(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کابل کښې جرګه..... زاړۀ په نوې جامه کښې .....!!

۱۷/۸/۲۰۰۷: دکابل په پاک افغان جرګه کښې زاړۀ جهاديان ،انقلابيان، په نوى شکل نوې جامه کښې يوبل ته مخامخ شول . اود جهادى زاړۀ وروڼه چې اوس پکښې يوورور ګلبدين حکمتيار بهردی نور وروڼه هم ګډوډ دى خودپاکستان په زوړ فهرست کښې هغه وروڼه اوس دحامدکرزى سره شامل دى اوهغوى اوس دهغه افغانستان خبره کوى کوم افغانستان چې به ډاکټر نجيب غوښتو او داسلام اباد طرفته به ئې دتاريخى افغانستان په چشموکښې کتل اوجهادى وروڼو ته به ئې وئيل !! ای زمامرورو افغانانو خپل وطن ته راځئ پاکستان چرې هم ستاسودوست نۀ شى کيدی . داخبره عين دغه خبره په کابل جرګه کښې دجهادى ورورولۍ دطرفه راپورته شوه اوداخبره نن جهادى اوانقلابى ګس اوښى لاس قوتونه په شريکه کوى خونن حالات بدل دى پاکستان په خپل نوى دورکښې د خپلوزړو دوستانو اوجهادى وروڼو دپاره هغه عقيدت محبت نۀ لرى او هغه زاړۀ دوستان هم داسلام اباد طرفته په شک شک ګورى دحالاتو واقعاتو دګردش نه دامعلومه شوه چې افغان اخر هم خپل تاريخ ته واپس لاړو اونن چې هرقوت دافغانستان خبره کوى نودهغوى موقف دخپل تاريخ اوجغرافيې خبره کوى . داخوجهادى وروڼه وو چې داسلام اباد دزړو دوستانو مخې ته راغلل ګوچې جرګې ته خطاب کوونکی جنرل پرويزمشرف دجهادى وروڼو سره په هغه وخت کښې په داسې مرتبه اورتبه نۀ ؤ پاتې شوی خوکومه وردى چې دجنرل مشرف په غاړه ده دادجنرل ضياء الحق هغه وردى ده چې زاړۀ جهاديان ورسره ډيره اشنائى تعلق اوتړون لرى اوديوبل په انداز اومزاج هم پوهيږى . البته جهادى وروڼو خپل هغه پښتانۀ په اول ځل اوريدل دکوموپښتنو دمحاذنه به چې دافغان انقلاب په حمايت کښې نعرې پورته کيدې او دوى دانقلابى افغانستان ميلمانۀ وو ددغه محاذ نه دای اين پى صدراسفنديارولى خان اودپښتونخوا ميپ نه محمودخان اچکزى په لويه جرګه کښې ويناګانې اوګډون دهغه افغانانو دپاره نه اشناهم وو چې په يوزمنه کښې به ورته دوى دسروکافرانو د دوستانو نامه اخسته خواوس دهغوى دخبرې تائيدکوى . په افغانستان کښې وخت او حالاتو واقعاتو هرڅه بدل کړل دلکونو افغانانو وينې چاڼ شوې نوټول حقيقت ښکاره شو چې دافغانستان اوافغانانو دوست څوک ؤ او دښمن څوک دی ..!!؟ د دومره لکونوانسانانو په زيان چې يوقام تاريخى حقيقت مومى نو داڅومره دتاوان سودا ده دافغانستان سودا په هردورکښې تاوانى پاتې شوې ده نن هم چې په کابل جرګه کښې دپاکستان سرکارى پښتانۀ او ورسره داسلام اباد باوردى حاکمان اوددوى سره پښتانۀ قامى مشران داسفنديارولى اومحمودخان اچکزى په شکل ګډ کښيناستل دافغانستان دپاره لويه کاميابى ده خوسوال دادی چې دباوردى حاکمانو دسرکارى پښتنو اوقامى پښتنو مشرانو اوهلته په کابل کښې دحاکمانو اوقامى مشرانو ناسته به فقط يوه ناسته وى او که نتيجه به هم ورکوى ..!!؟ دپاکستان اوافغانستان دخبرو سوالونوپه هر دورکښې نتيجه غوښتنې ده خوبې نتيجې پاتې شوى دى . دظاهرشاه اوداودخان په دورکښې ايوب خان اوبهټو سره ملاقاتونه دتصويرونواومحفلونو ترحده شته نتيجه نۀ لرى دجنرل ضياء الحق اودافغان انقلابى حکومت ترمينځه د جنيوامعاهدې ترحده هم خبرې شته خونتيجه ئې په بې اعتمادۍ ختميږى نورهيڅ نۀ . دنوازشريف دبې نظيربهټو او دا اوس دجنرل مشرف په دورکښې دجرګو خبرې اودجنرل مشرف جرګې ته خطاب اود خوش بينۍ يوه فضاشته خونتيجه ئې نۀ ښکارى ځکه نو دجرګې کيدل يوازې دلراوبر اولسونودپاره څه زيری نۀ دی دازيری به هله وى چې داجرګه کاميابى ولرى اودا قامى سوالونه خپل جوابونه دمثبتې نتيجې به طور ولرى Noorul Bashar Nawid - بېرته شاته