(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دسولې مخالفت څوك اوولې كوي ؟

پدې وروستيو كې چې زموږ په دردېدلي او كړېدلي هېواد كې د سولې، له مخالفينو د جوړجاړي او تفاهم ګونګسې او ځينې برسيرن خو ځښتونه راښكاره شوي نو ورسره جوخت په ملي او بين المللي ډګر د ځينو مغرضو، ځان غوښتونكيو او امن دښمنه كړيو لخوا هم په يوه او بله بڼه د سولې ضد حركات اوله سولې سره مخالفتونه ليدل كېږي. پدې كې هېڅ شك نشته چې سوله د هر افغان، بلكې د هر انسان او هر ژوندي موجود اړتيا ده. له سولې، امن او ډاډ پرته، انسان خو لاپرېږده چې آن د نورو ژونديوموجوداتوژوندهم له ګواښ سره مخ دى افغانان، د ځمكې د خاورينې كرې هغه موجود دى چې پخپل سياسي تاريخ كې يې د سولې او ډاډ له فضا ډېر لږ خوند اخستى او د سولې او امن له خوږو ډېر كم برخمن شويدي. نو ځكه تر بل هر چا ډېر سولې ته لېواله او د سولې ارمانجن دي. جنګ د ورانۍ، بربادۍ، وېجاړولو، شاتګ، نېستۍ، محروميت، وژنې، ټپي كېدلو، شړلو، دكور او هېواد پرېښودلو د دنيا له نعمتونو د بې برخې كېدلو، كركې او نفرت سمبول دى او امنيت، د ودانۍ آبادولو، پرمختګ، بډاينې، هستۍ، شتمنۍ، هوسايۍ، ښېرازۍ، سوكالۍ، مينې، محبت، سيالۍ، د دنيا له خوندو او مزاياوو د برخمن كېدو سمبول. خو له بده مرغه چې افغانان له يو دېرش كالو راهيسې د ورانۍ، بربادۍ، ويجاړولو محروميت، وژنې، اختطاف، استعمار، نفرت، تېښتې، شاتګ در په در يو په فضا كې ژوند كوي او د هرې ورځې په تېرېدلو يې د دې غميزې ګراف نور هم لوړېږي. له شك پرته په پوره ډاډ سره ويلى شو چې له يوې كوچنۍ شرخوښوونكې استثنى پرته هر افغان د سولې ارمانجن دى او سوله يې ستره هيله ده. همداراز د هغو سروې ګانو له مخې چې د هغو هېوادونو د اتباعو تر منځ تر سره شوي چې په افغانستان كې سياسي او پوځي حضور لري د دې هېوادونو غوڅه ډېره برخه له افغانستان څخه د خپلو پوځيانو وتل غواړي دوى افغانستان جګړه د د وى پر پوځ، سياست، اقتصاد، ملي او ټولنيز كركتر يو له اړتيا پرته دروند بار، بې ګټې او بې موخې بولي. ولې ځينې هېوادونه او ځينې كړۍ سوله ضد دريځ لري. په افغانستان كې د افغان دولت او دلته مېشتو بهرنيو ځواكونو له مخالفينو سره ايران ، مسكو او هند په پټ اوښكاره تر بل هر چا ډېر مخالفت كوي، كه څه هم دهند او ايران په دريځ كې اوس څه نرمښت ليدل كېږي . روس ، هند اوايران ټولو له طالبانو سره په مشروط ډول دخبرو ملاتړ كړى دهند دبهرنيو چارو وزير او په افغانستان كې دايران سفير تېره ورځ پدې اړه خپل رسمي او ديپلوماتيك دريځ روښانه كړ خو دايران عمل ددوى له ويناسره توپير لري دا چې ايران، مسكو او هند ولې له حزب اسلامي او طالبانو سره د سولې مخالفت كوي ځينې لاملونه يې د دوى تر منځ ګډ او ځينې يې د هر هېواد شخصي مجبوريتونه بلل كېږي. تر ټولو ستر ګډ لامل دا دى چې ايران، مسكو، چين او آن هند د امريكا د متحده ايالاتو دښمنان دي او غواړي چې د دښمن هر اړخيز زور او واك يې د افغانستان په جګړه كې نور هم ذوب شي، دوى نه غواړي چې متحده ايالات دې د نړيوال امنيت دعوه دار او پنتاګون دې د نړۍ ژاندارم وي. همداراز دوى متحده ايالات د سُپر پاور (د نړۍ د سترځواك) په توګه ليدلى نشي .ايران له متحده ايالاتو او په ټوله كې له لوېديځ سره، سياسي او نظامي ستونزې لري، همدا اوس هم د متحده ايالاتو په غوښتنه د لوېديځ له سياسي او اقتصادي تعزيراتو سره مخ دى، همدا راز له حزب اسلامي او طالبانو سره هم سياسي او مذهبي ستونزې لري، حزب اسلامي او طالبان دواړه د جمعيت، نظار شورى او د شيعه ګانو له يوې ډلې سره مخالفت او مخاصمت لري او دا دواړه ډلې دژ بنيز او مذهبي اشتراك له مخې تل د ايران تر روزنې پالنې، ساتنې او پاملرنې لاندې دي. پخوا يې هم د دې ډلو سياسي او اقتصادي ملاتړ كاوه او اوس يې هم كوي، نو دا د ايران لپاره ښه چانس دى چې دواړه دښمنان يو له بل سره وجنګوي او د هر يوه په كمزوري كېدلو كې د دوى ګټه ده. مسكو هم د طالبانو له سخت دريځۍ، له افغانستان څخه منځنۍ اسيا ته د اسلامي راډيكالانو له وراوښتلو اود فنډا مينټليزم له صدور څخه وېرېږي . همدا رازروسان غواړي چې په همدې افغانستان كې هغې امريكا ته چې شوروي اتحاد ته يې همدا يوه نيمه لسيزه وړاندې د همدې افغانانو په لاس ماته وركړه، دا ځل د ويټنام په څېر په همدې افغانستان كې د همدې افغانانو په لاس يوځل بيا ماته وركړي ليدل كېږي چې روسان بيا راژوندي شوي او د پراختيا خوبونه ويني. چين په افغانستان كې د متحده ايالاتو په ماتې يقيني دى او د امريكا له ماتې وروسته د نړۍ د ليډر شيپ لپاره يواځينى مناسب كانديد دى او پوهېږي چې كه امريكا ساه داخستلو ځواك پيداكړ نوپرنړۍ د ده احتمالي ليډر شيپي له ګواښ سره مخ كوي. د چين له بدن څخه پر غوڅ شوي غړي (تايوان) چې چين يې لا هم خپله خاوره بولي د امريكا لخوا د پرمختلليو نظامي وسلوپلورل هم د امريكا لخوا د چين د كمزوري كوله هڅه ده. هند داسې انګېري چې دطالبانو ترشادپاكستان داى اس اى لاس دى او كه دوى دلته واكمن او يا مطرح ځواك وي نو دهند ګټې به له خنډاوځنډسره مخ وي . همدالامل دى چې هنداو روس دواړه له راډيكالو،پاكستان ته منسوبو،سرحد نه منونكيو اسلامپالو طالبانو څخه شمالي ټلوالې ته چې د همرنګ اراضي كېدلو (له وخت او حالاتو سره دځان جوړولو)ښه استعداد پكې شته لومړيتوب وركوي. دلته په كوردننه د حزب اسلامي او طالبانو ضد مطرحې او په حكومت كې لاس لرونكې ډلې ددوستم جنبش، ځينې شيعيه ډلې ،جمعيت ،نظارشورى، ستميان، شعله يان، فاشستان، سكتارستان په اصطلاح افغانستانيان!! او د موكراسۍ دروغجن مدعيان دي. دوى له طالبانو سره جنګېدلي دي، په حقيقت كې طالبان د دوى د فجايعو زېږنده ده او د طالبانو له لاسه يې كوڅه واكى حكومت، ملوك الطوائفى، قوماندان سالاري، ټوپكسالاري، زورواكي د ملي شتمنيو چورچپاول او د ملي يووالي ضد كړنو ته پاى اېښودل شوى وو. دوى اوس هم په فجايعو كې لاس لري او خپلو دې كارونو ته يې د دموكراسۍ عبا او قبا وراغوستې ده، خپل دښمنان د ترورستانو او القاعده په نوم ځپي، امريكا او نورو ته د دوى د ځپلو لپاره د دروغو راپورونه وركوي. دوى پوهېږي چې د طالبانو او حزب اسلامي له راتللو سره به پردوى ځمكه سره شي_ يابه تښتي او يا به محاكمه كېږي_ همدالامل دى چې د سولې پر ضد يې مذبوحانه منفي هلې ځلې پيل كړيدي. د ايران، مسكو او هند په پيسو چلېدونكې ميډيا يې د سولې ضد كمپاين ته ځانګړې كړې، آن د كابل بې بندوباره ښځې او ځوانان لاريونونو ته هڅوي. زموږ وړانديز دا دى چې نور بايد هېڅوك د سولې مخالفت ونكړي، نه بايد څوك له طالبانو، حزب اسلامي، جمعيت ،نظار شورى، جنبش او نورو څخه و وېرېږي، بايد تېرسياسي، ګوندي او سليقوي اختلافات هېرشي راځئ له نوې يې پيل كړو. كه څوك كوم، جرم لري بايد د شريعت او قانون له اصولو سره سم په عدلي مراجعو كې محاكمه شي، او حكومت بايد ټولو خواوو ته قوي ډاډ وركړي چې تېرى ناوړه پېښې، ترخې خاطرې، د غچ او انتقام جذبې، كور وژنې او ورور وژنې به نه تكرارېږي. موږ پدې انديو چې طالبانو او حزب اسلامي به هم له حالاتو ډېر درس اخستى وي، د مخالفينو له راتللو سره د تېرو پېښو د نه تكرار لپاره بايد د ملي ډاډ تر څنګ قوي نړيوال تضمين هم وي. - بېرته شاته