(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

چرګان او پښتانه

خدای جل جلاله په طبيعت کې ډېر رازونه خوندي کړي دي ، د هر راز په راسپړلو سره د مانا يو ښار پرانيستل کېږي. له نن څخه دوه کاله مخکې هندوستان ته راغلی وم ، د ډاکټر په کتنځي کې معاينې ته منتظر وم . په انتظار خونه کې د مېز پر سر يوه مجله ايښې وه ، کله چې د ډاکټر انتظار اوږد شو، نو د مجلې د ځينو مطالبو لوستل راباندې جبري شول ، پر يو مطلب مې سترګې ولګېدې : دچرګانو ژبه (Chicken language ) ليکنه راته ډېره جالبه ښکاره شوه ، سر تر پايه مې ولوستله، په ډېره ساده انګرېزي ليکل شوې وه ، ډېره عام فهمه وه ، کله چې مې ليکنه ټوله ولوسته نو زموږ د کتنې نوبت هم راورسېد . ترکتنې مخکې مې ډاکټر صيب ته وويل : دا مجله زه له ځان سره وړلای شم ؟ هغه وويل: ولې نه ، ما وويل دې کې مې يو مطلب خوښ شو. مجله مې کابل ته ځان سره يوړه ، خو په کابل کې د نورو کتابونو او د روزګار په کارونو کې راڅخه لا درکه شوه . دمجلې محتويات مې کټ مټ دوه کاله په ذهن کې ګرځېدل را ګرځېدل ، د ليکنې محتوا دا وه چې چرګان منظمه ژبه لري او سېستماتيکې خبرې کوي ، کله چې چرګه خپل چرګوړي ډوډۍ ( دانې ) ته را بولي، نو يو څو مشخصې کلمې ورته کاروي ، کله چې دخطر نښې ورته ښکاره شي نو دهغو لپاره بيا نورې ټاکلې کلمې لري ، کله چې چرګوړي ماړه شي او چرګه غواړي هغوی تر خپلو وزرونو لاندې پټ کړي ، هلته بيا د بلنې نورې کلمې دي ، دا کلمې نور چرګوړي له خپلې مور څخه د مورنۍ ژبې په توګه زده کوي او همداسې دا ژبه له يوه پښت څخه بل ته لېږدي او د مرګ له خطره ژغورل کېږي . زه اوس بيا په هندوستان کې يم ، همغه ليکنه مې يو ځل په ذهن کې وګرځېده ، دا ځل مې همدا محتوا انټرڼيټ ته ورکړه، د چرګانو د ژبې په هکله يې خورا ډېر مطالب را په ګوته کړل. د ژبو ستونزه په اکثرو هېوادونو کې شته خو ځينې هېوادونه ورته عادلانه حل لارې لري ، هند په سوونو مذهبونه او تر(۲۹) زياتې ر سمي ژبې لري ، دسيمې ، ولسواليو او قبيلو په کچه خو يې ژبې تر سوونو هم اوړي ، دلته هم ځينې وړې ژبې د محوه کېدو له خطر سره مخامخ دي، خو نه د اکثريت ژبه . افغانستان کېدی شي د ځمکې پر مخ لومړنی هېواد او پښتون کېدی شي دنړۍ پر مخ هغه قوم وي ، چې له خپل اکثريت سره سره لا تر اوسه پورې د ژبني محکوميت له رنځه خلاص نه دي . کله کله خو موږ د دې پړه پر ناوړه حالاتو ، پرديو يرغلونو او نورو ډول ډول ناخوالو ور اچوو ، خو که ډېر ورته ځير شو په خپله پښتانه هم په دې برخه کې د ملامتۍ له داېرې څخه نه شي وتلای . پښتنو ته که د ژبې د خوندي ساتلو او پرمختيا لپاره پښتنو ليکوالو هر څومره د زړه وينې وڅښلې ، چندان تاثير يې پرې ونه کړ ، نو ښه به دا وي چې دپخوانيو پېغورونو په دوام دا ځل دا پېغور هم ورکړو چې که پښتانه له نور چا زده کړه نه کوي ، نو ښه به دا وي له چرګانو خو يې زده کړي . ځينې پښتانه له چرګانو سره ډېر شباهتونه هم لري او په ځينو برخو کې لوی توپيرونه. يو شمېر پښتانه سياستوال هر کله چې په پچه سپاره شي نو کشمير ګوري ، د خپل هېواد غمونه پرېږدي ، دچيچنيا او فلسطين د ازادولو خبرې کوي ، چرګ هم کله چې ځوان شي نو پر بام ورو ورو ګامونه اخلي چې بام ونه لوېږي . زموږ څينې ملايان چې کله د سياست پر منبر کېني نو بيا بې وخته اذانونه کوي ، چرګان هم کله کله بې وخته اذانونه کوي. دچرګانو بې وخته اذانونه زموږ په کلتوري رواياتو کې بد شګوم لري او دملايانو د بې وخته اذانونو عواقب هم موږ په خپلو سترګو وليدل . چرګان کله کله د خپلو بې وخته اذانونو له کبله د ګيدړانو ښکار شي او ملايان هم کله کله د بې وخته سياسي اذانونو له امله د لويو ځواکونو د زور بټۍ ته ولوېږي ، خير دا ډول ډېر ورته والي او توپيرونه شته چې د ټولو سپړل اوږده څېړنه غواړي ، خو اوس راځم خپلې اصلي موضوع ته چې هغې کې پښتانه تر چرګانو هم شاته پاتې دي . پښتانه خپل سياسي تاريخ پنځه زره کلن بولي ، خو په ژبه کې ليکلي هنري يا تاريخي اثار لا تر دې مهاله نه دي رسېدلي، البته کېدی شي ژبه تردې هم لرغوني وي . دچرګانو متخصصين او ژبپوهان په دې نظر دي چې د چرګانو د ژبې تاريخ نږدې اووه زره کالو ته رسېږي ، چرګان د اووزره کلونو په بهير کې پر دې بريالي شوي ، چې خپله ژبه د زمانې له توپانه خوندي وساتي . ژبپوهانو دچرګانو په ژبه کې دېرش بېلا بېل اوازونه تشخيص کړي چې د هغو له ترکيب څخه دوی بېلا بېلې کلمې جوړوي او افهام او تفهيم پرې رامنځته کوي. ژبپوهانو د دې اوازونو د تثبيت لپاره ځانګړې الفبې يا ابېڅې هم جوړه کړې چې دهغې په وسيله د چرګانو ژبه لوستلای شو ، بله عجيبه خبره دا ده چې ژبپوهانو د چرګانو په ژبه کې څلور بېلا بېلې غټې لهجې هم تشخيص کړي ،چې تقريبا د پښتو ژبې له غټو لهجو سره برابرې دي ، دغه راز دچرګانو په ژبه کې نور ګڼ قبايلي ګړدودونه هم شته چې کېدی شي شمېر يې د پښتنو د بېلا بېلو قبيلو د ګړدودونو له شمېر سره متناسب وي . ژبپوهان وايي چې دچرګانو ژبه کوم منظم او سيستماتيک ګرامر نه لري ، دوی يوازې لغتونه کاروي او په لغتونو خپله مانا رسوي ، خو پښتو ژبه د خدای په فضل د قوي ګرامري جوړښت څښتنه ده ، خو زموږ توپير له هغو څخه دادی چې زموږ يو پاموړ شمېر پښتانه نه پښتو ژبه کاروي نه يې ګرامر او نه يې هم لغتونه . خو چرګان يوازې له لغتونو او اوازونو اعظمي ګټه پورته کوي . چرګان ټول عمر محکوم پاتې شوي ، د خان ، ملک ، ملا ، مېلمه ، ګيدړ ، ټوغکي ، ناروغۍ او هرې بلې ناخوالې قرباني شوي ، خو بيا يې هم خپله ژبه خوندي ساتلې ده ، پښتانه کله محکوم او کله واکمن پاتې شوي، خو په دواړو حالاتو کې يې خپلې ژبې ته پاموړ کار نه دی کړی . که ژبه د ټولنيز شعور يوه وسيله وګڼو، نو په دې کې چرګان تر پښتنو زيات د ژبټولنيز شعور خاوندان دي . دلته به د چرګانو ژبې ته لږ تم شو : بو بو بو بو بوهـ ( السلام عليکم ) بک بک بک بک ( زه کولای شم تا وګورم ) کلک کلک کلک ( بېرته کورته راشه ) هوهـ هوهـ هوهـ اهن ( لږ غذا راکړه) کوک کوک کوک ( پام چې هلته پيشو ده ) وټ وټ وټ وټنن ( هګيو ته مې لاس مه وروړه ) ونن نن ون ون ( ته څه کوې؟ ) او داسې نور ډېر مثالونه ، چې چرګان يې دخپلمنځي پوهاوي را پوهاوي لپاره کاروي. زموږ عوام خو لا بيا هم خاورې په ايرو ګډوي ، لږ تر لږه خپله ژبه خو په خپل منځ کې کار وي ، ګيله خو له ځينو روښنفکرانو او شاهانو څخه ده چې په ټول عمر کې يې په خپله ژبه پينځه جملې هم نه دي غبرګې کړي . ټول مرغان په خپل منځ کې خپله ژبه کاروي، ټول قومونه په خپل منځ کې په خپله ژبه خبرې کوي. نو که څوک کله اړ شي د بل قوم له وګړي سره به دهغه په ژبه خبرې وکړي ، خو دا مثال ډېر کم پيدا کېږي چې ديوه قوم وګړي دې په خپل منځ کې بله ژبه دومره وکاروي چې خپله بېخي هېره کړي . ځېنې دينپوهان په دې نظر دي چې ژبنۍ او قومي رنګارنګي د ځمکې پر مخ د خدای جل جلاله د فطرت او حکمت نښې دي ، هر څوک چې دا نښې له منځه وړي ، هغه د دې حکمت پر وړاندې ودرېږي. که له چا څخه د بې تفاوتۍ په وجه دا رنګارنګي له منځه ځي ، نو هغه قام به دخپلې بې تفاوتۍ پر خوب ويده پاتې کېږي او ژوند به يې همداسې مړاوی وي ، د خدای جل جلاله په هيله به د خدای له ورکړي نعمت څخه محرومېږي . يو شاعر په دې هکله د خدای ارشاد په خپل کلام کې ډېر ښه ځای کړی دی: چاچې خپل قدر په خپله وکـړ ګله ـــ ستاره دهغه قـــــــوم په عروج شوله خدای هم نه بدلوي حال د هغه قام ـــ څوک چې نه بدلوي خپل حالت په خپله د پښتو ژبې مينانو او ملنګانو ته د دې خبرې يادون يو ځل بيا ضرور دي ،چې په ژبنۍ برخه کې د ويده قوم راويښول څه اسانه کار نه دی ، دا يو اوږد جدوجهد غواړي ، خو د اوس وخت لپاره د نورو غوره بېلګو تر څنګ بې تفاوتو پښتنو، پښتو ضد پښتنو ، هغو پښتنو سياستوالو او روښنفکرانو ته چې پښتو يې هېره کړې او يا يې هېروي ، د دې بېلګې راوړل ضروري دي، چې که له نور چا څخه عبرت نه اخلئ نو لږ ترلږ ه له چرګانو خو وشرمېږئ ، دوی له خپلو بچو سره په خپله ژبه او تاسو خپلو بچو سره په بله ژبه خبرې کوئ . ***************************** محمد اسماعيل يون د افغانستان نوميالى شاعر، ليكوال او سياستوال محمد اسمعيل يون د محمد خان زوی د ۱۳۴۶ لمريز كال د کب په ۱۸ مه د لغمان ولایت د الينګار ولسوالۍ د الوخېل په سيمه کې زيږيدلی دى • له ۱۳۷۰ کال راهيسې د کابل پوهنتون د پښتو څانګې د کدر غړی دی ؛ • د تيرو شلو کلونو په بهير کې د يو شمېر هېواد مېشتو او بهر مېشتو افغاني کلتوري ټولنو غړی او استازی • د شمشاد ، هيلې او کابل پوهنتون مجلو کتونکی ، د قلموال جريدې مؤسس او د يو شمېر نورو مجلو د کتونکې ډلې غړی د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ملي امنيت شورا دفتر کې فرهنګي چارو رئيس - بېرته شاته