(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتو‍ د ګرامر او ګرامر والو ستونزې

که څوک غواړي چې د پښتو ژبې په ځانګړتېاو باندې يو څه پوه شوی وي، په کار ده، چې د (سانسکرټ او لاتېن) ژبو باندې تېرشوی وي. په سلاوي او جرمني ژبو باندې لاسبری هم د پښتو ژبې په پوهېدلو د پاره (له پاره)اغېزمن دۍ. عربي، فارسي، انګليسي ژبې، دپښتوژبې دګرامر دجوړښت په درد نه خوري. په ټولواو په تېره بېا هندواروپاېي ژبوکې،د(ګړبرخه)يا مورفولوګي لاندې غوره دندې لري: (۱)د( نوم، صفت، ضمير اوعدد)کږون؛اود(فعل)سمون څېړي.خو په پښتوکې هيڅوک په دی نه پوهيړي،چې اياپښتوژبه دنوم داحالتونه لري اوکنه؟که لري ېې څو اوکوم دي؟ موږپه دی ليګنه کې همدی وروستيوپوښتنوته لنډځواب واېو،دنيمګړتېاوپوره کول ستاسوکاردۍ،زه په دی هکله نه ېوازې چې نه خفه کېږم،بلکه خوشحاله کيږم،ځکه: «----------«دقتيل»احترام واړه خپل دلبردۍ» دنوم کږون نوم په(اوستا)او(سانسګرټ کی له خپلې سټی(۸)رنګه بدلون کوي. په روسی کی(۶)په المانی کی(۴)اوپه لاتين کی هم(۸)ډوله بدليږي. دپښتوژبې دنوم بدلون،دپورتنيوژبوسره په شريکوالي،ځنې بنسټيزې ځانګړتياوې هم لري. موږاول دپښتوژبی نوم دبدلون حالتونه بيانوو اوبيابه تبصره ورباندې کوو،په هره ژبه کې دنوم کږون له سوال څخه پيل کيږي. په پښتوکې دنوم کږون ‎۱-نومولی حالت پوښتنه نارينه ېو ښځينه ېو ضمير جمع ‎څوک؟ زمری زرکه زه زمري زرکې موږ څشی؟ زمری زرکه ------- ------ ------- --------- په ډېروژبوکې نومولی حالت فاعلی حالت هم دۍ، خوپه پښتو کې سره بېل دي. په( سانسکرټ)او(اوستا)کې هم دنوم سټه اوفاعلي حالت بيلوالی لري. په پښتوکی: نومولی: داڅوک دۍ؟ دازه ېم. فاعلی: داچاوليدلو؟ داماوليدلو. په سانسرټ کی:- سټه: رام -----حالتونه ------- : رامه،راما،راماسايا،------- دتېری زمانې حالتونه ۲- دلازمی فعل والا زه ولاړلم بدلون نه کوي. ۳- دمتعدی فعل والافاعل ما وليدلو (زه په ما)بدل شو. ۴- = = =مفعولي زه ېې وليدلم بدلون نه کوي. دحال زمانې ۵-لازمي: زه ځم بدلون نه کوي. ۶-متعدي فاعل: زه وينم بدلون نه کوي. ۷-= مفعول ماويني (زه په ما)بدل شو. دادوه زمانې،دوه ډوله(لازمي،متعدی)فعلونه اودوه ډوله دفعل تطبيق کونکي دغيرپښتنودپاره لويه ستونزه ده.دوی تل واېي: ناسم: ماولاړلو،زه وخوړ،زمری زه ګوري. سم : زه ولاړلم، ماوخوړ، زمری ماګوری ولی پورتنۍ ستونزه حل نه لری؟ ځکه: چې ماوليدلو.تېره زمانه فاعلي (ما) او ما ګوري. حال زمانه مفعولي (ما) که(ما)په دواړوزمانوکي يا(فاعلي)واي،اوياهم(معول)واي نوبيااسانه وه. همدارنګه(ته) (تا)کېږي. مفعولی حالت نژدې په ټولوژبوکي شته په روسي کي ورته (وينيتېلنۍ پديژ)اوپه نوروژبوکي ورته واېې.په عربي کي ورته(منصوب)واېې.(Accusative) (اوستا)او(سانسګرټ)هم فاعلی حالت لري. ۸- دڅښتن والي (اړوند،تړلی---)حالت:دی حالت ته په روسي کی(رديتلنۍ)اوپه نوروژبوکی حالت واېي،په عربي کي ورته اضافي حالت هم واېي،(Genitiv) خوپه حقيقت کی همغه(مجرور)حالت دی. ددی حالت پوښتنی: (دچا؟ او دڅشي؟) دي. دچاورور؟ د ما ورور زه په ما بدل شو د زمري ورور زمری په زمري، يانې ، ی په ي بدله شوه د زرکې ورور زرکه په زرکې، يانې ، ه په ې بدله شوه د څشي سر؟ د غره سر غر په غره ، يانې ( ر+ ه) د وره سر ور = وره ، = ( = =) د ونې سر ونه = ونې ، يانې (ه په ې) بدله شوه د (د)توری دربط(څښتنوالي)توری دی.زماپه ګومان چې داحالت همدايو(تاړی)لری،اوتل دنوم مخ ته راځي. په شعرونوکی وروسته هم ترينه راځي. ۹- د(لوري- مل)حالت: د دی حالت تاړي: ته د ...... سره پوښتنی ېې: چاته؟ د څشي سره؟ ماته دزرکې سره قلم ېې زرکې ته ورکړ ، زمری دزرکې سره ولاړلو. دی حالت ته په نورو ژبوکې ويل کېږي.(Dative) ۱۰- دتون حالت:دی حالت ته په لاتين کې واېی داحالت په اوستااوسانسکرت کې هم شته.(Lokative) تاړي ېې :په---------کې ، د ددی حالت پوښتنی:چېرې؟ چاکې؟په څشي کیي؟ کله؟ په سړي کې (ی په ي) دورځې(+ې) په غره کې (+ ه) دشپې (+ې) په سرکې (×) دکال په اوږدوکې(ه په و) په زرکه کې (×) = =ې کې (ه په ې) ۱۱- درابيلتون حالت: ،لاتين ،سانسکرت اوستاېې لري. (Ablativ) تاړی ېې: له، له- - - تر له کابله ، له پېښوره ، له کابله ترپېښوره له سره تر پاېه ، له کوم لوري(له کومه لورېه) له سهاره ترماښامه ۱۲- دغږکولو حالت: داحالت روسانوله خپلی ژبې ويستلی،لاتين سانسکرت اواوستاېی لري. (Vokativ) داحالت نه(تاړي)لری اونه(پوښتنی) زمريه ، زرکې ، ولسه ، ظالمه ، په عربې کی هم شته محمد (د) دوه ضمې لري، ېا (محمد) (د)ېوه ضمه لري هشام (م) = = = ، ېا (هشام) (م) = = . ۱۳- صفتي حالت: داحالت په نوروژبوکی نشته: تاړی ېې:مثبت: با ،نېک، - - - - - ډير ( با ادبه ،با شعوره ،با سواده، - - -)سړی دۍ. = ( نيک خويه ،نيک اهله - - - -- - -)سړی دۍ.‎ منفې : (نا دوده،بې شعوره ،بې سواده -- -- -)سړی دۍ. پورتنۍ لنډه ليکنه يوه ازماېښتي ليکنه ده ، دنيمګړتېاورغونه ېې د رغونکي په وياړ ثبتېږي. که دټولو پښتنو خوښه شوه، نو بېا د ډير ژوراو هراړخيزه کارغوښتنه کوي.زما هيله داده چې زه په (ناندريو)به وخت نه تېروو او نه ېې ځواب ورکولی شم ستاسود رغنده ګوت نيونی په هيله. - بېرته شاته