(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خوشحال خان خټک د پاکستان خلاف نۀ و

په کراچۍ کې يؤ ځل د خوشحال خان خټک په ياد کې ادبي دستوره وه چې يؤ شمېر د اردو ژبې ليکوالو هم پکې ګډون درلود. په غونډه کې چې ګڼ شمېر پښتنو اؤ سندهيانو پکې ګډون کړى و يوې اردو ژبي پېغلې ته هم د وېنا کولو بلنه ورکړاى شوه چې هغې په خورا ادا او ناز سره وېنا پېل کړه او بيا يې په جذباتي انداز کې وويل: "ما د چانه اوريدلي وه چې د پښتو ستر شاعر خوشحال خان خټک د پاکستان خلاف و. تېره شپه مې د دې لپاره د خوشحال خان خټک د ټول ديوان اردو ژباړه کرښه په کرښه ولوستله خو د پاکستان خلاف مې يؤ ټکى هم پکې پيدا نکړ. دا خلک څومره درواغ وايي او پروپاګنډ کوي؟ په داسې خلکو افسوس او ماتم راځي........." له ناستو کسانو څخه يؤ ورباندې غږ وکړ: "بي بي! کۀ د خوشحال خان خټک د ټول ديوان د لوستلو په ځاى دې د خوشحال خان خټک د زېږون نېټه او د پاکستان د ايجاد نېټه لوستلې واى نو په بل چا د ماتم کولو په ځاى به دې په خپل ځان ماتم کړاى وى!!!!" - بېرته شاته