(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نن دميني نړيواله ورځ ده

هر كال د فرورۍ ۱۴ مه نېټه په ټوله نړۍ كې د ميني د ورځي په نامه لمانځل كيږي . دميني په تارپېيلي يو بل ته ګلونه،كارتونه ،چاكلېټونه،او داسي نور سوغاتونه ډالۍ كوي .او له دې لاري له يو بل سره د ميني څرګندونه كوي . په دغه ورځ سرګلاب د ميني يوه ځانګړې نښه وي .په ښارونو كې په ميليونونو سره ګلونه پلورل كېږي چې د يوه ګلاب بيه تر څلوېښت كالدارو پوري وي . اوس پوښتنه دا ده چې دا ويلنټاين څوك و او ولي دې ورځي ته ويلنټاين وايي او دغه ورځ له ويلنټاين سره څه تړاو لري . وئيل كېږي چې په لرغونې زمانه ياپه دريمه مېلادي پېړۍ كې د عيسويانو يو پادري و چې نوم يې وېلنټاين وو .دغه كس داټاليا په پلازمېنه روم كې دنورو مراسمو تر څنګ د خلګو نكاح ور تړلې . د روم باچا فكر وكړ چې په اردو يا پوځ كې هغه ځوانان چي ودونه يې نه وي كړي د هغو ځوانانو په پرتله چې ودونه يې سوي وي ډېر غښتلي او پياوړي وي .نو له دې امله باچا پرېكړه وكړه او امر يې وكړ چې نور به پر ودونو بنديز وي .او پادريان بايد د چا له نكاح له تړلو څخه ډډه وكړي . پاچا وېلنټاين ته هم امر وكړ چې نور دي دى هم له دې كاره لاس واخلي .خو وېلنټاين د پاچا خبره ونه منله او په پټه پټه يې دې كار ته دوام وركړ .پاچا چې كله د هغه په دې كار خبر سو نو هغه يې په زندان كې بندي كړ. وېلنټاين په زندان كې دزندان د يوه چارواكي يا جېلرپر لور مئين سو او هغې ته يې يو ليك وليكۍ . د ليك په پاي كي يې ورته وليكل چې’’ ستاوېلنټاين “ . ځيني خلګ بيا په دې نظر دي چې وېلنټاين خپلې معشوقې ته سر ګلاب وركړى وو .او له دې لاري ېي له هغې سره د ميني څرګندونه كړې وه. د پاچا په اند دا ده وېلنټاين دويم جرم وو ځكه يې هغه د اعدام په سزا محكوم كړ او د فرورۍ د مياشتي پر ۱۴مه نېټه يې وېلنټاين اعدام کړ . اوس نو هر كال د فرورۍ ۱۴مه د ميني د ورځي په توګه لمانځل كيږي .او دا د داسي يو چا ياد تازه كوي چې د ’’ ميني په تور “ كې په دار ختلى وو . هغه بل څوك نه وو د روم ښار يو پادري وېلنټاين وو چې اوس يې د اعدام ورځ په ټوله نړۍ كې د ميني د ورځي ياني وېلنټاين ډې په توګه لمانځل كيږي . رفيع الله مندوخېل ږوب ږوب سوېلي پښتونخواه Cell # 0092-300-3937628 [email protected] - بېرته شاته