرځوی. دلته پوهانو او څیړونکو پوهنیز دود ته پاملرنه نده کړی او بیلی بیلی نظرئی ئی یو دبل څخه په ناپیلی توګه وړاندی کړی دی، صرف ظفر کاکاحیل ددی هڅه کړی ده جی د پښتنو دبنی اسرائیلو د نسل په نظریه د تورات او اسلامی تاریخ په حواله سره انتقاد وکړی خو دا ئی ندی ویلی چی تورات ئی په کومه ژبه لوستلی او هم ئی کومه بله متبادله سمه نظریه نه ده وړاندی کړی چی د پښتنو د نسل پوښتنه روښانه کړی او د پښتنو د بنی اسرائیلو نظریه په بنسټی توګه غلطه ثبوت کړی. په دی هکله مونږ د پښتنو نسل د پیژند دا خبره درنوژبپوهانو او تاریخ پوهانو ته پریږدو چی سره کینی دپښتنو د نسل خبره سپینه کړی ، د قام حق ادا کړی او خپله زمه واری پوره کړی (*)ژبساپوهنه له ۹۳ ـ ۱۰۰ مخ ، وګورئ - بېرته شاته