(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

څوک به د رڼا سفر ته لار نيسى ؟

ليک : اظهار الله اظهار ((قلم بليږى)) دګران عمر ګمريانى دتخليقى زاره چاودون وړومبنۍ حادثه ده چې پخپل خوريدونکى وجود کښې دژوند دمعروضيت ګڼ تصويرونه راکاږى (( قلم بليږى)) دشاعر دژوند تخليقى ادراک له مخه پرده پورته کوى قلم بليږى دژوند دمعنوى شپو او دوخت د راخوروتيرو خلاف دمزاحمت يوه څيره هم ده اودحالاتو په دوزخ کښې دعلمى اوادبى وسائيلو دسوزيدو او دماتم ماتم ماحول يو بليغ علامت هم دى دمجموعې نوم تخليق کونکى په خور وور نظر دلالت هم کوى ښاغلى په شعورى توګه د ((قلم بليدۀ) ياد قلم به بل شى)) په رنګ نومونو نه ځان ژغورلى دى ځکه چې دارنګ حوالې درڼا دسفر د تقسيم باعث ګرځى قلم بليږى دازل نه تر ابده پورې ټولې زمانې په ځان کښې رانغاړى ځکه خو دګران عامر دتخليق بصيرت دااکائى ماتيدو يا خوريدو ته نه ده پريښودلې تخليقى تجربې دعمرونو په قيد کښې نه شى بنديوانې کيدى دژوند ديوې لمحې عذاب نن دشاعر په لاشعور کښې تر دومره لرې پورې سفر کوى چې دزمانو تجربې ورته ګته په خله پاتې کيږى ښاغلى عامر هم دژوند دخورو تجروبو په ارته غيږه کښې سترګې پرانستلې دى ځکه ئې په مجموعى اعتبار په شاعرۍ کښې دانسان دانديښنه انديښنه مستقبل سيورى لنډيږى اوږديږى دښاغلى عامرشاعرى رنګارنګ موضوعات لرى ولې حاوى اوغالبه موضوع ئې مرګ ده دښاغلى پحقله به داوينا بې ځائې نه وى چې ګنى شاعرى ئې دمرګ په ګودر راژوندۍ کيږى هسې هم دمرګ نه بغير دژوند تکميل ممکن نه وى که دښاغلى عامر ګمريانى ځانګړى اسلوب اوځانته نقطه نظر داراقم السطور په نظر کښې نه وى نوپه دې وينا بۀ مجبور شوى ؤ چې عامر دپښتو دشاعرۍ فانى بدايونى دى خوڅۀ رنګ دفانى اوعامر په نومونو کښې دتضاد علاقه ده دغه شان مرګ ته د دواړو په اپروچ کښې هم فرق دى عامر مرګ ژوند نه ګڼى او ژوند مرګ نه ګڼى بلکې مرګ دژوند تکميله اوژوند دمرګ تمهيد ګڼى ښاغلى دمرګ موضوع کښې دژوند تنوع راوستلې ده د ښاغلى نظميه مرثيه او غزليه ساندې ددې اجمال تفصيل دى ولې بيا هم يوڅونمونې

ژونده مادمرګ دپاره مۀ وژنه وامې خله که ځان له دې پکاريمه ځان تکړه کړه چې مې مرګ درنه يونه سى ژونده تاسره مې پاتې لږ حساب شته دمرګ سوارۀ راغلى وو دستوروله جهانه يو ورځ چې مې کاتۀ نو چرته تله يوه جينۍ بيابه ژوندى شم ديونوى تيقن په اساس ستورى کۀ اوتى له مداره پريوتلى نه دى ستادمرګ په تصور کښې را ايسار يم يوساعت دى خوجانانه پراشوب دى دمرګ په خله کښې مې هم دا احساس ژوندى ساتلى دومره څوک نه دى چې له مابه زندګى هيروى

دعامر ګمريانى دشاعرۍ نه دهغه دژورې مطالعې اود خورې ورې مشاهدې اندازه لګول ګرانه نه ده ښاغلى عامر ګمريانى دپيښور يونيورسټۍ نه دايم بى اى غوندې ماډرن اوپه کار راتلونکى ګڼ اړخيزه مضمون په امتيازى شان پاس کړى دى ولې په دې لړکښې دهغه دژوند دټولونه ستر اولويه حواله د خدائې بخښلى دوست محمد خان کامل سره دذهنى هم اهنګۍ احساس او دکورنى اونسلى روابطو نه پرې کيدونکى سلسلې او اړيکې دى چې په لاشعور کښې ئې ورله دتخليقى اضطراب طوفانونه راپورته کړى ځکه چې خوښاغلى په دې راز پوئى دى چې د عصرى ادبيانو داثرنه ځان په فاصله ساتل داسې دى لکه ځان ورکول ځکه خو يادښاغلى دنوى ژوند اودادب غوښتنو ته په لاره کښې ديوال جوړشوى نه دى په دې خبره کښې هيڅ شک نشته چې عامر دخپل تخليقى سفر دارتقا دپاره دچابل چاپه اوږو سورلى نه ده کړې دتخليق په ازغنه دشته کښې چې هغه څومره پړاونو نه راتير شوى دى هلته هم دهغه دقدمونو نخښې او دپښتوتت اوشوخ ښاپونه پراتۀ دى بهر کيف دجديد حسياتو داظهار هنر د عامر په شاعرۍ کښې ښۀ جوت او ښکاره دى ښاغلى ته نۀ يوازې دادب دبدليدونکو غوښتنو شعور حاصل دى بلکې پخپله شاعرۍ کښې هغه داهرڅه په يوه هنرى ښکلا سره ځايوى هم دښاغلى په غزل کښې ټيټې اوهسکې مرحلې بيشکه چې راځى ولې ددې هرڅه نه راتيرې داسې شعرى سلسلې پکښې هم اوړى را اوړى چې دخپل داخلى اهنګ په اساس او خارجى هئيت په اډاڼه عامر دجديد دور دشاعرانو په وړومبى قطار کښې اودروى دښاغلى عامر دجديد حسياتو شاعرى دکوم فکرى او هنرى عناصرو نه تشکيل مومى ددې سوال جواب دښاغلى په دې شعرونو کښې موندلى کيدى شى

دسحر لار څارل اسان خو نۀ دى بې شميره ستورى ځليدۀ پريوتۀ ګوره دژوند پشکال راوستو دونې لاندې رب دې رامل شى چې بادروموده دغنې لاندې را الوتلى دى ساړۀ چرته تاودۀ بادونه زخمونه چرته يوسو چرته کښې شمال الوځى زۀ هغه کاڼى يم چې ژاړى نوولې جوړې شى زۀ هغه اوښکه يم چې ماته څڅيدل نۀ راځى تيرو چې ټول حدونه مات کړۀ نوروښان ئې کړمه زړۀ کښې ډيوې په بليدودى تۀ راځې اوکه نه ؟ زرې زرې ئې کاڼى شګې شګې اونوستلم بنګړى بنګړى مې غيږ کښې ماتيدۀ يوه جينۍ

دښاغلى عامر په شاعرۍ کښې دجديد حسياتو انګازې د روايت دژور ادراک نه راځيګيدلې دى هسې هم جديديت په خلا کښې دمحلونو جوړول خوب ته نه وائى بلکې دا د روايت دارتقا يو سپيځلى عمل دى دښاغلى کوم جديد خيالونه چې دروايت دسليقې نه بې نيازه شوى نه دى هغه پخپل زور دژوندى پاتې کيدوتوان لرى څه رنګ چې هرنوى تخليق دجديديت په دائره کښې ځايول يوه تاوانى سلسله ده دغه رنګ دشعرى روايت رعايت ساتل اوروايتى شعرونه وئيل دواړه جدا جدا اوځانته حوالې دى . روايتى وينا دقدامت پرستۍ اورجعت خوښۍ يو شکل دى بلکې دبې ځايه تکرار نامه ده او دروايت دپيژندګلو سليقه يادروايت دقرينې التزام ساتل دجديديت لاره ده ځکه چې جديديت دروايت دوړاندې قدم اخستلو يوصورت دى دښاغلى عامر شاعرۍ کښې هم دروايت ادراک اوقرينه دجديد حسياتو داظهار هنداره سازه شوې ده دښاغلى عامر دا شعرونه په يووخت کښې دروايت او جديديت دواړو خواږۀ په ځان کښې رانغاړى او ماضى او مستقبل پکښې يوبل ته مسکى مسکى ورترغاړې وځى

دليونو زړونو کښې څومره هنګامې جوړوى دغه يوخال چې دې اودۀ پروت دى دزنې لاندې چې زړۀ ئې وى نوڅه پکار چې بياله طوره ګورى هره رڼا دې دالفت له دې منشوره ګورى زړۀ کښې دې غږ دبيلتانه خوريږى داچې دې سترګو کښې رانجۀ خوريږى بيادحالاتو سترګې سرې دى خونړى کاتۀ کا جانانه بياراشه ګلونه دشړشم راکړه

روح ئې پريښو له بدن ځنې تاويږى يوڅو ستورى مې دزړۀ په مدار نه دى دجديد حسياتو داسندريزې قيصې دروايت دورک شعور نه بغير څنګه خوريدى شوې . دښاغلى عامر ګمريانى دجدت پيداکولو دپاره دلفظ سانچه نۀ ده ماته کړې البته دنوى دور نفسياتى فضا دهغه يوه خاص سائيکى متشکله کړې ضرورى ده چې دتخليق په دوران کښې ورته ځنې څيزونه اوبعضې حوالې هاغسې نه ښکارى لکه څنګه چې وى په دې پيښه کښې عامر ته اننګى لکه دګل ټوکيدلى ټوکيدلى ښکارى اووږمې ورته لکه دميوو راڅنډلى کيږى دغه رنګ ورته دژوند دلارې طوفانونه تڼۍ شلولې او ګريوان څيرلى ښکارى د ادب نقادان چې په دې تناظر کښې هم څه وائى ولې ددې عمل په ورستو راقم اسطورته فطرى رښتيا لکه دمارغانو دسيل را الوتلى ښکارى ځکه چې دجوازردکولو خيال هم ګناه ګڼى ممکنه ده چې څوک ووائى چې دې رويې دشعر جمالياتى اړخ ته زيان هم ور رسولى وى خوښاغلى عامر دښائستونو دفريب نه دتخليق د تجربې په صداقت زيات مئين ښکارى اوداهم ده چې جمال يوازې دنقشونو اونقشې ښکاره زړۀ راښکون ته هم نه وائى دښاغلى عامر دتخليق درديدلى احساس دادب دنوى اصنافو د ادراک نه هم معرانۀ دى هائيکو چې په لږ وخت کښې دپښتو ادب په اسمان لکه دبجلۍ دپړق خوره شوه اولکه دضمير داواز ژوندۍ پاتې شوه دښاغلى عامر تخليقى ظرف هم راوپارولو او داسې هائيکو ګانې ئې پرې وليکلې چې معيار کښې ئې خبره کولو هم دادبى بى ذوقۍ مترادف معلوميږى ښاغلى عامر دپښتو هائيکو رائج شکل برقراره ساتلى دى البته په يوځائې نيم کښې ئې پکښې هيئتى تصرف هم کړى دى چې بد نه لګى دښاغلى داهائيکوګانې څومره ساده او زړۀ راښکونکې دى.

سترګې دې ډکې کړه له اوښکو ګلې زماملګرى کراچۍ ته لاړل ماسمندر چرې ليدلى نۀ دى اوس چې په لوئې سفر دکوره وځم بىبى مې نه غواړى خيرونه دسر داماته چاوئيل چې ځان بيمه کړه مرى خودکلى له چناره نۀ ځى چې دوطن دپريښودو راشى نو ليونۍ ماسره په لاره نۀ ځى ستاداوينا چې مينه نه کوې خو ماسره هسې ټيم پاسى کوى تۀ کله ناکله په ما ښه ولګى په ما خودااحساس چکونه لګئ تاکښې دى ټول دشيرينۍ خويونه اوما کښې هيڅ هم فرهادى نشته دى

دغزل سره سره دښاغلى عامر تخليقى ذوق دهائيکو سره هم منلى دى خوبياهم چې دښاغلى کومه شاعرى مونږسره د ښاغلى تفصيلى پيژندګلو کوى هغه دښاغلى نظميه شاعرى ده چې په پابندو معرا اوازادو نظمونو مشتمله ده داشاعرى د ښاغلى ديوې نظريې سره کمټمنټ اووابستګى اويومقصد سره تړون هم څرګندوى اودښاغلى ښکاره نقطه نظر ترې نه هم راپه ډاګه کيږى (( مينه يوه ده خو دمينې اندازونه ډير دى )) ((اقوام متحده)) اوداسې نور نظمونه دښاغلى دتخليق عالمى اګهى او هنرى ترفع ته ګوتې نيسى که ښاغلى دانظمونه نه وو وئيلى نو دغزل دريزه کارۍ عمل به واقعى چې دښاغلى شل کم سل فيصده شاعرى لکه ديومسئله جوړيدونکى حمل ضائع کړى وى . خوښۀ شوه چې داسې وشو دا نظمونه دښاغلى عامر دتخليق دبحر غير کاهل روانۍ طرف ته ذهنونه بوځى او مونږته دعامر ګمريانى اصل هنرى کړۀ وړۀ او خال وخط راښائى . دښاغلى اکثر نظمونه دمحاکاتى تسلسل په مرسته سرته رسى او که ځنى ځايونوکښې پکښې دمجردقياس نخښې نخښانې ښکارى نوځنې ځايونوکښې دتمثيلى اوتکميلى قياس اثار هم په نظر راځى داخبره رښتياده چې راقم الحررف دښاغلى ګمريانى دغزليه شاعرۍ په ځنې نازکو اړخونو دبحث کولو نه شعورى تيښته کړې ده ولې داهم حقيقت دى چې د ((قلم بليږى )) کومو رڼو حوالوسره ئې د پيژندګلو لارې پرانستلې دى هغه به دعامر په راتلونکى وخت کښې د ډير وړاندې تګ باوجود هم خپل اهميت نه بائيلى که خدائې ته منظوره وى نو قلم به بليږى ،تيارې به په شا تمبيږى اورڼا به خوريږى عامر فطرى شاعردى او دفطرت لارې دمادى کائنات يوطاقت هم نه شى نيولى په اخره کښې دعامر په يو خوريدونکى شعر اجازت غواړم

بله رڼا په داتياره جهان کښې چرته نشته خوبس يوزړۀ دى چرته ډير اوچرته کم بليږى

-De Pokhtano Kaumi Sangar- - بېرته شاته