(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دنړۍ دامن لپاره افغانستان کښې امن ضرورى دی.

دافغانستان دننه چې دتيرو څه دپاسه دوؤ لسيزو راهسې دجنګونو او مرګونو کوم اور بل کړی شويدی په دغې اور کښې کۀ يو خوا دافغانستان ټوله مادى او معنوى شتمنى لولپه شوه نو بلخوا ئې په ټوله سيمه او نړۍ دخطر داسې ګورې وريځې راخورې کړى دى چې دنړۍ وګړۍ ئې هيڅ په بند او علاج نۀ پوهيږى نن که دمشرق حالات دى او کۀ دمغرب ټول يوشان خپلو وګړو ته لحظه په لحظه دخطرو سائرن غږوى او قدم په قدم ورته دمرګ خوفناک تصويرونه ښائى، داسمه ده چې په سائنسى، اقتصادى، علمى يا فرهنګى حواله به دمغرب وګړى خپل ځانونه دمشرق په نسبت تر يو څه حده محفوظ ګڼى خو په سياسى او نظامى حواله چې هغوى دکوم بوګنوونکى او مرګونى صورتحال سره مخ دى دهغې په وجه دمغرب دوګړو هم خوبونه حرام شوى دى او دعدم تحفظ احساس ورسره لکه دخپل سيورى مل وى دنړۍ دې انسان ضد حالاتو ته کۀ څوک هر څۀ نوم ورکړى خو دا حقيقت هيڅوک لۀ مينځه نۀ شى وړلی چې دانسان وژنې او زورونې ريموټ په افغانستان کښې پروت دی او ترڅو چې دغه ريموټ لۀ مينځه نۀ وى وړل شوی تر هغې نړۍ دامن، سکون، او ارام ساه نۀ شى اخستی، په افغانستان کښې چې کله امريکې شوروى اتحاد ته شکست ورکړو نو دهغې نه وروستو نړۍ افغانستان نه په مکمل ډول مخ وګرځولو او کۀ کوم خارجى قوت دافانستان سره رابطه برقراره ساتلى هم وى هو هغه به صرف او صرف دخپلو ګټو خوندى کولو دپاره دنورو مفاداتو ته دزيان رسولو دپاره وى يعنې يو قوت به افغانستان کښې ديوې ډلې او تنظيم په ذريعه دجنګونو او مرګونو لوبه جارى ساتلى وى او بل قوت به دبل تنظيم او ګوند په ذريعه او دهمدې رويو او روشونو په نتيجه کښې افغانستان دجنګ په يوه داسې کاړه ياداور په بټۍ بدل شو چې لمبو ئې ټوله نړۍ پخپله غيږه کښې واخسته نن کۀ دالقاعده او طالبانو ډنډوره غږول کيږى او کۀ ډکټيټر شپ يا تروريستۍ سره دمبارزې دغه هر څه دافغانستان دحالاتو پيداوار دى کۀ پرون امريکې دروس دوهلو دپاره افغانستان ته خارجى جنګيالى نۀ وؤ راوستى يا ئې افغانانو دقلم او کتاب په ځائې په لاس کښې کلاشنکوف نۀ ورکړی نو نن به نۀچا داسلامه نوم پيژندو او نۀ دطالبانو يا انتها پسندو، همدغه شان عرب ملکونو، جنوبى ايشياء او مشرق وسطى کښې هم امريکې ته دلاس وهنې موقعه صرف او صرف دهاغه سپر پاور اعزاز ورکړې ده چې په افغانستان کښې ئې دشوروى اتحاد په مقابل کښې ګټلی دی ولې چې په افغانستان دروس ديرغل په نتيجه کښې امريکا دنړۍ يوازينی مضبوط قوت پاتې شو او نن چې دغه لوئې بادار په هر ملک کښې هر څه کوى څوک ئې دمخنيوى نشته او کۀ چرې په مظلومو او کمزورو ملکونوامريکائى حاکميت او تسلط همداسې دوام ومومى نو هاغه ورځ لرې نۀ ده چې دخپلې ازادۍ خپلواکۍ، سلمتۍ او بشرى حقونو دتر لاسه کولو دپاره دنړۍ کمزورى اولسونه دمختلفو تحريکونو په شکل کښې دمغرب او په خاص ډول دامريکې خلاف صف اراء شى او يو داسې جهانى جنګ ونښلى چې ټول انسانى نسل به پکښې ديوې مخې تباه شى ځکه نو ددغه لوئې انسانى فاجعې نه دبچ کيدو دپاره ضرورى ده چې امريکا نور افغانستان کښې دجنګونو او مرګونو لړۍ ته دپائى ټکی کښيږدى او دفرضى نامو دلاندې دې پرديو ملکونو کښې دمداخلت ناوړه سلسله ختمه کړى او هم دنړۍ دکمزورو ملکونو او اولسونو فرض جوړيږى چې په موجوده صورتحال کښې دهغو ملکونو ته دمرستې او ژغورنې لاس ور وړاندې کړى چې دلويو قوتونو دظلم او بربريت سره مخ دى. اداریه وحدت08.08.2007 - بېرته شاته