(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتون /افغان د وطن لويه مسئله (ترهګري)

د تېرو درې لسيزو نه د پښتنو [افغانانو] په وطن کې چې کومې د اور لمبې بلېږي او د وينو ولې بهېږي، د هغه اور لمبې اوس ټولنې دنيا ته خورې شوي دي او آن تر دې چې کومو قوتونو دغه اور بل کړى و، هغه پکې خپله هم سوځي. نن ټوله دنيا دې ته مجبوره ده، چې دهشت ګردي د جهاني ايجنډا ړومبى ټکى وګني او د خپل سياست بنياد يې وګرځوي او همدا وجه ده، چې د دنيا لويو او د يو بل سره متضاد قوتونه دې ته مجبور دي چې د دهشتګرۍ خلاف نړېوال محاذ جوړ کړي او په شريکه ددې افت مقابله وکړي. په لکونو انسانان ددې جنګ ښکار شول، جهاني اقتصاد ته بې حسابۀ زيان ورسېدو، د انډونيشيا نه تر امريکې انساني وينې تويې شوې، مګر نن هم دا جنګ روان دى. موږ په دې مضمون کې ددې جاېزه اخلو: دهشت ګردي څه شى دى؟ دهشت ګردي يو داسې ناروا او انسان دښمنه عمل دى، چې د هغې په ذريعه دهشت ګرد خپل ناولي انسان دښمنه او قام دښمنه اغراض و مقاصد په خلکو د ټوپک، چړې او ډنډې په زور مسلط کړي او په دې لړ کې د هېڅ قسم قوانينو، اخلاقياتو او انساني دودونو ته ځان پابند نه ګڼي، بلکې د وحشتناکو انسان دښمنو اقداماتو په ذريعه اولس يرغمال کوي او خپله ايجنډا پرې مسلط کوي. دهشت ګردي ولې او څه لپاره؟ هغه قوتونه، چې استعماري او استثماري عزاېم لري، نور قومونه غلام کول غواړي، اولسونه د خپل انساني حقوقو آزادۍ او سماجي انصاف نه محروم ساتل غواړي. دهشت ګردي د خپلو مقاصدو د حصول دپاره د وسيلې په طور استعمالي. وجه يې دا ده، چې په روا، جمهوري او سوله ايز طريقه دوى د اولس په خلاف خپل اهداف نشي ترلاسه کولى، بلکې اولس د خپلې آزادۍ او حقوقو د تحفظ لپاره د استعمار په خلاف جدوجهد کوي او دوى ته اجازه نه ورکوي او د دوى په مخالفت کې ودرېږي. همدا دهشت ګردان د اولس د مرضۍ او ګټو په خلاف په اولس غلامي په زور او وېره مسلط کوي او ددې لپاره د خوف او دهشت له لارې خلک يرغمال ساتي. په دهشت ګردۍ او انقلابي جدوجهد کې فرق: په ځينو شراېطو کې غلام قومونه او د خپل واک نه محروم اولسونه هم د خپلې آزادۍ، سياسي، معاشي او کلتوري حقوقو او اختيار لپاره مسلح جدوجهد کوي. دوى دا لار ځکه اخلي، چې بالادست حکمران قومونه يا واکداران د خلکو په مقابل کې د زور نه کار اخلي. د سوله ييز او جمهوري جدوجهد مخ نيسي. د آئيني او قانوني جدوجهد امکانات له منېځ نه وړي، نو په دې حالاتو کې د غلامو قومونو لپاره مسلح جدوجهد يواځينۍ لاره پاتې کېږي. غلامو قومونو او اولسونو جدوجهد چونکه د خپلې آزادۍ، ترقۍ او پرمختګ لپاره وي، په دې وجه قومي تحريکونو نه د خپل اولس مکمل حمايت حاصل دى. خلک دغه جنګ خپل جنګ ګڼي او په هغه کې شرکت کوي. د قومي آزادۍ انقلابي جدوجهد ټولنه د غلامۍ نه د آزادۍ او پسماندګۍ نه د ترقۍ په لور بوځي. د جهالت، لوږې او غربت خاتمه غواړي، مقاصد يې مترقي او عوام دوسته وي. د اولسي مفاداتو واضحه ايجنډا لري، اولس منظم کوي. د خپلو اهدافو د حصول لپاره په پر امن جدوجهد زيات انحصار کوي، خو که پرامن لارې وتړل شي، نو د مجبورۍ له وجې مسلح جدوجهد ته ځي. مګر دهشت ګرد د دې په خلاف د خلکو د حقوقو او آزادۍ دښمنان وي. دوى اولس د خوف او دهشت په ذريعه يرغمال کوي او په زور پرې خپله مرضي مسلط کوي او د خوف او وېرې په فضا کې يې د خپل حقوقو لپاره د جدوجهد نه دستبردار کوي. دهشت ګردي د اولس په ضد يو عمل دى، نو ځکه دهشت ګرد د علم، پوهې، انساني حقوقو، جمهوريت، آئين او قانون دښمني کوي. په نتيجه کې ټولنه د ترقۍ په ځاى پستۍ او پسماندګۍ ته بوځي. علم او پوهه ختموي، د جهل تورې تيارې په خلکو مسلط کوي، د خلکو د رايې هېڅ خيال نه ساتي، خپل مخالف په بې دردۍ له مېنځه وړي. د موجوده دهشت ګردۍ عوامل: دا روانه دهشت ګردي څه ناڅاپي پېښه نه ده، بلکې دا هم د يو استعماري سياسي عمل نتيجه ده. که موږ ددې جرړو ته لاړ شو، نو بنيادي طور سره دا د پاکستان د داخلي افغان پاليسۍ نتيجه او تسلسل دى. پاکستان د پښتون، بلوڅ، سندي، سرائيکي او پنجابي پېنځه قومونو په مشترکه خاوره جوړ شوى ملک دى. پکار خو دا ده، چې دا ملک يو کثيرالاقوامي ملک منلى شوى وى او دلته ددې قومونو د رضا او برابرۍ په بنياد فېډرېشن تشکيل شوى وى. د ملک په خارجي او داخلي چارو کې د ملک د مېشته ټولو قومونو رايې شاملې وى. ددې لپاره په ملک کې وفاقي پارلماني نظام راېج کول پکار و، مګر دا ملک د يو فېډرېشن په ځاى د پنجابي سلطنت په حيثيت وچلولى شو. دلته پښتون، بلوڅ، سندهي، سرائيکي او بنګالي قومونه د پنجاب مستعمره وګڼل شول او په دې لړ کې د قيام پاکستان نه تراوسه پورې په مسلسل توګه د اولس د حاکميت د پارلمان بالادستي او د قومونو حقوق د فوځي برچې او نيزې په زور غصب دي. نهه کاله ملک (د 1947 نه تر 1956) پورې د قومونو د غلامۍ د پخولو لپاره يو يونټ جوړ شو. بيا د 1958 مارشل لا، 1962 ، فوځي آئين 1969 ، دويم مارشل لا 1970 انتخابات، د انتخاباتو د نتيجو نه انکار، په بنګال حمله د پاکستان ماتېدل، د 1973 آيين کې پښتنو ته خپله قومي صوبۀ نه ورکول او نه قومونو ته خپل وساېل حواله کول. بيا د 1977 مارشل لا، د 1985 د ضياءالحق آئين په 1988 کې د ضياءالحق د مرګ نه پس په ظاهره د بې نظير او نواز شريف حکومتونه مګر در پرده ټول اختيار له فوځ سره ساتل. په مۍ 1998 کې د آئين بحالي، مګر په اکتوبر 1999 د پرويز مشرف مارشل لا د مشرف له خوا په آئين کې 17م ترميم د نشنېل سيکورټي کونسل په نامه اقتدار فوځيانو ته حواله کول. د پاکستان آئيني او سياسي تاريخ په ډاګه کوي. په دې ټول دوران کې د ملک اقتدار په مکمل طور د پنجاب د سول او ملټري اسټبلشمنټ په لاسونو کې پاتې شو او تر ننه دى او کله هم چې دلته د ملک مېشته قومونو او اولسونو د جمهوري حکمرانۍ د جوړولو، د پارلېمنټ د بالادستۍ او قومي برابرۍ لپاره اواز پورته کړى دى، نو په ډېره بې دردۍ هغه اواز د ټوپک او ډنډې په زور غلى کړى شوى دى. په دې لار کې د پښتنو، بلوڅو، سندهيانو او نورو محکومو قومونو په تحريکونو د تشدد نه کار اخيستل شوى دى او د اسلام او پاکستان دښمنۍ ټاپې پرې لګول شوي دي. د پاکستان تاريخ به شاهدي کوي، چې د ملک مذهبي ډلو د پنجاب د بالادستۍ لپاره ټول عمر د لاس پوڅي رول ادا کړى دى او د مليټري مضبوط اتحاديان پاتې شوي دي. پاکستاني حکمرانانو درست عمر هم ددغو رجعتي مذهبي ډلو سرپرستي کړې ده او په اقتدار کې يې شريک ساتلي دي او هم د دوى په ذريعه يې د قومي او جمهوري تحريکونو په خلاف د مذهب وسله استعمال کړې ده. د ملک د سياست نه واخله تر تعليمي نصابه پورې استعماري حکمرانانو د اسلام او نظريه پاکستان په نامه د اولس د ګمراه کولو کوشش کړى دى. په دې توګه د پښتون، بلوڅ، سندهي او سرائيکي قومونو د غلام محکوم ساتلو سره سره پنجابي استعمار د اولې ورځې نه کوښښ کړى دى، چې افغانستان کمزورى کړي او خپل تحت الحمايه يې وساتي او يا يې خپله پېنځمه صوبه کړي. په دې سلسله کې د سکندر مرزا له خوا د پاکستان افغانستان د کنفيډرېشن منصوبه، د ايوب خان په وخت کې د افغانستا تجارتي لارې بندول، د بهټو په وخت کې د جنرل بابر په مشرۍ افغان سيل جوړول، د سردار داود خان پرخلاف ګلبدين، رباني او نورو افغانانو پاکستان ته راوستل، منظم کول، مسلح کول او بيا د کودتاه کوښښ کول. په 1978 کې د افغان انقلاب نه پس د دهشت ګردۍ کيمپونه په پاکستان کې جوړول او په افغانستان کې ددغه دهشت ګردو په ذريعه مسلح مداخلت ددې سبب شو، چې شوروي فوځونه افغانستان ته راشي. د شوروي فوځونو راتګ سره پاکستان ته دا موقع په لاس ورغله، چې د روس مخالف قوتونو ملګرتيا او حماېت لاس ته راوړي او بيا دا وو، چې د سامراجي امريکې نه نيولې تر کمېونسټ چين پورې او وهابي سعودي عرب او شيعه ايران نه تر يهودي اسرايلو پورې ټولې دنيا د افغانستان په خلاف اتحاد جوړ کړو. پاکستاني پنجابي حکمرانانو په ډېره چالاکۍ او هوښيارۍ سره د دنيا قوتونه او د هغوى وساېل د خپلو مقاصدو لپاره استعمال کړل او د افغانستان دانقلاب استقلال ملي حاکميت او د خاورې د تماميت په خلاف هېڅ موقع ضايع نه کړله. د شوروي فوځونو سره د جهاد په نامه يې د پېسو او وسلو امبارونه راوړل، دټولې دنيا دهشت ګرد يې په پاکستان کې راغونډ کړل او په افغانستان کې يې خپل ناروا مداخلت يو په سله سېوا کړو. د اقوام متحده له خوا د افغانستان د کشالې د حل لپاره جينوا مذاکرات شروع شول. په مذاکراتو کې د افغان لوري دريځ دا و، چې د پاکستان د خاورې نه په افغانستان کې مداخلت کېږي. افغان حکومت په خپل سر ددغه نړېوال مداخلت مخه نشي نيولى، نو ځکه د شوروي افغان 1921 د معاهدې له مخې شوروي فوځونه افغانستان ته راغلي دي او چې کله د پاکستان له خوا مداخلت ختم شي، نو د شوروي اتحاد فوځونه به خپل هېواد ته واپس لاړ شي. د پاکستان دريځ دا و، چې افغانان د شوروي په خلاف د افغانستان د آزادۍ او د پاکستان د دفاع جنګ کوي، نو ځکه موږ ساتلي دي او که شوروي فوځونه ووځي، نو دا جنګ به ختم شي. بالاخره جينوا مذاکرات کامياب شول، د افغانستان له خوا د شوروي فوځونو د تلو لپاره نظام الاوقات ورکړى شو، چې د هغه مطابق په اتلسو مياشتو کې بۀ شوروي فوځونه د افغانستان نه وځي او پاکستان د مداخلت د بندولو وعده وکړه. په جينوا معاهده کې افغانستان او پاکستان د فريقينو او امريکې او شوروي اتحاد د ضامنانو په حيثيت دستخط وکړو، مګر د شوروي اتحاد د فوځونو وتلو نه پس د پاکستان مداخلت نه صرف ختم نه شو، بلکې نېغ په نېغه يې په جلال آباد حمله وکړه. اقوام متحده امريکې او روس د جينوا معاهدې په خلاف ورزۍ هېڅ نوټس وانخيست، د پاکستان د مداخلت د بندېدو هېڅ تابيا ونشوه. اقوام متحده د بينن سيوان په ذريعه بيا مذاکرات شروع کړل، د هغه مذاکراتو په نتيجه کې افغان صدر ډاکټر نجيب الله د امن په خاطر د اقتدار نه دستبرداره شو. په پاکستان کې مېشته افغان مخالفينو د پاکستان په سرپرستۍ کې د پېښور او پېنډۍ حکومتونه جوړ کړل، اول د حضرت مجددي او دويم ځل برهان الدين رباني د کابل تخت ته ورسول شو. د ډاکټر نجيب الله د استعفى او د پاکستان، امريکې او يورپ حماېت لرونکي (مجاهدين) قوتونه په اقتدار کې د راتلو نه پس خو پکار دا وه، چې نړېوالو بالخصوص امريکې او يورپ خپله ټوله توجه د افغانستان بيا ابادۍ او رغونې ته اړولې واى، خو د شوروي فوځ د وتلو نه پس امريکې، يورپ او هغه ټولو قوتونو چې د شوروي د مخالفت په نوم يې افغانستان په کنډوالو بدل کړى و، خو په نوي صورت حال کې يې افغانستان وران ويجاړ او د پاکستاني جاسوسي ادارو په رحم و کرم پرېښود. پاکستان خپل مداخلت ته نور هم دوام ورکړو، چې ددې په نتيجه کې مجددي او رباني رنګه د پاکستان ملګرو هم خپل عکس العمل ښکاره کړو. پاکستاني حکمرانانو د افغانستان مکمل نيولو اراده وکړه او دطالب په نوم يې يو نوى قوت منظم او مسلح کړو او په لږه موده کې يې کابل قبضه کړو. په کابل د قبضې نه پس د I.S.I او سعودي استخباراتو تر ګډې سرپرتسۍ لاندې د ټول جهان ترهه ګرد افغانستان ته راغونډ کړى شول او افغانستان يې د ټول جهان په خلاف د دهشت ګردۍ په تربيتي مرکز بدل کړو. چيچنيا، داغستان، سنک يانګ، ازبکستان، تاجکستان، پنجاب او کشمير نه ډلې ډلې ترهه ګر په دغه مرکزونو کې ځاى پر ځاى شول. دا ترهه ګر په ظاهره د ازبکو، تاجکو او نورو خپلو قومي نومونو جدا جدا قيادت لاندې منظم شول، مګر درپرده دوى د عربو او پاکستاني استخاباراتو د يو مشترک او واحد کمانډ لاندې ول. د پاکستان مذهبي ډلو ډېرپه ډاګه دغه ترهه ګر د ځان ملګري ګڼل، په اولسي جلسو کې به يې ګرځول او تقريرونه به يې کول. په افغانستان د طالب قبضه په حقيقت کې د عربو او پاکستان شريکه قبضه وه او هم د دوى تر سرپرستۍ لاندې ترهه ګرۍ نړېوال شکل ونيولو، چې په نتيجه کې د 11 ستمبر 2001 پېښه منځ ته راغله. د امريکې نه علاوه برتانيه، انډونيشيا او کينيا کې ترهه ګري عملياتو د ټول جهان توجه دهشت ګردۍ ته راواړوله. امريکا او نورو غربي هېوادونو په ډېرې تېزۍ سره ددې په خلاف نړېوال محاذ جوړ کړو او د هغه په نتيجه کې په افغانستان کې د ترهه ګرو اقتدار ختم شو. په افغانستان کې د شکست نه پس دغه ترهه ګر پاکستان، منځنۍ پښتونخوا ته راوستل او د نوي سره يې منظم کړل. د خارجي ترهه ګرو نه علاوه په ملک کې دننه ځاى پر ځاى د I.S.I په سرپرستۍ کې د عربو په مالي کومک د مختلفو فرقو تنظيمونه راجوړ شول. ددغه ترهګرو مالي مرسته د عربو له خوا کېدله، د تنظيم ټريننګ او وسلې ورکولو انتظام د پاکستان خفيه جاسوسي ادارو په غاړه وو. ايف. ايم راډيوګانې يې شروع کړې، دې نه علاوه د پاکستان د فوځ ځينې رېټائرډ جرنيلان او نور فوځي افسران د دوى تر شا ولاړ دي. د فوځ جاسوسي ادارو نه علاوه د پاکستان ميډيا او ځينې سياسي مذهبي ډلو هم د دهشت ګردۍ په خورولو او تقويه کولو کې اهم رول ادا کړى دى. د ترهه ګرۍ مقاصد: لکه څنګه چې وړاندې ذکر وشو، په افغانستان د طالب په نامه د قبضې نه پس عربو او پنجاب وړاندې ايجڼد په مرکزي ايشيا کې خپل اثر پيدا کول. هلته ګډوډي راپيدا کول او هلته د وهابي اسلام د لارې د عربو او پنجاب، او دکشمير د ازادۍ په نامه هند په خلاف جګړه وه. ددې لپاره د ازبکستان مجاهدين، د ترکمنستان مجاهدين، د چيچنيا مجاهدين، د کشمير مجاهدين او داسې نور تنظيمونه جوړ شوي ول. مرکزونه يې ورله په افغانستان کې جوړ کړي وو، مګر د القاعدې او طالب د اقتدار د خاتمې نه پس د دوى مرکزونه په افغانستان کې ختم شول او هغه د پاکستان قبايلي علاقو ته منتقل کړى شول. په افغانستان کې د ماتې نه پس د پنجابي استعمارګرانو او وهابي عربو لويه موخه دا وه، چې افغانستان بيا په خپلو پښو نه درېږي. هلته ادارې جوړې نشي او خلک د نوي سيسټم تر شا ونه درېږي. ددې مقصد د حصول لپاره د يوې خوا د پاکستان د خاورې په افغانستان کې ددغه دهشت ګردو په ذريعه مسلح مداخلت روان شو او له بلې خوا د افغانستان د بربادۍ لپاره د پښتنو په خلاف داسې تبليغات روان شول، چې ګنې پښتانه ټول طالبان او دهشت ګرد دي. په دې طريقه پاکستاني واکداران غواړي، چې پښتانه بدنام کړي، يواځې يې کړي، دنيا ورته په قهر کړي. په افغانستان کې د مداخلت جواز جوړ کړي. د ترهګرۍ خلاف د جنګ په نامه بې حسابه دولت د بهر دنيا نه ترلاسه کړي. ددې خبرو شواهد اوس د چا نه پټ هم نه دي، چې د پاکستان واکدارانو د ترهګرۍ د خاتمې لپاره کوم امدادي روپۍ اخيستي دي، هغه زياتې د ترهه ګرۍ په تقويه کولو لګول شوي دي، ځکه خو امريا اوس دنور امداد لپاره شراېط لګوي او د هغه لپاره يې پارليمان د کيري لوګر بل منظوري ورکړه. د پاکستان د جاسوسي ادارو او عربو ددې ناوړه عمل په خلاف په پاکستان کې پښتنو ملت پالو او بالخصوص پښتونخوا ملي عوامي ګوند د ړومبۍ ورځې نه مبارزه کوله او افغان دښمنه قوتونه يې لوڅ او بربنډ کړل. د افغانستان جګړې ته چا د اسلام او کفر، چا د سوشلېزم او امپريالېزم، چا د روس او امريکې جنګ وې، مګر د پښتونخوا مي عوامي ګوند دا جنګ د پنجابي او افغان جنګ باله او مقصد يې په کابل د لاهور او اسلام اباد حکمراني جوړول وو او دا خبره ثابته هم شوه، چې د ډاکټر نجيب الله د حکومت د خاتمې او د مجاهدينو د حکومت د جوړېدو نه پس هم دا جنګ ختم نه شو، بلکې ادامه يې پيدا کړله او همدارنګ د روسي فوځ د وتلو او سوشېلسټي شوروي اتحاد د ماتېدو نه پس نن هم دا جنګ روان دى. د پاکستاني واکدارانو عزاېم که يو خوا افغانستان کمزوري کول، تحت الحمايه کول، په افغانستان د ډيورنډ کښه منل، پښتون په ټول جهان کې بدنامول، د دهشت ګردۍ په نامه پيسې راوړل او د عربو لپاره د شيعه ايران په خلاف مبارزه کول وو، نو بلې غاړې ته په محکومه پښتونخوا او ټول ملک کې د ملي ډيموکراټيکو قوتونو وېرول او يرغمال کول وو او ددې لپاره يې په محکومه پښتونخوا کې ځاى پر ځاى د دهشت ګردۍ مرکزونه جوړ کړل، د دوى په ذريعه يې بې حسابه پښتانه مشران قتل کړل، په رڼا ورځ د فوځ په موجودګۍ کې انسانان د چرګانو نه هم زيات حلال شول، بې عزته شول، د خپل کور کلي نه در په در شول. پايلې (نتيجې): د پاکستاني واکدارانو دا خيال وو، چې څرنګه 1989 نه تر 2001 پورې په کوم مهارت او استاذۍ دوى دا جګړه کړې وه او ډېره لويه ګټه يې لاس ته راوړې وه، په نوي صورت حال کې به د دوى په خيال په زړه طريقه دې جنګ ته ادامه ورکړي. په دې غرض پاکستاني حکمرانانو په اوله ورځ په ښکاره اعلان وکړو، چې موږ د دهشت ګردۍ خلاف يو او په دې جنګ کې د امريکې، يورپ او نور جهان ملګري يو، مګر په پټه يې د خپلې ايجنډې د تکميل لپاره دهشت ګرد منظم او مسلح کړل او په افغانستان کې د روس په شان د امريکې، يورپ او افغان فوځونو د وژلو او افغانستان د بې ثباته کولو لپاره يې دهشت ګردۍ ته دوام ورکړو. نړېوالې ورورولۍ او افغان حکومت به وخت په وخت شکايت کولو، مګر د پاکستان جواب به دا و چې ترهه ګر په پاکستان کې نشته، بلکې په افغانستان کې دي. اوس چې ترهه ګري د يو وبايي مرض په شان په پاکستان کې خوره شوه او ټولې دنيا په سترګو وليده، نو د پاکستان واکدارانو لپاره پرې پرده اچول ګران دي. نن ټوله دنيا په دې پوهېدلې ده، چې په پاکستان کې د دهشت ګردو ډېرې لويې اډې او مرکزونه دي او دا به ختمول غواړي. صورت حال داسې ځاى ته رسېدلى دى، چې يا خو به پاکستاني واکداران د ترهه ګرۍ د ختمولو لپاره ريښتوني عمليات کوي، ددغه ناروا عمل نه به لاس اخلي او که داسې نه وي، نو د جهاني غيض او غضب سره به مخامخ کېږي. د نجات لار: د پاکستان د بقا او خلاصون يواځينۍ لار دا ده، چې په خپلو تېرو عملونو توبه ګار شي او کفاره يې ادا کړي او د ترهه ګرۍ په خلاف ريښتوني عمليات وکړي. په دې لار کې ملک کې په فرقه پرستو او دهشت ګردو تنظيمونه په رښتيا پابندي ولګوي، يو په يو يا بل نوم دوى ته اجازه ورنکړي. د دهشت ګردو مشران ګرفتار کړى شي، په خصوصي عدالتونو کې پرې مقدمات وچلوي او د دوى د اعمالو مطابق سزا ورته ورکړي. د دهشت ګردو د روزنې ټول مرکزونه ختم کړي او دوى ته د پېسو د راتلو وسيلې ختمې کړي. له مدرسو سره حساب کتاب وشي، د خارجي ملکونو او باالخصوص د عربو له خوا چې کومو مدرسو ته پيسې ورکول کېږي، هغه وتړل شي. په ملکي نصاب تعليم له نوي سره نه غور وشي او د دهشت ګردۍ د حمايې مواد ترې ووېستل شي. د ميډيا پالېسي هم بدله شي او په هېڅ نوم، په هېڅ شکل د دهشت ګردۍ حماېت ونشي. د پاکستان په ميډيا او رياستي ادارو کې نن هم داسې خلک شته، چې د دهشت ګردۍ حمايت کوونکي دي. د محکومې پښتونخوا په دهشت زده علاقو کې، چې د دهشت ګردو انسان دښمنه ايجنډا او تور عملونه په ډاګه شول، اوس په دې پوهه شو نو پس پاکستاني حکمرانانو بله لار خپله کړې ده او هغه دا، چې د افغانستان طالبان ښه خلک دي، هغه د آزادۍ جنګ کوي او پاکستاني طالبان د هندوستان، اسرايلو او امريکې ايجنټان دي. په دې طريقه غواړي، چې په افغانستان کې جنګ ته دوام ورکړي او په پاکستان کې د اولس متوقع رد عمل د خپل ځان په ځاى د نورو په خلاف کړي. مګر د پاکستان اولس او باالخصوص پښتانه دا پوښتنه کوي، چې په سوات، بونير، شانګله، وزيرستان، باجوړ، دير، مومندو، باړه، خيبر او نورو علاقو کې چې کوم ترهه ګر دي، دوى ته وسله چا ورکړې؟ دوى ته د ايف.ايم رډيو اجازت چا ورکړو او په پاکستاني واکدارانو کې هغه خلک څوک دي، چې د دوى په مرکزونو يې سترګې پټې کړي. ددې سره معاهدې چا وکړې؟ د دهشت ګردو حمايت کوونکي مذهبي او سياسي ډلې له چا سره تړون لري؟ اولس ددې پوښتنو ځواب غواړي او ورسره ددغه دهشت ګردو او په پاکستاني ادارو کې د دوى د سرپرستانو معلومات غواړي. پاکستاني حکمرانانو تر هغه پورې ددې تور نه نشي خلاصېدې، ترڅو چې دغه پوښتنو ته ځواب ونه وايي. پاکستاني حکمرانان که واقعي د دهشت ګردۍ خاتمه غواړي، نو خپله افغان او کشمير پاليسي به بدلوي. د پښتون اولس ذمه واري: دا يو حقيقت دى، چې د تېرو دېرشو کلونو د پاکستان د پاليسو په نتيجه کې د پښتو وطن د دهشت ګردۍ د جنګ ميدان ګرځېدلى دى، د 1978 نه تر 1992 پورې يې يو شکل و، د 1992 نه تر 2001 پورې بله مرحله ده او د 2001 دې خوا يې بل شکل اخيستلى دى. پښتنو ته د قوم په حيثيت دا فيصله کول دي، چې د دوى په وطن چې کوم اور بلېږي، دوى په دې کې ځان فريق ګڼي او کنه؟ که ځان فريق ګڼي او ځان متاثر ګڼي، نو بيا به د بل چا انتظار نه کوي، په خپله به پاڅي او د دښمن په خلاف به ميدان ته راووځي. دوست دښمن به جدا کوي، دوستان هغه دي چې د دهشت ګردۍ په خلاف دي او ورکول يې غواړي او دښمن هغه دى، چې دهشت ګردي ته جواز پيدا کوي او ساتل يې غواړي. هغه سياسي پارټيانې او قوتونه، چې په دې دوران کې په يو نامه يا بل نامه د دهشت ګردو سره د مذاکراتو مطالبې کوي، په حقيقت کې د دهشت ګردو ملګري دي او ساتل يې غواړي. اوس وخت راغلى دى، چې که پاکستاني واکداران واقعي په تېرو عملونو ستومانه وي، نو د دهشت ګردو خلاف به ريښتونى اپرېشن کوي. په افغان طالب او پاکستاني طالب کې به فرق نه کوي، په ټول ملک کې به د دوى اډې ختموي، ليډرشب به يې ختموي، په دې سلسله کې د اولس ذمه داري دا ده، چې ددې عمل ملاتړ وکړي او که چېرته د ترهه ګرو سره معامله کوي، هلته د خپل ځان او وطن د نجات لپاره ددغه عمل خلاف اواز پورته کول او عملي اقداماتو ته ځان تيارول غواړي، نو هم ددې ضرورت دى چې پښتون د قام په حيثيت په دې مسئلو جرګه شي. مختار يوسفزى د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د شمالي پښتونخوا صوبايي صدر - بېرته شاته