(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

صميم صيب خداې دې زر کلن کړه

کۀ څۀ هم د پښتو ژبې ډير ډير خدمتګاران همدا اوس هم لګيا دى او تر څو دپښتو ژبې فرهنګ پياوړی کړى او په خلقو ئې وروپيژنى، ډير ډير ليکوالان، شاعران شته چې ددغه شان خدمتونو جوګه دى خو بيا هم زۀ تاسو ته د يو داسې شخصيت څهره مخې ته نيسم چې هغه دپښتو ژبې نامتو ليکوال، شاعر او داسې شاعر چې دغزل په هر تورى کښې ئې انسان ته رنګارنګ څهرې تر سترګو کيږى او له هر تورى څخه ئې راز راز ماناګانې جوتيږى. څۀ فکر کوئ داڅوک دی؟ دا هغه شخصيت دی چې زۀ ئې اوس يادونه کؤم چې د نن عصر دپښتو ژبې د غزل پلار دی، هو! زۀ هغه څوک يادؤم چې ما ئې په څهره کښې د پښتو ژبې د بقا دپاره هغه څۀ ليدلى او وينمه ئې چې په داسې حالاتو کښې دپښتو د فرهنګ دپاره خدمتونه کوى چې زۀ ئې کۀ تاسو ته ووايم نو په خدائيګو کۀ راسره ئې ومنئ. هغه په بره پښتونخوا کښې اوسيږى او اوس مهال د يو بل فرهنګپاله شخصيت حاجى صيب عبدالظاهر قدير په تعليمى او فرهنګى مرکز کښې ترسترګو کيږى چې کله ئې درحمان بابا، خوشحال خان خټک او همدغه شان ځينو نورو غښتلو شاعرانو کليات په لاس کښې نيولى دى. او دپښتو ژبې هغه پخوانى ريښې راتازه کوى په کومو کښې چې دپښتو ژبې بقا پرته ده دا فرهنګپاله شخصيت استاذ محمداصف صميم صيب دی چې ټوله پښتونخوا ئې له ما څخه ښۀ پيژنى، او له نوم سره ئې اشنا دى. ژبه ئې ډيره زياته خوږه ده، او کۀ د خاکسارۍ ئې درته ووايم نو په خدائيګو کۀ يقين دې هم وشى چې ګويا په رښتيا دا هغه نامتو شخصيت استاذ محمداصف صميم صيب دی. هغه د پښتو ژبې د ژوندۍ ساتلو دپاره هر ډول خدمتونه په ځان منلى دى او کوى ئې هم چې دا دپښتون قام دپاره ډيره زياته د وياړ خبره ده. او دا لکه د نمر په شان ټولو خلقو ته خصوصاً پښتون قام ته روښانه ده چې پښتو ته ئې څومره خدمت کړی دی او کوى ئې چې له مانه تاسو په دې اړوند ددغه شخصيت په باره کښې ډير کره معلومات لرئ. خو زۀ ئې څۀ داسې انځورؤم چې دا هغه بلبل ته ورته دی چې د زړۀ په باغونو کښې ئې د ټولې پښتونخوا دهر بڼ ګلونه کرلى او غواړى چې د سمسورولو دپاره هر ډول پسرليو ته لاسونه اوږدۀ کړى اوږدۀ کړى او اوږدوى ئې هغه پخپل هر پرواز کښې له ځان سره تازه تازه پسرلى راوړى او دخزانونو سيلو ته ئې داسې ګلونه کښت کړل چې فکر نۀ کؤم کوم خزان ئې د رژيدلو توان ولرى. په دې حقله مې د هغۀ ډيرې هڅې وليدې او وينمه ئې چې څومره دخپلې ژبې څخه خوند اخلى او څومره پرې مئين دی. هو! زۀ د داسې شخصيتونو په ليدلو نۀ مړيږم چې د قلم په ژبه ئې د پښتو تورى څرخيږى او د کاغذونو مخونو ته ئې په داسې قيمتى او زرينو تورو ښکلا وربخښلې چې زۀ ئې د زيات صفت څخه عاجز يم. خداې پاک دې وکړى چې ددغه شان شخصيتونو په عمرونو کښې نورې هم اوږدې پيړۍ راشى چې زمونږ په مورنۍ ژبه کښې ئې ډير ډير نوښتونه راوړل، ا و زمونږ د ژبې دښمنانو ته ئې تر هر څۀ د مخه خپله سينه د ډال په څير نيولې، خبرې نور نۀ اوږدؤم خو په پاې کښې به د ټولو پښتنو په ملتيا سره دا ټپه زمزمه کړمه چې: صميم صيب خداې دې زر کلن کړه چې په پښتو دې تل ګاللى زحمتونه Mohammad Asif Samim By: Sabiri 08.08.2007 - بېرته شاته