(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د اجمل بابا د مړينه په ماتم کې

بسم الله الرحمن الرحيم د لوی او بښونکي خدای په نامه! دستر مبارز، سیاست پوه، شاعر، ادیب ، او عالم اروا ښاد اجمل بابا د پرتمينې غونډې ګډون والو٠ السلام العليکم و رحمتالله و برکاته زه خپل يو لنډ شعر چې د اروا ښاد اجمل بابا د مړينې په سوګ کې مې ليکلې هغه ته ډالې اوتاسو درنو عزيزانو ته دکلمه کوم ٠ همدارنګه تر هغه ورسته دحق دلارې د فرهنګي ټولــــنې په استازې توب ددې ټولنې د مشرتابه د خواخوږې پيغام هم له تاسو سره شريکوم ٠ زما د شعر سرليک دی د اجمل بابا د مړينې په ماتم کې ژوند تيــريږي تمئی نشتــــــــه د هيچا افتخار شې چــې رښتينی شي پيشوا پښتنو کې شاعران هم ليکوالان شته خو بيا څوک پکې رهبر شي هم پيشوا نن په سوګ کې د اجمل بابا ماتم دي پرې خـــفه دي ريښتين زړونه ددنيا پښتنو په لر او بر مرګی مرګي دي نن اجمل خټک پـــريږدي فاني دنيا چې ېې عمرټول تيريږي په خدمت کې دوعا ګوی شي هــــــم د زوړ هم د برنا رب دې ستا د خدمتونو اجر درکړي جنتي شه داسې ځـــــوی د پښتونخوا کورنی ته ېې تســــل دخــــدايه غــــواړو خـــدمتګار وه افتخار دي هـــــم بابا مننه بسم الله الرحمان الرحيم د حق د لار ې د کلتوري ټولنې مشرتابه د خواخوږۍ پيغام په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې ستر مبارز، سیاست پوه، شاعر، ادیب ، او عالم اجمل خټک بابا زمونږ ددې فاني دنیا څخه رحلت وکړ٠ اناالله و انا اليه راجعون د حق د لارې د فرهنګي ټولنې مشر تابه د پښتنو د ستر مشر ارواښاد اجمل خټک بابا د مړينې له کبله د لوی خدای له درباره هغه ته د فردوس جنت او درنې کورنۍ او خواخوږو ته يې د جميل صبر هيله کوي. اجمل خټک نه تنها د پښتنو بلکه پــــه نړې کې د آزادې خواهې بهير يو ځلانده ستوری وه چې بشري تاريخ به د هغه د افتخاره ډکې کارنامې هيڅکله د ياده ونه باسي ٠ الله تعالی دی دا دحق د لیاری مبارز او رسالتمند مسلمان غریق رحمت او دفردوس جنتونه یی ځای کړی او ددی خدایبخښلی کورنی، د سنګر ملــــګرو، پښـــتنو او د هغوی ټولو خواخوږو ته یو ځل بیا د تسلیت او صبر جمیل د الله تعالی له درباره غواړو. نن په غم کې د اجمل بابا ماتم دي پرې خـــفه دي ريښتين زړونه ددنيا پښتنو په لر او بر مرګی مرګي دي نن اجمل خټک پـــريږدي فاني دنيا رب دې ستا د خدمتونو اجر درکړي جنتي شه داسې ځـــــوی د پښتونخوا آمین یا رب العالمین سميع الدین افغاني د حــق دلـیـاری کلتوري مرکـزپه استازې توب نیټه : ۸/۲/۲۰۱۰ میلادي کال په ډيره مينه تاسې دې ژوندې او بريالي اوسۍ [email protected] - بېرته شاته