(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو لنډه كيسه

له كومې ورځې چې انسان ژوند پيل كړى له هماغې ورځې نه يې كيسې هم جوړې كړې او د ژوند جالبې پېښې يې د كيسو په بڼه له يوه نه بل ته لېږدولې دي؛ د ليك ترمنځ ته راتګ وروسته د انسان له ژوند سره تړلې داكيسې په څه ناڅه بڼه خوندي شوې او راپاتې شوې دي. فولكلوري كيسې د بشر ډېرې زړې كيسې دي چې د دوى زاړه اندونه، تحليلونه او نتيجه ګيرۍ موږ ته رارسوي او د بشري راشو درشو زړې لارې راښيي چې اوس هم د نړۍ په زياتو ملتونو كې خوندي دي. د نننۍ لنډې كيسې يا افسانې فكر هم له همدې كيسو نه رازېږيدلي او د همدې فولكلوري كيسو پر مختللې بڼه ده. هو! نننۍ لنډه كيسه لومړى په لويديځ كې دود شوه او همهلته د دې كيسې هنري او ادبي اداڼه وټاكله شوه او فني چوكاټ ورته جوړ شو. خود دې معنىدا نه ده چې په ختيځ كې كيسه نه وه، بلكې په شرق كې هم كيسه ډېره زړه او لرغونې وه، پنچاتنترا يا پنچاكيانه چې د آريايي كيسو مجموعه ده تر دوو زرو كلونو زيات عمر لري، په دې موده كې يې د ژباړو له لارې تر شرق او غربه پورې ټوله دنيا تسخيركړې ده او لومړنۍ پښتو ژباړه يې هم درې سوه كاله عمر لري چې افضل خان خټك په ۱۲۲۸هـ ق كال كړې او بيا يې نورې درې ترجمې هم شوې دي. د پښتو په ليكلي ادب كې هم له لسمې هجري پېړۍ راپه دېخوا كيسې لرو او د پېښور د اخوند احمد د لنډۍ د اخوند احمد( چې په يوولسمه هجري پېړۍ كې يې ژوند كاوه) لنډې منثورې كيسې چې درې درې نيم سوه كاله پخوا ليكلې شوې د نننۍ كيسه ليكنې په چوكاټ كې ښه مطالعه پرې كېداى شي اوډېرې هغه باريكۍ په كې شته چې نننۍ كيسه ليكنه يې له موږ څخه غواړي؛ د ده د " ورك زوى څنګه پيدا شو ؟ " كيسه چې د يوسف "ع" د كيسې يوه برخه ده، د داسې كيسو يوه ډېره ښه نمونه ده چې ما په ۱۳۶۴لمريز كال په كتابي بڼه خپره كړې ده. پر دې سربېره زموږ زياتې اولسي فولكلوري كيسې چې موږ يې ملي كيسې بولو همدلته زموږ خلكو رامنځ ته كړې او د پښتني كلتور زېږنده دي، دا كيسې هم ځانګړى فني جوړښت لري چې د نننۍ لنډې كيسې زياتې منل شوې باريكۍ په كې شته. بيا هم هغه كيسه چې موږ يې نن "لنډه كيسه" بولو او د غرب د شارټ سټوري په پېښو او پيروۍ رامنځ ته شوې، په غرب كې له نولسمې پېړۍ څخه رانښليدلې او په پښتو كې د شلمې پېړۍ د پيل محصول ده. لنډې كيسې كه په لويديځ كې هر څومره ځلك او بلك درلود خو پښتو ته په "شليدلې پڼه" كې د پښتو د لوى ليكوال راحت زاخيلي كره راغله او د شلمې پېړۍ په لومړۍ لسيزه كې يې د كيسې علاقمندانو ته پړونى له مخه لرې كړ؛ دا كيسه كه هر څومره په زړو جامو او شليدلې پڼه كې وه خو پښتني ښكلا له ليرې په كې برېښېدله او هغه د ارواښاد الفت خبره : " په زړو جامو كې ما وليده حوره". " كونډه نجلۍ" هم د پښتو د دوهمې كيسې په توګه له راحت صاحب كره وزېږيده، دا كيسه هم د ناوړو او كرغېړنو دودونو په كړۍ كې راګېره وه خو د فن له نظره د يوې ښې كيسې خوبۍ په كې وې او تر دې راوروسته په پښتو كې لنډه كيسه دود شوه او د لرې او برې پښتونخوا له ډېرو ليكوالو كره وزېږيده او د كتابونو، مجلو، جريدو او ورځپاڼو غېږې يې ډكې كړې او بيا د راډيو او ټلويزيونو پر څپو هم سپره او خوره شوه. د شلېدلې پڼې په زوكړه كې اختلاف دى، ډېر ليكوال عقيده لري چې دا كيسه په ۱۹۱۸كال له راحت صاحب كره هغه وخت وزېږيده چې " كونډې نجلۍ" يو كال پخوا د مشرې كيسې په توګه له ده كره سترګې پرانيستې وې او دا كيسې راحت صاحب د هغې د نهضت تر اغېز لاندې رامنځ ته كړې چې منشي پريم چند د شلمې پېړۍ د دوهمې لسيزې په پيل كې په سرحد كې د اردو افسانې په ليكلو سره پيل كړې ؤ. د ارواښاد سيد تقويم الحق كاكا خېل د معلوماتو له مخې دا كيسه د ۱۹۰۸ كال ده: "راحت زاخيلي نه صرف ناول ليكل شروع كړل بلكې د شلېدلې پڼې (۱۳۲۶هـ ق / ۱۹۰۸ع) په نامه يې د افسانو ابتدا هم وكړه" او هم نوموړي محقق خپل د پښتو آثارو په كرونولوژيك فهرست كې دا كيسه د ۱۹۰۸ كال په چاپي آثارو كې داسې راوړې ده: " "۱۳۲۶هـ ق / ۱۹۰۸ع اسرارالعارفين شير محمد هوتك، ګلبڼ نعت عبدالحكيم، چاردروېش نعمت الله، شلېدلې پڼه راحت زاخيلى، ديوان احمد كلاچي". د ارواښاد تقويم الحق ليكنه له ليدنې سره اړه لري او په خپل فهرست كې راوړي آثار يې جنساً ليدلي نو ځكه باوري برېښي چې شليدلې پنه به يې په چاپي بڼه ليدلې وي او چې دا راوايت ومنو نو بيا د پښتو لڼدې كيسې د پريم چند د اردو كيسو په تعقيب او پيروۍ نه دي رامنځته شوې او تر هغې وړاندې يې سترګې غړولې دي. په هر حال په پښتو ادب كې لنډه كيسه ارواښاد استاد راحت پيل كړه او دى په لره پښتونخوا كې د پښتو هغه پياوړى ليكوال دى چې د پښتو د زاړه او نوي ادب د زنځيرونو د وصل او كوشير كړۍ يې په لاس كې دي. تر دې راوروسته د ابوالمعاني آزاد په " افغان" نومي مجله كې تر ۱۹۲۶كال را وروسته نورې پښتو كيسې هم نشر شوې چې يوه " د يوه مړي پيغام" تر سرليك لاندې د ده په خپل قلم ليكل شوې وه او بله " د نواب صيب اشنايي" تر سرليك لاندې وه چې سر بلند خان د بدرشو كښلې وه. په بره پښتونخوا يا اوسني افغانستان كې هم د نورو ډېرو نوښتونو او ادبي پنځونو ترڅنګ د لنډې كيسې پيل هم لوى استاد علامه حبيبي كړى او د ۱۳۱۲لمريز(۱۹۳۳ع) كال د طلوع افغان په كالنۍ كې يې " د سرو زرو ګيند ( توپ) " تر سرليك لاندې يې يوه داستاني طرحه نشر كړه چې د لنډې كيسې نخښې او څركونه پكې وو، د ۱۳۱۵لمريز (۱۹۳۶ع) كال د طلوع افغان په لومړۍ ګڼه كې لوى استاد پوهاند حبيبي د " توريالۍ پښتنه" تر سرليك لاندې يوه حماسي كيسه خپره كړه چې د لنډې كيسې يوه بشپړه نمونه يې بللاى شو. تر دې وروسته په طلوع افغان كې ګڼې ليكلې او ژباړلې لنډې كيسې نشر شوې او نورو ليكوالو د لنډو كيسو په ليكلو لاس پورې كړ خو زياتو يې نور مصروفيتونه درلودل او لنډې كيسې يې په ضمني توګه ليكلې چې په دې لړ كې د ارواښاد استاد ګل پاچا الفت، سراج الدين سعيد، عبدالقدوس پرهېز، مولانا محمد شريف حبيبي، عبدالرحيم هاتف، غلام محى الدين زرملوال، ننګ يوسفزي، امان الله سېلاب، محمد صديق روهي، نصرالله حافظ، محمد يوسف ساپي او يو شمېر نورو كسانو نومونه اخيستلاى شو. تر ۱۳۳۰لمريز( ۱۹۵۱ع) كال راوروسته په افغانستان كې كيسه ليكنې ته ځانګړې پاملرنه وشوه او داسې كسان رامنځته شول چې پښتو كيسې ته يې اساسي كار وكړ، دغه كسان تر ډېره حده د نړۍ له نويو ادبياتو سره اشنا وو او داسې لنډې كيسې يې وليكلې چې زموږ په كيسه ليكنه كې يې نوې تجربې ګڼلاى شو او په دې برخه كې دغه ليكوال د يادونې وړ دي: حبيب الله تږى، ميراجان سيال، نورمحمد تره كى، عبدالرؤف قتيل، سعدالدين شپون، غوث خيبرى، محمد موسى شفيق او يو شمېر نور. په دې كسانو كې د ارواښاد حبيب الله تږي يوه كيسه د " جړ وربل" په نامه ده چې كليوالي ژوند انځوروي، د ميراجان سيال لنډې كيسې " د پښتونخوا افسانې" په نامه خپرې شوې چې د پښتنو ژوند په خپله غېږه كې رانغاړي، د نورمحمد تره كي كيسې د نړيوال كمونيزم د مفكورې په پيروۍ طبقاتي ژوند ښيي، د سعدالدين شپون كيسې لكه د عزيز خان كڅوړه او د سمڅې ياران د پېښو او كركټرونو نويې زاويه لري، محمد موسى شفيق څلور كيسې ليكلي چې د عبقريان په مجموعه كې له دري كيسو سره يو ځاى راغلې خوږ نثر او په زړه پورې داستاني جوړښت لري او ورسره د طنز مالګه پرې ګډه ده؛ د قتيل صاحب لنډې كيسې چې په " ارمان" كې راغلې پښتني ژوند انځوروي د غوث خيبري لنډې كيسې تاريخ په خپله غېږه كې رانغاړي او تاريخي پېښې هنري كوي چې د " هغه وژړل" په مجموعه كې راغلې دي. د څلوېښت (۱۳۴۰ / 1961ع) په لسيزه كې هم يو شمېر كيسه ليكونكي رامنځ ته شول لكه: سيداحسان الله هېر چې تر ټولو زياتې كيسې يې ليكلي او د كيسو ټولګه يې د " انځور" په نامه خپره شوې، عبدالله بختانى چې د كيسو مجموعه يې " د پښتو پت" په نامه ده، محمد دين ژواك چې كيسې يې پرونۍ هينداره نومېږي، كبرى مظهري چې " برښنا" يې خپره كړې ده، محمد ابراهيم عطايي، عبدالرزاق پالوال، دوست شينوارى، حبيب الله رفيع، محمد موسى معروفي، رازقي نړيوال، حبيب الله زړه سواند، محتاج متى زى، ظاهر افق، مجاور احمد زيار، امين افغانپور او يو شمېر نور. په لره پښتونخوا كې په راحت صاحب پسې د لنډې كيسې په ډګر كې ډېر كسان ودرېدل او خوږې كيسې يې وليكلې خو داسې كسان چې خپله ليكوالي يې كيسه ليكنې ته وقف كړې وي ډېر لږ وو، په دې كسانو كې مهدي شاه مهدي يو داسې ليكوال و چې لنډه كيسه ليكل يې خپل مسلك وګرځاوه او په مينه يې دې كار ته اوږه وركړه، ده په كيسه ليكنه كې اوږده او پخه تجربه وكړه او خپله كيسه ليكنه يې د پرمختګ په لور روانه كړه، نښان يې لومړنۍ افسانوي تجربه وه، " د بوډۍ ټال" او "پت" يې ورپسې ټولګې وې، په "لاله ګلونه" كې يې افسانو نوى رنګ غوره كړ او تور داغونه يې پښتو افسانه د نړۍ پرمختللې كيسې ته ورسوله اوپښتو كيسې ته يې نوي رنګونه او غورځنګونه وركړل. په لره پښتونخوا كې د پښتو نو پياوړي كيسه ليكونكي هم رامنځته شول ما سټر كريم " ځولۍ ګلونه" وليكل، پښتنې د سمندر خان تاريخي كيسې وې، څرخ د عايشه ملك ليكلې كيسې وې، چارګل د همېش خليل، درشهوار د عبدالرؤف نوشهروي او يوسف كاكا خېل تاريخي كيسې وې چې لوړ فني معيار يې هم درلود، " د محلونوخواكې"، "پاڼې پاڼې د طاهر اپريدي، " شندي ګل " او " مورې تشتې" د اشرف حسين احمد، " نوى سحر" د مبارك سلطانه شميم، " هينداره " د زيتون بانو، انګازې د ارباب رشيد احمدخان، " درس عمل" د عبدالله جان اسير، " د كشميرغازي" د سعدالله جان برق، " پلوشې" د نادرخان بزمي، " كږې لارې" او " داغونه" د ګل افضل خان، بلون" د قمرالزمان قمر او نور د پښتو كيسو په پانګه ور زيات شول. په افغانستان كې د ۱۳۵۷كال د ثور تر خونړۍ كودتا وروسته د پېښو ناڅاپي بدلون د لنډې كيسې پر فني او هنري اړخ ناوړه اغېزه وكړه له يوې خوا د لنډې كيسې فني ملا د طبقاتي مبارزې او سوسيالستي فلسفې د درنو موضوعاتو بار ور كمزورى كړاو له بلې خوا د جهاد په سنګر كې د جهادي ادب په ترڅ كې جهادي كيسې هم سترګې وغړولې چې موضوع لاهنري شوې نه وه او تشه په شعاري بنه رامنځ ته شوه خو ورو – ورو د كيسې فني اړخ هم وده وكړه، له دې نويو موضوعاتو سره اشنا شوه او په دې لړ كې نوې كيسې وليكلې شوې. له بلې خوا پېښور او كوټې ته د افغاني ليكوالو له مهاجرت سره د لرو او برو پښتنو ليكوالو ترمنځ ادبي راشې درشې او ادبي تبادلې هم پيل شوې چې دې هم د لنډې كيسې پر وده او د نويو تجربو په رامنځته كولو اغېز وكړ. په همدې ترتيب په لره او بره پښتونخوا كې انتقادي غونډو چې د ادبي ټولنو له خوا جوړېدې او لنډې كيسې يې هم تر څېړنې او ځيرنې لاندې نيولې د پښتو لنډې كيسې په فني وده كې ښه ونډه واخيسته او د لنډې كيسې پر موضوعي او فني جوړښت نوې تجربې وشوې، " علامتي كيسې" رامنځته شوې او د لنډو كيسو په خوند او رنګ كې بدلونونه راغلل. په دې ترتيب په پښتو ادب كې د لنډې كيسې سل كلن مزل د لنډې كيسې په سلهاوو ليكوال وروزل، په زرهاوو لنډې كيسې وليكلې شوې او د لنډو كيسو په سلهاوو ځانګړې ټولګې رامنځته شوې او د فن او موضوع له اړخه هم په دې منځ كې ګڼې معياري كيسې چې له نړيوالو كيسو سره د پرتلنې او د هغوى ترڅنګ د ايښودنې وړدي، رامنځته شوې او پښتو لنډې كيسې د يوويشتمې پېړۍ په درشل پوخ پل كېښود او د نويو چټكو پخو او معياري ګامونو د اېښودلو له پاره مخ په وړاندې مزل كوي چې زموږ د ادبي ژوند تاريخ جوړوي او په دې لاره كې زموږ د پښتني قلم ګامونه شمېري. - بېرته شاته