(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتانه د یو عظیم سیاستدان نه محرومه شول

د رڼا ستوری د پښتون د سپين سحره زمونږ خـــــــــــــــوږه رهبره زمونږ ، زمونـــــږ نه مه ځه په خپل کردار د سياست د اسمان نمره زمونږ خــوږه رهــبـــره زمــونــږ ، زمــونږ نه مــــه ځــــه ملي شاعرا دیب، صحافې، عالم او سياسي مشر اجمل خټك صیب په ۸۵ كلنۍ كې له دۍ فاني نړۍ د تل لپاره سترګې پټې كړې،اجمل خټک په کال ١٩٢٦ء کې دپاکستان دصوبه سرحد نوښار ضلعې اکوړي نومې کلي کې سترګې غړولي دي. دستر پښتون بابا عبدالغفار خان لخوا چې دپښتون اولس دحقونو دپاره دخدائى خدمتګار په نوم کوم تاريخي تحريک چليدلى دى ښاغلي اجمل خټک ددغه تحريک يو مهم غړى او دباچاخان دنزدې ملګرو څخه شميرل کيدو تر اتم ټولگي پورې ېې پخپل کلي کې زده کړې وکړې اوبيا دپيښور عالى ښوونځي ته ورغي . داچي اجمل خټک په ځينوسېاسی چاروکې فعال وونوپدې تور چې انگريزي ضد فعاليتونه کوي له ښوونځي نه وايستل شو. خو له پوهي سره مینې دی غلې نه کړو او په شخصې ټوګه ېې لوست او په عربی، پشتو او فارسې یۍ ولوستل، انګریرې ژبه یې زده کړه او پو هنتون ته ېې د ازموینې په ورکولو پیل وکړو. خوله ازموينې نه يي راويستو او جيل ته يي وردننه کړو. ده په جيل کې هم لوست اوله همغه ځايه يي ازموينې ورکړې ځکه يوازې دازموينې په ورځ يي اجازه ورکوله چې له جيله ازموينې ته ورشي اوبيرته به يې جيل ته راوستو له جيل نه وروسته ښاغلى خټک دپيښورپوهنوتون ته بريالى شو. ولې د بده مرغه بيا يي ونيواوداځل يي دمچ مشهورجيل ته بوت خو بيا ېې هم لوستونه مخکې وړل اوله همغه ځايه يې دفلسفې اوارواپوهنې ازموينه ورکړه. له ١٩٤٢ نه تر١٩٤پ کال پورې ېې سياسي فعاليت کاوه اوله ستونزوسره هم ډيرمخامخ وو خوپه ١٩٤٧ کال کې پاکستان جوړشواوددوى ستونزې دپخواپه پرتله په کميدوشوې. دنشنل عوامي گوند منشي پاتې شوى دى. ښاغلى خټک صيب دخپل ژوند يوولس کاله دنظربندۍ او دجيلونو دتورو تمبو تر شا تير کړي دي خو ولې دغه سياسي، ادبي او صحافي مبارز ددومره سختيو باوجود هم چرې پخپل فکرونظر سودابازي نۀ ده کړې او هر وخت يې دخپلې نظريې دپاره په جار غږ پورته کړى دى. د ښوونکي دنده يې ترسره کړې ده او داپريل ١٩٤٨ کې دسمندر خان سمندر په خلۀ پيښور ريډيو کې دکار کولو بلنه ورکړى شوه په پیښور راډيوکې پروگرامونه به يي ليکل خودژوند ډيره برخه يي لکينې ته ځانگړې کړې وه. تراوسه يي ١٣ کتابونه او١٨ رسالې چاپ شوي دي ځينې کتابونه يي په ارودژبه هم لکلي دي . لومړنى کتاب يي دغيرت چيغه نوميده . نورکتابونه يي دژوند چيغه ، ژوند اوخوند، گلونه اوتکلونه ، افغان ننگ ، کچکول، سرې غنچې ، دژوند خاطرې اوځينې نوردي. د ښاغلي اجمل خټک شخصيت خوارۀ وارۀ اړخونه لري او دادب، صحافت، سياست او تعليم په ميدان کې ددۀ په غوره خدماتو دلروبر ټول پښتانۀ محترم اجمل خټک سره بې حده مينه لري - بېرته شاته