(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د اجمل خټک دسړیتوب( شخصیت) د جوړېدو چاپېریال

خټکه» تا چې په پښتو کې شاعري شروع کړه یوه سره لمبه دی را پیدا کړه د کلام په شفق سړیتوب (شخصیت) د ټولنیزو اړیکو مجموعه ده او د هر ادبي، ټولنیز او سیاسي شخصیت او په هغه جمله کې د اجمل خټک د سړیتوب په سپړنه کې د هغه ژوند لیک او په ده را تاو شوی چاپېریال زیات ارزښت لري . اجمل خټک د پښتو ژبې نامتو شاعر او یو ملي، انقلابي او سیاسي شخصیت دی چې د افغانانو د شلمې پېړۍ په دوهمه نیمایي او د یوویشتمې پېړۍ د لومړی لسیزې په ادبي او سیاسي ژوند یې ژور اغېز شیندلی او په راتلونکې کې به هم زیات اثر وغورزوي . د اجمل خټک په ادبي او سیاسي سړیتوب باندې هراړخېزه لیکنه په داسې چاپېریال کې چې سړی د وطن څخه لیرې او د هغه د ډېرو اثارو او د هغه په هکله د تحقیقی لیکنو څخه بې برخې وي ستونزمنه خبره ده . خو بیا به هڅه وکړم د هغه څه څخه چې زما په لاس کې دي په ګټې اخېستنې سره لږ تر لږه د هغه چاپېریال، چې د اجمل خټک د استعداد او وړتیا په روزنه او وده کې یې مهم رول درلود، ځینې اړخونه لوستونکو ته وړاندې کړم . اجمل خټک په ۱۹۲۵ کال کې د خټکو د اکوړې په کلي کې په یوې بې وزلې کورنی کې زیږېدلی دی چې لسم پښت یې خوشال بابا ته رسي . لدې کبله د خوشال بابا د وینې او ادبي بڼ یو ښکلی او زړه وړونکی ګل بوټی دی چې د هغه په رنګ او وږمو به د افغانانو ادبي بڼ تل ښایسته او د خوند نه ډک وي . خوشال بابا په داسې وخت کې د قلم او تورې په مټ د افغانانو د ملي ازادي بخښوونکي غورزنګ لارښوونه کوله چې د هېواد ختیځه برخه د هند مغولي واکمنو لاندې کړې وه . خو اجمل خټک په داسې مهال د قلم او سیاسي مبارزې له لارې د افغانانو په ملي ازادي بخښونکي غورزنګ کې خوځنده ونډه واخېسته چې د برېتانیا امپراطوری د هند نیمه وچه لاندې کړې او د افغانانو د ټاټوبي ختیځه برخه یې د ډېورنډ د تش په نامه کرښې په ذریعه د هېواد د وجود څخه بېله کړې وه . اجمل خټک لومړی د هند د نیمې وچې د ازادی لپاره د انګرېزانو پرضد او بیا د پاکستان د جوړېدو وروسته د پاکستان د مظلومو قومونو پرضد د پنجابي واکمنود زور او زیاتي او هم د افغانانو د خاورې د بیا یوځای کېدو په موخه د مبارزې ډګر د قلم او سیاسي مبارزې له لارې تود او ګرم وساته . د اجمل خټک د سړیتوب په سپړنه کې یو د هغه طبیعي استعداد او وړتیا ده چې د هغې پرته څوک شاعر، د هنري ادب لیکوال او هنرمند کېدای نه شي . خو که طبیعي استعداد او وړتیا ونه روزل شي، وده ونکړي نو د مېنځه ځي . د خواښینی ځای دی چې زموږ په ټولنه کې چې بې سوادي او بې وزلي یې لمن نه خوشې کوي ډېر استعدادونه او وړتیاوې د خاورو لاندې شوې دي . خو د ښه مرغه د اجمل خټک د استعداد او وړتیا د روزنې او ودې لپاره ټاکلی چاپېریال موجود و چې د ده « قیصه زما د ادبي ژوند» او « قیصه زما د سیاسي ژوند» اثارو کې چې د لومړي کتاب لومړی ټوک چاپ شوی او دوهم ټوک او دوهم کتاب یې تر چاپ لاندې دي لوستونکو ته به د یوې خوا د هغه چاپېریال په هکله چې د اجمل خټک د طبیعي استعداد او وړتیا د روزنې او ودې لپاره موجود و پوره مواد په لاس ورکړي او د بلې خوا به د لرې او برې پښتونخوا د شلمې پېړی د دوهمې نیمایي او د یوویشتمې پېړی د لومړی لسیزې د ادبي او سیاسي بهیر د نېټه لیک په روښانه کولو کې مهم رول ولوبوي . اجمل خټک په کوچنیوالي کې د اکوړې خټکو په کلي کې د یو شمېر ځوانانو او سپین ږیرو لکه هاشم بابا او په ځانګړې توګه د هغه کلي ملک محمدزمان خان بابا چې « یو ښه عالم، فاضل، ادیب او شاعر هم و» او د هغه سره د ناستې او ولاړې له کبله یې « د قبیلوي سیاست، علم، ادب او حکمت مجلس نصیب شو » او نورو په کړۍ کې واقع و چې د ده د فطري استعداد او وړتیا په روزنه او وده کې ښه رول لوبولی دی . همدارنګه اجمل خټک د خپل پلار له خوا د اکوړې د کلي جومات ته د دیني زده کړو لپاره بوتل شو . نوموړي په جومات کې د زده کړې په جریان کې د یوې خوا د فارسي نظم د کتابونو سره اشنا شو چې د نورو زده کوونکو له خوا د فارسي ژبې د نظمونو د لوستلو په وخت کې به یې د نظم او وزن خوند په ذهن اغېز شینده او د بلې خوا د خپلې ترور د اغېزې لاندې چې د خپل کلي نجونو ته یې د پښتو ژبې کتابونه لکه نوم نامه، وفات نامه، فالنامه، جنګ نامه او رشیدالبیان لوستل او اجمل به ورسره ناست و او دا کتابونه به یې د هغې څخه زده کول او بیا به یې په خپله او هم به یې په حجره کې نورو کسانو ته لوستل ، د پښتو نظم او شعر یې په ذهن کې انځورېده چې د هغه شعري استعداد او وړتیا د روزنې او ودې باندې خپل اغېز او اثر اچاوه . د اجمل خټک د ادبي استعداد په وده او روزنه کې د پښتو ژبې کلاسیک شعر او ادب او په ځانګړې توګه د خوشال بابا، رحمان بابا او نورو شاعرانو د شعرونو د دیوانونو لوستل هم اغېز درلود . اجمل خټک د جومات د زده کړې وروسته د اکوړې د خټک د ښوونځي په دوهم ټولګي کې شامل شو او د دې ښوونځي د سرته رسولو وروسته د خپل لیاقت او پوهې له کبله د پېښاور په ګورنمنټ هایې سکول کې ومنل شو چې لږ وروسته د سیاسي فعالیت له کبله د دې ښوونځي څخه وایستل شو . د بده مرغه د دغه لایق او پوه زده کوونکي د زده کړې یون پرې شواو د ده د اکاډمیکو زده کړې جریان یې ډب کړ . که څه هم وروسته ده خپلې لوړې زده کړې پای ته ورسولې او په فارسي ژبه کې یې د ماسټری ډیپلوم واخېست . اجمل خټک د زده کړې د ډب کېدو وروسته د خپلې کورنۍ د ساتنې او یوې خولې ډوډۍ د پیدا کولو لپاره د ښوونکي دنده پیل کړه چې دی یې « د مطالعې ، فکر، او تجربې دور » بولي چې د ده « په فکر اوعمل، ژوند او مستقبل یې ډېر اغېز» کړیدی . ده د ښوونکي په څېر په ښوونځيو کې د « لوبو،ادب او ثقافت سرګرمو» کې هم خوځنده ونډه واخېسته . د اجمل خټک دادبي او شعري استعداد او وړتیا په روزنه او وده کې د پښتو ژبې بډای فولکلور ډېر رول درلود . د پښتو فلکلوري کیسې لکه ادم خان درخانی، بهرام شهزاده، لیلی مجنون، موسی خان ګل مکی، فتح خان محبوبه، چهاردروېش او نور به یې په حجرې کې خلکو ته لوستل او همدارنګه د پښتو ژبې لنډۍ، متلونه، ضرب المثلونه او نور د ده د شعري استعداد او وړتیا په روزنه او وده کې زیات رول درلود . پښتو ژبه چې د خپل طبیعت له مخې سندریزه ژبه ده او د دې ژبې په فولکلور کې لنډۍ چې د نړۍ په ژبو کې یوازې د پښتو ژبې د خلکو د ادب ځانګړې پانګه ده او د پښتنو د ژوند بېل بېل اړخونه په کې انځور شوي دي په پښتنو کې د شاعر کېدو لپاره یوه اغېزمنه شتمني ده . افغان نامتو تاریخ پوه ښاغلي ډاکټر پوهاند محمد حسن کاکړ په یوې مقالې کې چې « پښتو د شعر ژبه ده » لیکي : « لنډۍ چې پښتو یې شاید بې جوړې ژبه ګرزولې وي په شاعر کېدو کې اساسي ونډه لري .» اجمل خټک « دافغان ننګ » کتاب کې« که پښتون د وطن نه ورک شي هم پښتون دی» کیسه کې لیکي چې : « او رښتیا خبره ده چې پښتون د خپل وطن نه ورکېدای شي خو د وطن مینه د هغه د وینې نه ورکېدای نه شي او په دغه لنډۍ یې پای ته رسوي .» زما به خپل وطن یادیږي که د جنت په منارو ولاړه یمه د اجمل خټک د شعري استعداد او وړتیا په روزنه او وده باندې د پښتونخوا ښکلي طبیعت او زړه وړونکې منظرې ځانګړی ځای لري . د پښتونخوا ښکلی طبیعت په سړي کې د وطن سره د مینې احساس را پیدا کوي . د پښتونخوا د طبیعت ښکلا د پښتو ژبې د ادب په بهیر کې تل موجوده وه . ستر احمدشاه بابا د پښتونخوا ښکلا د ډهلي تخت څخه زیاته بلله . د ډیلي تخت هېرومه چې را یاد کړم زما د ښکلې پښتونخوا د غرو سرونه د اجمل خټک لپاره د پښتونخوا غرونه ، څپاند سیندونه او ابشارونه، ښکلې هوارې دښتې، په غرونو، درو او دښتو کې د شپنو د دروو او شپلیو د زړه وړونکو نغمو انګازې، د الوتونکو زړه وړونکې سندرې، د دنګو او جګو غرونو په هسکو څوکو د سپینو واورو ځلا، د شنو ځنګلونو د ونو شڼهار، د اباسین د سیند د څپو زوږ، د امیرو د کلي ښکلې منظره، د پښتنو پېغلو د ګودرونو مېلې او د منګیو ټنګاراو نورو ده ته « د تفکر، تخیل، مطالعې، تلاش اوپرواز ولولې » ورکولې . د اجمل خټک په ادبي او سیاسي شخصیت په روزنې او ودې باندې عوامي مېلې چې د ده په وینا « هنري رنګ یي درلود » ، د شاعرانو سیالۍ، د خدایي خدمتګاری د استعمار ضد ملي ازادي بخښونکي غورزنګ، د هند د نیمې وچې د ازادی ملي غورزنګ ستر مبارز او د پښتنو مشر خان عبدالغفار خان مبارزې او د هغه هراړخېز سړیتوب اوشخصیت، د بېلو بېلو ادبي ټولنو منځ ته راتګ او د هغوی فعالیت، د خوشال بابا، رحمان بابا او نورو لیکوالو په قبرونو او د پښتونخوا په مختلفو سیمو کې د شاعرانو مشاعرې، چې د هغه وخت وتلو شاعرانو به په کې ګډون کاوه، زیات اغېز درلود . اجمل خټک د پښتو ژبې د غزل پلار حمزه شینواري دې خبرې ته کلکه پاملرنه وکړه چې ورته ویلی یې و : « هر شعر یو فکر معنی او نظر هم لري » . اجمل وایي : « بیا ما تشو الفاظو تړلو ته شاعري نه ویله، بلکه یو فکر، نظر، معنی، خیال، واقعه او منظر په ښکلي، فنکارانه او اثرناکو الفاظو کې بیانول راته شعر ښکارېدو». اجمل خټک د خپل سیاسي فعالیت په جریان کې څو ځله بندي شو . اجمل خټک د جېل سخت چاپېریال په خپل کتاب کې « دا زه پاګل وم ؟ » ډېر په یینار ( هنر )انځوروي چې د ده د هنري نثر یوه روښانه بېلګه ده . نوموړی په جېل کې د بېلو بېلو سیاسي شخصیتونو سره لکه خان امیر محمد خان، بلد شو چې د هغوی د پوهې او د ژوند د تجروبو څخه یې ګټه پورته کړه . دی په جېل کې د یوه انګرېز نظربند سره هم اشنا شو چې د ده سره یې د انګلیسي ژبې په زده کړې او همدارنګه د نړۍ د ستر انګلیسي لیکوال شکسپیر ډرامې په لوست کې مرسته کوله . په دې ترتیب اجمل خټک د پښتو، فارسی او اردو د ادب برسېره د نړیوال ادبي بهیر سره بلدیږي چې د ده د تجربې ژورتیا او پوهې د پراخوالي سره مرسته کوي . همدارنګه اجمل خټک ته په جېل کې د میا شاهین په ذریعه د مترقي اثارو د لوستلو زمینه برابریږي . خو د یوه پوه پښتون خان امیرمحمد خان لالا دا پند ټینګ په غوږ کې نیسي چې ورته ویلي یې و:« یوه خبره مې واورﺉ چې دا کتابونه لولی نو د خپل قوم حالت نظر کې ساتی » او اجمل خټک په دا خبره ټینګ عمل کوي: « د ده دا وینا ماته د عمل سبق شوه ». اجمل خټک د بند څخه د ایله کېدو وروسته هم د استخباراتو تر څارنې لاندې و او دی خپل احساس په دې هکله داسې بیانوي : « پدې خپله ازاده، اباده، پراخه اورنګینه دنیا کې دا احساس راکولو چې زه ازاد نه یم او دا هغه احساس و چې زما شعر کې یې د ازادۍ روح او ولولې را بیدارولې . ما د خپل زړه ته سر ورښکته کړلو ده په اوترو سترګو بره کتل دې شین اسمان ته غورېدو ویل یې ما اورېدل ترې دا یو څو لفظونه ویل یې اې د لا مکان خاونده په خپل مکان کې خپل اختیار جنت دی ګني د دغه لېونتوب په نامه که نار وي نار که دار وي دار جنت دی د اجمل خټک د ادبي او سیاسي سړیتوب په جوړېدو کې د پېښاور په راډیو کې د هغه پنځه کلن چوپړاو تجربې هم ټاکلی رول درلود . په دغه دوره کې ده د شعر برسېره ډرامې، افسانې ( کیسې ) ولیکلې او همدارنګه د یوه تکړه ژورنالست په توګه هم وځلېد . پښتو ژبه یې د ډرامې او ادبي نثر په ګاڼه نوره هم سینګار کړه . اجمل خټک د هندوستان د ترقي خوښوونکو لیکوالو ټولنې سره اړیکې ټینګې کړې او د دې لارې د هغه وخت د مترقي ادب د یو شمېر نامتو لیکوالو ، شاعرانو ، سیاسي شخصیتونو لکه فارغ بخاري، خاطر غزنوي او نورو سره پېژندګلوي پیدا کړه چې د ده د فکر او تجربې په ژوروالي او پراخوالي کې یي ځانګړی اغېز درلود . د اجمل خټک د ادبي او سیاسي سړیتوب په جوړولو کې د برې او لرې پښتونخوا ترمنځ ادبي بهیر چې د داود خان د صدارت په وخت کې د غلام حسن صافي په هاند چې په پېښاور کې د افغان قونسل په توګه دنده اجرا کوله، چلېده او د پښتنو لیکوالو، شاعرانو اونورو ترمنځ اړیکې پراخې او ژورې شوې چې د اجمل په وینا « د پښتو د ادب په بڼ کې ادبي او سیاسي وږمې په تېزی سره چلېدل شروع » کړل خپل اغېز اچاوه . اجمل خټک افغانستان ته په خپلو سفرونو کې د برې پښتونخوا د نامتو لیکوالانو، شاعرانو، ټولنیزو، سیاسي شخصیتونو او روښنفکرانو لکه محمد ګل خان مومند، عبدالرؤف بېنوا، صدیق الله رښتین، غلام حسن صافی، نورمحمد تره کي، قیام الدین خادم، غلام محمد فرهاد، سلېمان لایق، میراکبر خیبر، حفیظ الله امین، صدیق پسرلی، عبد الله بختانی، نصرالله حافظ، سېلاب ساپی او نورو سره لیدنې اوکتنې وکړې او اړیکې یې ورسره ټینګې کړې . اجمل خټک افغانستان ته د لومړي سفرپه هکله داسې لیکي : «دا جذبه او بیداري نو دلته زوړ سیاسي چوکاټ کې نشي پاتې کېدای ... افغانستان کې بدلون راروان دی ... حقیقت دا دی چې موږ د کابل نه پس تلو نو د نوي جوش نوې ولولې او نوي جرأت سره واپس شوو چې هغه زموږ په ژوند او ادب کې ښکاره دي » . په دې ترتیب د ده ملي احساس، د ازادی روح او د زیارکښ انسان سره مینه او همدردي پخیږي چې د «غیرت چیغه » او «ګل پرهر » یې وزیږول . اجمل خټک د ذوالفقار علي بوټو د زور او زیاتي او ظالمانه کړو وړو له مخې اړویستل شو چې خپل پلرنی ټاټوبی پرېږدي او افغانستان ته لاړ شي . په افغانستان کې ده ډېر وخت تېر کړ . فکر کوم هغه چاپېریال چې اجمل خټک په کې ژوند کاوه دهغه د کتاب « قیصه زما د ادبي ژوند» په دوهم ټوک او « قیصه زما د سیاسي ژوند» کې به انعکاس ومومي . خو دومره باید ووایم چې په افغانستان کې د ده د اوږدې مودې شته والی او هغه تجربه چې د افغانستان د وروستیو درې لسیزو غمجنو پېښو څخه یې لاس ته راوړې ده د نوموړي په ادبي او شعري جوړونو کې یې اغېز څرګند دی . اجمل خټک په افغانستان باندې د شوروي وسله وال یرغل وروسته د درملنې لپاره شوروي اتحاد او یو شمېر د ختیځې اروپا هېوادو ته سفر وکړ . په دغه سفر کې ده د شوروي اتحاد او ختیځې اروپا د هېوادو ځینې مهم ښارونه ولیدل . په دغو ښارونو کې نوموړی د دغو هېوادو د خلکو د ژوند سره چې د افغانانو پرتله ډېر ښه و اشنا شو . اجمل چې د دغوخلکو سوله ایز ژوند، ښکلي ښارونه ، ښایسته او زړه وړونکې طبیعي منظرې، د ځوانانو ښکله او ښایست، مینه او نور ولیدل او هغه یې د خپل وطن د خلکو د ستونزمن ژوند سره پرتله کړل نو د ده غوندې حساس شاعر باندې بې اغېزې پاتې نه شو او « ګلونه تکلونه » یې را وزېږول . ماحول له مینې ډک دی جنان خاندي ګل موسیږي د زړه په باب مې شعر لکه پرخه راوریږي پدې ښکلې فضا کې چې هم حسن شته هم مینه رباب که دلته کېږدې نو پخپله به ټنګیږي اجمل خټک د وطن څخه لیرې په ښکلې او اباده اروپا کې خپل ملي ارمانونه، د خپل ټاټوبي او خلکو سره ژوره مینه هېر کړې نه دي او دا احساس ورسره دی چې یوه ورځ به داسې هم راشي چې افغانان هم د داسې ژوند خاوندان شي چې هلته جګړه نه وي ، مینه ، وروروالي او ملي یووالی وي ، خپل ړنګ هېواد بیا اباد او نورې دنیا سره د سیالی جوګه شو . خټکه دا وړې د وسوسو خبرې پرېږده وختونه د دنیا په لوی میدان کې د سیالۍ دي اجمل خټک په مهاجرت کې د افغانانو ډېر ربړوونکي او د ستونزو ډک ژوند ډېر ځوروي چې دوی د مهاجرت په وخت کې ورسره لاس اوګرېوان و . اجمل خټک په هغو غیر انساني سختو شرایطو کې د افغانانو غیرت، عزت نفس،ننګ، د ستونزو په وړاندې د دوی ټینګه اراده، ناموس ساتنه او نورو څخه ډېر متاثر شوی چې د ده د« افغان ننګ» د کتاب په ډېرو کیسو کې په ډېر یینار(هنر) سره انځورشوي دي . زه باور لرم چې د اجمل خټک په ادبي او سیاسي میراث باندې به ادب پوهان، لیکوالان او کره کتونکي کار وکړي او د اجمل خټک ځای به د افغانستان په ادبي او سیاسي تاریخ کې وټاکي . پای دوردرېخت، ۲۰۰۸ هالنډ پدې مقاله کې د لاندې کتابو او مقالو څخه استعفاده شوې ده : ا: اجمل خټک :قیصه زما د ادبي ژوند ۲ :جمل خټک : د غیرت چیغه ۳ : اجمل خټک : ګلونه تکلونه ۴: اجمل خټک : د افغان ننګ ۵ : عابدالله جان عابد :اجمل خټک : شخصیت اور فن ۶ : غني او اجمل : د مقالو مجموعه ،د قامونو او قبایلو وزارت ۱۳۶۵ ۷:پوهاند دوکتور محمد حسن کاکړ : مقاله، «پښتو د شعر ژبه ده »، د پښتونخوا د انټرنټ سایټ څخه Ajmal Khattak de Sarritoob de jooredo chperial By: Mohammad Iqbal Wazizi - بېرته شاته