(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتنو ګاندي

دالمان دري ځت ټلویزیون د غفور زمانې له ټلویزیونې فلم څخه ژباړڼ : سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

د جنګ په هیواد کې سوله پال ِغورځنګ

څنګه چې خلک په اروپا کې له اسلامیزېشن څخه په ویره کې دي، بیا په اسلامي هیوادو کې خلک د خپل ژوند په بیه د طالبانېزېشن پر وړاندې مبارزه کوي . دوی اکثرآ له مخورو پېژندل شویو په دودیز ډول له سیاسي روڼ اندو کورنیو څخه دي . لکه بینظیر بوټو،له پېښور څخه بشیر خان بلور ، دی د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سرحدي سیمه کې د یو ستر سیمیز سوله پال غورځنک مشر دی . د ده ستر ارمان د اسلام سپیڅلې دین امن او د عدم تشدد يا ( بې وسلې جهاد ژباړن ) ترمنځ تړو رامنځته کول او پلې کول دي . ان د ده ماما له مهاتما ګاندي سره یوځای د برتانوي ښکیلاکګرو یا کولونیالیستانو پر وړاندې سولیز لاریونونه او پروتستونه تنظیم کول .نن د هغه خوریۍ د هغو تندلارو پر وړاندې مبارزه کوي کوم چې ښوونه، روزنه او کلتورلمنځه وري . د خیبر درې دهسکو اوټیټو سمڅو ډبرینه لار د هند نیمې وچې او مرکزي اسیا ترمنځ د ټګ او راټګ یوه خورا مهمه لرغونې لار ده . دنن څخه ۳۵۰۰ کاله وړاندې له همدې لارې څخه اریایې ولسونه د هند شمال ته کډوال شول . اټکل ۳۰ میلیونه پښتاته نن د ۲۵۰۰ کیلومتره اوږدې کرښی په دواړو خواو کې په افغانستان او د پاکستان په پولو کې ژوند کوي . جګړو د خلکو ژوندپه دغه قبایلې نیمه خپلواکه سیمه پښتونستان کې ډیر اغیزمن کړي دی . د نړۍ تر ټولو ګواښمنه سیمه د وسلو تولیددلته له نورمال لاسي صنایعو څخه ګڼل کیږي . په خوا به یواځې ټوپک او شمشیر یاساتوي جوړیدي .نن د کلاشینکوف له درجنوڅخه نیولې بیا تر توغندیو،توپونو پوري وسلي جوړیږي . دلته وسله یا ټوپک د سړې له منل شویو اړینوګاڼې څخه ګڼل کیږي . د دغو قبیلو دښمنیزه انځور تل بدلیږي . لودیځ ته دغه انځور سم جوت نه ښکاري ، دوی ته دغه سیمه یوه خاصه او خالقلاده سیمه بریښي چې اوس د طالبانو مرکزي اود القاعدې ځاله ګرځیدلې ده . قبایلې سیمه نن د نړۍ له ګواښمونو سیمو څخه ګڼل کیږي . د پېښور ښارڅخه قبایلوخوا ته د وتلو د یوسړک په لوحه باندې لیکلې شوي دي،،د بهرنیانو ننوتل منع دي،، . پخوانې ګارنیزیوني ښار پېښور اوس د پښتنو پلازمېنه او مرکز دی . له همدې ښار څخه لودیځوالو زبر ځواکو پوځونو ډیري جګړې پر مخ بیولې دي . دوی په خوا د روس شاهې تزارې دولت په وړاندې، بیا ورسته په افغانسان کې د کمونستانو په وړاندې جګړې کړي دي . نن بیا په پېښور کې اسلامیستان حکومت کوي . هر چا چې په هر نام د بینظیر بوټو د وژولو سره د لودیځ اغیزه دلته بنده وله ، هغه یو تندلارې د پښتنو له دینې مدرسو څخه جذب کړي و . ظاهرآ د بنسټپالو او منځلارو مسلمانانو ترمنځ توپیر نه لیدل کیږي . ځکه جومات ته پنځه ځله دورځنې لمونځه لپاره تګ پر ټولومسلمانانو فرض دی . مهمه خبره دا ده چې د څه شي تبلیغ ماشومانو او تنکې ځوانانو ته کیږي . ماشومان په پنځه کلنې کې مدرسې ته ځې،په دوولس کلنې کې لکه یو ژڼې ځوان په شان چلن ورسره کیږي . دژڼېتوب علامې په ډول ملأ دوی ته د طالبانو پګړې ورپه سر کوي . جنکې او ښځي له دغو مراسمو او رتبو څخه بهر پاتې کیږي ځکه دوی طالبان کیدای نه شي . یوو پښتون د ګاندي سره د سولې لپاره مبارزه کوله د پاکستان په کتابپلورنځیو کې د پښتنو په اړه او د پښتنو دخپلواکې او جهادي جګړي په اړه د بهرنیو یرغلګرو ځواکونو پر وړاندې کتابونه ډک دي . په کتابو کې کله د پښتنو درنښت شوي، ځکه دوی پرخپل هیواد مین خلک دي او یاځکه چې دوی له کمونستانو سره جنګیدلې دی .کله بیا د خونړیو جنګې ترهګرواو دهشتګردوپه نامه ياد شوي دي . پاکستانیان په پیغور کې وایي، پښتانه په ځاې د دې چې دلودیځوالو سره خواخویږي وکړي ، دوی له خپلو عربي ورونو سره خواخوږي کوي . د درستې نړۍ له سترومخورو هیوادو څخه سر تیرو، افسرانو،جهاديانو خپلي جګړیزي تجربې او اړکې له پښتنو سره په خپلو ورځنیو کتابونو کې لیکلې دي . په ټولوکتابونو کې د جګړې پرموضوع لیکلنې شوي دي . یواځې په یوه کتاب کې په نامه د،،یو بې وسلې پښتون ،، بل څه لیکل شوي دی . دغه کتاب د سولې غورځنګ په اړه لیکل شوي او لیکې چې ټول پښتانه جګړه خوښوونکي نه دي . دنن څخه سل کاله په خوا د پښتنو په منځ کې یو سړی و،چې هغه د ګاندي سره څنګ په څنګ خپلواکې او ولسواکې لپاره په سولیزو توکو باندې د انګریزې کولونیال ځواک پر وړاندې مبارزه کوله . د هغه نوم خان عبدالغفارخان دی . خپلواکې، تعلیم او پوهنه د ده له سترو سپیڅلو ارمانونو څخه ګڼل کیده . دی د پښتنو ګاندي په نوم مشهور شوي . کتاب پلورونکې وايي ، په دغه کتاب کې دیو بې وسلې پښتون تاریخ لیکل شوي دی، چې ده د یو سیاسي غورځنګ مشري کوله . دوی هېڅکله د تشدد یا وسله والې مبارزې لاره خپله نه کړه . کتابپلورونکې وايي ،موږ دلته له دووسو څخه ډیر کتابونه د پښتنو او افغانستان په اړه لرو.که څوک پر دوی یرغل وکړې بیا دوی دخپل ځان څخه د دفاع حق لري . پرته له دې پښتانه یو امن پال او سوله پال ولس دی . دجګړې او ترهګري سر بیره دلته د ګاندي اراده او میراث لا ژوندي دي . له دریو څخه یوه برخه پښتانه له دغه د سوله پال غورځنګ سره مرسته کوي . د پېښور ښار په یوه بنګله کې دسوله پال غورځنګ یو مخور مشر اوسیږي . دی بشیرخان بلور د عبدالغفارخان خوریۍ دی . د هغه بنګله دیو مډرن شتمن قبا یلې مشر ژوند ښیې . دی داسلامي حقوقو له پوهنځي څخه فارغ شوي دی . دی په همدې برخه کې تل خلکو ته د پوهاوي لکچرونه ورکوي . بشیربلور وایي ، داسلام سپیڅلې دین په دې مانا نه دی چې له خلکوڅخه لاسونه غوڅ کړه، سنګسار یې کړه او یا نورخلکو ته د ترهګري روزنه ورکړه . د اسلام سپڅلې دین د یو دولت تولنیز ژوند ته وده او پراختیا ورکوي . اسلام په دې مانا چې له بې وزلو ،کمزوري او محکومو مظلومو خلکو سره مرسته وکړئ . په پاکستان کې د دغې سوله پال غورځنګ د فعالیتونو په اړه استخبارتو یا څارګرې ادارې ته ان د سټلایټ ټیلفون له لارې هم کره راپورونه ورکول کیږي .په هرې برخه کې دا اسلامي بم د چاودیدوپه لور ټک ټک کوي . د بشیر بلور د مرستو پروګرام او فعالیتونو څخه یوه داهم ده چې له ښوونځیو څخه لیدنه کتنه وکړي . دغې سوله پال غورځنګ مقام ،ګرانښت او ډادمنتوب ته دبشیر بلورخان شان اوشوکت د پښتونو په منځ کې نوره ګټه رسولې ده . دا غورځنګ د نورڅخه نسبتآ ښه او ډادمن امنیت پښتنو ته وړاندې کوي . د پښتنو په منځ کې منل شوي ګوند دی . د هغه عوامي نېشنل ګوند یواځنې نا مذهبي ګوند دی . دا ګوند د جګړې مخالف ګوند دي . دپېښور په ښار کې اوس هرڅوک په دې خبره پوهیږي . د ګوند له مهمو چارو څخه یوه داهم ده چې په مسلسل ډول د پېښورښار واټونو ته سولیزه لاریونونه راوباسې لکه څنګه چې ګاندي او د هغه ماما خان عبدالغفارخان له خلکو سره په واضع او په عام ډول د دوی د کړکیچونو په اړه خبرې اترې وکړي . کلتوري وده د اسلامیزم پروړاندې یوه ډیره ښه نسخه بلور خان او د هغه ملګرې ډیر پلانونه لري ،په دې نږدې راتلوونکې کې دیو تیاتر یا نندارې او د ښکلاهنرونو ښوونځۍ بنسټ باید کیښودل شي . د پېښور اسلامي حکومت ډیرومډرنو کلتوري چارې ته عمدآ پام نه کاوه . بلور بیا کلتورې ودانې او کلتورې ځایونه داسلامي بنسټپالو مبارزې پروړاندې یو ښه بدیل بولې . د بینظیر بوټو له وژلو څخه ورسته بیا تر ننه د هېڅ کومی سولیزې غونډې یا لاریون راوتو له پوځې او پولیسي ځواک څارنې څخه پرته تصورهم نه کیږي . دغه سوله پال غورځنګ له لسګونو کالونو څخه د خپل فعال سیاسي ټولنیزو چارو سیاست له امله په ډیرو کورنیو او د ښار په ډیرو برخو کې دخلکو و ټونه یا راېي ګټلې دي . له همدې امله بشیر خان بلور یو بریالې سیاسي چارواکې ګرځیدلې دی . دی لانوره په خلکو ګرانیږي . له هغو ښوونځېو څخه چې ده لیدنه ترنه وکړه له دینې مدرسو سره توپیر لري . په دغه ښوونځیوکې مظامین لکه الجیر،فزیک او انګریزې د زدوکړې په پلان کې شامل دي . بشیر بلور وايي اصلې پرابلم پوڅ دی . حکومت ډیرې پېسې پر وسلو او دفاع چارو باندې لګوي، چې روغتیا او ښوونې او روزنې ته هېڅ نه پاتې کیږي . په مدرسو کې یواځې مذهبي زده کړه ورکول کیږي . دوی له زده کوونکو څخه طالبان جوړوي . موږ بې وزلوماشومانو سره مرسته کوو،له دې سره دوی یوه ډیره ښه بنسټیزه عمومي پوهه ترلاسه کوي .ښایې دوی به لوړوزده کړو ته لاره و نه مومي خو د خپل هیواد ښه وګړې به اوسي . د المان فدرالې جمهوریت هم له دغه سوله پال غورځنګ سره مرسته کوي . دا پښتني سولیزه غورځنګ ته به ډیره ګرانه وي چې د اسلامي بنسټپالوسره سیاسي مبارزه وکړي . بشیر خان بلور ته یو ډیر اوږ د مارش مخې ته پروت دی ترڅو چې د ګاندي میراث پلې او خپور کړي . - بېرته شاته