(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتانه او دهالبروك غير عقلاني دريځ

ګلوبل پوست ورځپاڼې خبر وركړ چې دافغانستان او پاكستان لپاره دامريكا دمتحده ايالاتو ځانګړي استازي ريچارد هالبروك دروان كال دمارچ په پنځمه په امريكاكې په هارورډ فورم(سختواواحساساتي الفاظو)كې يوه كنفرانس ته ويلي چې دډيورنډ دكرښې په دواړو غاړو كې دمېشتو پښتنو په هره كورنۍ كې يو تن خامخاطالب دى . ده همداراز ويلي چې طالبان د پښتنې ټولنې نه بېلېدونكې برخه ده . هغه ويلي چې امريكا له طالبانو سره دافغان دولت دجوړجاړي او سولې په پروسه كې شامله نده او دادكرزي خپله طرحه ده چې په وينا يې پخپله هم پښتون دى او دقومي تړاو له مخې له طالبانو سره سوله كوي . هالبروك دمتحده ايالاتولوړپوړى ديپلومات اودامريكا په سياست كې مطرح شخص دى ، هغه تر افغانستان وړاندې په يوګوسلاويا كې هم دمتحده ايالاتو استازى وو او اوس په افغانستان كې هم ددې هېوادلخوا _چې په افغانستان كې له طالبانو او نورو مخالفينو سره دجګړو لپاره يې دلته شاوخوا سل زره وسلوال پوځيان رالېږلي اوله القاعده اوطالبانو سره ددوى او دناټو دګډوځواكونودجګړې اشراف هم كوي_ دروند مسؤوليت ورسپارل شوى دى . داچې دمتحده ايالاتو دومره لوړپوړى ديپلومات ټول پښتانه طالبان بولي اوبيا له طالبانو سره خبرې هم ردوي او له هغوى سره په جګړو ټينګار كوي داواقعاً دټولو افغانانو او په ځانګړې توګه دپښتنو لپاره دردوونكى، خواشينوونكى او سپكوونكى خبر دى . كه څه هم ځينې كړۍ او امريكا پلوه كتونكي وايي چې متحده ايالات او دهغوى استازى هالبروك له پښتنو سره هېڅ كومه دښمني اوبدبيني نلري او داچې څه وايي دا ددوى دناسمو معلوماتو زېږنده ، دمعلوماتي مراجعو ډېر ضعف د او ياداسې اشخاص اوچينلونه دي چې هغوى قصداً غواړي متحده ايالات او پښتانه يوله بله وجنګوي . كه څه هم، داهم يودليل كېدلى شي چې هالبروك دې داسې نامسؤولانه څرګندونې وكړي . خو كه څوك د امريكا فرعوني غرور ، موجوده تكنالوژي او پراخه مادي امكانات په پام كې ولري نو دا اټكل ورته ډېر كمزورى ښكاري چې دهالبروك داڅرګندونې دې له يوې مخې دناسمو او نادقيقو معلوماتو پايله وي . ښايي له امريكايانو سره ددې خصمانه ذهنيت په تخليق كې ناسم او نادقيق راپورونه هم رول ولوبوي خو له يوې مخې يې دناخبرۍ پايله بلل هم په ګوتې لمر پټول دي. حقيقت دادى چې امريكايان په افغانستان كې پر هرڅه ښه خبر دي ، خپل دوست اودښمن ښه پيژني استخبارات يې هرڅه ښه څېړي، په ځانګړې توګه كله چې په افغانستان كې ددوى لخوا په بين المللي غوبل كې دنړۍ سترچلباز انګليس هم ورسره ملګرى دى، دوى پوهېږي چې ټول پښتانه طالبان ندي او طالبان كومه سيمه ييزه ، قومي او سكتارستي ډله نه ، بلكې كاملاً مذهبي ډله ده او اجنداوې او موخې يې هم اسلامي او دټول افغانستان په كچه دي . نه ټول پښتون ملت ځان طالب او نه خو هم طالبان ځانونه پښتنو ته منسوب بولي . بلكې كه څوك دطالبانو پخواني او اوسني تشكيلات وويني نوپوهېږي چې آن دوزيرانو په كچه پكې هرقوم ته منسوب اشخاص وو او اوس هم شته دي . آن د عربانو ،چيچنيايانو ،بريتانويانو،امريكايانواو.... په شمول تقريباً دټولې نړۍ اتباع ورسره وو اواوس هم ورسره شته دي چې ښه بېلګه يې دمتحده ايالاتو دكليفورنيا دايالت اوسېدونكى آدم يحيى غدن دى چې پدې وروستيو كې امريكايي او پاكستانيو څارګرو ادارودكراچۍ په نوري اباد سيمه كې ونيوه . داچې امريكايان داډول څرګندونې كوي دا اسلام او لرو بر پښتون قام ته دسيسه ده . دوى پوهېږي چې پښتون ،مسلمان ،ايماندار، زړور، سرښند او اتل قام دى او په هېڅ ډول نه چاته اېلېږي او نه ښكېلاك او زبېښاك مني ، دپښتنو په اړه ددوى دكتورين داسې دى چې افغانستان دامپراطوريو هديره ده او كه ددې قوم بيخ او بنسټ ونه وېستل شي نو هغه ورځ لېرې نده چې ددوى جنګي ماشين به هم دانګرېز ، چنګېز روس او نورو په څېردامپراطوريو دذوب پدې بټۍ كې ويلي شي . امريكايان دپښتنو له ديني او ملي جذبې وېرېږي غواړي چې په هره برخه كې يې و ځپي ، داسې يې وټكوي چې نور دسر راپورته كولو هم نه وي . داسې هم ويل كېږي چې هالبروك يهودى دى او دا چې نوموړى له ټولو تش لاسو پښتنوسره جګړه او دوى وژل اړين بولي ، داسې ښكاري چې په المان كې دنازي هټلر په لاس د يهوديانو د ټول وژنې )هلوكاسټ ) غچ له دوى اخلي او دلته يوبل هلوكاسټ غواړي. متل چې( زور پر تانه رسېږي مړ به دې ابا كړمه ،) خوبرعكس ټوله نړۍ شاهده ده چې پښتانه يو سوله خوښوونكى ، ارام او له شر او فساد سره وران قوم دى . دې قوم پر چا يرغل ندى كړى ، دچاپرمادي او معنوي ارزښتونو ا وسياسي او فكري جغرافيې يې تېرى ندى كړى ، دلويې حوصلې اوپراخ فكر خاوندان دي خو كه كله دنورو له تېري سره مخ شوى او دعكس العمل ښودلو ته اړوېستل شوى دى نوبيا ورته خپل سر دتېګې په اندازه هم ارزښت نلري . دختيځ نابغه علامه اقبال خو داقوم كتلى او تللى وو چې ويلي يې دي : اسيا يك پيكر اب وگل است ملت افغان دران پيكر دل است از كشاد او كشاد اسيا ازفساد او فساد اسيا. كه امريكايانو ته دافغانانو دتورې شرنګ معلوم نه وو نو انګرېز ته خو معلوم وو ، ولې يې له بريډن او مكناټن نه دافغانانو شهامت او غيرت نه پوښت. په هرحال اوس هم لااوبه له ورخه ډېر تېرې ندي امريكايان بايددافغانانو او په ځانګړې تو ګه دپښتون قام په اړه خپلې شومې موخې او ارادې بدلې كړي ، دپښتون شمېراوس ۵۰ ميليونوتنو ته رسېږي او تخم يې په ټوله نړۍ كې خپور دى. په لره اوبره پښتونخواكې پروت پښتون اوس دسياسي شعور خاوند دى او دهالبروك او ګالبرېت لختې دااوبه بېلولى نشي. امريكايان او ملاتړي يې پښتانه ختمولى او اېلولى نشي .او نه به افغانان چاته دااجازه وركړي چې واحد افغان ملت پرمليتونو اوددوى كور( افغانستان) پر ټوټواو كورګيو ووېشي. امريكايان بايد پوه شي چې دلته يې ديوګوسلاويا په څېر دتجزيې پلانونه نه شي بريالي كېدلى او لكه څنګه چې ديوګوسلاويا دوېش دمخمس دوه بتان (پډي اشډاون او ګالبريت ) پخوا په افغانستان كې نړېدلي ښايي دابله ستنه ( هالبروك) يې هم ونړېږي. دامريكا متحده ايالات بايد له پښتنوسره ددښمنۍ پرځاى دسيمې او افغانستان دامنيت اوسولې په تامين كې له دوى مرسته وغواړي .له هغوى سره دمتقابل احترام په فضاكې دوستي او استراتيژيكه ملګرتيا وكړي .دهېواد په بيارغونه او دنړيوال امنيت په ټينګښت كې ددوى همكاري جلبه كړي . چې داكار هم دامريكا او هم دافغان ولس په ګټه دى .نه داچې په هرناسم راپور ددوى زړونه خفه او احساسات يې راوپاروي . - بېرته شاته