(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتنو قتل عام

د پښتنو دښمنان وايي چې پښتو د دوزخ ژبه ده. پښتو د دزخ ژبه ده او که نه خو دا څو لسيزي کيږي چې دا نړۍ په رښتيا هم په پښتنو دوزخ ګرځول شويده. دا څو لسيزي کيږي چې د پښتنو قتل عام روان دى، پخوا دا کار روسانو کاوه، د غير پښتنو قومندانانوسره يې پروتوکولونه کول او پښتانه به يي وژل، او اوس دا کار انګليس، امريکا، پاکستان او دلته دننه په افغانستان کې د دوې بړيڅي کوي. که کوم ترهګرى ځان پورې بم تړي او د حورو او غلمانو په شوق کې ځان الوزوي هغه هم پښتون دى، په دى بم چې څوک وژل کيږي هغه هم پښتانه دي. د کرښې ها خوا د پاکستان پوځ او دکرښې ديخو چې د انګليس او امريکا پوځ کوم عمليات کوي ټول پښتانه په کې وژل کيږي، هر بم د پښتون په کور ولويږي او هره مرمۍ د پښتون په تندي لګيږي. اوس يواځې د کرښې دواړه خواوې ندې چې پښتانه په کې وژل کيږي. که په خوست او قندهار او کابل او بغلان او کندز کې پښتانه وژل کيږي نو په پيښور او مردان او سوات کې هم پښتانه په امان ندې، او اوس په کراچۍ کې هم د پښتتنو قتل عام پيل شوې. په تيرو درې ځلور ورځو کې د پاکستان د کراچۍ په ښار کې تر څلويښتو زيات پښتانه په نښه، نښه ويشتل شوي او وژل شوي، يواځې او يواځې په دې ګناه چې پښتانه دي. دا پښتانه په کراچۍ کې د مهاجر قومي مومنټ فاشيستې او مافيايي ډلې لخوا وژل کيږي، او د پاکستان پوځ او پوليس يي ننداره کوي. د مهاجر قومي مومنټ فاشيستې ډله د ضياالحق د ضد اسلامې واکمنۍ پرمهال کيښودل شوه، او اوس په يوداسې بلا اوښتې چې هيڅ چاره يي نه ليدل کيږي، د دې فاشيستي ډلې مشر چې پرې د سلهاوو انسانانو په تيره بيا د پښتنو د وژنې او لوټ مار تورونه دي، د انګليسانو په غيږ کې په لندن کې ناست دى او له هغه ځايه دا فاشيستي او مافيايي ډله اداره کوي، او په پاکستان کې د حکومت سره په واک کې د ګډون خوند هم اخلي. پاکستان په پيښور، سوات او باجوړ او وزيرستان کې په خپل پوځ يواځې پښتانه وژني او ترهګر ته هيڅ نه وايي ، خو په کراچۍ کې بيا پښتانه د مهاجر قومي مومنټ په فاشيستې ډلې وژني، ځکه خو د پاکستان پوليس او پوځ په کراچې د پښتنو قتل عام په رڼو سترګو ګوري خو څه ورته وايي نه. تردې دمخه د کراچې په بولټن مارکيټ کې چې کوم دکانونه سوځول شوې وو زيات يي د پښتنو وو. نن سبا په پښتنو ځمکه او اسمان اورشوې. پښتون ترهګر دى بايد ووژل شي، او ترهګر پښتون هم پښتون وژني، ځکه همدې امريکا، انګليس او ايي ايس ايي له پښتون نه ترهګر جوړ کړي ، هم خپله دې وژني او هم پرې نور پښتانه وژني. نه يواځې دا چې د پښتنو فزيکي عامه وژنه روانه ده، بلکې د پښتتنو فرهنګي عامه وژنه هم روانه، د کرښې ديخوا د ايران فرهنګي يرغل روان دى او د کرښې ها خوا د اردو ژبې. هم پښتانه وژل کيږي او هم پښتونولي. په ملتونو دا رنګ ورځې راځي، پښتنو دا رنګ ډيرې ستونزې ګاللي او دا رنګ ډير ازميښتونو څخه بريالي وتي دي، سکندر، مغل، صفويان، انګريزان او روسانو دلته خپلې ککرې خوړلي او تورمخ بيرته وتي. خو دا ځل د انديښنې وړ خبره داده چې پښتانه مشرتابه نه لري. د پښتنو اوسنې مشران بس په دې خوشحاله دي چې يا خو د کرزې په کابينه د وزير نوم پرې ايښودل شوې او يا د زرداري په کابينه کې. د پښتنو فزيکي قتل عام روان وي او که فرهنګي د دوې بلا ورپسې. او دا ځکه چې پښتانه ويشل شوې دي، د ډيورنډ ناولې او کرغيړنې کرښې هم کوزه خوا پښتانه کمزوري کړي او هم د برې خوا پښتون بابا هسې نه وو ويلي چې يا به يو کيږو که نه ورکيږو اوس که يو نه شو نو دا دې د ورکيدو هڅې مو رواني دي او ورکيدل مو پيل شويدي - بېرته شاته